• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د فقر او بېکارۍ په منځ کې د نویو جوماتونو جوړول؛ د طالبانو د حکومت لومړیتوبونه

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۴۱ GMT+۰

د طالبانو حکومت په داسې حال کې په کابل کې د څه باندې ۲۰۰ جوماتونو او دوو سترو جوماتونو د جوړولو پلان اعلان کړی، چې میلیونونه افغانان له بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او د کارموندنې او ژوند ښه کېدو ته اړتیا لري.

د طالبانو د چارو ادارې مشر نورالحق انور د نومبر په ۱۹مه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر په تېرو پنځو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ښارونو او لویو لارو کې ګڼ جوماتونه جوړ شوي او یوازې په کابل کې تر ۲۰۰ ډېر ځایونه د نویو جوماتونو د جوړولو لپاره په نښه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې له دغو ځایونو څخه به نږدې لس جوماتونه په لنډ وخت کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د هغه په وینا، د کابل په چمن حضوري او کوټه سنګي سیمو کې د دوو سترو جوماتونو د بنسټ ډبرې هم د نومبر په ۱۸مه د هبت‌الله اخوندزاده له لوري اېښودل شوې دي.

د نورالحق انور په خبره، دغه جوماتونه به د لسګونو زرو لمونځ کوونکو د ځایولو ظرفیت ولري او د ښځو لپاره ځانګړي عبادت ځایونه، د اوداسه اسانتیاوې، د موټرو تمځایونه، شنه چمنونه، کتابتونونه، درسي خونې او د امامانو د استوګنې کورونه به هم ولري.

هغه د جوماتونو جوړول یوازې د عبادت ځایونو په جوړولو پورې محدود نه بولي او لیکلي یې دي: «په حقیقت کې، د مسجد جوړول یوازې د یوې ودانۍ ابادول نه دي، بلکې د عبادت، علم، دعوت، اسلامي روزنې او ټولنیز اصلاح لپاره د یوه تلپاتې مرکز بنسټ اېښودل دي.»

خو د طالبانو د دې چارواکي په لیکنه کې د دغو پروژو د لګښت، تمویل سرچینو، د جوړېدو د مودې او د حکومت د اقتصادي لومړیتوبونو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. دا هم نه ده روښانه چې د نویو جوماتونو د جوړولو لپاره څومره بودجه ځانګړې شوې او د هېواد په نورو برخو کې د خلکو د اقتصادي او ټولنیزو اړتیاوو لپاره څه ډول پروګرامونه په پام کې نیول شوي دي.

د خلکو اړتیاوې او د حکومت لومړیتوبونه

د افغانستان یوه لویه ستونزه د بېوزلۍ او بېکارۍ پراخوالی دی. ګڼې کورنۍ د ورځنیو خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو او د عاید د نشتوالي له ستونزو سره مخ دي. په داسې وضعیت کې د نویو جوماتونو د جوړولو د پراخو پروژو اعلان د طالبانو د حکومت د لومړیتوبونو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

چارو پوهان وایي، که څه هم د جوماتونو جوړول د مسلمانانو له دیني ارزښتونو څخه دي، خو د یوه حکومت مسوولیت یوازې د عبادت ځایونو جوړول نه دي. د خلکو لپاره د کار زمینه برابرول، د بېوزلۍ کمول، د روغتیا او زده‌کړو د خدمتونو پراخول او د اقتصادي فرصتونو رامنځته کول هم د حکومت له اساسي مسوولیتونو څخه دي.

د طالبانو د چارو ادارې مشر په خپله لیکنه کې د جوماتونو جوړول د اسلامي تمدن د ودې، دیني زده‌کړو او ټولنیز اصلاح لپاره مهم بللي، خو د خلکو د بېوزلۍ، بېکارۍ او اقتصادي ستونزو د کمولو لپاره یې د حکومت د مشخصو پروګرامونو یادونه نه ده کړې.

په داسې حال کې چې د افغانستان خلک د کار، ډوډۍ، روغتیا او زده‌کړو په ګډون له ګڼو لومړنیو اړتیاوو سره مخ دي، پوښتنه دا ده چې د طالبانو حکومت ولې د جوماتونو د جوړولو ترڅنګ د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کولو لپاره ورته پراخې او روښانه برنامې نه اعلانوي؟

د جومات جوړول په خپل ذات کې د نیوکې موضوع نه ده؛ خو د خلکو د لوږې، بېکارۍ او بېوزلۍ په وړاندې د حکومت چوپتیا او د اقتصادي ستونزو د حل لپاره د څرګندو برنامو نشتوالی هغه مسلې دي چې د طالبانو د لومړیتوبونو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

ډېر لیدل شوي

 د کوټې د وچې مېوې سوداګر: افغانستان سره د لارو بندښت مو کاروبار له ناورین سره مخ کړی
۱

د کوټې د وچې مېوې سوداګر: افغانستان سره د لارو بندښت مو کاروبار له ناورین سره مخ کړی

۲

د ماشوم ژغورنې نړیوال سازمان: کډوالۍ افغان ماشومان خوارځواکه کړي او د زده‌کړو محروم کړي

۳

نړیوال بانک: د ۲۰۲۶ کال اقتصادي ودې سربېره د افغانانو سرانه عاید ۳،۳ سلنه راټیټېږي

۴

ډېپلوماټ مجله: متحدې جبهې د طالبانو د نفوذ پر اصلي مرکزونو کندهار او هلمند تمرکز کړی دی

۵

افغان ماشومان د تاوتریخوالي، بېوزلۍ او جبري ودونو له ګواښ سره مخ دي

•
•
•

نور خبرونه

د افغانستان پخواني ډیپلوماټان: موږ د طالبانو نه، بلکې د افغانانو استازیتوب کوو

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۹:۱۲ GMT+۰
100%

د افغانستان دوو پخوانیو ډیپلوماټانو، نصیر احمد اندیشه او عادله دلیل، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب د ۸۰مې کلیزې په مناسبت ویلي چې د دغه هېواد په استازولیو کې د هغوی دنده د طالبانو د حکومت استازیتوب نه، بلکې د افغانستان د خلکو استازیتوب دی.

دوی د ملګرو ملتونو په سازمان کې د افغانستان د غړیتوب د ۸۰مې کلیزې په مناسبت په یوه ګډه لیکنه کې ویلي، چې افغانستان د ۱۹۴۶ کال د نومبر په ۱۹مه د ملګرو ملتونو غړی شو او له ایسلنډ او سویډن سره یوځای د هغو لومړنیو هېوادونو په ډله کې و چې د دغه سازمان له جوړېدو وروسته یې غړیتوب ترلاسه کړ.

په لیکنه کې راغلي چې افغانستان تر دې ۱۲ کاله وړاندې، د ۱۹۳۴ کال د سپټمبر په ۲۷مه، د ملتونو ټولنې غړیتوب هم ترلاسه کړی و.

د لیکنې د لیکوالانو په وینا، د طالبانو له پوځي واک ته رسېدو وروسته دوی د دغه ډلې پالیسۍ او کړنې، په ځانګړي ډول د افغانانو پر بشري حقونو او انساني کرامت محدودیتونه رد کړي دي.

اندیشه او دلیل وايي، طالبان د افغانستان نړیوالو ژمنو ته درناوی نه کوي او د روسیې پرته د نړۍ هېڅ هېواد د هغوی حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی. د دوی په خبره، له همدې امله په ژنیو، نیویارک او ویانا کې د افغانستان استازولۍ لا هم د هغو ډیپلوماټانو له خوا اداره کېږي چې د افغانستان د وروستي اساسي قانون لرونکي حکومت له لوري معرفي شوي وو.

دوی ټینګار کړی چې له طالبانو څخه لارښوونې نه اخلي، د هغوی استازیتوب نه کوي او د ملګرو ملتونو منشور او هغو نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن دي چې افغانستان په تېرو ۸۰ کلونو کې لاسلیک کړي دي.

په لیکنه کې راغلي: «موږ د طالبانو استازیتوب نه کوو او له هغوی څخه هېڅ ډول لارښوونې نه اخلو؛ بلکې د افغانستان د خلکو استازیتوب کوو او د ملګرو ملتونو منشور او هغو اړوندو نړیوالو کنوانسیونونو ته ژمن یو چې زموږ هېواد په تېرو ۸۰ کلونو کې لاسلیک کړي دي».

100%
افغانې ښځې او د بشري حقونو فعالانې د ملګرو ملتونو په غونډه کې

د افغانستان پخوانیو ډیپلوماټانو په لیکنه کې نړیوال قانون د کوچنیو او زیان‌منونکو هېوادونو لپاره د نړیوال رسمیت او خوندیتوب د یوې مهمې وسیلې په توګه یاد کړی او ویلي یې دي چې اوس د کابل واکمن افراطي ډله د دولت د ادارو د واک ادعا کوي، خو د افغانستان نړیوالې ژمنې نه مني.

دوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د طالبانو د محدودوونکو او ځپونکو سیاستونو پر وړاندې د افغانانو د بشري حقونو، کرامت او ازادیو په دفاع کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه دولت چې د ملګرو ملتونو په تالارونو کې جوړ او په رسمیت وپېژندل شو

نصیر احمد اندیشه او عادله دلیل په دغه ګډه لیکنه کې ویلي چې افغانستان د خپلواکۍ، نړیوال قانون او بشري حقونو د دفاع په برخه کې اوږده ډیپلوماټیکه مخینه لري او په تېرو اتیا کلونو کې یې په نړیوالو سازمانونو کې مهم رول لوبولی دی.

د لیکنې له مخې، افغانستان د دویمې نړیوالې جګړې پر مهال خپله بې‌طرفي وساتله او وروسته د ناپېیلو هېوادونو د غورځنګ له بنسټګرو غړو څخه شو. دغه هېواد په نړیوالو غونډو کې د کوچنیو او په وچه کې د ایسارو هېوادونو د خپلواکۍ، برابر حاکمیت او سمندر ته د لاسرسي د حقونو دفاع کوله.

اندیشه او دلیل وايي، افغانستان له ۱۹۵۸ کال راهیسې د هغو هېوادونو د حقونو لپاره هڅې وکړې چې سمندر ته مستقیم لاسرسی نه لري. د افغان حقوقپوه عبدالحکیم تبیبي هڅې د ملګرو ملتونو د ۱۹۸۲ کال د سمندرونو د حقوقو په کنوانسیون کې هم انعکاس وموند؛ هغه سند چې د وچې په منځ کې د ایسارو هېوادونو د سمندر ته د لاسرسي او ترانزیټ حقونه په رسمیت پېژني.

100%
عبدالرحمن پژواک د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پر مهال

په لیکنه کې د افغانستان د پخواني ډیپلوماټ عبدالرحمن پژواک رول هم یاد شوی چې په ۱۹۶۶ کال کې یې د سړې جګړې په یوه ترینګلي پړاو کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشري کړې وه.

د لیکوالانو په وینا، افغانستان په ۱۹۴۸ کال کې د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې په ګټه رایه ورکړې وه او په ورپسې لسیزو کې یې د بشري حقونو له مهمو نړیوالو تړونونو سره ځان ژمن کړی و. په دغو تړونونو کې د نژادي تبعیض د له منځه وړلو، د شکنجې پر ضد او د ښځو پر وړاندې د هر ډول تبعیض د له منځه وړلو کنوانسیونونه شامل دي.

دوی همداراز ویلي چې افغانستان په ۲۰۱۷ کال کې د لومړي ځل لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته وټاکل شو او د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۰ کلونو ترمنځ یې د دغې شورا د یوه مرستیال په توګه هم دنده ترسره کړه.

100%
د ۱۹۴۶ کال د نومبر ۱۹مه؛ په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د غړیتوب تاریخي سند لاسلیک

د افغانستان پخوانیو ډیپلوماټانو منلې چې دغه هېواد د خپل تاریخ په اوږدو کې کودتاوې، بهرني یرغلونه، کورنۍ جګړې او ناکامې واکمنۍ تجربه کړې دي؛ خو د دوی په خبره، د بېلابېلو سیاسي نظامونو پر مهال افغانستان له نړیوالو تړونونو سره خپلې ژمنې ساتلې او ډیپلوماټانو یې په نړیوالو مذاکراتو کې حضور درلود.

دوی په خپله لیکنه کې ټینګار کړی چې د افغانستان د نړیوالو ژمنو او ډیپلوماټیکې مخینې ساتل د هېواد د راتلونکي او د خلکو د حقونو د دفاع لپاره مهم دي.

اوسني واکمنان یوه بې‌سارې استثنا ده

نصیر احمد اندیشه او عادله دلیل، ویلي چې طالبان د افغانستان په تاریخ کې یوازیني واکمنان دي چې ملګرو ملتونو دوه ځله د دغه هېواد د استازیتوب څوکۍ له نیولو منع کړي دي.

د دوی په خبره د افغانستان پاچاهانو، ولسمشرانو، د ۱۹۸۰مې لسیزې کمونیستي حکومتونو او د ۱۹۹۰مې لسیزې مجاهدینو ټولو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازیتوب کړی، خو طالبانو په ۱۹۹۶ کال او بیا د ۲۰۲۱ کال له اګست راهیسې د دغه سازمان د څوکۍ د نیولو اجازه نه ده ترلاسه کړې.

د لیکوالانو په وینا، طالبانو د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د کابل تر نیولو مخکې شاوخوا دوه لسیزې د ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو، د سړک غاړې چاودنو او نورو بریدونو له لارې جګړه کړې چې ملکي وګړو ته یې پراخ تلفات اړولي دي. دوی زیاتوي چې طالبانو د واک له ترلاسه کولو وروسته هم خپل محدودوونکي سیاستونه د قوانینو او فرمانونو په بڼه عملي کړي دي.

په لیکنه کې راغلي چې طالبانو له ۲۰۲۱ کال راهیسې د ښځو او نجونو پر وړاندې تر ۱۰۰ ډېر فرمانونه صادر کړي، نجونې یې له شپږم ټولګي پورته له زده‌کړو منع کړې او ښځې یې له ډېرو کاري فرصتونو، روغتیايي خدمتونو، مدني فعالیتونو او د تګ راتګ او بیان له ازادیو محرومې کړې دي.

دوی د ملګرو ملتونو د بندیزونو د څارونکو راپورونو ته په اشارې ویلي چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو لپاره د فعالیتونو مناسب چاپېریال موجود دی. د لیکوالانو په باور، د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو سیستماتیک تبعیض د «جنسیتي اپارتاید» په توګه هم توصیف شوی دی.

اندیشه او دلیل همداراز ویلي چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان په اړه د نړیوالې ټولنې لومړنۍ خواخوږي مخ په کمېدو ده او ځینې حکومتونه د کډوالو د بېرته ستنولو، ترانزیټ او د ترهګرۍ ضد مبارزې لپاره له طالبانو سره عملي اړیکې پراخوي.

دوی خبرداری ورکړی چې که څه هم نړۍ ښايي طالبان په رسمي توګه په رسمیت ونه پېژني، خو له هغوی سره د عملي تعامل له لارې د افغانستان د خلکو او اصلي استازو نشتون له پامه غورځوي.

د بدخشان یو شمېر کان‌کیندونکي طالبان په باج‌اخیستنې تورنوي

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۷ GMT+۰
100%

په بدخشان کې د سرو زرو د استخراج یو شمېر شرکتونه او د سرو زرو مینځونکي وايي، طالبان ترې باج اخلي. د دوی په وینا، دغو فشارونو اړ اېستلي،چې خپل فعالیتونه ودروي یا کار پرېږدي.

د دغو سرچینو په وینا، د بدخشان په بېلابېلو ولسوالیو کې د طالبانو ځینې قوماندانان او نظامي ځواکونه د کانونو او د سرو زرو د استخراج سیمو د امنیت ساتلو په پلمه له کان‌کیندونکو او د سرو زرو له مینځونکو پیسې غواړي.

سرچینې ادعا کوي، چې د طالبانو ځینو قوماندانانو د سرو زرو زېرمې لرونکې ځمکې نیولې، یوه برخه یې خپلو خپلوانو او اړوندو کسانو ته وېشلې او بله برخه یې د پیسو په بدل کې د کان‌کېندنې پر شرکتونو پلورلې ده.

د سرچینو په وینا، د طالبانو یو شمېر قوماندانان او ځواکونه د خپلو امنیتي دندو د ترسره کولو پر ځای، ډېر وخت د سرو زرو په کانونو کې تېروي او په ځینو مواردو کې په مستقیم ډول یا له شرکتونو سره د شراکت له لارې د سرو زرو د استخراج په فعالیتونو کې ونډه لري.

ځینې شکایت کوونکي وايي، چې په ځینو مواردو کې د طالبانو ځواکونو د سرو زرو د استخراج له شرکتونو څخه تر سلګونو زرو افغانیو پورې پیسې اخیستې دي. د دوی په وینا، هغه شرکتونه او کسان چې د دغو پیسو له ورکړې یې ډډه کړې، له فشار او ګواښونو سره مخ شوي او فعالیتونه یې درول شوي دي.

د شرکتونو او د سرو زرو د مینځلو د کارځایونو مالکین وايي، چې د دغو ستونزو د حل لپاره یې په ولسوالیو کې د طالبانو مسوولینو ته مراجعه کړې، خو هغوی د شکایتونو د څېړلو او د پوځي قطعاتو د لاسوهنې او زورزیاتي د مخنیوي په برخه کې خپله بېوسي څرګنده کړې ده. د شکایت کوونکو په وینا، ځايي مسوولینو ورته ویلي، چې پوځي قطعات د دوی امرونه نه مني.

په بهارک کې د کان‌کېندنې د یوې سیمې نیول

د بدخشان د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د دې ولسوالۍ په توغک سیمه کې د سرو زرو د زېرمو له پېژندل کېدو وروسته، د کان‌کېندنې یوه سیمه د طالبانو دوو چارواکو نیولې ده.

د ځايي اوسېدونکو په وینا، د دغې سیمې یوه برخه د دغو چارواکو خپلوانو او اړوندو کسانو ته وېشل شوې او بله برخه یې د پیسو په بدل کې پلورل شوې ده.

د بدخشان یوه اوسېدونکي د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۸مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې هغه هم د سرو زرو د استخراج او فعالیت جواز ترلاسه کولو لپاره دغې سیمې ته ورغلی و، خو د کان‌کېندنې ځمکې مخکې له مخکې د طالبانو چارواکو وېشلې وې او نورو غوښتونکو ته پکې ځای نه و پاتې.

په بدخشان کې د اېسکواټورونو د اتحادیې اعتراض

په ورته مهال، د بدخشان د اېسکواټرونو اتحادیې څو ورځې مخکې په فیض‌اباد ښار کې د شاوخوا دوه زره اېسکواټرونو د بې‌کارۍ په اعتراض کې غونډه وکړه.

100%
په فیض اباد کې د اېسکواټرانو تمځای

سرچینې وايي، چې د طالبانو د ځواکونو فشار او باج‌اخیستنې د دې لامل شوې، چې یو شمېر شرکتونه او پانګه‌وال خپل فعالیتونه ودروي او د خپلې پانګې یوه برخه له لاسه ورکړي. د دوی په وینا، د کانونو د فعالیتونو درېدو او د پانګونې کمېدو بې‌کاري زیاته کړې او د اېسکواټرونو ګڼ شمېر ماشینونه یې هم له کاره غورځولي دي.

د یفتل ولسوالۍ د سرو زرو د استخراج د یوه شرکت مسوول هم افغانستان انټرنشنل ته د کان‌کېندنې د فعالیتونو د یوې اوونۍ ځنډېدل تایید کړي، خو د دې ځنډ د لاملونو او جزییاتو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.

دا شکایتونه په داسې حال کې زیات شوي، چې نږدې یو کال مخکې د طالبانو مشر ملا هبت‌الله په بدخشان کې د دې ډلې د والي په غوښتنه، د سرو زرو د کانونو د ساتنې لپاره شاوخوا زر کسیز ځانګړی ځواک دغه ولایت ته لېږلی و. دغه ځواک د بدخشان په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوی او د کان‌خاوندانو او د سرو زرو د مینځونکو د شکایتونو یوه برخه هم د کانونو د ساتنې د همدې ځانګړي ځواک په اړه ده.

د سرو زرو د استخراج د شرکتونو او د سرو زرو د مینځلو د کارځایونو مالکینو د دغو شکایتونو د څېړلو لپاره د یوه خپلواک پلاوي د جوړېدو غوښتنه کړې ده. دوی غواړي، چې په باج‌اخیستنه کې ښکېل کسان او پوځي قطعات وپېژندل شي، د غوښتل شویو پیسو اندازه وڅېړل شي او په کان‌کېندونکو سیمو کې د پوځي ځواکونو د واک حدود په روښانه ډول وټاکل شي.

دوی همدارنګه د طالبانو له چارواکو غواړي، چې د خلکو شکایتونو ته رسېدنه وکړي او په اقتصادي او کان کیندونکو فعالیتونو کې د پوځي ځواکونو د لاسوهنې مخه ونیسي.

کابل ته د هبت الله تبلیغاتي سفر

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۲۱ GMT+۰
100%

طالبانو کابل ته د هبت‌الله اخوندزاده د سفر په اړه پراخ تبلیغات وکړل او دا یې یوه مهمه پېښه وبلله، خو په حقیقت کې د طالبانو د مشر دغه سفر تر ډېره په کابل پوهنتون کې وینا، د خپلې رهبرۍ پر اطاعت ټینګار او د یوې مدرسې او دوو جوماتونو د بنسټ ډبرې اېښودلو پورې محدود و.

ډېرو تمه لرله چې د طالبانو مشر به په دې سفر کې د هېواد د مهمو ستونزو، لکه د خپلمنځي اختلافونو، اقتصادي کړکېچ، بهرنیو اړیکو او پر ښځو او نجونو د پراخو محدودیتونو په اړه نوی دریځ څرګند کړي، خو داسې ونه شول.

د طالبانو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، کابل ته د هبت‌الله دا سفر د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته د هغه دویم رسمي سفر و. د طالب چارواکو په وینا، نوموړي په دغه درې ورځني سفر کې په کابل پوهنتون او د طالبانو د دفاع وزارت کې ویناوې وکړې، د دې ډلې له لوړپوړو چارواکو سره یې ولیدل او د دوو جوماتونو او یوې «جهادي مدرسې» د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې یې ګډون وکړ.

کابل ته لومړی سفر؛ تاریخي خو پټه وینا

د هبت‌الله د وروستي سفر ارزښت هغه مهال ښه څرګندېږي چې په کابل کې یې د جمهوریت له سقوط وروسته له لومړي حضور سره پرتله شي. د طالبانو مشر د ۲۰۲۲ کال د جولای په لومړۍ نېټه کابل ته لاړ، څو د طالب پلوه علماوو په لویه غونډه کې ګډون وکړي او د زرګونو دیني عالمانو په وړاندې وینا وکړي. دغه وینا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هغه له مهمو عامه څرګندونو څخه ګڼل کېده.

خو طالبانو پلازمېنې ته د هبت‌الله د سفرونو هېڅ انځور نه دی خپور کړی.

کابل پوهنتون؛ د طالبانو د مشر د فرمانونو د دودولو لپاره یوه غونډه

د هبت‌الله د فرمانونو د ارزونې غونډه د دوشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې پیل شوه. دغه پروګرام د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت په مدیریت جوړ شوی و او د بېلابېلو ولایتونو لسګونو ملایانو، د پوهنتون استادانو او څېړونکو پکې ګډون کړی و.

د دې غونډې د جوړېدو لپاره کابل پوهنتون څو ورځې رخصت شو او محصلان اړ شول چې لیلیې خالي کړي. یو شمېر محصلانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دې پرېکړې د سمستر په وروستیو اوونیو کې ورته جدي ستونزې جوړې کړې دي. ځینې محصلان اړ شول چې په خپل لګښت خپلو ولایتونو ته ستانه شي او ځینو نورو شپه په جوماتونو یا د ملګرو په کورونو کې تېره کړه.

طالبانو اعلان وکړ چې هبت‌الله د غونډې په دویمه ورځ د ګډونوالو په وړاندې وینا وکړه. په دې پروګرام کې یو شمېر طالب‌پلوو دیني عالمانو یو ځل بیا له هغه سره بیعت وکړ او د «شیخ‌الاسلام» لقب یې ورکړ.

د خپلمنځيږ نیوکو په وړاندې غیرمستقیم ځواب

کابل ته د هبت‌الله سفر په داسې حال کې وشو چې د هغه تر وینا یوه ورځ مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په همدې غونډه کې ویلي وو چې ډېر خلک د طالبانو د مشر له سیاستونو سره موافق نه دي. هغه خبرداری ورکړی و چې په یوه کس پورې د نظام تړل خطرناک دي.

هبت‌الله په خپله وینا کې د دغو څرګندونو له مستقیم یادولو پرته پر رهبرۍ اطاعت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د طالبانو غړي باید د «امیر» پر وړاندې مخالف دریځ ونه نیسي. هغه د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې خپل اختلافات یوې خوا ته کړي او د واک او مقام پر سر له سیالۍ ډډه وکړي.

د طالبانو مشر له سیاسي مخالفانو هم وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي. هغه ادعا وکړه چې وړ کسان کولای شي د طالبانو په اداره کې مسوولیتونه پر غاړه واخلي. نوموړي یو ځل بیا د عمومي عفوې یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په تېرو شلو کلونو کې له بهرنیو ځواکونو سره همکاري کوونکي کسان هم په دې عفوې کې شامل دي.

محصلانو، ملایانو او جنګیالیو ته د رول ټاکل

په کابل پوهنتون کې د هبت‌الله د وینا یوه مهمه برخه د طالبانو په حکومت کې د بېلابېلو ټولنیزو قشرونو د رول ټاکلو ته ځانګړې شوې وه. هغه له محصلانو وغوښتل چې د نظام او اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د نن ورځې پوهه ترلاسه کړي. د هغه په اند، محصلان د حکومت د اقتصادي برخې د پیاوړتیا مسوولیت لري، ملایان باید د حکومت دیني مشروعیت وساتي او جنګیالي د امنیت د ټینګښت مسوول دي.

د طالبانو مشر په پوهنتونونو کې له پلي شویو نصابي بدلونونو هم دفاع وکړه او ژمنه یې وکړه چې د محصلانو او استادانو لپاره به ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه د طالبانو د جزایي اصول‌نامې تدوین هم د خپل حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او له دیني عالمانو یې وغوښتل چې دغه احکام خلکو ته تشریح کړي.

په دفاع وزارت کې پټه ناسته

هبت‌الله بله ورځ د طالبانو د دفاع وزارت ته ولاړ او د دې ډلې له لوړپوړو چارواکو، والیانو او پوځي قوماندانانو سره یې ولیدل. په غونډه کې د ګډونوالو د معلوماتو له مخې، سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او ګډونوالو ته اجازه نه وه چې ګرځنده ټلیفونونه، فلزي توکي او ان قلم هم تالار ته دننه کړي.

د وینا له پیل مخکې د ګډونوالو ترمنځ ۵۲ مخیزه کتابچې ووېشل شوې چې ډېره برخه یې د رهبرۍ، اطاعت، امر بالمعروف، یووالي، د دیني عالمانو د رول او د خپلمنځي اختلافاتو د مخنیوي په اړه د طالبانو د مشر پخواني لیدلوري رانغاړل.

په غونډه کې د ګډونوالو سرچینې وايي چې د هبت‌الله د وینا د پام وړ برخه د طالبانو د خپلمنځي یووالي پر ساتلو، د مقام پر سر د اختلافاتو پر مخنیوي او په ټولنه کې د دیني عالمانو د نفوذ پر پراخولو راڅرخېده. هغه له ملایانو وغوښتل چې بېلابېلو سیمو ته ولاړ شي او د ده فرمانونه او لیدلوري خلکو ته تشریح کړي.

جوماتونه او مدرسې؛ د سفر مهمې پروژې

ښايي د دې سفر تر ټولو څرګنده عملي پایله د دیني مرکزونو جوړولو ته د طالبانو د مشر پاملرنه وه. هغه د دفاع وزارت په غونډه کې څو ځله په کابل کې د جوماتونو د کمښت یادونه وکړه او د طالبانو له چارواکو یې وغوښتل چې د جوماتونو او مدرسو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.

وروسته هبت‌الله د کابل په مرنجان غونډۍ کې د یوې دیني مدرسې او په چمن حضوري او میرویس میدان کې د دوو جوماتونو د بنسټ ډبرې کېښودې. طالبانو د دغو پروژو د لګښتونو، مالي سرچینو او د بشپړېدو د نېټې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې ډېرو تمه لرله د طالبانو مشر به پلازمېنې ته په سفر کې د اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ، کډوالۍ کړکېچ، بهرنیو اړیکو او د ښځو پر زده‌کړو او کار د محدودیتونو په اړه مهمې پرېکړې اعلان کړي. خو د هغه اصلي تمرکز د دیني بنسټونو پر پراختیا او د رهبرۍ پر اطاعت ټینګار و.

هبت‌الله ولې له خلکو سره ونه لیدل؟

سره له دې چې طالبانو د دغه سفر په اړه پراخ تبلیغات وکړل، هبت‌الله اخوندزاده په کابل کې د خپل حضور پر مهال له هېڅ خپلواکې ټولنیزې ډلې، مدني فعالانو، سوداګرو، ښځو، د رسمي غونډو له چوکاټه بهر د پوهنتون استادانو یا د ټولنې د بېلابېلو قشرونو له استازو سره ونه لیدل.

هغه یوازې په هغو غونډو کې ګډون وکړ چې ګډونوال یې تر ډېره دیني عالمان، د طالبانو چارواکي، پوځي قوماندانان او د دې ډلې پلویان وو.

په دې توګه، کابل ته د طالبانو د مشر دویم سفر هم د هغه د ۲۰۲۲ کال د لومړي سفر په څېر، له افغان ټولنې سره د تعامل د فرصت پر ځای، د طالبانو د خپلمنځي یووالي پر نندارې او د دې ډلې د رهبرۍ پر مقام د بیا ټینګار لپاره ځانګړی شو.

په کابل پوهنتون کې د طالبانو د مشر د فرمانونو د ارزونې غونډه دوام لري

په کابل پوهنتون کې د هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو د ارزونې غونډه د هغه تر وینا وروسته هم دوام وکړ. د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت اعلان وکړ چې د دې پروګرام په درېیمه ورځ ملایانو، د پوهنتون استادانو او څېړونکو په لسو بېلابېلو برخو کې ۱۳۲ څېړنیزې مقالې وړاندې کړې.

د دې غونډې ډېره برخه د طالبانو د رهبرۍ د ځایګي او د دې ډلې د مشر د فرمانونو د پلي کولو څرنګوالي ته ځانګړې شوې وه. په یوه غونډه کې د کابل د جهادي مدرسې مشر محمداسماعیل رحماني د واکمنانو او خلکو د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې واکمنان د امنیت د تأمین، ثبات د ساتلو او د خلکو د حقونو د رعایتولو مسؤولیت لري؛ خو په ورته وخت کې یې د دیني عالمانو دنده د طالبانو د مشر د فرمانونو تشریح او تفسیر او د خلکو دنده د دغو فرمانونو پیروي وبلله.

خو د پروګرام محتوا ښودله چې د غونډې اصلي تمرکز د طالبانو د مشر د فرمانونو پر ترویج او تشریح او د دې ډلې په سیاسي جوړښت کې د هغه د ځایګي پر پیاوړتیا و.

هبت‌الله ارګ ته لاړ

هبت‌الله د چهارشنبې په ماښام ارګ ته لاړ او د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره یې ولیدل. د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې ډلې مشر د طالبانو له ریس‌الوزرا محمدحسن اخوند، یو شمېر وزیرانو او د طالبانو د ادارې له لوړپوړو مسوولانو سره خبرې کړې دي. خو طالبانو د دغو لیدنو او احتمالي پرېکړو د جزییاتو په اړه معلومات خپاره نه کړل.

طالبانو کابل ته د هبت‌الله اخوندزاده د سفر هېڅ انځور نه دی خپور کړی.

بې پولې ډاکټران: د خوارځواکۍ ځپلو افغان ماشومانو بسترکېدل ۲۸ سلنه زیاته شوي دي

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۲۵ GMT+۰
100%

د بې پولې ډاکټرانو سازمان وایي چې په افغانستان کې د لوږې او بې‌وزلۍ له امله د ماشومانو خوارځواکي ۲۸ سلنه زیاته شوې ده. دغه سازمان په هرات، هلمند او کندهار کې د خوارځواکۍ له امله د څه باندې اته زره ماشومانو د بستر کېدو خبر ورکړی دی.

د بې پولې ډاکټرانو سازمان په افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت او د بې‌وزلۍ د پراخېدو له امله د ماشومانو د خوارځواکۍ د پېښو له زیاتوالي خبر ورکړی دی. دغه سازمان د لړم په ۲۷مه په یوه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په روغتونونو کې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د بستر شویو ماشومانو شمېر ۲۸ سلنه لوړ شوی او ډېری کورنۍ خپلو ماشومانو ته د کافي خوړو برابرولو وس نه لري.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر اګست میاشتې پورې په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې د سختې خوارځواکۍ له کبله د ماشومانو د بستر کېدو ۸ زره او ۴۸۷ پېښې ثبت شوې دي، چې دا شمېر د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ اعشاریه ۲۴ سلنه زیاتوالی ښيي. همدارنګه د هغو ماشومانو شمېر چې عمرونه یې تر شپږو میاشتو کم دي او په روغتونونو کې بستر شوي، ۳۱ اعشاریه ۵ سلنه زیات شوی دی، او په دغو دریو ولایتونو کې په خوارځواکۍ اخته ماشومان په روغتیایي مرکزونو کې د ټولو بستر شویو ماشومانو له ۲۶ اعشاریه ۵ تر ۳۵ اعشاریه ۷ سلنه جوړوي.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان د درملنې د څانګې همغږې کوونکې، انا باندا وویل چې ځینې میندې خپل خوارځواکي ماشومان دوه یا درې ځله روغتونونو ته راولي، خو کور ته تر ستنېدو وروسته ماشومان بېرته له هماغې ستونزې سره مخ کېږي، ځکه کورنۍ یې د کافي او مغذي خوړو د اخیستلو توان نه لري. هغې زیاته کړه چې بې‌وزلي، روغتیایي مرکزونو ته اوږد واټن، د پاملرنه کوونکو روغتیایي ستونزې، د تګ راتګ محدودیتونه او په ځینو مرکزونو کې د تغذیې د مرستندویه توکو کمښت د ماشومانو د درملنې پروسه له جدي خنډونو سره مخ کړې ده.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د نړیوالو بشردوستانه مرستو د بودیجې کموالي د افغانستان پر روغتیایي نظام فشار څو برابره کړی دی، او د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د ۲۰۲۶ کال تر جون میاشتې پورې د روغتیايي مرستو لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۱۹ سلنه برابره شوې وه. د بودیجې د دغه کمښت له امله د روان کال له جنورۍ تر جون پورې په ټول افغانستان کې ۲۹۵ روغتیایي مرکزونه تړل شوي یا یې خپل فعالیتونه محدود کړي چې په پایله کې یې شاوخوا دوه اعشاریه ۱۷ میلیونه کسان له روغتیایي خدمتونو بې‌برخې شوي دي، او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به شاوخوا څلور میلیونه ماشومان او یو اعشاریه ۲۷ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
په افغانستان کې د بې‌وزلۍ او خوارځواکۍ روان ناورین په داسې مهال کې په پراخېدو دی چې نږدې ۱۵ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او د خوراکي توکو د بیو لوړېدو کورنۍ له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ کړې دي. د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي هم تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې سخته لوږه د افغان ماشومانو د زده‌کړې فرصتونه له منځه وړي او د هغوی ژوند ګواښي.

د نجونو د زده کړو ملي کمپاین: د خلکو د حقونو له خوندیتوب پرته« اطاعت» مانا نه لري

۲۸ لړم ۱۴۰۵ - ۱۹ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۴۸ GMT+۰
100%

د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاین فعالانو په کابل پوهنتون کې د طالبانو د مشر د فرمانونو په اړه د سیمینار په غبرګون کې ویلي، چې د خلکو له اساسي حقونو پرته له هغوی څخه د واکمنو د «اطاعت» غوښتنه بې مانا ده.

دغو فعالانو نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره یو ځل بیا د نجونو پر زده‌کړو او د ښځو پر کار د بندیزونو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. دغه بنسټ ټینګار کړی چې په دغه علمي او څېړنیز سیمینار کې د زرګونو دیني عالمانو او چارواکو حضور یو مناسب فرصت و، چې باید د ښځو پر حقونو د لګېدلو بندیزونو پر دیني، ټولنیزو، اقتصادي او بشري پایلو پکې جدي بحث شوی وای.
یاد کمپاین په خپله اعلامیه کې څرګنده کړې چې د خلکو له اساسي حقونو پرته له هغوی څخه د اطاعت او ملاتړ تمه هېڅ معنا نه لري او د ټولنې باور یوازې په عدالت او مسوولیت‌پېژندنه ترلاسه کېږي. په اعلامیه کې راغلي چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو شاوخوا پنځه کاله تېرېږي، خو طالبانو تر اوسه د دې پرېکړې لپاره کوم قانع کوونکی شرعي دلیل، روښانه مهالوېش یا د حل عملي طرحه نه ده وړاندې کړې.
دغه بنسټ همدارنګه هېواد ته د بهر مېشتو افغانانو د ستنېدو په اړه د طالبانو د مشر وروستۍ غوښتنې ته په اشارې ویلي، چې د خلکو بېرته راستنېدل یوازې په بلنه نه، بلکې د حقونو په تضمین او د زده‌کړو د دروازو په پرانیستلو شوني دي. اعلامیه زیاتوي چې د نجونو د زده‌کړو او د ښځو د کار بندیز نه یوازې د کورنیو د نه راستنېدو سبب دی، بلکې د زرګونو نورو کورنیو د نوې کډوالۍ، د افغانستان د نړیوالې انزوا او د هېواد د بشري بحران د لا ژورېدو ستر عامل ګرځېدلی دی.
د نجونو د زده‌کړو ملي کمپاین له طالب چارواکو او دیني عالمانو غوښتي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې سمدستي پرانیزي، د ښځو پر کار او ټولنیز ګډون لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او د هېواد له متخصصینو او ښوونکو سره پراخې مشورې پیل کړي. دغه کمپاین ټینګار کړی چې د نصاب اصلاح باید د نجونو د زده‌کړو د ځنډولو پلمه نه شي او دیني عالمان باید د بې‌عدالتۍ پر وړاندې د غږ پورته کولو جرئت ولري.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی، چې له امله یې میلیونونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې شوې دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په خپل یوه راپور کې ویلي چې دغه بندیز هر کال د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۸۴ میلیونه ډالره زیان اړوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به په هېواد کې ۲۵ زره ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې کمې شي.