له طالبانو سره د خبرو د پیل هڅې یو ځل بیا د بحث موضوع ګرځېدلې دي. د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزي له طالبانو سره د خپلو تماسونو خبر ورکړی او د سیاسي مذاکراتو د پیل هیله یې څرګنده کړې ده. د داوودزي څرګندونو ته د خلکو غبرګونونه، رضا صاحبزاده راټول کړي دي