د کونړ په اسعداباد کې د خونړۍ چاودنې له امله د لسګونو ماشومانو وژل کېدو او د ګڼو نورو ټپي کېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د دې پېښې د لاملونو او د مسوولینو د حساب ورکولو په اړه هم ګڼې پوښتنې مطرح شوې دي. رضا صاحبزاده د ټولنیزو رسنیو غبرګونونه راټول کړي دي.