• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پښتونخوا

پاکستان په پښتونخوا کې له وسله‌والو ډلو سره د خبرو لپاره جرګې فعالوي

پاکستان په پښتونخوا کې له وسله‌والو ډلو سره د خبرو لپاره جرګې فعالوي

د پښتونخوا په هغو ۱۲ ولسوالیو کې چې مرکزي حکومت پکې بېړنی حالت اعلان کړی، د سیمه‌ییزو استازو او پرمختیايي شورا غړو ته دنده سپارل شوې چې د قومي مشرانو او سیمه‌ییزو جرګو په مرسته له وسله‌والو ډلو سره د خبرو هڅې پیل کړي او هغوی وهڅوي چې له سیمو ووځي.

پښتونخوا کې د ډینګي تبې ۴۸۵۶ پېښې؛ کوهاټ تر ټولو ډیره اغېزمنه ولسوالۍ ده

پښتونخوا کې د ډینګي تبې ۴۸۵۶ پېښې؛ کوهاټ تر ټولو ډیره اغېزمنه ولسوالۍ ده

د خیبر پښتونخوا د روغتیا محکمې د شمېرو له مخې په دغه ایالت کې د ډینګي تبې ناروغۍ د ثبت شویو پېښو شمېر ۴ زره او ۸۵۶ ته رسېدلی چې تر ټولو ډېرې پېښې یې په کوهاټ ولسوالۍ کې ثبت شوې دي.

د طالبانو او پاکستاني ځواکونو نښته؛ د یوه پوځي په ګډون ۲ کسان وژل شوي او ۱۲ ټپیان دي

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ اړوند په انګور اډه کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوي. د ځایي سرچینو په وینا، په دې نښته کې د یوه پاکستاني پوځي په ګډون دوه کسان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

په بنو کې د امن کمیټې د غړي پر موټر چاودنه کې یو تن وژل شوی او درې ټپیان دي

د خيبر پښتونخوا په بنو ولسوالۍ کې د يوه ځايي قومي مشر او د امن کمېټې د غړي پر موټر د ماين چاودنه شوې، چې يو کس پکې وژل شوی او د قومي مشر په ګډون درې نور ټپيان دي.

د ښوونځي د چت پرېوتو پېښه؛ په خیبر پښتونخوا کې څلور زره ښوونځي بېړنۍ بیارغونې ته اړتیا لري

د ښوونځي د چت پرېوتو پېښه؛ په خیبر پښتونخوا کې څلور زره ښوونځي بېړنۍ بیارغونې ته اړتیا لري

د خیبر پښتونخوا د لومړنیو او ثانوي زده‌کړو ادارې ويلي، چې په دغه ایالت کې څلور زره او ۴۹ دولتي ښوونځي بېړنۍ بیارغونې ته اړتیا لري. د چارواکو په وینا، د ښوونځیو د ودانیو د وضعیت څېړل لا هم دوام لري، چې ښایي د بیارغونې وړ ښوونځیو شمېر ورسره زیات شي.

تحریک انصاف ګوند په خیبر پښتونخوا کې خپل لاریونونه وځنډول

تحریک انصاف ګوند په خیبر پښتونخوا کې خپل لاریونونه وځنډول

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خیبر پښتونخوا څانګې ويلي، چې په دغه ایالت کې د والي واکمنۍ او بېړني حالت تر لګېدو وروسته یې د خپلو غړو د خوندیتوب په موخه د لاریونونو لړۍ ځنډولې ده.

د تحریک انصاف ګوند مشر: په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمني یو سیاسي غچ دی

د تحریک انصاف ګوند مشر: په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمني یو سیاسي غچ دی

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر بېرېسټر ګوهر تور پورې کړی چې په خیبر پښتونخوا کې د والي واکمني او بېړنی حالت د سیاسي غچ اخیستنې لپاره لګول شوي دي. نوموړي ویلي ګوند یې له دغو اقداماتو سره مخالفت کوي خو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه او د هغې له منځه وړل اړین دي.

د حمزه بابا کمپ مسوولین: په تېره یوه ورځ کې مو له ۲۱۵ څخه زیات افغانان ستانه کړي

د حمزه بابا کمپ مسوولین: په تېره یوه ورځ کې مو له ۲۱۵ څخه زیات افغانان ستانه کړي

د پښتونخوا په لنډي کوتل کې د حمزه بابا په نوم د افغان کډوالو د بېرته ستنولو د کمپ مسوولین وایي چې له دغه مرکز څخه یې په تېره یوه ورځ کې له ۲۱۵ څخه زیات افغانان د تورخم له لارې افغانستان ته ستانه کړي دي.

امیر حیدر‌خان هوتي: د والي د واکمنۍ اعلان هم په پښتونخوا کې سیاسي ثبات نه دی راوستی

امیر حیدر‌خان هوتي: د والي د واکمنۍ اعلان هم په پښتونخوا کې سیاسي ثبات نه دی راوستی

د عوامي نشنل ګوند مخکښ غړي او د پښتونخوا ایالت پخواني اعلی وزیر امیر حیدر خان هوتي ویلي، چې د والي واکمنۍ له اعلان سره هم په خېبر پښتونخوا کې سیاسي ثبات نه دی راغلی او د سیاسي کړکېچ د پای ته رسولو لپاره خبرو اترو ته اړتیا ده.

پېښور کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لپاره ۱۲۰ امنیتي ډلې جوړې شوې دي

پېښور کې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لپاره ۱۲۰ امنیتي ډلې جوړې شوې دي

د پښتونخوا ایالت د پېښور ښار پولیسو د نومبر له لومړۍ نېټې څخه د افغان کډوالو د نیولو او بېرته افغانستان ته د ستنولو د احتمالي عملیاتو لپاره ۱۲۰ امنیتي ډلې جوړې کړې دي. د پولیسو د سرچینو په وینا، ښار په پنځو برخو وېشل شوی او د عملیاتو لپاره چمتووالی نیول شوی دی.

د خیبر پښتونخوا والي: سهیل اپریدی او بابر سلیم سواتی خوندي خو نظر بند دي

د خیبر پښتونخوا والي: سهیل اپریدی او بابر سلیم سواتی خوندي خو نظر بند دي

د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي ویلي، پخوانی اعلی وزیر سهیل اپریدی او د ایالتي اسمبلۍ مشر بابر سلیم سواتی نظر بند او خوندي دي. هغه ویلي، که د دوی پر ضد قضیې نه وي نو خوشې به شي.

پروېز خټک: تحریک انصاف ګوند غوښتل د ټي‌ټي‌پي او افغانستان اطاعت او ملاتړ وکړي

پروېز خټک: تحریک انصاف ګوند غوښتل د ټي‌ټي‌پي او افغانستان اطاعت او ملاتړ وکړي

د خیبر پښتونخوا پخواني اعلی وزیر پروېز خټک ادعا کړې چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند غوښتل د ټي‌ټي‌پي او افغانستان اطاعت او ملاتړ وکړي. نوموړي د پښتونخوا د والي فیصل کریم کنډي سره تر لیدنې وروسته ویلي، د ایالتي حکومت د ختمېدو مسوولیت خپله د تحریک انصاف ګوند پر غاړه دی.

ډېره اسماعیل خان کې پوځې عملیات؛ پاکستان پوځ د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی

ډېره اسماعیل خان کې پوځې عملیات؛ پاکستان پوځ د خپلو دوو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګه وايي، چې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د پوځې عملیاتو پر مهال د دوی دوه پوځیان وژل شوي دي. پاکستاني پوځ په یادو عملیاتو کې د شپږو وسله‌والو د وژلو ادعا هم کړې ده.

افغان کډوال په پېښور کې د کاروبار او روزګار د له لاسه ورکولو اندېښنه لري

افغان کډوال په پېښور کې د کاروبار او روزګار د له لاسه ورکولو اندېښنه لري

د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د افغان کډوالو پر وړاندې د اقداماتو له زیاتېدو سره په پېښور کې مېشت افغان کډوال د خپل کاروبار، روزګار او د خپلو ماشومانو د زده‌کړو په تړاو اندېښمن دي.

وزیرستان کې له هوايي بریده زیانمن شوي: پوځ او طالبان دې له استوګنې سیمو بهر سره معلومه کړي

وزیرستان کې له هوايي بریده زیانمن شوي: پوځ او طالبان دې له استوګنې سیمو بهر سره معلومه کړي

د خیبرپښتونخوا شمالي وزیرستان کې د ډرون برید له امله زیانمنه شوې کورنۍ وايي، د پاکستان پوځ او د تحریک طالبان پاکستان دې له استوګنې سیمو بهر سره معلومه کړي او ملکي وګړي دې د جګړې قرباني نه ګرځوي. د ملي ډیموکراټیک غورځنګ مشر مُحسن داوړ هم پر دغه برید کلکه نیوکه کړې ده.

په خیبرپښتونخوا کې په بېلابېلو پېښو کې ۸ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي

په خیبرپښتونخوا کې په بېلابېلو پېښو کې ۸ کسان مړه او ۴ نور ټپیان شوي

د خیبر پښتونخوا په هري‌پور، مانسهره، کُرمې او باجوړ ولسوالیو کې په بېلابېلو پېښو کې اته کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي. د ځايي مسوولینو په وینا، دغه پېښې د دوو ټرافیکي، د تندر رالوېدو او د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې دي.

ملک خان مرجان: د ټي ټي پي او حافظ ګل بهادر سره د خبرو اترو پرته بله لاره نشته

ملک خان مرجان: د ټي ټي پي او حافظ ګل بهادر سره د خبرو اترو پرته بله لاره نشته

د خیبر پښتونخوا د دولسو ولسوالیو د شورا مرستیال ملک خان مرجان ویلي، چې له تحریک طالبان پاکستان او حافظ ګل بهادر سره د خبرو اترو پرته بله لاره نشته. هغه له لوړپوړي مشرتابه غوښتي چې دوی ته افغانستان ته د تګ اجازه ورکړي ترڅو له وسله والو سره خبرې وکړي.

ډیورنډ کرښې ته څېرمه دیر ولسوالۍ کې د شري له امله پنځه ماشومان مړه شوي

ډیورنډ کرښې ته څېرمه دیر ولسوالۍ کې د شري له امله پنځه ماشومان مړه شوي

د خیبر پښتونخوا په کوز دیر ولسوالۍ کې د شري ناروغۍ له امله پنځه ماشومان مړه شوي او سیمه‌ییزو چارواکو تایید کړې چې ګڼ نور ماشومان هم پر دې ساري ناروغۍ اخته شوي دي.

د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د ۱۷۰۰ افغانانو د اسنادو د ارزونې پرېکړه شوې

د خیبر پښتونخوا په مانسهره کې د ۱۷۰۰ افغانانو د اسنادو د ارزونې پرېکړه شوې

د خیبر پښتونخوا په مانسهره ولسوالۍ کې ځايي چارواکو پرېکړه کړې چې د شاوخوا ۱۷۰۰ افغانانو اسناد په کلکه وڅېړي او بې‌اسناده کډوال ونیسي او ژر یې افغانستان ته ولېږي.

افراسیاب خټک : پښتونخوا د ۱۲ ولسوالیو لپاره د جلا شورا جوړول یوه نوې ستراتیژیکه لوبه ښکاري

افراسیاب خټک : پښتونخوا د ۱۲ ولسوالیو لپاره د جلا شورا جوړول یوه نوې ستراتیژیکه لوبه ښکاري

د ملي ډیموکراتیک غورځنګ مخکښ غړی او پښتون سیاستوال افراسیاب خټک وايي چې د خیبر پښتونخوا د ۱۲ ولسوالیو لپاره د جلا شورا جوړول یوه نوې استخباراتي لوبه ده. د هغه په وینا، دا چاره په عملي ډول د قبایلي سیمو پخوانی انضمام لغوه کوي.

میا افتخار حسین: د پاکستان او افغانستان ستونزې د خبرو له لارې حل کېدای شي

میا افتخار حسین: د پاکستان او افغانستان ستونزې د خبرو له لارې حل کېدای شي

د عوامي نېشنل ګوند مشر میا افتخار حسین وايي، پاکستان او افغانستان باید د خپلو ستونزو د حل لپاره خبرو ته دوام ورکړي، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ اختلافات د جګړې له لارې نه حل کېږي.

 د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

د پاکستان او افغانستان ترمنځ د لارو له تړل کېدو یو کال تېر شوی، خو د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري لا هم بنده ده. د اسلام‌اباد او د افغان طالبانو ترمنځ په قطر، ترکیې او چین کې د خبرو اترو د څو پړاوونو له ترسره کېدو سره د سوداګرۍ د بېرته پیلولو لپاره هېڅ هوکړه نه‌ده شوې.