د بېځایه شویو سازمان: له ایرانه د جبري اېستلو پرمهال له کډوالو سره ظلم او ناوړه چلند کېږي
د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي، چې د دوی د موندنو له مخې له ایرانه د جبري اېستلو پرمهال له افغان کډوالو سره ناوړه چلند او ظلم روان دی.
دغه سازمان پر اېکس پاڼه کاږلي، راپور شوې قضیې په ټولیز ډول د افغان کډوالو پر وړاندې د ډلهییزې سزا یوه څرګنده بڼه ښیي چې له نړۍوال قانون څخه ښکاره سرغړونه ده. دغه سازمان زیاته کړې، چې له ایرانه زرګونه کډوال کارګر د خپلې لاسباړې ترلاسه کولو پرته په جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي، ډېریو کډوالو ته د کورونو مالکانو لهخوا اخیستل شوې پیشکي کرایه او پورونه نه ورکول کېږي او د هغوی شخصي سامان او جایداد یې نیول کېږي. د بې ځایه شویو نړۍوال سازمان وړاندې وایي، چې دا د سلګونه مستند شویو قضیو یوازې څو بېلګې دي چې په ټولیز ډول په ایران کې د افغان کډوالو په وړاندې د ظلم، اقتصادي بې عدالتۍ او محرومیت سیستماتیکه پالیسي ښیي. دغه سازمان د ملګرو ملتونو د کډوالو اړوندو ادارو څخه غوښتي، چې په دې تړاو دې سملاسي خپلواکه څېړنه پیل کړي او ایراني چارواکي دې د دغه سرغړونو لپاره مسوول وګڼي. دغه سازمان دارنګه د ایران له مدني ټولنو او په بهر کې مېشتو ایرانیانو څخه غوښتي، چې د دغه بې عدالتۍ پر وړاندې چوپ پاتې نشي او غږ پورته کړي.
له بل پلوه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د هرات ولایت اسلام کلا پولې ته د سفر پر مهال د راستنېدونکو کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ بللی او له نړۍوالې ټولنې یې په دې برخه کې د بېړنیو مرستو غوښتنه کړې ده.
تېره ورځ له ایران او پاکستانه تر درې زرو ډېرې کډوالې کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي
تېره ورځ له ایران او پاکستانه ۳زره او ۶۶۰ کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې شوې دي.
په خبرباڼه کې راغلي، چې له دې ډلې ۳۷ کورنۍ د تورخم له لارې، ۳۵ کورنۍ د سپين بولدک له لارې، یو زر او ۲۲۹ کورنۍ د ورېښمو پله له لارې او دوه زره او ۳۶۱ کورنۍ د اسلام کلا له لارو افغانستان ته ستنې شوې.
د خبرپاڼې له مخې؛ په ناسته کې مېرمن اوتنبایوا د کډوالو د راستنېدو چټک بهیر د اندېښنې وړ بللی خو ژمنه یې کړې چې ملګري ملتونه به له افغانانو او په ځانګړې توګه کډوالو سره خپلې بشري مرستې دوامداره وساتي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په ناسته کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال له راستنېدونکو کډوالو سره د لس مېلیونه ډالرو نغدي مرستې خبره کړې ده.
له بل پلوه عبدالسلام حنفي پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې راستانه شویو کډوالو ته د رسېدنې په برخه کې د دوی لاسنیوی وکړي او په دې برخه کې خپل اخلاقي مسوولیت پرځای کړي.
عبدالله عبدالله: ایران دې د افغان کډوالو د جبري ډله ییز اخراج پر پالیسۍ بیا کتنه وکړي
د افغانستان د جمهوري نظام پخوانی اجراییه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي، چې د ایران حکومت دې د افغان کډوالو د جبري ډله ییز اخراج پر پالیسۍ بیا کتنه وکړي.
عبدالله عبدالله پر خپل اېکس د ایران له حکومت او چارواکو هیله کړې، چې افغانستان ته له راستنیدو دمخه د افغان کډوالو د ملکیت او شتمنیو ساتنې او بېرته راستنیدو ته پاملرنه وکړي څو له مهاجرینو د غچ اخیستنې مخه ونیول شي.
د ایراني توکو تحریم؛ صدیق صدیقي وایي، افغانان باید د ایران اقتصادي ملاتړ څخه لاس واخلي
د افغانستان د مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني پخوانی وياند صديق صديقي د افغانانو له هغه کمپاین سره یو ځای شوی، چې د ایراني توکو د پېرلو پر ضد یې پیل کړی.
هغه له خلکو غوښتي، چې د ایراني تولیداتو له پېرلو څخه ډډه وکړي او په دې سره د ایران اقتصادي ملاتړ وننګوي.
صديقي د يکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۲مه) پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «هيله ده چې زموږ خلک د ايران ټول توليدات تحريم کړي او د داسې موادو له پېرلو ډډه وکړي، چې د نژادپالنې او تبعيض بوی ترې راځي».
هغه د ايران له لوري د افغان کډوالو پر وړاندې د رسمي ادارو چلند «له تبعيض او نژادپالنې ډک» بللی دی او له ټولو افغانانو يې غوښتي، چې د ايران له توليداتو او اقتصادي ملاتړ څخه لاس واخلي.
تر دې وړاندې هم يو شمېر افغانانو د خواله رسنیو له لارې يو کمپاين پيل کړی و او له افغان سوداګرو او پانګهوالو څخه يې غوښتي وو، چې خپلې شتمنۍ له ايراني بانکونو وباسي.
ياد کمپاين له هغې وروسته پيل شو، چې د ایران حکومت د افغان کډوالو ډلهییزې اېستنې نوې څپه پېل کړه.
صديق صديقي د دغه کمپاين ملاتړ کړی او زياته کړې يې ده، چې افغانستان د ايراني توکو تر ټولو ستر بازار دی او افغان سوداګر هر کال د مېلياردونه ډالرو په ارزښت ايراني توکي واردوي.