امیرخان متقي: له امریکايي پلاوي سره خبرې خورا مثبتې وې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، چې په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره خبرې خورا مهمې وې او په دغه ناسته کې «د افغانستان حاکمیت ته د واشنګټن پر درناوي» ټينګار وشو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، چې په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره خبرې خورا مهمې وې او په دغه ناسته کې «د افغانستان حاکمیت ته د واشنګټن پر درناوي» ټينګار وشو.
د الجزیرې د راپور له مخې، هغه دا رنګه ویلي چې امریکا باید پر طالبانو لګېدلي بندیزونه نور لرې کړي.
امیرخان متقي د الجزیرې سره په مرکه کې چې بشپړ متن یې د زمري د مېاشتې پر یوولسمه نېټه د چهارشنبې پر ورځ خپور شو، ویلي چې طالبان هم چا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په تېره بیا د امریکا پر ضد وکاروي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د امریکايي بندیانو موضوع ته په اشاره وایي:«موږ غواړو، چې په افغانستان کې د بهرنیو بندیانو مسله داسې غوڅه کړو چې ټولو خواو ته د منلو وي.»
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړیو استازیو ټام وېسټ او رینا امیري او د افغانستان لپاره د هغه هېواد سفیرې کرن ډیکر د یکشنبې او دوشنبې پر ورځو په دوحه کې له طالب چارواکو سره لیدلي وو.
په دغو کتنو کې امریکایي چارواکو له طالبانو غوښتي وو، چې ژر تر ژره او له کوم شرط پرته دې امریکایي وګړي له بنده خوشي کړي.
دا لا روښانه شوې نه ده چې دمګړۍ څومره امریکایان د طالبانو په بند کې دي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن، د وري په میاشت کې ویلي وو، لږ تر لږه ۱۷۵ امریکایان په افغانستان کې پاتې دي، چې له هغې ډلې یو شمېر یې د ۲۰۲۱ له اګست وروسته افغانستان ته تللي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې دوحې ته د سفر پر مهال امیر خان متقي د بریټانیا، کاناډا، ایټالیا، هالنډ، سویلي کوریا او اسپانیا له ډېپلوماټانو سره لیدلي او له هغوی یې غوښتي چې خپل فعالیتونه بیا له سره په افغانستان کې پيل کړي.