ایران کې د لسګونو افغانانو وژلو ته غبرګونونه

ایران کې د لسګونو افغانانو وژلو ته غبرګونونه
خلاصه

طالبان وايي، د دې پېښې پلټلو ته یې ځانګړی پلاوی ټاکلی دی

1 / 4

پر کډوالو د ډزو په غبرګون یو شمېر معترض افغانان په لندن کې د ایران سفارت مخې ته راټول شوي

پر افغان کډوالو د ایران د سرحدي ځواکونو د ډزو په غبرګون د شنبې په ورځ یو شمېر معترضین په لندن کې د ایران د سفارت مخې ته راټول شوي و. معترضینو د افغان کډوالو د وژلو په اړه د ایران د دولت د ځواب ویلو غوښتنه وکړه او له نړۍوالو ادارو یې هم وغوښتل، څو په دې اړه څېړنې وکړي.

دوی دغه راز د افغان کډوالو پروړاندې د ایران د دولت پر ناسم چلند هم سخته نیوکه وکړه او په دې برخه کې یې د نړۍوالو بنسټونو د ژر تر ژره مداخلې غوښتنه وکړه.
یو معترض یوسف هوتک افغانستان انټرنشنل ته وویل: «د ایران په پوله کې پر ۳۰۰ افغان کډوالو له ډزو څخه څو ورځې تېرېږي، خو تر اوسه په دې اړه هېڅ کوم جزیات خپاره شوي نه دي.»
نوموړي پر طالبانو هم نیوکه وکړه او ویې ویل: «په دې اړه د څېړنو لپاره د پلاوي له کومارلو سره - سره طالبان له ایران سره د نږدې اړیکو له امله د پېښې د جزیاتو له افشا کولو ډډه کوي.»
معترضین نن په لندن کې د ایران د سفارت پروړاندې سره راټول شوي و او د افغانانو د وژلو په اړه د ایران د دولت د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بشري حقونو یوې ادارې تېره اونۍ د سیستان او بلوچستان د سراوان ښار په کلګان سیمه کې د ایران د سرحدي ځواکونو په ډزو کې د لسګونو افغان کډوالو د وژل کېدو خبر ورکړ.
که څه هم ایراني چارواکو پر افغانانو د ډزو خبرونه ناسم بللي، خو طالبانو بیا د پېښې د څېړلو لپاره پلاوی ګومارلی دی.
دا پېښه د بشري حقونو د ادارو او افغانانو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

اېټالیا کې د افغانستان سفارت د ایران په پوله د افغانانو د وژنې په غبرګون ملي ماتم اعلان کړ

اېټالیا کې د افغانستان سفارت د ایران په پوله د افغانانو د وژنې په غبرګون ملي ماتم اعلان کړ

په اېټالیا کې د افغانستان سفارت د ایران په پوله د دغه هېواد د پوله ساتو ځواکو له‌خوا د افغان کډوالو د ډله‌ییزې وژنې په غبرګون ملي ماتم اعلان کړ.

دغه سفارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو د دغې پېښې د قربانبانو له کورنیو سره د خواخوږۍ په څرګندولو سره ویلي، چې د درېیو ورځو لپاره به د دغه سفارت بېرغ نیمه ځوړند وي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د پېښې عاملینو سره باید قانوني چلن وشي.
دغه سفارت له نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د بشري حقونو ملاتړو بنسټونو او د ایران له حکومته غوښتي، چې دغه پېښه په سمه توګه وڅېړي.
د خبرپاڼې له مخې، لکه څنګه چې د نورو کډوالو سره چلن کېږي باید د افغان کډوالو سره هم د نړۍوال قانون پر بنسټ چلن وشي.
خبرپاڼې زباته کړې، چې دغه ډول چلن او کړنې د دوو هېوادونو ترمنځ د اړبکو د ترینګلتیا لامل هم ګرځېدلای شي.

د ازادي غوښتونکو ښځو غورځنګ: ملګري ملتونه دې په پولو کې د بشري حقونو څار پیاوړی کړي

د ازادي غوښتونکو ښځو غورځنګ: ملګري ملتونه دې په پولو کې د بشري حقونو څار پیاوړی کړي

د افغانستان د ازادي غوښتونکو ښځو غورځنګ وایي، پر افغان کډوالو د ایراني رژیم له‌خوا برید زړه بوږنوونکی جنایت او د اندېښنې وړ پېښه ده.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې يه خپرولو سره ویلي، دغه پېښه چې درانه تلفات هم لري په پولو کې د کړکېچن او خطرناکه وضعیت ښکارندویي کوي، چې د نړۍوالو بنسټونو او هېوادونو ملاتړ، پاملرنې او جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
خبرپاڼه کې راغلي، چې د کډوالو او ولسي وګړو پر وړاندې هر ډول پوځي اقدام له بشري حقونو سرغړوونه ده او دغه غورځنګ یې غندنه کوي.
دغه غورځنګ په دې اړه د خپلواکو او پراخو څېړنو غوښتنه هم کړې ده.
په خبرپاڼه کې وړاندې له ملګرو ملتونو غوښتل شوي، چې د کډوالو او په ځانګړې توګه د امنیت ټینګښت او ساتنې ته دې پاملرنه وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان کډوال د طالبانو له وېرې د هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي، چې ملګري ملتونه دې په پولو کې د بشري حقونو څار پیاوړی کړي او کډوالو سره دې په دغو برخو کې مرسته وکړي.

حلیم فدایي: پخواني ولسمشران واک ته د بیا ځلې رسېدو په هیله د ۲۶۰ افغانانو پر وژلو چوپ دي

حلیم فدایي: پخواني ولسمشران واک ته د بیا ځلې رسېدو په هیله د ۲۶۰ افغانانو پر وژلو چوپ دي

د خوست پخواني والي حلیم فدایي د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د ده په وینا د څه باندې ۲۶۰ افغانانو د وژلو په غبرګون کې پر پخوانیو ولسمشرانو نیوکه وکړه، چې دوی واک ته د بیا ځلې رسېدو په هیله د افغانانو په وژلو چوپه خوله دي.

نوموړي پر اېکس خپور کړي پیغام کې لیکلي: «د دې چوپتیا لامل بیا ځلې د ولسمشرۍ څوکۍ د ترلاسه کولو هیلې دي.»
ښاغلی فدایي دغه راز وایي، دا چې له لسیزو راهیسې ډېری جهادي او غیر جهادي ګوندونه د ګاونډیو هېوادونو د مالي، تخنیکي، تبلیغاتي او د سیاسي سرچینو په ملاتړ رامنځته شوي، اوس هیله لري چې د سیمې د هېوادونو په ملاتړ سره بېرته واک ته ورسېږي.
نوموړي د هېچا نوم په مشخص ډول نه دی اخیستی، خو وایي، چې افغان سیاستوال د ملت پر ځای پر ګاوڼډیو هېوادونو یا تر دې په لوړ ځواک تکیه کوي.
د خوست دغه پخوانی والي زیاتوي، چې د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا د دغو افغانانو وژل یوه عادي پېښه نه، بلکې د څه باندې ۳۰۰ افغان کډوالو د مرګژوبلې مسله ده.
ښاغلي فدایي د پخوانیو ولسمشرانو ترڅنګ د احمد مسعود په مشرۍ د مقاومت پر جبهې، طالبانو او نورو سیاستوالو هم نیوکه وکړه، چې دغه پېښه په علني توګه غندلی نه شي.
د حلیم فدایي په باور، د افغانانو د وژلو پروړاندې د افغان سیاستوالو د چوپتیا بل دلیل اقتصادي او سوداګریزې ګټې دي.
د نوموړي په خبره، ځینې طالب مشران او مخالفین یې د اقتصادي او سوداګریزو ګټو له امله چې له دغو هېوادونو سره لري، د دې وژنو له غندلو ډډه کوي.
د خوست پخواني والي حلیم فدایي دغه راز قومي او ژبنیو مسایلو ته په اشارې سره زیاته کړه، چې په دغه هېواد کې د افغان چارواکو د کورنیو اوسېدل هم ددې لامل شوی، چې د یادې پېښې پروړاندې دوی چوپتیا غوره کړي.
هغه وایي، چې د ډېریو سیاستوالو لپاره قدرت او واکمني تر ملي اقتداره مهمه ده او دغه سیاستوال خلکو ته د خدمت پر ځای خپل عزت او ویاړ په څوکۍ او مقام کې ښکاري.
نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته مطرح کړې، چې حال وش خبري اژانس د سې شنبې په ورځ ( د تلې ۲۴مه) راپور ورکړ، چې د ایران سرحدي ځواکونو په کلګان سراوان سیمه کې په هغو لسګونو افغان کډوالو ډزې کړي، چې غوښتل یې ایران ته داخل شي.
د دې راپور له مخې، له ۳۰۰ افغان کډوالو څخه شاوخوا له ۶۰ څخه تر ۷۰ پورې ژوندي او پاتې نور یې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

دا پېښه له پراخو غبرګونونو سره هم مخ شوې ده.

طالبانو ویلي، چې د دغې ډلې د ریاست الوزرا له لوري د ایران او پاکستان پر پوله د افغانانو د مرګ ژوبلې د راپورونو د څېړلو او پلټنو لپاره یو پلاوي ته دنده سپارل شوې ده.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ دفتر یا یوناما هم پر افغان کډوالو د ډزو په اړه راپورونه د اندېښنې وړ بللي دي او پر افغان کډوالو یې د ډزو په اړه د بشپړو او رڼو څېړنو غوښتنه کړې ده.

ایراني چارواکي وایي، د افغان کډوالو شمېر باید د هر ولایت د نفوس لس سلنه وي

ایراني چارواکي وایي، د افغان کډوالو شمېر باید د هر ولایت د نفوس لس سلنه وي

د ایران د قم د والي سياسي او امنيتي مرستيال وايي، د حکومت د حکم له مخې د هر ولايت نفوسو ته په پام باید اړوند ولایت کې د افغان کډوالو شمېر تر لسو سلنې وي.

احمد حاجي زاده وايي، دغه اندازه په قم ولایت کې تر ۲۳ سلنې ډېره شوې ده.

د ایران دولتي راډیو د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ، چې تر اوسه په قم کې ۳۰ زره "غیر قانوني" افغانان پیژندل شوي دي.
په ورته وخت کې دغې رسنۍ د افغان مهاجرینو د نیولو او کمپ ته د هغوی د لیږدولو ویډیو خپره کړې ده.
يو تن بندي وايي چې په افغانستان کې پوځي و او له همدې امله يې په ايران کې پناه اخيستې ده.
په تېرو مياشتو کې د ایران د هغو کسانو په ګډون چې په تېر حکومت کې يې کار کړی زيات شمير افغانان نيولي او بېرته يې افغانستان ته لېږلي دي .
د ایران مامورین هم په سرحدونو کې له تاوتریخوالی کار اخلي جې ایران ته د افغانانو د ننوتو مخه ونیسي.
په تازه پیښه د ایران سرحدي ځواکونو د یکشنبې په ورځ د تلې په ۲۲ مه د سراوان ښار په کلګان سیمه کې پر افغان کډړالو ډزې وکړې، چې له امله یې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

عمر داوودزی: په اروپا کې کډوال ژغورل کېږي او په ایران کې بیا افغان کډوال قتلېږي

عمر داوودزی: په اروپا کې کډوال ژغورل کېږي او په ایران کې بیا افغان کډوال قتلېږي

‏ د پاکستان په چارو کې د افغانستان د پخواني جمهوري دولت ځانګړي استازي عمر داوودزي ویلي، چې اروپا ته په کښتیو کې د تللیو کډوالو ژغورنه کېږي او په ایران کې بیا افغان کډوال وژل کېږي.

هغه دغه څرګندونې په اېکس پاڼه د ایران په پوله د دغه هېواد د پوله ساتو ځواکونو له‌خوا د افغان کډوال د ډله‌ییزې وژنې په تړاو کړې دي.
ښاغلي داوودزي لیکلي:« هلته چې اروپا ته په کښتیو کې کډوال ورشي ‘کافر’ عسکر یې ژغوري، پالنه او درملنه یې کوي. دلته چې د ایران حکومت د اسلام ادعا لري او وایي چې اسلام سرحد نه لري، څو سوه مسلمان افغان مهاجرین د ماشیندارو او راکټونو په مرمیو وژني. دا ځکه چې هلته بشریت او دلته منافقت ډېر دی.»

رینا امیري: په سروان کې د افغان کډوالو د پېښې په تړاو باید بشپړه او رڼه څېړنه وشي

رینا امیري: په سروان کې د افغان کډوالو د پېښې په تړاو باید بشپړه او رڼه څېړنه وشي

د افغانستان د ښځو، نجونو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري وایي، چې د سروان د پېښې په تړاو باید بشپړه او رڼه څېړنه وشي او د پېښې عاملین دې ځواب ورکونې ته اړ اېستل شي.

نوموړې په اېکس پاڼه لیکلي، چې د سروان په سرحدي سیمه کې د افغانانو د ټپي کېدو او وژل کېدو په اړه خواشینې ده.
هغې زیاته کړې، هغه کسان چې له ظلم څخه تښتي باید ورسره ښه او انساني چلند وشي؛ نه دا چې پر وړاندې یې له تاوتریخوالي کار واخیستل شي.

د ښځو د پیوستون غورځنګ: د افغان کډوالو پروړاندې جنایت باید له ځنډ پرته په کره ډول وڅېړل شي

د ښځو د پیوستون غورځنګ: د افغان کډوالو پروړاندې جنایت باید له ځنډ پرته په کره ډول وڅېړل شي

د افغانستان د ښځو پیوستون غورځنګ وایي، دغه ناورین نه یوازې له انساني کرامت او بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده؛ بلکې ټولو نړۍوالو بنسټونو او اړونده مسوولینو ته جدي خبرداری دی، چې ژر تر ژره دغې غمیزې ته رسېدنه وکړي.

دغه غورځنګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ایران په پوله د افغان کډوالو وژنه غندلې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي، افغان کډوال چې د بې وزلۍ، جګړې او ظلم له امله د یوې ښې راتلونکې په هیله د هېواد پرېښودو ته اړ شوي ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي؛ خو د نه بخښونکي تاوتریخوالي له امله ووژل شول.
دغه غورځنګ غوښتي، چې دغه جنایت باید له ځنډ پرته په کره ډول وڅېړل شي او عاملینو ته یې باید سزا ورکړل شي.
خبرپاڼې ټینګار کړی، چې د دغې پېښې په اړه هیڅ ډول ځنډ ورته د منلو نه دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د ایران دولت او ټول کورني او نړۍوال اړونده بنسټونه دې د دغې پېښې د څېړنې په برخه کې لازم اقدام وکړي او عدالت دې پلي کړي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه ډول جنایت باید بې ځوابه پاتې نه شي او هغه کسان چې په دغه جنایت کې ښکېل دي باید په قانوني توګه په سزا ورسېږي.

حال وش: د ۱۳ تنو افغان کډوالو مړي د ایران رازي روغتون ته لېږدول شوي دي

حال وش: د ۱۳ تنو افغان کډوالو مړي د ایران رازي روغتون ته لېږدول شوي دي

د حال وش خبری اژانس چې د لومړي ځل لپاره یې پر افغان کډوالو د ایراني پوله ساتو د برید خبر خپور کړ، د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړی چې د هغو ۱۳ تنو افغانانو مړي چې په دغه برید کې وژل شوي وو، د سروان روغتون سړې خونې ته لېږدول شوي دي.

د دغې ویب پاڼې په لیکنه، د وژل شویو او ټپیانو د کره شمېرې مالومول که څه هم ګرانه ده؛ خو حال وش تر دې وړاندې د عیني شاهدانو له قوله د وژل شویو کسانو شمېر تر ۲۰۰ زیات ښودلی و، چې له امله یې د افغان سیاست‌والو توند غبرګونونه او د ملګرو ملتونو اندېښنې له ځانه سره لرلې.
حال وش لیکلي، چې ایراني چارواکو د رازي روغتون له کارکوونکو غوښتي د هغو افغانانو په اړه چې یاد روغتون ته راوړل شوي، چا ته مالومات ور نه کړي.
د دغې ویب پاڼې د مالوماتو له مخې، په دغې پېښه کې اووه تنه ټپیان له رغېدو وروسته له روغتونه رخصت شوي دي.

د کرمانشاه د جهاد کرنې سازمان د کرنې په برخه کې د ناقانونه افغان کډوالو کار منع کړ

د کرمانشاه د جهاد کرنې سازمان د کرنې په برخه کې د ناقانونه افغان کډوالو کار منع کړ

د ایران د کرمانشاه ولایت د جهاد کرنې سازمان د دې ولایت په کرنیز سکټور کې د «نا قانونه» افغانان کډوالو کار منع کړ. د دې سازمان مشر علي چاله‌چاله وویل، چې په کرنیزو برخو کې د بهرنیو وګړو ګومارل جرم ګڼل کېږي.

د ایران صدا او سیما خبري اژانس وایي، چې یاد ایراني چارواکي خبرداری ورکړی، چې هر هغه کس چې ناقانونه افغانان کډوال په کرمانشاه کې د کرنې په برخه کې په کار وګوماري، له قانوني چلند سره به مخ شي.
علي چاله‌چاله زیاته کړې: «د دې امر سرغړونکو به د قضایي دوسیو په جوړېدو او د درنو مالي جریمو سربېره د مشورتي خدماتو له ترلاسه کولو، د حیواني او کرنیزو توکو د وېش، قراردادونو او د محصولاتو له پېرلو څخه هم محروم شي.»
هغه له کلیوالو شوراګانو څخه غوښتي، چې که په کرمانشاه کې افغانان په کرنیزو برخو کې په دندو وګومارل شي دوی ته خبر ورکړي، تر څو د دې کار د دوام مخنیوی وشي.
د ایران اسلامي جمهوریت په دې وروستیو کې له غیر قانوني افغان کډوالو سره ناوړه چلند زیات کړی او هره اوونۍ زرګونه کسان افغانستان ته بېرته ستنوي.
د صدا او سیما د راپور له مخې، له افغان کډوالو سره په ښارونو او سرحدي سیمو کې د ایران د اسلامي جمهوري مامورینو تاوتریخوالی دوام لري، چې په کې له وهلو ټکولو څخه تر ډزو پورې هر څه شامل دي.
حال وش چې د سیستان او بلوچستان پېښو ته خبري پوښښ ورکوي، د سې شنبه په ورځ (د تلې ۲۴مه) راپور ورکړ، چې د ایران پوله ساتونکو ځواکونو د یکشنبې په ماښام د سراوان په کلګان سیمه کې پر هغو افغان کډوالو ډزې کړي، چې غوښتل یې ایران ته داخل شي.
د حال‌وش د راپور له مخې، په دې پېښه کې لسګونو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
اخوا یو بلوڅ فعال بیا ویلي، چې یو شمېر ټپیان د یادې سیمې په غرونو کې خپاره شوي، چې انټرنټ ته د نه لاسرسي له امله د ژغورونکو ډلو کار یې ستونزمن کړی دی.