د امریکا د جګړې وزیر: داسې ښکاري چې مجتبی خامنهيي ژوبل شوی او ژوندی دی
خلاصه
هغه ویلي امریکا یوازې پوځي هدفونه ویشتلي، خو ایران غیرنظامي هدفونه او هوټلونه وویشتل.
د امریکا د جګړې وزیر یو ځل بیا پر اروپايي هېوادونو د هرمز تنګي په پرانیستلو کې د نه همکارۍ له امله نیوکې کړې او ویلي یې دي چې د هرمز تنګي په موضوع کې د نورو هېوادونو د مرستو هرکلی کوي.
د راپورونو له مخې، د خبرو دویم پړاو ښايي په راتلونکو ورځو کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ترسره شي، چې د ایران او امریکا استازي به پکې د نورو جزئیاتو په اړه بحث وکړي.
د چارشنبې په ورځ د افغانستان له لوګر، غزني او هرات ولایتونو نه د افغانستان انټرنشنل مخاطبانو ویډیوګانې را ولیږلې، چې ښايي شاوخوا ۱۰ الوتکې د ایران پر لور روانې دي.
انتونیو ګوترېش په لبنان کې پر فرانسوي سولهساتو ځواکونو برید وغانده
د راپور له مخې، په دغه برید کې یو فرانسوی سولهساتونکی وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
ګوترېش ویلي، چې دا په وروستیو اونیو کې درېیمه پېښه ده، چې په لبنان کې د سولهساتو ځواکونو د مرګ لامل ګرځي او ټینګار یې کړی، چې دا ډول بریدونه باید سمدستي ودرول شي.
نوموړي په خپل پیغام کې لیکلي: «ټول لوري باید د جګړې د درولو او اوربند ته درناوی وکړي.»
دا په داسې حال کې ده چې په سویلي لبنان کې امنیتي وضعیت لا هم نازک دی او پر سولهساتو ځواکونو بریدونو د نړیوالې اندېښنې سبب ګرځېدلي دي.
ایران: د محاصرې او «صفر غني کولو» ادعاوې د ټرمپ یو خیال ده
دا څرګندونې وروسته له هغې شوې چې ټرمپ د جمعې په شپه خبریالانو ته وویل، امریکا به په هر ډول ممکنه لاره د ایران لوړ غني شوي یورانیمو زیرمو ته لاسرسی ومومي او خبرداری یې ورکړ چې که خبرې اترې ناکامې شي، دا اقدام ښايي «په ډېر سخت او غیر دوستانه ډول» ترسره شي.
د ټرمپ دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې د متحده ایالات او ایران ترمنځ د اټومي پروګرام په اړه خبرې اترې لا هم د نړیوالو پام ځان ته اړولی دی او د تاوتریخوالي د زیاتېدو اندېښنې موجودې دي.
ايران د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې د هرمز تنګی يې بيا تړلی دی، او د راپورونو له مخې، د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ځواکونو په دې لاره کې پر څو بېړيو بريدونه کړي دي. دا پېښې تر ۲۴ ساعتونو لږ وخت وروسته رامنځته شوې، کله چې ټرمپ ويلي وو چې ښايي د جګړې د پای ته رسېدو لپاره موافقه «په يو يا دوه ورځو کې» وشي.
ټاکل شوې ده چې دوه اوونيز اوربند په راتلونکو درېيو ورځو کې پای ته ورسېږي، او لا هم د امريکا او د ايران اسلامي جمهوريت د مذاکره کوونکو تر منځ د نوې غونډې لپاره وروستۍ نېټه نه ده ټاکل شوې.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې په سویلي لبنان کې وضعیت لا هم ترینګلی دی او د اوربند د ټینګښت په اړه اندېښنې دوام لري.
اسراييلي رسنۍ: د اسراییل په اند ښایي د ایران او امریکا خبرې بېنتیجې پای ته ورسېږي
د راپور له مخې، اسراییل تمه لري چې دغه مذاکرات پرته له کومې هوکړې پای ته ورسېږي، خو دا حتمي نه ده چې دا وضعیت به سمدستي د جګړې د بیا پیل سبب شي.
یادې رسنۍ زیاته کړې،چې د دواړو لورو ترمنځ د باور کچه ټیټه ده او د سیاسي اختلافاتو له امله د یوې پراخې هوکړې ته رسېدل ستونزمن ښکاري.
دا په داسې حال کې ده چې د سیمې سیاسي وضعیت لا هم ترینګلی دی او د نړیوالو لوبغاړو ترمنځ سیالي او اختلافات د هر ډول پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځېدلي دي.
قالیباف: هُرمز تنګی زموږ په کنټرول کې دی
قالیباف په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل،چې د متحده ایالاتو له لوري د «ماین پاکولو» هڅه یې د اوربند سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې په اسلاماباد کې یې امریکایي پلاوي ته خبرداری ورکړی، که د هغوی ماینپاکوونکي یو ګام هم وړاندې لاړ شي، پرې به ډزې وشي.
نوموړي زیاته کړه چې که اوس مهال په هُرمز تنګيکې تګ راتګ کېږي، نو کنټرول یې د ایران په لاس کې دی، او خبرداری یې ورکړی چې که د امریکا له لوري «محاصره» دوام وکړي، نو د هُرمز په تنګي کې به تګ راتګ محدود کړي.
هغه دا هم وویل چې دغه ډول وضعیت د امریکا د «ناسمو پرېکړو» پایله ده او ټینګار یې وکړ چې ایران به د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره لازم اقدامات وکړي.
سعودي عربستان په لبنان کې پر فرانسوي سولهساتو ځواکونو برید وغنده
ملګرو ملتونو ویلي چې د دغه برید له امله د دې سازمان یو سولهساتونکی په سویلي لبنان کې وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.
د فرانسې ولسمشر هم تایید کړې چې د جمعې په سهار په سویلي لبنان کې د یوه برید پر مهال یو فرانسوی سرتېری وژل شوی دی.
بلخوا، د لبنان ولسمشر دغه بریدونه غندلي او ټینګار یې کړی چې عاملین باید قانون ته وسپارل شي او سزا ورکړل شي.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په سویلي لبنان کې امنیتي وضعیت لا هم ترینګلی دی او د نړیوالو سولهساتو ځواکونو پر خوندیتوب اندېښنې زیاتې شوې دي.
په هرمز تنګي کې د هند پر تېل وړونکې کښتۍ برید شوی
د راپورونو له مخې، دغه هندي کښتۍ له هرمز تنګي څخه د تېریدو پرمهال په نښه شوې ده، په برید کې د هند تېل وړونکې کښتۍ او عملي ته کوم زیان نه دی رسېدلی.
دا اقدامات د امريکا د هغې ستراتیژۍ برخه ده چې موخه یې پر ايران د فشار راوړل او د دغه هېواد د سمندري سوداګرۍ محدودول دي. امريکايي پوځ ټینګار کړی چې دغه بندیز به په جدي ډول پلي کېږي او هرې هغې بېړۍ ته به د ګرځېدو امر کېږي چې له لګول شويو محدودیتونو څخه تېرېږي.
ټرمپ: ښايي له ایران سره اوربند تمديد نه کړم
هغه د ایرفورس وان په الوتکه کې خبریالانو ته وویل: «کېدای شي تمديد یې نه کړم، خو (د ایران د بندرونو) محاصره به دوام ولري. نو تاسې به یوه محاصره ولرئ او له بده مرغه ښايي اړ شو چې بیا هوایي بریدونه پیل کړو.»
ټرمپ همدارنګه وویل چې د ایران په اړه یې «نسبتاً ښه خبرونه» ترلاسه کړي، خو نور جزیات یې ورنه کړل.
هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې دا ښه خبرونه څه دي، زیاته کړه: «تاسې به یې پخپله واورئ. زه یوازې فکر کوم دا هغه څه دي چې باید پېښ شي. دا یو منطقي کار دی او فکر کوم چې پېښ به شي. باید وګورو چې څه کېږي، خو زما په اند دا به ترسره شي.»