د بلخ او سمنګان زلزله؛ خلک تر خاورو لاندې پاتې مړو او ټپیانو د را اېستلو هڅه کوي

د افغانستان په شمال کې د زلزله ځپلو سیمو خلک هڅه کوي له نړېدلو کورونو لاندې پاتې خپل مړي او ټپیان راوباسي. څیړنې ښيي چې په افغانستان کې هر کال په منځنۍ توګه شاوخوا ۵۶۰ تنه د زلزلو له امله مړه کېږي او د زیان کچه یې تر ۸۰میلیونو ډالرو رسېږي.
ویل کېږي چې د زلزلې مرکز د مزارشریف ښار ته نږدې و، او د طالبانو د چارواکو په وینا، د ښار تاریخي جومات «روضه» هم زیانمن شوی دی.
د طالبانو د طبیعی پېښو د مدیریت ادارې ویلي چې سلګونه کورونه یا بشپړ او یا هم جزوي ویجاړ شوي دي.

بشرپاله بنسټونه خبرداری ورکوي چې د ژمي د نږدې کېدو له امله، دا وضعیت د زرګونو خلکو لپاره د سختو انساني ستونزو لامل کېدلی شي، ځکه په ډېرو سیمو کې تودوخه د شپې تر منفي درجو راټیټېږي.
د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون استازي حسام فیصل ویلي، د مرستو رسونې بهیر د خرابو سړکونو او د زیربناوو د نشتوالي له امله له «سختو ننګونو» سره مخ دی.
نوموړي له کابل څخه د ویډیو له لارې ژورنالېستانو ته وویل: «ژمی د وضعیت د لا پېچلتیا یو مهم لامل دی، ځکه ډېری سیمو کې واورې او ساړه ډیر وي».

په همدې حال کې د روغتیا نړيوال سازمان(ډبلیو ایچ او) ویاند کریستیان لیندمایر هم ویلي چې د زلزلې له امله یو شمېر روغتیایي مرکزونه زیانمن شوي، چې دې کار د ټپیانو د درملنې بهیر لا پسې ستونزمن کړی دی.
د تاشقرغان تنګي سیمه، چې د زلزلې مرکز ته نږدې پرته ده، د سخت زیان شاهد ده.
د سیمې یو دوکاندار محمد یاسین وایي: « ډېری ودانۍ زیانمنې شوې دي، که د دوکانونو ته دننه شئ، داسې به احساسوئ لکه هره شیبه یې چې د رانړېدو امکان وي».
بلخوا ملګرو ملتونو، ایران، هند او چین له افغانستان سره د مرستو ژمنه کړې ده.
د رویټرز د رپوټ له مخې، هند ویلي، غواړي له طالبانو سره د اړیکو د عادي کولو هڅې وکړي، او چین اعلان کړی چې د اړتیا له مخې به له زلزلهځپلو سیمو سره مرسته وکړي.

افغانستان چې د غرونو په منځ کې موقعیت لري، د طبیعي پېښو له جملې څخه تر ټولو ډېر د زلزلو له ګواښونو سره مخ هېواد بلل کېږي. د اټکل له مخې، هر کال په منځنۍ توګه شاوخوا ۵۶۰ تنه د زلزلو له امله مړه کېږي، او د زیان کچه یې تر ۸۰میلیونو ډالرو رسېږي.

د طالبانو د طبیعي پېښو د مدیریت ادارې ویاند یوسف حماد ویلي، د اوسني زلزلهځپونکي وضعیت مرګ ژوبله د اګست د میاشتې له زلزلې لږ ده، ځکه د نفوس تراکم کم و او د ودانیو جوړښت یو څه پیاوړی دی.








