ایران له امریکا د اسلاماباد د تفاهملیک تشریحي متن خپور کړ
په خپاره شوي سند کې راغلي چې د امریکا له لوري د جګړې درول، د ایران د نفتو د پلور پر محدودیتونو د بندیزونو کمول، د کنګل شویو شتمنیو ازادول او د اقتصادي بندیزونو راکمول به د هغو مهمو شرطونو له ډلې وي چې له پوره کېدو وروسته به د ایران د اټومي پروګرام په اړه وروستي مذاکرات پیل شي.
د سند له مخې، د اټومي موضوعاتو په اړه خبرې اترې به د ۶۰ ورځو په موده کې ترسره کېږي او د ایران هر اقدام به د «اقدام په بدل کې اقدام» پر اصل ولاړ وي.
په تشریحي متن کې ټینګار شوی چې د ایران د توغندیز پروګرام، بېپیلوټه الوتکو او سیمهییزو فعالیتونو موضوعات د مذاکراتو په اجنډا کې شامل نه دي. همداراز ویل شوي چې ایران د یورانیمو د غني کولو د کچې د محدودولو یا د غني شویو اټومي موادو د لېږدولو په اړه کومه ژمنه نه ده منلې.
د سند له مخې، د غني کولو او اټومي موادو اړوند موضوعات راتلونکو پړاوونو ته پرېښودل شوي او په ایران کې دننه د غني شویو موادو د رقیق کولو امکان هم د بحث وړ موضوع په توګه یاد شوی دی.
په دې تشریحي متن کې د نفتي محدودیتونو لرې کول، د کنګل شویو مالي سرچینو ازادول، د هرمز تنګي له لارې د سمندري تګ راتګ لپاره د نویو میکانیزمونو رامنځته کول او وروستۍ هوکړې ته له رسېدو وروسته له سیمې څخه د امریکايي ځواکونو وتل د تفاهملیک له مهمو محورونو څخه بلل شوي دي.
سند ټینګار کوي چې د مقابل لوري له خوا د ژمنو بشپړ عملي کېدل به د دې بنسټ جوړ کړي چې ایران د مذاکراتو دوام او د وروستۍ هوکړې پر لور د تګ په اړه پرېکړه وکړي.