اردوغان: د ۵ هېوادونو د غوښتنو تابع نړیوال نظام عادلانه نه دی
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان وايي، ملګري ملتونه چې ۸۱ کاله مخکې د نړیوالې سولې او امنیت د ساتلو لپاره جوړ شوي وو، نور د خپل ماموریت د ترسره کولو توان نه لري او «بېوسه کړای شوي» دي.
اردوغان د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په ۸۱مه غونډه کې وویل، چې په فلسطین، لبنان، سوډان او نورو بحراني سیمو کې هغه خلک چې خپل برخلیک یې له ملګرو ملتونو سره تړلی، له دغه سازمان نه ژور نهیلي شوي دي.
هغه زیاته کړه چې په تېرو ۱۲ میاشتو کې له ۶۰ ډېرې جګړې او نښتې شوې او له غزې تر اوکراین او روسیې، له میانمار تر دارفور او له ایران تر لبنان پورې ۲۵۰ زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ترکیې ولسمشر وویل: «نن ښايي ځانونه خوندي احساس کړو، په هوساینې او سولې کې ژوند وکړو او له جګړهییزو سیمو لرې واوسو، خو هېڅوک نه پوهېږي چې سبا به څه پېښ شي».
اردوغان ټینګار وکړ چې پر ملګرو ملتونو د باور بېرته راګرځولو لپاره باید د غزې ماشومان خوندي شي او فلسطیني ماشومان په اسمان کې د جنګي او بېپیلوټه الوتکو پر ځای پتنګان وویني.
هغه وویل، «هغه نړیوال نظام عادلانه نه دی چې د څه باندې ۱۹۰ هېوادونو اراده پکې د پنځو هېوادونو د غوښتنو تابع وي».
اردوغان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د اصلاح غوښتنه وکړه او ویې ویل: «نړۍ تر پنځو لویه ده».
هغه دا هم وویل چې نړیوال قوانین د ځواکمنو او کمزورو هېوادونو لپاره په توپیر پلي کېږي. د نوموړي په وینا، هغه نړیوال نظام چې سرغړوونکي پکې له سزا ژغورل کېږي او معافیت په یوه دود بدلېږي، له زوال سره مخ دی.
د ترکیې ولسمشر له هېوادونو وغوښتل چې همکاري او ډیپلوماسي د خپلو اړیکو په مرکز کې ځای پر ځای کړي او د نړیوالو بحرانونو د حل لپاره سیمهییزې هڅې هم پراخې کړي.