د خصوصي حريم سياست

د افغانستان انټر نشنل پښتو او د مور شرکتVolant Media Limited د خصوصي حريم سياست

موږ څوک يو؟

افغانستان انټر نشنل او Volant Media Limited( چې له دې وروسته به زموږ په نوم ياديږي) اوټول هغه شرکتونه او سرويسونه چې د Volant Media Limited تر چتر لاندې راټول شوي دي، له ځان سره لري.

موږ ستاسود خصوصي حريم خونديتوب ته په بشپړه توګه احترام لرو او خوندي ساتلو ته يې ژمن يوو، او تاسو ته خبر درکوو چې زموږ د خصوصي حريم د سياست له مخې ستاسو شخصي اطلاعات څه ډول، ولې او په کومه کچه راټوليږي۰

موږ ستاسود خصوصي حريم پر خونديتوب پوره باور لرو او تاسو ته خبر درکوو چې زموږ د خصوصي حريم د سياست له مخې ستاسو شخصي اطلاعات څه ډول، ولې او په کومه کچه راټوليږي۰

د خصوصي حريم له سياست موخه څه ده؟

د خصوصي حريم سياست او له هغو اطلاعاتو ګټه اخيستنه چې تاسو يې له موږ سره شريکوئ، په لاندې مواردو کې شامليږي:

ستاسو په اړه کوم اطلاعات او ولې زموږ لخوا راټوليږي۰

څه ډول له دغو اطلاعاتو څخه ساتنه کېږي۰

ستاسو اطلاعات له کومو کسانو سره شريکوو۰

تاسو څه ډول کولای شئ هغه اطلاعات محدود کړئ، چې زموږ ستاسو په اړه راټول کړي دي.

تاسو څه ډول کولای شئ هغه اطلاعات چې ستاسو په اړه راټول شوي دي او همدا راز د هغو د کارونې په باب له موږ سره اړيکه ونيسئ۰

زموږ د خصوصي حريم سياست سره په موافقې، تاسو موږ ته اجازه راکوئ چې ستاسو شخصي اطلاعات را ټول اوهمدا راز له هغو د هغه څه په اساس استفاده وکړو چې دلته یې درته روښانووږ

موږ څه ډول او کله ستاسو اطلاعات را ټولوو؟

موږ ستاسو شخصي اطلاعات هغه وخت را ټولو چې تاسو په ويب سايټ او يا زموږ ايميل سيستم کې د بېلابېلو سرويسونو، لکه ارتباطي اپليکيشنونو، انلاين فورمونو او ۰۰۰ له لارې نوم ليکنه کوئ۰

پر دې سربېره، کله چې تاسو کوم ويب سايټ، د موبايل او یا ټلويزيون اپليکيشنونو ته مراجعه کوئ، موږ د دستګاه پيژندنې شماره، ای پي ادرس، او همدا راز هغه فعاليتونه ذخيره کوو، چې اېن ای پي سره په ويب سايټ او په نورو انلاين سرويسونو پورې اړونديږي.د مثال په توګه، تاسو کومې پاڼې او په څومره وخت کې ليدلې دي۰

موږ يوازې هغه وخت له تاسو دغه اطلاعات راټولو چې تاسو یې اجازه راکړې وي ۰ موږ ستاسو اجازه په بېلابېلو بڼو ترلاسوو۰ مثلآ که تاسو د لومړي ځل لپاره زموږ له ويب سايټونو او يا هم اپليکيشنونه ليدنه کوئ، موږ به له تاسو څخه ستاسو اطلاعاتو ته د لاسرسي وړانديز وکړو، په هغه صورت کې چې تاسو زموږ غوښتنه ونه منئ او اجازه رانه کړئ ، موږ به ستاسو په اړه د معلوماتو راټولولو پروسه ودروو۰ تاسو هر وخت د هغو معلوماتو اندازه چې موږ يې له تاسو راټولو، راکمولی او يا هم په بشپړه توګه بنده يا درولی شئ۰

کله چې تاسو د تيليفون يا د ارتباطي اپليکيشنونو لکه، تلګرام،وټسپ، سیګنال او ايميل له لارې له موږ سره اړيکه نیسئ، دا موږ ته د دې امکان راکوي چې موږ ستاسو اطلاعات لکه ايميل ادرس، د اړيکې شمېره، کاروونکی نوم او هغه نور معلومات او اطلاعات ذخيره کړو، چې له دې لارې یې له موږ سره شريکوئ.

موږ کوم ډول اطلاعات يا معلومات راټولوو؟

۱ - په مستقيم ډول ستاسو شخصي معلومات: دا معلومات په هغو مواردو کې شامليږي چې تاسو يې په مستقيم ډول له موږ سره شريکوئ۰ د مثال په ډول، تاسو څوک ياست، برېښناليک مو څه دی، د اړيکې شمېره مو څه ده، څه کار کوئ، چېرته کار کوئ او يا هم زموږ ويب سايټونو او اپليکيشنونو کارولو کې کوم شي ته لومړيتوب ورکوئ.

- ۲ په نامستقيم ډول ستاسو شخصي اطلاعات: دغه اطلاعات ستاسو لخوا زموږ د ويبپاڼو او اپليکيشنونو د کارولو د څرنګوالي په اړه دي۰ د مثال په توګه له کوم ځای زموږ ويب سايټونو يا اپليکيشنونو ته لاسرسی لرئ، څومره او کومې پاڼې مو کتلې دي، څومره وخت مو د دغو پاڼو ليدلو ته ځانګړی کړی و او کومې ويديو ګانې مو کتلې دي۰

۳ - تخنیکي اطلاعات: دغه اطلاعات په هغو موادو پورې تړلي چې تاسو یې د کمپيوټر او يا هم د خپلونورو دستګاه وو له لارې زموږ ويب سايټونو او يا اپليکيشنونو ته د لاسرسي لپاره کاروئ. د مثال په توګه د کوم ای پي ای ادرس له لارې زموږ له انلاين سرويسونو سره وصل شوي ياست او يا هغو ته د لاسرسي لپاره کومه وسیله یا دستګاه کاروئ.

که غواړئ پوه شئ چې موږ ستاسو کوم اطلاعات له ځان سره ساتو، نو د دغه برېښناليک privacy@afintl.com له لارې له موږ سره اړيکه نیولی شئ۰

موږ ولې دغه اطلاعات ټولوو؟

موږ په لاندينيو دلايلو پورتني اطلاعات :

ستاسو د دې غوښتنې د پرځایښت لپاره چې په ويبپاڼو او اپليکيشنونو کېد منځپانګې په څطر زموږ مختلفو سروېسونو او محصولاتو ته لاسرسي ولرئ.

د هغو سرويسونو په اړه د مهمو خبرونو لېږل چې تاسو پکې غړيتوب لرئ، د هغو سرويسونو په اړههر ډول برېښنايي پيغام چې تاسو يې موږ ته د ترلاسولو اجازه راکړې ده۰

له تاسو سره د هغو تراکنشونو یا چارو په باب د اړيکې لرل، چې تاسو د ويبپاڼو او يا اپليکيشنونو له لارې کړي دي۰

زموږ د یوې ويبپاڼې او يا هم اپليکيشن د کارولو په هکله ستاسو چلن ارزول چې لا ښه پوه شو ستاسو لپاره کومه محتوا او يا هم سرويس د پاملرنې وړ دی او يا هم ښه والي ته اړتيا لري۰

خپلو اوسنيو او يا راتلونکو سوداګريزو شريکانو ته په دې اړه اطلاعات رسول چې څومره خلک زموږ وېبپاڼط او يا هم اپليکيشنونه کاروي، په کومه بڼه زموږ له سرويسونو کار اخلي او همدا راز زموږ د يوه ځانګړي سرويس د کارولو تجربه څه ډول ده۰

زموږ د بېلابېلو سرويسونو په اړه د معلوماتو زياتوالی په ګډون د بېلابېلو موخو لپاره په انلاين او افلاين ډول سوداګريز او غير سوداګريز تبليغات کول.

د داسې نويو امکاناتو او پېښو په اړه ستاسو خبرول چې ممکن لېوالتيا ور سره ولرئ۰

تاسو ته د وړاندې شويو بېلابېلو ويب سايټونو او سرويسونو د ښه والي لپاره پراخه څېړنه او نظرپوښتنه کول.

که په دې پوهېدل غواړئچې موږ کوم ستاسو اطلاعات ساتو، نو privacy@afintl.com برېښناليک سره اړيکه ونيسئ۰

تر څه وخته موږ دغه اطلاعات ساتو؟

موږ ستاسو اطلاعات ترهغه وخته ساتو چې تاسو زموږ د خصوصي حريم سياست سره موافق اوسئ او همدا راز تر هغه وخته پورې یې ساتو چې زموږ لخوا وړاندی شوی سرويس له تاسو سره مرسته وکړي او له قانوني پلوه موظفواوسو.

ستاسو د غوښتنې له مخې چې د خپلو اطلاعاتو دحذف لپاره يې موږ ته رالېږئ، د دغه غوښتنليک له رالېږلو وروسته يوېه مياشت کې به ستاسو ټول اطلاعات خذف شي۰

موږ ستاسو اطلاعات له چا سره شريکوو؟

موږ د خپلو قانوني سوداګريزو موخو لپاره له څو دریمګړوي سرويسونو استفاده کوو چې ستاسو اطلاعات په دغو سرويسونو کې ذخیره او له هغوی سره شريک کېږي۰ دغه سرويسونه په هغو شرکتونو کې شامل دي چې له موږ سره همکاري کوي ترڅو بېلابېل ويب سايټونه او اپليکيشنونه تاسو ته وړاندې کړو، د بازار موندنې هغه سرويسونه چې سوداګريزو موخو ته رسېدو او د شمېرنو د تحليل شرکتونه چې د خپلو سرويسونو د کارولو له څرنګوالي په خبرولو کې زموږ سره مرسته کوي.

موږ نورو شرکتونو ته سوداګريز خدمتونه وړاندې کوو۰ په ځينو برخو کې موږ رسنيو ته بېلابېل سرويسونه وړاندې کوو۰ کله چې تاسو زموږ د خبرونو له سرويس ګټه پورته کړئ، د ويب سايټ د خصوصي حريم په برخه کې له تاسو د ستاسو د اطلاعاتو د کارولو اجازه غوښتل کېږي. موږ په دغو ويب سايټونو کې هر ډول راټول کړي اطلاعات له هغو شرکتونو سره شریکوو چې سوداګريز سرويسونه ورته برابروو.

موږ ستاسو شخصي اطلاعات يوازې هغه مهال له نورو سره شريکوو چې له قانوني پلوه د دغه کار اجازه ولرو۰ موږ نړيوال کسب و کار لرو او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې دریمګړي شرکتونه د سرويسونو وړاندې کولو کې له موږ سره مرسته کوي، چې له اروپايي ټولنې بهر د هند او امريکا په څېر هېوادونه دي۰ موږ ستاسو د اطلاعاتو د مناسبې ساتنې د اطمینان لپاره مهم ګامونه پورته کړي دي او ستاسو د شخصي اطلاعاتو د ځای پرځای کولو کار په بشپړ قانوني ډول ترسره کېږي۰

موږ د دریمګړي یا ثالث شخص له سرويسونو د سرويس د وړاندې کولو او همدا راز د خپل کسب و کار د مدیریت لپاره استفاده کوو۰

دغه سرويس ورکوونکو کې، معلوماتي ټیکنالوجي، د خدمتونو لپاره پوستکالي لکه هاستينګ ويب سايټونه، د شمېرنو تحليل، له اطلاعاتوملاتړ، امنيت او د اطلاعاتو ذخیره کول۰۰۰ شامل دي۰تخنیکي بېخ بنسټونه چې ستاسو شخصي معلومات پکې ذخیره کېږي يو ډاډمن او امن معلوماتي مرکز کې دی چې د يو ثالث شرکت لخوامديريت کېږي۰

کوکي څه شی دي او ولې موږ له هغو کار اخلو؟

«کوکي» يو فایبل دی چې يو ويب سايټ يا اپليکيشن یې د کارن کمپيوټر يا دستګاه ته لېږدوي. موږ کوکي د هغو کارنو د پيژندنې لپاره کاروو چې زموږ په يوه ويب سايټ او يا اپليکيشن کې يې نوم ليکنه کړې وي، دې کار سره غواړو څومره ژر چې کېږي د ويب سايټونو او اپليکيشنونو د کارولو بې سارې تجربه وړاندې کړو۰

موږ همدا راز د دریمګړي شخص کوکي سرويسونه هم کاروو۰ دغه کوکي ممکن د ثالث شخص د سرويسونو له لوري هم ولوستل شي( د مثال په توګه که تاسو د ټولنيزو شبکو له لارې له موږ سره اړيکه ونيسئ او يا هم په ويب سايټ او يا په ټولنيزو شبکو کې خپل نظر وليکئ)۰

ډېرې بروزرونه د کوکيو د غلي کولو اجازه ور کوي۰ د دغه کار لپاره بايد تاسو د خپل بروزر د « مرستې» برخې ته مراجعه وکړئ۰ د کوکيو غلي کول ممکن د ويب سايټ د کارونې چاره محدوده او يا له ستونزو سره مخامخ کړي۰

ستاسو اطلاعات چېرته او څه ډول امن ساتل کېږي؟

موږ ستاسو د وړاندې شويو شخصي معلوماتو د ورکېدو، د بې اجازې لاسرسي، ناوړه استفادې، بدلولو او د اطلاعاتو د بې اجازې افشا کولو د مخنيوي لپاره امنيتي تدبيرونه په پام کې نيولي دي۰ په دغو تدبيرونو کې ستاسو اطلاعاتو ته کوډ اچول هم راځي، چې د اطلاعاتو ساتلو برخه کې سټندردونو سره جوړ شوي دي.

زموږ د امنيتي تدبيرونو سره سره، تاسو بايد خبر اوسئ چې زموږ په يوه ويب سايټ او يا اپليکيشن کې چې ستاسو ثبت شخصي معلومات ممکن له نورو هغو سيستمونو هم تير شي چې زموږ په کنټرول کې نه دي؛ د مثال په توګه د بې سيم انټرنيټ او يا هم تاسو ته د انټرنيټي خدمتونو د وړاندې کوونکی شرکت دا معلومات وویني۰

په خصوصي حريم کې د سياست بدلون

موږ په اروپا کې د معلوماتو د ساتنې د اساسي اصولو پيروۍ ته ژمن او د دې ټولنې د معلوماتو خوندیتوب عمومي مقرراتو سره پوره موافق یو. له همدې امله موږ په دوامدار ډولد خپل خصوصي حريم سیاست نوی یا اپډېټ کوو چز له هر ډول تېروتنې خالي او وېبپاڼه کې مو د لاسرسي وړ وي۰

له موږ سره اړيکه

که چېرې زموږ د خصوصي حريم سیاست په اړه پوښتنه لرئ او يا هم د هغو معلوماتو يوې نسخې ته اړتيا لرئ چېله موږ سره مو ايښي دي، د privacy@ afintl.com برېښناليک له لارې اړيکه نیولی شئ.

پر دې سربېره، که غواړئ چې زموږ ستاسو شخصي معلومات حذف کړو او ستاسو د معلوماتو له ذخیره کولو تېر شو، نو د دغه برېښناليک privacy@ afintl.com له لارې له موږ سره اړيکه ونيسئ۰

رادیو

ستاسو د غږ لپاره کور

خپل فلمونه او غږونه را ولېږئ