د جولای ۸مهشکریه بارکزۍ: د طالب مشرانو د نیولو حکمونه لا هم نه دي عملي شوي
د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې غړې شکریې بارکزۍ د جرمونو نړیوالې محکمې له غړو هېوادونو غوښتي چې د ښځو د ځورونې په تور د طالب مشرانو د نیولو حکمونه پلي کړي. هغې ویلي چې د پرېکړې له اعلان څخه یو کال تېر شوی، خو لا هم په دې برخه کې عملي ګام نه دی پورته شوی.
مېرمن بارکزۍ په خپل پیغام کې لیکلي چې د عدالت ځنډول په حقیقت کې د عدالت د حق نه ورکول یا تر پښو لاندې کول دي. هغې ټینګار کړی چې د هاګ محکمې غړي هېوادونه باید خپلې قانوني ژمنې پوره کړي او د یادو حکمونو په پلي کولو کې له محکمې سره پوره همکاري وکړي.
د دې افغان سیاستوالې په وینا، د حساب ورکونې د داسې میکانیزمونو پلي کول د افغان ښځو او نجونو د حقونو او ازادیو د خوندیتوب لپاره خورا اړین دي. د هاګ نړیوالې محکمې تېر کال د طالبانو د ځینو مشرانو پر وړاندې د بشریت ضد جرمونو او د ښځو د سیستماتیکې ځورونې په تور د نیولو حکمونه صادر کړي وو.
شکریه بارکزۍ د جمهوریت پر مهال د ولسي جرګې فعاله غړې وه او تل یې د ښځو د حقونو غږ پورته کړی دی. نوموړې د نړیوالې ټولنې پر بېتفاوتی انتقاد کوي او وايي چې د طالبانو د مشرانو د نیولو د حکمونو ځنډېدل د هغوی د لا زړور کېدو او د افغان ښځو د وضعیت د لا خرابېدو لامل کېږي.
بل لور ته، د جرمونو په نړیواله محکمه کې د افغانستان د دوسیې په لړ کې د بشري حقونو د نقض پېښې لا هم تر څېړنې لاندې دي. د بېلګې په توګه، د ۲۰۲۵ کال د جولای په اتمه د شګفتې په نوم یوه ۳۲ کلنه نرسه د طالبانو لخوا په کابل کې ونیول شوه؛ طالبانو نوموړې د خپل کار د ځای له مدیر سره د نامشروع اړیکو په تور تورنه کړه، ځکه چې مدیر هغه په خپل موټر کې کور ته رسولې وه.
دغه دوسیې ښيي چې د افغان ښځو پر وړاندې د طالبانو سختدریځه چلند او د هغوی ځورونه لا هم په شدت سره دوام لري