سویس: له طالبانو سره اړیکې یوازې په تخنیکي او بشري برخو کې محدودې دي

په افغانستان کې د سویس د پراختیايي همکاریو دفتر وايي، له طالبانو سره د دغه هېواد اړیکې یوازې د چاپېریال ساتنې، بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د ماینونو پاکولو په برخو کې تخنیکي همغږۍ پورې محدودې دي.
سویسي چارواکي ټینګار کوي چې د دغه هېواد بشري مرستې له طالبانو سره له مستقیمې همکارۍ او سیمهییزو طالب چارواکو ته د پیسو له ورکړې پرته اړمنو خلکو ته رسېږي.
په افغانستان کې د سویس د استازولۍ مشر اریک مارکلي او مرستیالې یې پاملا ستاتاکیس له سویساېنفو رسنۍ سره په مرکه کې په افغانستان کې د دغه هېواد د بشري مرستو د فعالیتونو او د مرستو رسولو پر وړاندې د شته ستونزو په اړه خبرې کړې دي.
اریک مارکلي ویلي، د سویس د پراختیايي همکاریو دفتر د ۲۰۲۵ کال له مارچ میاشتې راهیسې په کابل کې د پنځو سویسي او لسو افغان کارکوونکو په لرلو فعالیت کوي.
د هغه په وینا، د بشري مرستو برابرول، بنسټیزو خدمتونو ته د خلکو لاسرسی او د هغوی د ژوند د معیشت ملاتړ د دغه دفتر له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
نوموړي زیاته کړې، ښځې، نجونې او بېځایه شوي کسان د هغو ډلو په ډله کې دي چې تر نورو ډېر ملاتړ ته اړتیا لري.
پاملا ستاتاکیس ویلي، په افغانستان کې د سویس د دفتر ساحوي حضور دغه هېواد ته دا زمینه برابروي چې د خلکو اړتیاوې له نږدې وپېژني، خپلې پروژې له سیمهییزو شرایطو او اړتیاوو سره برابرې کړي او د هغو د پلي کېدو څارنه وکړي.
د نوموړې په وینا، ښځې د روغتیا او درملنې، لومړنیو ښوونځیو او خصوصي کاروبارونو په ګډون په ځینو برخو کې لا هم فعالیت کوي.
هغې زیاته کړې، سویس د کندهار د ښځو د یوه پناهځای او ښځینه خبریالانو ته د انلاین زدهکړو د پروګرام په څېر پروژو ته هم مالي ملاتړ برابروي.
سویسي چارواکو د امریکا د نړیوالې پراختیايي ادارې (USAID) وتل یو له هغو لاملونو څخه بللي چې په افغانستان کې یې د مرستو رسولو بهیر ته زیان رسولی دی. دغه ادارې تر دې وړاندې د افغانستان د روغتیايي او درملنیز نظام یوه لویه برخه تمویله کړه.
دوی ویلي، د سویس د مرستو ټولې پروژې د طالبانو د چارواکو په رسمي تایید پلې کېږي؛ خو دغه هېواد له طالبانو سره مستقیمه همکاري نه کوي او سیمهییزو طالب چارواکو ته هېڅ پیسې نه ورکوي.
د دوی په وینا، له طالبانو سره اړیکې یوازې د چاپېریال ساتنې، بېرته راستنېدونکو کډوالو د ملاتړ او د ماینونو پاکولو په برخو کې تخنیکي همغږۍ ته محدودې دي.
اریک مارکلي ویلي، د سویس د پراختیايي همکاریو دفتر د خپلو پروګرامونو د پلي کولو لپاره له نړیوالو سازمانونو، لکه د ملګرو ملتونو له ادارو، د سره صلیب له نړیوالې کمېټې، نړیوال بانک او همدارنګه له سیمهییزو بنسټونو سره همکاري کوي.
د هغه په وینا، سویس افغانستان ته د شاوخوا ۲۵ میلیونه سویسي فرانکو، چې د ۲۹،۶ میلیونه امریکايي ډالرو معادل کېږي، په ځانګړې کولو سره د دغه هېواد د بشري مرستو له سترو تمویلوونکو څخه دی.
