هغه خبرداری ورکړی،چې که طالبان «په افغانستان کې د مېشتو ترهګرو ډلو» پر ضد جدي اقدام ونه کړي، پاکستان به له دې هم سخت متقابل ګامونه پورته کړي.
اصف دراني ټینګار کړی،چې طالبان باید د افغانستان په خاوره کې د وسله والو ډلو د حضور او فعالیت څخه انکار پرېږدي او د یوه «مسوول حکومت» په توګه باید د افغانستان له خاورې د ګاونډیو هېوادونو پر ضد د فعالیت مخه ونیسي.
هغه زیاته کړې چې که په راتلونکي کې د باور وړ اقدام ونه شي، پاکستان ښايي ځان اړ وبولي چې د افغانستان په خاوره کې د فعالو وسله والو ډلو او شبکو پر ضد لا سخت متقابل اقدامات وکړي.
بل خوا د پاکستان د اطلاعاتو وزارت اعلان کړی چې د شنبې په شپه یې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)او داعش خراسان اړوند اووه پټنځایونه په نښه کړي دي.
فضل هادي مسلمیار: د پاکستان بریدونه پر ملي حاکمیت تېری دی او بې ځوابه به پاتې نه شي
مسلمیار ویلي، په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې شوي هوایي بریدونه د لسګونو بېګناه ملکي وګړو د وژل کېدو او د نړیوالو قوانینو د ښکاره نقض سبب شوي دي.
هغه زیاته کړې، چې دا په څرګند ډول د افغانستان د حاکمیت نقض دی او په وینا یې، افغانانو تل د هر ډول بهرني تجاوز پر وړاندې په مېړانه دفاع کړې او دا ډول بریدونه به هم بې ځوابه پاتې نه شي.
نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان پر خاوره هر ډول پوځي اقدام د نړیوالو اصولو او د هېواد د خپلواکۍ خلاف دی او باید ودرول شي.
په دې اعلامیه کې د طالبانو د متقابلو اقداماتو په اړه څه نه دي ویل شوي، خو د دې ډلې د ددفاع وزارت ویلي، چې دوی به په مناسب وخت کې وړ او محاسبه شوی ځواب ور کړي.
امرالله صالح: پاکستان د ملکي وګړو په وژلو او بمبارۍ سره له اصلي مسالې ځان باسي
صالح د زرغون بهیر ګوند د اعلامیې په خپرولو سره دغه بریدونه غندلي او وايي، چې د طالبانو غیر قانوني او ملي ضد واکمني د پاکستان د مستقیمې مالي او پوځي مرستې او د دوحې تړون له لارې پر افغانانو تحمیل شوې ده.
پخوانی طالب چارواکی اکبر اغا: د پاکستان وروستی برید بزدلانه او غیرانساني اقدام و
سید اکبر اغا په اېکس کې لیکلي، چې دا عمل د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو ښکاره سرغړونه بولي.
نوموړي ویلي، چې که ملګري ملتونه رښتینی او خپلواک واک ولري، نو باید د داسې اعمالو عاملین د نړیوال قانون منګولو ته وسپاري او حساب ورڅخه وغواړي.
سید اکبر اغا ټینکار کوي، چې خو بیا هم افغانان د خپل هېواد د دفاع واک لري او د مناسب ځواب ورکولو بشپړ حق لري.
محمد حنیف اتمر: د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې د پاکستان بریدونه وڅیړي
اتمر ویلي،چې دغه اقدام د هېوادونو د ملي حاکمیت، سولهییز ګډ ژوند او بشردوستانه نړیوالو اصولو ته په بشپړې بېاعتنایۍ شوی او هېڅ حقوقي او اخلاقي توجیه نه لري.
د هغه په وینا، دا بریدونه د افغانستان د خلکو له سخت غبرګون او پراخې غندنې سره مخ شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان د پوځ د انګېرنې خلاف، دا ډول پوځي اقدامات نه یوازې دا چې د تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي)پر وړاندې مخنیوی کوونکی رول نه شي لوبولای، بلکې د ناامنۍ او بېثباتۍ د زیاتېدو لامل ګرځي.
د ده په وینا، د ملکي خلکو د کورونو بمبارول د امنیتي ننګونو معقول حل نه دی.
اتمر،له پاکستاني حکومت او پوځ غوښتي چې له مسوولیتپالنې کار واخلي، د افغانستان پر خاوره له هر ډول تېري ډډه وکړي او د نیابتي ډلو د ملاتړ پالیسو په اړه ځواب ویونکی واوسي.
هغه خبرداری ورکړی،چې دا بریدونه ښايي سیمهییز تاوتریخوالی لا زیات کړي او د سولې او امنیت لپاره جدي پایلې ولري.