فرید حمیدي: د یفتل ولسوالۍ سقوط د طالبانو د سراسري حاکمیت «افسانوي طلسم» مات کړ
د جمهوري نظام پر مهال پخواني لوی څارنوال فرید حمیدي د بدخشان د یفتل پایین ولسوالۍ لنډ مهالي سقوط ته په اشارې سره ویلي، چې دغې پېښې د طالبانو د سراسري حاکمیت ادعا او د هغوی د «نه ماتېدونکې افسانه» له منځه یووړه.
محمد فرید حمیدي د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۲۶مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي، طالبان چې د دوحې د «ننګین» تړون له لارې واک ته رسېدلي او مشروعیت نهلري، د دغې ولسوالۍ په سقوط سره یې د واکمنۍ «طلسم» مات شو.
فرید حمیدي په خپل غبرګون کې د یفتل پایین له سقوط څخه د درېیو درسونو یادونه کړې او ویلي یې دي، لومړی درس دا دی چې حق تلفي، سیاسي او قومي انحصار، تبعیض، استبداد او پر زور تکیه کول هېڅکله دوام نهشي موندلی. د هغه په وینا، د هېواد د ستونزو د حل لاره یوازې په تفاهم، د یو بل په منلو، ټولنیز عدالت، د تبعیض په لهمنځه وړلو او د ټولو ښځو او نارینهوو د حقونو، عزت او کرامت په خوندیتوب کې ده.
حمیدي د دویم درس په توګه د مبارزې پر قانونمندۍ ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې په تېرو پنځو لسیزو کې ټولو خواوو پر ملکي تلفاتو او د ښوونځیو، کلینیکونو او پلونو په څېر د عامه تاسیساتو پر ویجاړولو تمرکز درلود. خو د هغه په وینا، په یفتل پایین کې بریدګرو ځواکونو د پراخو ورانیو د رامنځته کولو له وړتیاوو سره سره، یوازې پر پوځي اهدافو تمرکز وکړ او ارزښتونو ته یې درناوی وکړ.
د افغانستان دغه پخواني لوړپوړي چارواکي زیاته کړې، چې واکمنه ډله نهشي کولای خپلې ظالمانه، نامشروع او تبعیضي واکمنۍ ته دوام ورکړي. هغه د یوه داسې ازاد افغانستان غوښتنه وکړه، چې ټول وګړي یې پرته له تبعیضه سره برابر وي او ښځې او نارینه پهکې د خپلو حقونو، ازادۍ او کرامت خاوندان وي.
دا غبرګون داسې مهال څرګندېږي، چې د راپورونو له مخې، د «سپاهیان میهن» په نوم یوې نوې تاسیس شوې وسلهوالې ډلې د جمعې ورځې په سهار وختي په بدخشان کې پر یفتل پایین ولسوالۍ برید وکړ او د څو ساعتونو لپاره یې د دغې ولسوالۍ د ودانۍ، امنیه قوماندانۍ او استخباراتو کنټرول په لاس کې واخیست. طالبانو هم تایید کړې، چې د یفتل پایین ولسوالۍ د لنډ وخت لپاره د دوی له کنټروله وتلې وه، خو ادعا یې کړې، چې د تازه ځواکونو په رسېدو سره بریدګر له سیمې تښتېدلي دي.