هیلري کلینټن: د امریکا په سیاسي ډګر کې د ښځو استازیتوب تاریخي پرمختګ کړی دی
د امریکا د بهرنیو چارو پخوانۍ وزیره هیلري کلینټن وايي، د ۲۰۲۶ کال د منځمهالو ټاکنو پایلو د ډیموکرات ګوند د ښځینه غړو لپاره په کانګرس او د ایالتونو په حکومتونو کې د استازیتوب تاریخي لاستهراوړنې لرلې دي.
کلینټن د پنجشنبې په ورځ، د نومبر پر پنځمه، په خپله ایکسپاڼه لیکلي چې د لومړي ځل لپاره به د امریکا د استازو په مجلس کې له ۱۰۰ ډېرې ډیموکراټې ښځې دنده ترسره کړي، لږ تر لږه ۱۶ ډیموکراټې ښځې به په سنا مجلس او ۱۴ نورې به د ایالتونو د واليانو په توګه کار وکړي.
د نوموړې په وینا، د ایالتي مقننه جرګو څوکیو ته د ۲۶۰۰ ډیموکراټو ښځو نوماندۍ د دغه ګوند په ۱۲ ایالتونو کې د اکثریت ترلاسه کولو او په ۱۱ نورو کې د پراخو اکثریتونو د ماتولو په برخه کې مرسته کړې ده.
کلینټن زیاته کړې چې جورجیا، مینېسوټا، اوهایو او ټینیسي د لومړي ځل لپاره ښځې د واليانو په توګه ټاکلې دي. همدارنګه، کیشا لانس باټمز به د امریکا لومړنۍ تورپوستې ښځینه والي، ډېب هالینډ به لومړنۍ بومي امریکايۍ ښځینه والي او جینا هینوجوسا به د ټکساس ایالت لومړنۍ لاتینيالاصله ښځینه والي وي.
د نوموړې په خبره، پېګي فلاناګان به هم د امریکا په سنا مجلس کې لومړنۍ بومي امریکايۍ ښځینه سناتوره شي.
کلینټن د دغو لاستهراوړنو هرکلی کړی او ویلي یې دي: «زه ډېره لېواله یم چې دا تکړه او د عامه خدمتونو ژمنې څېرې د حسابورکونې، د ژوند د لګښتونو او نورو ستونزو د حل لپاره کار وکړي، څو په دغه هېواد کې د ټولو خلکو ژوند ښه شي.»
د امریکا د ښځو په سیاست کې د ګډون مرکز (CAWP) د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۶ کال د ټاکنو پایلو به په ۲۰۲۷ کال کې لږ تر لږه ۱۰۰ ډیموکراټې ښځې د استازو په مجلس، ۱۶ په سنا مجلس او ۱۴ د ایالتونو د واليانو په څوکۍ کې ولري.
کلینټن هغو ټولو ښځینه نوماندانو ته مبارکي ویلې چې په ټاکنو کې یې ګډون کړی و او ویلي یې دي چې «که څوک بریالۍ شوې وي او که نه، د حق لپاره مبارزه تل ارزښت لري.»