پر انټرنېټ د طالبانو بندیزحنیف اتمر: د انټرنېټ خوشې کېدل پر استبداد د ولس بریا ده
د مخکېني جمهوري نظام پر مهال د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر ویلي، چې په افغانستان کې د انټرنېټ بېرته خوشې کېدل د طالبانو پر استبداد د «ولس ښکاره بریا» ده. هغه افغانانو ته د دغه بریا مبارکي هم ورکړې ده.
نوموړي د (تلې ۱۰مه) پر اېکس پاڼه لیکلي: «موږ نه پوهېږو، چې د ظلم له کوره به بیا څه راووځي او څومره وخت به دوام وکړي». محمد حنیف اتمر وایي، تاریخ د دې ګواهي ورکړې چې هوډمن او یو موټی ملتونه تل د خپلو برخلیکونو ټاکونکی وي.
طالبانو ۴۸ساعته پر افغانانو انټرنېټ او هر ډول مخابراتي اړیکې پرې کړې وې. دغه بندیز د ملاهبت الله د شخصي پرېکړې پر بنسټ شوی و او د یادې ډلې د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په امر تېره ورځ د (تلې ۹مه) بېرته لرې شو.
د طالبانو دننه هم د انټرنېټ د بندیز په تړاو ژور مخالفتونه رامنځته شوي او د دې ډلې یو شمېر غړو د هبت الله دا چاره د دوی د حکومتي چارو د خنډ تر څنګ د ولسي بغاوتونو د پیلېدو لاره هم بلله. د طالبانو کابینې یو شمېر غړي کندهار ته هم تللي وو، چې خپل مشر په دې تړاو د شته بندیز د ختمېدو اړوند قانع کړي؛ خو هغه نهیلي کړي وو.
د انټرنېټ د بندیز له امله په افغانستان کې بانکونو، پانګهوالو، سوداګرو او کاروباریانو ته مېلیونونه افغانۍ زیانونه اوښتي او همداراز یې د نجونو انلاین زدهکړې هم اغېزمنې کړې وې.
د نړۍوالې ټولنې تر څنګ افغان سیاستوالو هم د طالبانو دغه بندیز په سختو ټکو غندلی و او دا یې ظالمانه پرېکړه بللې وه.