د پاکستان او افغان طالبانو پلاوي د چهارشنبې په ورځ د چين په کوربهتوب د اورومچي په ښار کې سره وکتل.
دا پړاو خبرې چې د چهارشنبې په ورځ ترسره شوې، چې د تاوتريخوالي کمولو، د اوربند ټينګښت او پر ډیورنډ کرښه د لارو پرانيستلو پر موضوعاتو متمرکزې وې.
دا غونډه چې د دواړو لورو ترمنځ له خونړيو نښتو وروسته جوړه شوې وه، له اسلاماباده خپرېدونکې ډان ورځپاڼې ته یوې سرچینې ویلي چې دې مذاکراتو کومه لاسته راوړنه نه درلوده.
يادې سرچينې زياته کړه چې چين به له دواړو لورو سره خپلې اړيکې او تماسونه جاري وساتي، او د خبرو د لومړي پړاو تمرکز پر اوربند او د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ د لارو پرانيستل وو.
دا ناسته د سلواغې او کب مياشتو د خونړيو نښتو او د پاکستان له خوا د «غضب للحق» په نوم د پوځي عملياتو وروسته لومړنۍ غونډه بلل کېږي. تر دې وړاندې، د پاکستان حکومت له طالبانو سره هر ډول مستقيمې خبرې رد کړې وې، خو يو پاکستاني چارواکي ټينګار کړی چې دا ناسته په ځانګړي ډول د منځګړيتوب هڅه نه وه.
د ډان د راپور له مخې، غونډه تر ډېره د وروستيو کړکېچونو په اړه د نظرونو پر تبادلې متمرکزه وه او له هغې څخه د کومې مهمې پايلې تمه نه کېده. داسې ښکاري چې د چين تمرکز پر باور جوړونه او د سوداګريزو لارو پر بيا پرانيستلو و.
پاکستاني سرچينو ويلي چې د چهارشنبې په ناسته کې اسلاماباد يو ځل بيا په افغانستان کې د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د پټنځايونو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړه. د طالبانو استازو له دغو اندېښنو ته د رسېدنې لېوالتيا وښوده، خو ټينګار يې وکړ چې د ټيټيپي کړنې د پاکستان دننه د دوی سره تړاو نه لري.
ويل کېږي چې د پاکستان حکومت د سوداګريزو لارو د بيا پرانيستلو او اقتصادي همکارۍ لپاره خپل چمتووالی ښودلی دی. يو پاکستاني چارواکي ډان ورځپاڼې ته ويلي، چې دا هڅې د تاوتريخوالي د مديريت او د اقتصادي فرصتونو د ګټې اخيستنې لپاره کېږي، که څه هم بنسټيز امنيتي اختلافات لا هم پر خپل ځای پاتې دي.
هغه زياته کړه چې چين هم د افغانستان په خاوره کې د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ د فعاليتونو په اړه اندېښنې لري.
د معلوماتو له مخې، د طالبانو پلاوي دا ځل د خپلو ژمنو د عملي کولو لپاره زياته لېوالتيا ښودلې او د يو داسې ميکانيزم د ارزونې سره يې موافقه کړې چې د پاکستان او چين ځينو مهمو غوښتنو، په ځانګړي ډول د ټيټيپي او د ختيځ ترکستان اسلامي غورځنګ په اړه، د عملي کېدو د تاييد وړتيا ولري.
اسلاماباد طالبان تورنوي چې د دې هېواد مخالفو وسلهوالو ته يې پناه ورکړې او ملاتړ ترې کوي، خو افغان طالبان دا تورونه ردوي او دا موضوع د پاکستان داخلي مسئله بولي.
د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې، چې د طالبانو له څلورو سرچينو يې نقل کړی، د اورومچي په خبرو کې د پاکستان او طالبانو پلاوي په منځنۍ کچه استازيتوب درلود او د تېر په څېر په ترکيه، قطر او سعودي عربستان کې د شوو ناستو خلاف، دا ځل ګډونوال د پرېکړې کولو صلاحيت نه درلود.
تر دې مخکې هم د قطر، ترکيې او سعودي عربستان په منځګړيتوب څو پړاوه خبرې شوې وې، خو کومه پايله يې نه وه ورکړې.