سپړنه: د کونړ چاودنه؛ د کانکېندنې په زېرمتون که د ټيټيپي مرکز کې شوې؟
کونړ کې ښوونځي ته څېرمه چاودنې ګڼه مرګ ژوبله اړولې. طالب چارواکو ویلي پېښه له هغو چاودېدونکو توکو رامنځته شوې چې ځایي خلک یې د کانونو د الوځولو لپاره کاروي. ورته مهال، ډېرو نیوکه کړې چې چاودېدونکي توکي ولې استوګنې سیمو کې ساتل کېږي.
مېلمانه:
د سیاسي او نظامي چارو شنونکی، اختر محمد راسخ
خبریال، حسن خان
د کورنیو چارو وزارت پخوانی جنرال، محمد داود جلالي