اسراییل ته د جاسوسۍ په تور ایران یو زنداني «اعدام» کړ

د ایران سپاه پاسدارانو اړوند فارس خبري اژانس راپور ورکړی، چې اسراییل ته د جاسوسۍ په تور یې یو زنداني «اعدام» کړی دی. په راپور کې د اعدام شوي کس نوم «اسماعیل فکري» ښودل شوی دی.
تر دې وړاندې هم ایران ورته اعدامونه کړي او له اسراییل سره یې د روانو شخړو په لړ کې لسګونه کسان اسراییل ته د جاسوسۍ په تور هم نیولي دي.
تهران ویلي، ځینو کسانو د دوی له محرمو ځایونو وېډیوګانې کولې او بیا یې د اسراییل «موساد استخباراتي شبکې» ته استولې.