هغه زیاتوي: «یوه ورځ به ان شاءالله د دوحې د تړون ټوله دسیسه چې افغانستان یې پر طالبستان بدل کړ، له منځه یوړل شي.»
له یادې هوکړې او په تړاو یې د قطر پر اعلامیې له ګڼو غبرګونونو وروسته د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست محمد یعقوب مجاهد په یوې انلاین خبري ناسته کې د ډیورنډ کرښې په اړه وویل، چې په دې اړه له پاکستاني پلاوي سره هېڅ بحث نه دی شوی او د ډیورنډ کرښې ته «بارډر» نه شو ویلی.
عاطف مشعل: طالبانو د پاکستان د زور او ګواښ پر وړاندې ټينګ مقاومت وکړ
د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفير عاطف مشعل ویلي، طالبانو د پاکستان د زور او ګواښ پر وړاندې ټينګ مقاومت وکړ او نړۍ ولیدل چې ددې بربدونو قربانیان د ټي ټي پي غړي نه، بلکې بېګناه ملکي افغانان وو.
عاطف مشعل نن یکشنبه د تلې ۲۷مه، پر اېکسپاڼې لیکلي، چې د پاکستان د پوځي واکمنو لهخوا د افغانستان پر حریم د هوایي بریدونو د وروستۍ لړۍ پیل، یوه ستره ستراتیژيکه او دیپلوماتیکه تېروتنه وه. هغه زیاتوي چې د پاکستان دا ټول هدفونه ناکام شول.
مشعل په دې باور دی، چې افغانان یو موټی او لا متحد شول.
عاطف مشعل پر اېکس لیکلي:«د ملکي خلکو په نښه کول نهیوازې د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه وه، بلکې د اخلاقي مسوولیت خلاف عمل هم و، چې د پاکستان اعتبار یې کمزوری کړ او د سیمې هېوادونه یې د ثبات د ګډو خطرونو له کبله اندېښمن کړل.»
سهیل شاهین: د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو به په ترکیه کې ترسره شي
په دوحه کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین وایي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د مذکراتو دویم پړاو به ډېر ژر په ترکیه کې ترسره شي.
شاهین زیاتوي چې د مذکراتو په لومړي پړاو کې هوکړه وشوه چې دواړه هېوادونه به د یو بل د مخالفینو ملاټر او پر یو بل بریدونه نه کوي.
په قطر کې د طالبانو او د پاکستان د استازو ترمنځ مذاکرات د یوې هوګړې په لاسلیکولو سره پای ته ورسېدل.
له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی و، چې په دې هوکړهلیک کې دواړو خواوو پر سوله، یو بل ته درناوي او د ښه ګاونډیتوب اړیکو ته پر ژمنتیا ټینګار کړی او د خبرو له لارې د ستونزو او مسایلو د حل غوښتونکي شوي دي.
د تېر جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند له موافقې وروسته وویل، چې د هېواد سياسي او مدني ټولنې همېشه پر بينالافغاني خبرو او توافق ټينګار کړی او اوس یې وخت رارسېدلی دی.
اتمر:«اوس وخت رارسېدلی چې د طالبانو مشران خپل واقعي نيت څرګند کړي او دا تاريخي فرصت له لاسه ورنه کړي.»
د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر محمد حنیف اتمر د یکشنبې په ورځ (د تلې په ۲۷مه) پر اېکسپاڼې لیکلی: «د طالبانو د رژيم او پاکستان ترمنځ د سمدستي اوربند او د شخړو د حل لپاره د خبرو اترو د دوام په اړه د قطر او ترکیې په منځګړيتوب د شوې موافقې خبر يو د خوښې وړ پرمختګ دی، چې بايد هرکلی يې وشي، څو د پاکستان د پوځي ځواکونو له تجاوزونو او زموږ د بېګناه خلکو له وينې تويدو مخنيوی وشي.»
اتمر ویلي دا ډېره مهمه ده چې د افغانستان ولس د ترلاسه شوې موافقې له متن او همدا رنګه د خبرو د راتلونکو پړاوونو له بهير څخه په بشپړ او روښانه ډول خبر وي ځکه دلته د ملت د بنیادي ګټو او برخليک خبره ده.
نوموړي زیاته کړې:«د طالبانو مشران باید په دې ښه پوهیدلې وي چې هغه نظام چې له ولسي ملاتړ او مشروعيت څخه بېبرخې وي، د دغسې بهرنيو تېريو پر وړاندې سخت زيانمنونکی وي. دفاع، سوله، دايمي امنيت او د يو سياسي او دولتي نظام بقا د هماغه هېواد د خلکو پر ملاتړ ولاړه ده.»
ملایعقوب: د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه له پاکستاني پلاوي سره هېڅ بحث نه دی شوی
د طالبانو دفاع وزیر ملایعقوب مجاهد په یوې انلاین خبري ناسته کې ویلي چې ددې ډلې سیاست دا نه دې چې پر بل کوم هېواد برید وکړي یایې هم حریم نقض کړي.
هغه د ډیورنډ فرضي کرښې په اړه وویل چې په دې اړه له پاکستاني پلاوي سره هېڅ بحث نه دی شوی او د ډیورنډ فرضي کرښې ته «بارډر» نه شو ویلی.
مجاهد وویل:« ډیورنډ فرضي کرښه د افغانانو دریځ دی او دې ته «بارډر» نه ویل کېږي او نه هم په دې اړه له دوی (پاکستان پلاوي) سره کوم توافق کړی او نه دا د حکومت کار دی، دا د ملتونو مسئله ده او ملتونه به پرې پرېکړې کوي.»