پاکستان د پنجشنبې په سهار وختي شاوخوا ۳نیمې بجې (د تلې ۹مه) په یوه ناڅاپي برید کې لومړی د هلمند د ګرمسېر ولسوالۍ په صفار سیمه کې دوه کورونه بمبار کړل او له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴ ولسي وګړي ووژل شول او ۸ نور ټپيان شول.
دغه کسان له غزني ولایت څخه هلمند ته بېځایه شوي وو او د طالبانو په وینا، جسدونه یې د هلمند له ګرمسېر ولسوالۍ څخه د هغوی اصلي ټاټوبي یعنې غزني ولایت ته لېږدول شوي دي.
د طالب مسوولینو په وینا، دغه جسدونه د یوې چورلکې په وسیله د غزني د ګیرو ولسوالۍ «نانې غونډ» کلي ته لېږدول شوي او د جنازې مراسم یې هم ترسره شوي دي.
پاکستان له دې سره جوخت بیا د کونړ د شلتن ولسوالۍ په چوګام دره کې د محمد یوسف په نوم د یوه ځايي شپون کور بمبار کړ. د ځايي اوسېدونکو په وینا، په دې برید کې پهخپله محمد یوسف له خپلو څلورو زامنو او یوه وراره سره ووژل شو او د ښځې په ګډون یې د کورنۍ ۳ نور غړي ټپیان شول.
ملګرو ملتونو هم د پاکستان په دغو تازه بریدونو کې ولسي وګړو ته اوښتې مرګژوبله تایید کړه او ویې ویل: «یوناما تایید کړې چې د افغانستان په کونړ او هلمند ولایتونو کې نن سهار په ترسره شویو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي، چې ډېری یې ماشومان دي وژل شوي او ۹ تنه نور ټپیان شوي دي».
یوناما زیاته کړه: «په ۲۰۲۶ کال کې یې په افغانستان کې د پولې هاخوا وسلهوال تاوتریخوالي له امله د ۱۱۰۰ څخه زیاتو ملکي وګړو د وژنې او ټپي کیدو پیښې ثبت کړې دي».
یوناما د تاوتریخوالي د کمولو، خبرو اترو، نړیوالو قوانینو ته د درناوي او ملکي وګړو ته د نورو زیانونو د مخنیوي لپاره خپله غوښتنه بیا تکرار کړې ده.
له دې سربېره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېټ د یوناما له لوري ملکي وګړو ته د اوښتې مرګژوبلې له تاییدېدو وروسته یوازې پر حساب ورکړې له ټينګار سربېره ویلي: «هر څه چې وي، پر ملکي وګړو د داسې نه جبرانېدونکي زیان لپاره هېڅ توجیه نهشته او داسې ښکاري چې دا کار د بشري حقونو له نړیوال قانون او بشري حقونو له نړیوالو اصولو سره په ټکر کې دی».
د پاکستان د اطلاعاتو وزارت بیا ادعا کړې ده، چې د «غضب للحق» عملیاتو پر دوام یې د افغانستان دننه د تحریک طالبان پاکستان (ټيټيپي) او بلوڅ وسلهوالو ډلو پر پټنځایونو هوايي بریدونه کړي دي.
دغه وزارت ادعا کړې، چې په دغو بریدونو کې ۲۲ وسلهوال وژل شوي او د وسلو او مهماتو لویې زېرمې هم لهمنځه وړل شوې دي.
د پاکستان حکومت ادعا کړې، چې دغه بریدونه «په کره ډول» ترسره شوي او د ملکي تلفاتو د مخنیوي لپاره پهکې «احتیاطي تدابیر» نیول شوي دي.
دغو بریدونو ته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازولۍ یا یوناما او ریچارډ بېنېټ چې هغه هم د ملګرو ملتونو اړوند یو مسوول دی، له غبرګون پرته بل هېڅ هېواد غبرګون نهدی ښودلی.
تر دې مخکې دغه ډول بریدونه د طالبانو نږدې متحد هند هغه هم له پاکستان سره د سیالۍ له امله غندل، خو دا ځل یې په دې تړاو تر اوسه هېڅ غبرګون نهدی ښودلی.
روسیه چې طالبان یې په رسمیت پېژندلي، هم د پاکستان پر دغو تازه بریدونو غوږ نهدی ګرولی او د قطر په ګډون نورو اسلامي هېوادونو به تر دې مخکې لږ تر لږه د تاوتریخوالي د کمولو او همداراز ولسي وګړو ته له زیان اړولو پر مخنیوي ټینګار کاوه، خو دا ځل هېڅ عربي او اسلامي هېواد هم په دې تړاو غبرګون نهدی ښودلی.
بل لور ته سره له دې چې د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت پاکستان ته د «محاسبه شوي ځواب» ورکړې خبره کړې، خو یو شمېر نور طالب چارواکي له دې امله چې په دې وروستیو کې د پاکستان دغه ډول بریدونو ته متقابل ځواب نهدی ورکړل شوی، سخت ناراضه دي او د سرچینو په وینا، د دغې ډلې مشر ملا هبتالله اخوندزاده هم له متقابلو بریدونو سره مخالفت کړی دی.
د یادونې وړ ده، چې دغه بریدونه یوازې طالبانو او همداراز په کور دننه او بهر یو شمېر افغان سیاستوالو غندلی دی.