د منځني ختیځ کړکېچ؛ پر اسراییل د ایران برید

د منځني ختیځ کړکېچ؛ پر اسراییل د ایران برید
خلاصه
  • امریکايي رسنیو د دوشنبې په ماښام د لبنان په جنوب کې د اسراییل د ځمکنیو عملیاتو د پیل خبر ور کړ. رویټرز په خپل راپور کې ويلي، چې د لبنان ځواکونو د اسراییل سره له ګډې پولې شاتګ کړی دی.

  • په يوه اونۍ کې په لبنان کې د اسراييل په بريدونو کې د حزب الله ۷ جګپوړي قومندانان او سياسي چارواکي وژل شوي د یکشنبې په ورځ د اسراییل د پوځ لوی درستيز هرزي هالوی دې شمېر ته په اشارې وويل: «حزب الله خپل سر له لاسه ورکړی او موږ باید د دغې ډلې په وړاندې خپلو درنو بريدونو ته دوام ورکړو.»

  • د لبنان په سویل کې د ځمکنیو عملیاتو له پیل څو ساعته وروسته، د اسراییل پوځ په یوه بیانيه کې وویل، چې د لبنان په جنوبي سرحدي سیمه کې یې د حزب الله پر اهدافو «محدود او هدفي» بریدونه پیل کړي دي.

  • د اسراییل ورځپاڼې هارتز راپور ورکړی، چې د بایډن حکومت د دریم هیواد له لارې ایران ته خبرداری ورکړی، چې که په اسراییل مستقیم برید وکړي نو د اسراییل غبرګون به تر وري میاشتې پراخ او سخت وي.