د جهاد میراث خواره؛ طالبانو له روسیې سره اړیکو کې خپله اېډیالوژي شاته غورځولې

د پاکستانۍ ډان ورځپاڼې په یوې خپرې کړې مقاله کې راغلي، چې د مسکو له لوري د طالبانو په رسمیت پېژندو سره د دغه ډلې اېډیالوژیک لیدلوری هم د بحث وړ موضوع ده او ان د خپل پخواني تفکر خلاف یې له روسیې سره اړیکې پراخې کړې دي.
د دوشنبې په ورځ د (چنګاښ ۱۶مه) په یاده مقاله کې راغلي، طالبان د هماغو مجاهدینو فکري وارثان دي چې د ۱۹۸۰مو کلونو په ترڅ کې یې د لوېدیځ او پاکستان په ملاتړ د پخواني شوروي اتحاد پر ضد جنګېدل. د طالبانو اوسني مشران یا خپله د هغې جګړې برخهوال وو او یا هم د هماغې فکري روزنې زېږنده دي.
اوس روسیه د پخواني شوروي حقوقي او سیاسي وارث په توګه هماغه خوځښت په رسمیت پېژني، چې بنسټ یې د مسکو سره پر دښمنۍ اېښودل شوی و.
د مقالې لیکوال او د امنیتي چارو شنونکی محمد امیر رانا زیاتوي، پاکستان چې د سړې جګړې پر مهال د افغان مجاهدینو له اساسي ملاتړو څخه شمېرل کېده؛ ننسبا د هغه «ګټلي جهاد» له سختو او درنو پایلو سره مخ دی.
هماغه توندلارې ډلې چې د شوروي ضد جګړې په بستر کې زېږېدلې وې، اوس د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP)، لشکر اسلام او د حافظ ګل بهادر د شبکې په نومونو سره د پاکستان پر ضد وسلهوال فعالیتونه کوي. د ځانمرګو بریدونو زیاتوالی، پر پاکستاني ځواکونو بریدونه او د قبايلي سیمو بېثباتۍ هغه ګواښونه دي، چې د اسلاماباد کورنی امنیت یې تر پوښتنې لاندې راوستی.
وړاندې لیکل شوي: «طالبانو نه یوازې له پخوانیو جهادي ډلو سره اړیکې نه دي پرې کړې؛ بلکې دغه اړیکې لاهم په ځانګړي ډول د پاکستان پر واندې په هوښیارانه ډول مدیریت کوي.»
همدا راز زیاته شوې، هغه طالبان چې یو وخت د «ښه طالبانو» یا «سټراټېژیکو ملګرو» په نوم ستایل کېدل؛ اوس اسلام اباد ته په یو لوی سرخوږي او څو اړخیزه ګواښ بدل شوي دي. په داسې شرایطو کې، د روسیې لهخوا د طالبانو رسمیتپېژندنه د مشروعیت ورکولو له مفهومي چوکاټه دباندې تر ډېره د مسکو د جیوپولېټیکي واقعیتونو څرګندونه کوي.
روسیه چې له یو خوا د اوکراین په جګړه کې ښکېله ده او له بل پلوه د لوېدیځ له لوري منزوي کېدو سره مخ ده؛ هڅه کوي چې په منځنۍ او سوېلي اسیا کې خپل نفوذ پراخ کړي او د امریکا رول محدود کړي.
د ډان ورځپاڼې مقاله کې ټینګار شوی، چې د طالبانو رسمیت پېژندنه کولای شي د افغانستان د اقتصادي او امنیتي تحولاتو د کنټرول وسیله شي.
خو اصلي پوښتنې لاهم پر ځای دي: «روسیه به تر کومې کچې د طالبانو پر سیاستونو او کړنو اغېز ولري؟ ایا مسکو به وتوانېږي، چې طالبان دې ته قانع کړي چې له توندلارو ډلو سره اړیکې پرې کړي او د پاکستان یا ایران ضد جریانونه ونه ملاتړي؟»
مقاله کاږي، دا هغه پوښتنې ګڼل شوې چې چین، روسیې او پاکستان ته یې د قناعت وړ ځواب نه دی ورکړی.
ویل شوي، چې دغه وروستي بدلونونه پاکستان ته دا وریادوي چې د تېرو لسیزو سټراټېژیک سیاستونه اوس بېرته پر دوی د امنیتي ناورین په بڼه ورګرځي. د جهادي ډلو پخواني متحدین ځانونه نن سپا خپلواک لوبغاړي ګڼي، چې ځانګړې اجنډاوې او موخې لري.
د مقالې په پای کې لیکوال لیکلي، چې سیمهییز سیاست د نوي پړاو پر لور روان دی او طالبان هڅه کوي چې د خپل تېر تاریخ برعکس ځانونه ثابت کړي؛ خو لا هم پرې د خپلې جګړې او جهادي مفکورې اغېز پروت دی.