د بدخشان یو شمېر کانکیندونکي طالبان په باجاخیستنې تورنوي

په بدخشان کې د سرو زرو د استخراج یو شمېر شرکتونه او د سرو زرو مینځونکي وايي، طالبان ترې باج اخلي. د دوی په وینا، دغو فشارونو اړ اېستلي،چې خپل فعالیتونه ودروي یا کار پرېږدي.

په بدخشان کې د سرو زرو د استخراج یو شمېر شرکتونه او د سرو زرو مینځونکي وايي، طالبان ترې باج اخلي. د دوی په وینا، دغو فشارونو اړ اېستلي،چې خپل فعالیتونه ودروي یا کار پرېږدي.
د دغو سرچینو په وینا، د بدخشان په بېلابېلو ولسوالیو کې د طالبانو ځینې قوماندانان او نظامي ځواکونه د کانونو او د سرو زرو د استخراج سیمو د امنیت ساتلو په پلمه له کانکیندونکو او د سرو زرو له مینځونکو پیسې غواړي.
سرچینې ادعا کوي، چې د طالبانو ځینو قوماندانانو د سرو زرو زېرمې لرونکې ځمکې نیولې، یوه برخه یې خپلو خپلوانو او اړوندو کسانو ته وېشلې او بله برخه یې د پیسو په بدل کې د کانکېندنې پر شرکتونو پلورلې ده.
د سرچینو په وینا، د طالبانو یو شمېر قوماندانان او ځواکونه د خپلو امنیتي دندو د ترسره کولو پر ځای، ډېر وخت د سرو زرو په کانونو کې تېروي او په ځینو مواردو کې په مستقیم ډول یا له شرکتونو سره د شراکت له لارې د سرو زرو د استخراج په فعالیتونو کې ونډه لري.
ځینې شکایت کوونکي وايي، چې په ځینو مواردو کې د طالبانو ځواکونو د سرو زرو د استخراج له شرکتونو څخه تر سلګونو زرو افغانیو پورې پیسې اخیستې دي. د دوی په وینا، هغه شرکتونه او کسان چې د دغو پیسو له ورکړې یې ډډه کړې، له فشار او ګواښونو سره مخ شوي او فعالیتونه یې درول شوي دي.
د شرکتونو او د سرو زرو د مینځلو د کارځایونو مالکین وايي، چې د دغو ستونزو د حل لپاره یې په ولسوالیو کې د طالبانو مسوولینو ته مراجعه کړې، خو هغوی د شکایتونو د څېړلو او د پوځي قطعاتو د لاسوهنې او زورزیاتي د مخنیوي په برخه کې خپله بېوسي څرګنده کړې ده. د شکایت کوونکو په وینا، ځايي مسوولینو ورته ویلي، چې پوځي قطعات د دوی امرونه نه مني.
په بهارک کې د کانکېندنې د یوې سیمې نیول
د بدخشان د بهارک ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د دې ولسوالۍ په توغک سیمه کې د سرو زرو د زېرمو له پېژندل کېدو وروسته، د کانکېندنې یوه سیمه د طالبانو دوو چارواکو نیولې ده.
د ځايي اوسېدونکو په وینا، د دغې سیمې یوه برخه د دغو چارواکو خپلوانو او اړوندو کسانو ته وېشل شوې او بله برخه یې د پیسو په بدل کې پلورل شوې ده.
د بدخشان یوه اوسېدونکي د پنجشنبې په ورځ، د لړم په ۲۸مه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې هغه هم د سرو زرو د استخراج او فعالیت جواز ترلاسه کولو لپاره دغې سیمې ته ورغلی و، خو د کانکېندنې ځمکې مخکې له مخکې د طالبانو چارواکو وېشلې وې او نورو غوښتونکو ته پکې ځای نه و پاتې.
په بدخشان کې د اېسکواټورونو د اتحادیې اعتراض
په ورته مهال، د بدخشان د اېسکواټرونو اتحادیې څو ورځې مخکې په فیضاباد ښار کې د شاوخوا دوه زره اېسکواټرونو د بېکارۍ په اعتراض کې غونډه وکړه.
سرچینې وايي، چې د طالبانو د ځواکونو فشار او باجاخیستنې د دې لامل شوې، چې یو شمېر شرکتونه او پانګهوال خپل فعالیتونه ودروي او د خپلې پانګې یوه برخه له لاسه ورکړي. د دوی په وینا، د کانونو د فعالیتونو درېدو او د پانګونې کمېدو بېکاري زیاته کړې او د اېسکواټرونو ګڼ شمېر ماشینونه یې هم له کاره غورځولي دي.

د یفتل ولسوالۍ د سرو زرو د استخراج د یوه شرکت مسوول هم افغانستان انټرنشنل ته د کانکېندنې د فعالیتونو د یوې اوونۍ ځنډېدل تایید کړي، خو د دې ځنډ د لاملونو او جزییاتو په اړه یې نور معلومات نه دي ورکړي.
دا شکایتونه په داسې حال کې زیات شوي، چې نږدې یو کال مخکې د طالبانو مشر ملا هبتالله په بدخشان کې د دې ډلې د والي په غوښتنه، د سرو زرو د کانونو د ساتنې لپاره شاوخوا زر کسیز ځانګړی ځواک دغه ولایت ته لېږلی و. دغه ځواک د بدخشان په بېلابېلو برخو کې ځای پر ځای شوی او د کانخاوندانو او د سرو زرو د مینځونکو د شکایتونو یوه برخه هم د کانونو د ساتنې د همدې ځانګړي ځواک په اړه ده.
د سرو زرو د استخراج د شرکتونو او د سرو زرو د مینځلو د کارځایونو مالکینو د دغو شکایتونو د څېړلو لپاره د یوه خپلواک پلاوي د جوړېدو غوښتنه کړې ده. دوی غواړي، چې په باجاخیستنه کې ښکېل کسان او پوځي قطعات وپېژندل شي، د غوښتل شویو پیسو اندازه وڅېړل شي او په کانکېندونکو سیمو کې د پوځي ځواکونو د واک حدود په روښانه ډول وټاکل شي.
دوی همدارنګه د طالبانو له چارواکو غواړي، چې د خلکو شکایتونو ته رسېدنه وکړي او په اقتصادي او کان کیندونکو فعالیتونو کې د پوځي ځواکونو د لاسوهنې مخه ونیسي.
طالبانو کابل ته د هبتالله اخوندزاده د سفر په اړه پراخ تبلیغات وکړل او دا یې یوه مهمه پېښه وبلله، خو په حقیقت کې د طالبانو د مشر دغه سفر تر ډېره په کابل پوهنتون کې وینا، د خپلې رهبرۍ پر اطاعت ټینګار او د یوې مدرسې او دوو جوماتونو د بنسټ ډبرې اېښودلو پورې محدود و.
ډېرو تمه لرله چې د طالبانو مشر به په دې سفر کې د هېواد د مهمو ستونزو، لکه د خپلمنځي اختلافونو، اقتصادي کړکېچ، بهرنیو اړیکو او پر ښځو او نجونو د پراخو محدودیتونو په اړه نوی دریځ څرګند کړي، خو داسې ونه شول.
د طالبانو د خپرو شویو معلوماتو له مخې، کابل ته د هبتالله دا سفر د ۲۰۲۱ کال په اګست کې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته د هغه دویم رسمي سفر و. د طالب چارواکو په وینا، نوموړي په دغه درې ورځني سفر کې په کابل پوهنتون او د طالبانو د دفاع وزارت کې ویناوې وکړې، د دې ډلې له لوړپوړو چارواکو سره یې ولیدل او د دوو جوماتونو او یوې «جهادي مدرسې» د بنسټ ډبرې اېښودلو په مراسمو کې یې ګډون وکړ.
کابل ته لومړی سفر؛ تاریخي خو پټه وینا
د هبتالله د وروستي سفر ارزښت هغه مهال ښه څرګندېږي چې په کابل کې یې د جمهوریت له سقوط وروسته له لومړي حضور سره پرتله شي. د طالبانو مشر د ۲۰۲۲ کال د جولای په لومړۍ نېټه کابل ته لاړ، څو د طالب پلوه علماوو په لویه غونډه کې ګډون وکړي او د زرګونو دیني عالمانو په وړاندې وینا وکړي. دغه وینا واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د هغه له مهمو عامه څرګندونو څخه ګڼل کېده.
خو طالبانو پلازمېنې ته د هبتالله د سفرونو هېڅ انځور نه دی خپور کړی.
کابل پوهنتون؛ د طالبانو د مشر د فرمانونو د دودولو لپاره یوه غونډه
د هبتالله د فرمانونو د ارزونې غونډه د دوشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې پیل شوه. دغه پروګرام د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت په مدیریت جوړ شوی و او د بېلابېلو ولایتونو لسګونو ملایانو، د پوهنتون استادانو او څېړونکو پکې ګډون کړی و.
د دې غونډې د جوړېدو لپاره کابل پوهنتون څو ورځې رخصت شو او محصلان اړ شول چې لیلیې خالي کړي. یو شمېر محصلانو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې دې پرېکړې د سمستر په وروستیو اوونیو کې ورته جدي ستونزې جوړې کړې دي. ځینې محصلان اړ شول چې په خپل لګښت خپلو ولایتونو ته ستانه شي او ځینو نورو شپه په جوماتونو یا د ملګرو په کورونو کې تېره کړه.
طالبانو اعلان وکړ چې هبتالله د غونډې په دویمه ورځ د ګډونوالو په وړاندې وینا وکړه. په دې پروګرام کې یو شمېر طالبپلوو دیني عالمانو یو ځل بیا له هغه سره بیعت وکړ او د «شیخالاسلام» لقب یې ورکړ.
د خپلمنځيږ نیوکو په وړاندې غیرمستقیم ځواب
کابل ته د هبتالله سفر په داسې حال کې وشو چې د هغه تر وینا یوه ورځ مخکې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني په همدې غونډه کې ویلي وو چې ډېر خلک د طالبانو د مشر له سیاستونو سره موافق نه دي. هغه خبرداری ورکړی و چې په یوه کس پورې د نظام تړل خطرناک دي.
هبتالله په خپله وینا کې د دغو څرګندونو له مستقیم یادولو پرته پر رهبرۍ اطاعت ټینګار وکړ او ویې ویل چې د طالبانو غړي باید د «امیر» پر وړاندې مخالف دریځ ونه نیسي. هغه د طالبانو له چارواکو وغوښتل چې خپل اختلافات یوې خوا ته کړي او د واک او مقام پر سر له سیالۍ ډډه وکړي.
د طالبانو مشر له سیاسي مخالفانو هم وغوښتل چې افغانستان ته راستانه شي. هغه ادعا وکړه چې وړ کسان کولای شي د طالبانو په اداره کې مسوولیتونه پر غاړه واخلي. نوموړي یو ځل بیا د عمومي عفوې یادونه وکړه او ټینګار یې وکړ چې په تېرو شلو کلونو کې له بهرنیو ځواکونو سره همکاري کوونکي کسان هم په دې عفوې کې شامل دي.
محصلانو، ملایانو او جنګیالیو ته د رول ټاکل
په کابل پوهنتون کې د هبتالله د وینا یوه مهمه برخه د طالبانو په حکومت کې د بېلابېلو ټولنیزو قشرونو د رول ټاکلو ته ځانګړې شوې وه. هغه له محصلانو وغوښتل چې د نظام او اقتصاد د پیاوړتیا لپاره د نن ورځې پوهه ترلاسه کړي. د هغه په اند، محصلان د حکومت د اقتصادي برخې د پیاوړتیا مسوولیت لري، ملایان باید د حکومت دیني مشروعیت وساتي او جنګیالي د امنیت د ټینګښت مسوول دي.
د طالبانو مشر په پوهنتونونو کې له پلي شویو نصابي بدلونونو هم دفاع وکړه او ژمنه یې وکړه چې د محصلانو او استادانو لپاره به ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي. هغه د طالبانو د جزایي اصولنامې تدوین هم د خپل حکومت یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او له دیني عالمانو یې وغوښتل چې دغه احکام خلکو ته تشریح کړي.
په دفاع وزارت کې پټه ناسته
هبتالله بله ورځ د طالبانو د دفاع وزارت ته ولاړ او د دې ډلې له لوړپوړو چارواکو، والیانو او پوځي قوماندانانو سره یې ولیدل. په غونډه کې د ګډونوالو د معلوماتو له مخې، سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو او ګډونوالو ته اجازه نه وه چې ګرځنده ټلیفونونه، فلزي توکي او ان قلم هم تالار ته دننه کړي.
د وینا له پیل مخکې د ګډونوالو ترمنځ ۵۲ مخیزه کتابچې ووېشل شوې چې ډېره برخه یې د رهبرۍ، اطاعت، امر بالمعروف، یووالي، د دیني عالمانو د رول او د خپلمنځي اختلافاتو د مخنیوي په اړه د طالبانو د مشر پخواني لیدلوري رانغاړل.
په غونډه کې د ګډونوالو سرچینې وايي چې د هبتالله د وینا د پام وړ برخه د طالبانو د خپلمنځي یووالي پر ساتلو، د مقام پر سر د اختلافاتو پر مخنیوي او په ټولنه کې د دیني عالمانو د نفوذ پر پراخولو راڅرخېده. هغه له ملایانو وغوښتل چې بېلابېلو سیمو ته ولاړ شي او د ده فرمانونه او لیدلوري خلکو ته تشریح کړي.
جوماتونه او مدرسې؛ د سفر مهمې پروژې
ښايي د دې سفر تر ټولو څرګنده عملي پایله د دیني مرکزونو جوړولو ته د طالبانو د مشر پاملرنه وه. هغه د دفاع وزارت په غونډه کې څو ځله په کابل کې د جوماتونو د کمښت یادونه وکړه او د طالبانو له چارواکو یې وغوښتل چې د جوماتونو او مدرسو جوړولو ته لومړیتوب ورکړي.
وروسته هبتالله د کابل په مرنجان غونډۍ کې د یوې دیني مدرسې او په چمن حضوري او میرویس میدان کې د دوو جوماتونو د بنسټ ډبرې کېښودې. طالبانو د دغو پروژو د لګښتونو، مالي سرچینو او د بشپړېدو د نېټې په اړه معلومات نه دي ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې ډېرو تمه لرله د طالبانو مشر به پلازمېنې ته په سفر کې د اقتصادي ستونزو، بېکارۍ، کډوالۍ کړکېچ، بهرنیو اړیکو او د ښځو پر زدهکړو او کار د محدودیتونو په اړه مهمې پرېکړې اعلان کړي. خو د هغه اصلي تمرکز د دیني بنسټونو پر پراختیا او د رهبرۍ پر اطاعت ټینګار و.
هبتالله ولې له خلکو سره ونه لیدل؟
سره له دې چې طالبانو د دغه سفر په اړه پراخ تبلیغات وکړل، هبتالله اخوندزاده په کابل کې د خپل حضور پر مهال له هېڅ خپلواکې ټولنیزې ډلې، مدني فعالانو، سوداګرو، ښځو، د رسمي غونډو له چوکاټه بهر د پوهنتون استادانو یا د ټولنې د بېلابېلو قشرونو له استازو سره ونه لیدل.
هغه یوازې په هغو غونډو کې ګډون وکړ چې ګډونوال یې تر ډېره دیني عالمان، د طالبانو چارواکي، پوځي قوماندانان او د دې ډلې پلویان وو.
په دې توګه، کابل ته د طالبانو د مشر دویم سفر هم د هغه د ۲۰۲۲ کال د لومړي سفر په څېر، له افغان ټولنې سره د تعامل د فرصت پر ځای، د طالبانو د خپلمنځي یووالي پر نندارې او د دې ډلې د رهبرۍ پر مقام د بیا ټینګار لپاره ځانګړی شو.
په کابل پوهنتون کې د طالبانو د مشر د فرمانونو د ارزونې غونډه دوام لري
په کابل پوهنتون کې د هبتالله اخوندزاده د فرمانونو د ارزونې غونډه د هغه تر وینا وروسته هم دوام وکړ. د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت اعلان وکړ چې د دې پروګرام په درېیمه ورځ ملایانو، د پوهنتون استادانو او څېړونکو په لسو بېلابېلو برخو کې ۱۳۲ څېړنیزې مقالې وړاندې کړې.
د دې غونډې ډېره برخه د طالبانو د رهبرۍ د ځایګي او د دې ډلې د مشر د فرمانونو د پلي کولو څرنګوالي ته ځانګړې شوې وه. په یوه غونډه کې د کابل د جهادي مدرسې مشر محمداسماعیل رحماني د واکمنانو او خلکو د مسوولیتونو په اړه خبرې وکړې. هغه ټینګار وکړ چې واکمنان د امنیت د تأمین، ثبات د ساتلو او د خلکو د حقونو د رعایتولو مسؤولیت لري؛ خو په ورته وخت کې یې د دیني عالمانو دنده د طالبانو د مشر د فرمانونو تشریح او تفسیر او د خلکو دنده د دغو فرمانونو پیروي وبلله.
خو د پروګرام محتوا ښودله چې د غونډې اصلي تمرکز د طالبانو د مشر د فرمانونو پر ترویج او تشریح او د دې ډلې په سیاسي جوړښت کې د هغه د ځایګي پر پیاوړتیا و.
هبتالله ارګ ته لاړ
هبتالله د چهارشنبې په ماښام ارګ ته لاړ او د طالبانو له یو شمېر لوړپوړو چارواکو سره یې ولیدل. د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې ډلې مشر د طالبانو له ریسالوزرا محمدحسن اخوند، یو شمېر وزیرانو او د طالبانو د ادارې له لوړپوړو مسوولانو سره خبرې کړې دي. خو طالبانو د دغو لیدنو او احتمالي پرېکړو د جزییاتو په اړه معلومات خپاره نه کړل.
طالبانو کابل ته د هبتالله اخوندزاده د سفر هېڅ انځور نه دی خپور کړی.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان وایي چې په افغانستان کې د لوږې او بېوزلۍ له امله د ماشومانو خوارځواکي ۲۸ سلنه زیاته شوې ده. دغه سازمان په هرات، هلمند او کندهار کې د خوارځواکۍ له امله د څه باندې اته زره ماشومانو د بستر کېدو خبر ورکړی دی.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان په افغانستان کې د خوراکي توکو د کمښت او د بېوزلۍ د پراخېدو له امله د ماشومانو د خوارځواکۍ د پېښو له زیاتوالي خبر ورکړی دی. دغه سازمان د لړم په ۲۷مه په یوه خپاره شوي راپور کې ویلي، چې په روغتونونو کې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د بستر شویو ماشومانو شمېر ۲۸ سلنه لوړ شوی او ډېری کورنۍ خپلو ماشومانو ته د کافي خوړو برابرولو وس نه لري.
د بې پولې ډاکټرانو سازمان د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر اګست میاشتې پورې په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې د سختې خوارځواکۍ له کبله د ماشومانو د بستر کېدو ۸ زره او ۴۸۷ پېښې ثبت شوې دي، چې دا شمېر د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې په پرتله ۲۸ اعشاریه ۲۴ سلنه زیاتوالی ښيي. همدارنګه د هغو ماشومانو شمېر چې عمرونه یې تر شپږو میاشتو کم دي او په روغتونونو کې بستر شوي، ۳۱ اعشاریه ۵ سلنه زیات شوی دی، او په دغو دریو ولایتونو کې په خوارځواکۍ اخته ماشومان په روغتیایي مرکزونو کې د ټولو بستر شویو ماشومانو له ۲۶ اعشاریه ۵ تر ۳۵ اعشاریه ۷ سلنه جوړوي.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو سازمان د درملنې د څانګې همغږې کوونکې، انا باندا وویل چې ځینې میندې خپل خوارځواکي ماشومان دوه یا درې ځله روغتونونو ته راولي، خو کور ته تر ستنېدو وروسته ماشومان بېرته له هماغې ستونزې سره مخ کېږي، ځکه کورنۍ یې د کافي او مغذي خوړو د اخیستلو توان نه لري. هغې زیاته کړه چې بېوزلي، روغتیایي مرکزونو ته اوږد واټن، د پاملرنه کوونکو روغتیایي ستونزې، د تګ راتګ محدودیتونه او په ځینو مرکزونو کې د تغذیې د مرستندویه توکو کمښت د ماشومانو د درملنې پروسه له جدي خنډونو سره مخ کړې ده.
دغه سازمان ټینګار کړی چې د نړیوالو بشردوستانه مرستو د بودیجې کموالي د افغانستان پر روغتیایي نظام فشار څو برابره کړی دی، او د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د ۲۰۲۶ کال تر جون میاشتې پورې د روغتیايي مرستو لپاره د اړتیا وړ بودیجې یوازې ۱۹ سلنه برابره شوې وه. د بودیجې د دغه کمښت له امله د روان کال له جنورۍ تر جون پورې په ټول افغانستان کې ۲۹۵ روغتیایي مرکزونه تړل شوي یا یې خپل فعالیتونه محدود کړي چې په پایله کې یې شاوخوا دوه اعشاریه ۱۷ میلیونه کسان له روغتیایي خدمتونو بېبرخې شوي دي، او اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به شاوخوا څلور میلیونه ماشومان او یو اعشاریه ۲۷ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې میندې د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
په افغانستان کې د بېوزلۍ او خوارځواکۍ روان ناورین په داسې مهال کې په پراخېدو دی چې نږدې ۱۵ میلیونه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او د خوراکي توکو د بیو لوړېدو کورنۍ له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ کړې دي. د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي هم تر دې مخکې خبرداری ورکړی و چې سخته لوږه د افغان ماشومانو د زدهکړې فرصتونه له منځه وړي او د هغوی ژوند ګواښي.
د نجونو د زدهکړو ملي کمپاین فعالانو په کابل پوهنتون کې د طالبانو د مشر د فرمانونو په اړه د سیمینار په غبرګون کې ویلي، چې د خلکو له اساسي حقونو پرته له هغوی څخه د واکمنو د «اطاعت» غوښتنه بې مانا ده.
دغو فعالانو نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره یو ځل بیا د نجونو پر زدهکړو او د ښځو پر کار د بندیزونو د سمدستي لغوه کېدو غوښتنه کړې ده. دغه بنسټ ټینګار کړی چې په دغه علمي او څېړنیز سیمینار کې د زرګونو دیني عالمانو او چارواکو حضور یو مناسب فرصت و، چې باید د ښځو پر حقونو د لګېدلو بندیزونو پر دیني، ټولنیزو، اقتصادي او بشري پایلو پکې جدي بحث شوی وای.
یاد کمپاین په خپله اعلامیه کې څرګنده کړې چې د خلکو له اساسي حقونو پرته له هغوی څخه د اطاعت او ملاتړ تمه هېڅ معنا نه لري او د ټولنې باور یوازې په عدالت او مسوولیتپېژندنه ترلاسه کېږي. په اعلامیه کې راغلي چې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو له تړل کېدو شاوخوا پنځه کاله تېرېږي، خو طالبانو تر اوسه د دې پرېکړې لپاره کوم قانع کوونکی شرعي دلیل، روښانه مهالوېش یا د حل عملي طرحه نه ده وړاندې کړې.
دغه بنسټ همدارنګه هېواد ته د بهر مېشتو افغانانو د ستنېدو په اړه د طالبانو د مشر وروستۍ غوښتنې ته په اشارې ویلي، چې د خلکو بېرته راستنېدل یوازې په بلنه نه، بلکې د حقونو په تضمین او د زدهکړو د دروازو په پرانیستلو شوني دي. اعلامیه زیاتوي چې د نجونو د زدهکړو او د ښځو د کار بندیز نه یوازې د کورنیو د نه راستنېدو سبب دی، بلکې د زرګونو نورو کورنیو د نوې کډوالۍ، د افغانستان د نړیوالې انزوا او د هېواد د بشري بحران د لا ژورېدو ستر عامل ګرځېدلی دی.
د نجونو د زدهکړو ملي کمپاین له طالب چارواکو او دیني عالمانو غوښتي چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې سمدستي پرانیزي، د ښځو پر کار او ټولنیز ګډون لګول شوي محدودیتونه لرې کړي او د هېواد له متخصصینو او ښوونکو سره پراخې مشورې پیل کړي. دغه کمپاین ټینګار کړی چې د نصاب اصلاح باید د نجونو د زدهکړو د ځنډولو پلمه نه شي او دیني عالمان باید د بېعدالتۍ پر وړاندې د غږ پورته کولو جرئت ولري.
طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز لګولی، چې له امله یې میلیونونه نجونې له زدهکړو بېبرخې شوې دي. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف په خپل یوه راپور کې ویلي چې دغه بندیز هر کال د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۸۴ میلیونه ډالره زیان اړوي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به په هېواد کې ۲۵ زره ښځینه ښوونکې او روغتیايي کارکوونکې کمې شي.
د افغانستان انټرنشنل څېړنې ښيي چې په وروستیو اوونیو کې د ایران او ترکیې په سرحدي سیمو کې لږ تر لږه ۲۰ جسدونه موندل شوي دي. د ۱۵ کسانو کورنیو ویلي، چې خپل اولادونه یې د موندل شویو جسدونو په منځ کې پېژندلي، خو د پنځو نورو جسدونو هویت لا هم نه دی معلوم.
د دغو کسانو د مړینې لامل او د ورکېدو پېښو او موندل شویو جسدونو ترمنځ احتمالي اړیکه لا هم روښانه نه ده. د عدلي طب د معایناتو پایلې نه دي خپرې شوې او په ایران او ترکیه کې مسوولو چارواکو هم تر اوسه د دغو پېښو په اړه کره معلومات نه دي وړاندې کړي.
د مړه شویو کسانو په نوملړ کې ۲۴ کلن محمد نسیم رحماني، ۱۹ کلن ایاز مومند، ۲۲ کلن حامد صافي، ۳۲ کلن طورالدین عربزاده، ۲۷ کلن هدایتالله فیضي، ۴۲ کلن فضلالدین، ۲۱ کلن لطفالله مرادي، ۱۸ کلن سمیعالله، ۲۵ کلن محمد یاسین خاکسار، ۲۳ کلن احمدالدین اخوندزاده، ۱۷ کلن رضا نظري، ۱۹ کلن اکرامالدین، ۲۳ کلن زینالله محمدي، ۲۵ کلن رفیعالله طاهري او ۱۷ کلن خدایبردي محمد شامل دي.
افغانستان انټرنشنل د وژل شویو کسانو جسدونه او د هغوی د هویت اسناد ارزولي دي.
د هغو معلوماتو له مخې چې کورنیو له افغانستان انټرنشنل سره شریک کړي، د ډېری دغو کسانو وروستی اړیکې له خپلو کورنیو سره د نومبر له لومړۍ تر اوومې نېټې پورې نیول شوي دي او کورنیو په وینا، چې له هغه وروسته یې د خپلو اولادونو په اړه هېڅ معلومات نه دي ترلاسه کړي. د ځینو کسانو د ورکېدو یا مړینې کره نېټه لا هم نه ده معلومه.
د مړه شویو ډېری کسان د ژوند په دویمه او درېیمه لسیزه کې وو. لږ تر لږه دوه تر ۱۸ کلونو کمعمره ځوانان هم په مړه شویو کې شامل دي.
د عدلي طب د معایناتو پایلې نه دي خپرې شوې او د دغو ځوانانو د مړینې اصلي لامل معلوم نه دی. ښايي د مړه شویو شمېر تر ۲۰ کسانو هم ډېر وي؛ خو د طالبانو حکومت، ترکیې او ایران تر اوسه په دې اړه په علني توګه څه نه دي ویلي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د بهرنیو چارو وزارت د مړه شویو کسانو د کره شمېر او هویت په اړه له تهران او انقرې څخه پوښتنې کړې دي، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
د ترکیې د وان ولایت کې چې اته جسدونه پکې موندل شوي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دې موضوع په اړه د معلوماتو ورکول د دوی د صلاحیت په حدودو کې نه دي او په دې اړه باید د افغانستان له سفارت او قضايي ادارو څخه پوښتنې وشي. په انقره کې د افغانستان سفارت او د وان لویې څارنوالۍ تر اوسه د افغانستان انټرنشنل پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.
په همدې حال کې، لږ تر لږه ۱۶ نورو افغان کورنیو هم له افغانستان انټرنشنل سره په اړیکه کې د هغو اولادونو د ورکېدو په اړه اندېښنه ښودلې چې په تېرو اوونیو کې د ایران او ترکیې پر پوله ورک شوي دي.
د کورنیو د معلوماتو له مخې، په ورکو شویو کسانو کې ۲۴ کلن دوستمحمد محمدي، ۲۵ کلن نورالله عزیزی، ۱۸ کلن عبدالحق منګل، ۲۳ کلن هادي رضايي، ۲۵ کلن جاوید سمندري، ۲۴ کلن امانالله محمدي، ۲۰ کلن عاصم مومند، ۲۱ کلن نورمل غفاري، ۲۰ کلن احمدسیر سبحان، ۲۲ کلن فرهاد، ۱۸ کلن بصیراحمد عليخېل، ۲۲ کلن حمیدالله جورهزاده، ۱۸ کلن نجیب اکبري، ۲۱ کلن حسینداد میرزايي، ۲۳ کلن نیکمحمد او ۲۳ کلن شاهمحمد محمدي شامل دي.
کورنۍ وايي، نه پوهېږي چې دغه ځوانان ژوندي دي که مړه او نه هم پوهېږي چې د هغوی د برخلیک معلومولو لپاره کومې ادارې ته مراجعه وکړي.
افغانستان انټرنشنل په تېرو میاشتو کې د ایران او ترکیې له پولې لسګونه ویډیوګانې هم ترلاسه کړې دي، چې پکې په سرحدي سیمه کې د لسګونو ځوانانو وهل شوي او شکنجه شوي جسدونه لیدل کېږي.
ټپیان تر ډېره د ترکیې د سرحدي پولیسو له ناوړه چلند شکایت کوي او دغه ځواکونه په شکنجه تورنوي. په همدې حال کې، داسې راپورونه هم خپاره شوي چې انسانقاچاق وړونکي پناهغوښتونکي تښتوي او شکنجه کوي. د هوا سړېدل هم ښايي د پناهغوښتونکو په ورکېدو کې اغېز ولري.
د هوا پېژندنې د معلوماتو له مخې، د چالدران په سیمه کې د تېرې پنجشنبې او جمعې په شپه د هوا تودوخه صفر درجې سانتيګراد ته نږدې شوې وه. د ورځې مهال د هوا تودوخه شاوخوا پنځه تر لسو درجو وه.
افغانستان انټرنشنل نه دی توانېدلی چې د دغو روایتونو او د کډوالو د مړینې او ورکېدو کره لامل په خپلواکه توګه تایید کړي.
مړه شوي کسان
محمد نسیم رحماني، ۲۴ کلن
د عبدالرحمان رحماني زوی
د هلمند ولایت اوسېدونکی
د چالدران په پوله کې مړ شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
ایاز مومند، ۱۹ کلن د کفایت زوی د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی. وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۲ کلن حامد صافي د عبدالقیوم زوی د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۰ کلن جنید غفوري چې په یوه ځانګړې ویډیو کې افغانستان انټرنشنل ته وايي، ملګری یې حامد صافي د ترکیې له خوا تر نیول کېدو او بېرته ایستلو وروسته د چالدران په سرحدي سیمه کې مړ شو.
د غفوري په وینا، دوی د پنجشنبې په شپه، د لړم په ۱۴مه د سرحدي دېوال تر اوښتو وروسته د ترکیې د سرحدي پولیسو د بېپیلوټه الوتکو له خوا وپېژندل شول، ونیول شول او بیا ایران ته واړول شول.
هغه وايي، حامد له اوږده مزل وروسته بېهوښه شو او دی خپله هم وروسته له هغې چې په یوه کوټه کې په هوښ راغی، د خپل ملګري له مړینې خبر شو. د صافي د مړینې لامل په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی.
غفوري د سرحدي لارې په اوږدو کې د قاچاق وړونکو له خوا د شکنجې او پیسو اخیستو پېښو ته هم اشاره کړې ده. د هوا پېژندنې معلومات ښيي چې په هغه شپه د چالدران د هوا تودوخه صفر درجې ته نږدې شوې وه
۳۲ کلن طورالدین عربزاده د سیدخان زوی د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اوسېدونکی د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۷ کلن هدایتالله فیضي د حکم خان زوی
د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اوسېدونکی
د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۴۲ کلن فضلالدین د غوثالدین زوی د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ اوسېدونکی
د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۱ کلن لطفالله مرادي د سراجالدین مرادي زوی د سمنګان ولایت اوسېدونکی
د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۱۸ کلن سمیعالله د نجیبالله زوی
د بغلان ولایت اوسېدونکی
د ترکیې په وان ښار کې مړ شوی
د وان په سیمه کې له موندل شویو اتو جسدونو څخه یو دی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۵ کلن محمد یاسین خاکسار د محمد ضمیر زوی
د بدخشان ولایت د ارګو ولسوالۍ اوسېدونکی
د ترکیې په وان ښار کې مړ شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۳ کلن احمدالدین اخوندزاده د شمسالدین زوی
د تخار ولایت د اشکمش ولسوالۍ اوسېدونکی
په وان کې مړ شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۱۷ کلن رضا نظري د عليچمن نظري زوی د بامیان ولایت اوسېدونکی
د ترکیې په وان ښار کې مړ شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۱۹ کلن اکرامالدین د امام علي زوی د سرپل ولایت د مرکز اوسېدونکی
د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۳ کلن زینالله محمدي د محمد اسحاق زوی
د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۲ کلن رفیعالله د نعمتالله زوی
د ایران او ترکیې په پوله کې مړ شوی
د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې یې جسد د چالدران په سړو خونه کې موندل شوی دی.
۱۷ کلن خدایبردي محمدي د محمداغا زوی
د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ اوسېدونکی
جسد یې د خوی په سړو خونه کې موندل شوی دی.
له دغو کسانو څخه د څلورو ځوانانو جسدونه د کورنیو په هڅو د سمنګان ولایت د حضرت سلطان ولسوالۍ د کوکجر کلي ته لېږدول شوي دي او د نورو قربانیانو کورنۍ لا هم هڅه کوي چې د خپلو خپلوانو د جسدونو د لېږدولو لاره پیدا کړي.
د ورکو شویو کسانو د لټون یا د مړه شویو د جسدونو د لېږدولو لپاره د کوم دولتي عملیاتو رسمي اعلان نه دی شوی.
د مړه شویو کسانو کورنۍ وايي، د خپلو عزیزانو د جسدونو د موندلو او افغانستان ته د هغوی د لېږدولو لپاره اړې شوې چې د پیسو په بدل کې وکیلان ونیسي. د دوی په وینا، ځینو انسانقاچاق وړونکو د هغو قربانیانو د جسدونو د ښودلو په بدل کې چې په سرحدي سیمو کې پرېښودل شوي، له کورنیو څخه د ډېرو پیسو غوښتنه کړې ده.
لادرکه کسان
۲۴ کلن دوستمحمد محمدي د تاجمحمد زوی
د سرپل ولایت د سنچارک ولسوالۍ اوسېدونکی
د ماکو په پوله کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په لومړۍ نېټه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۵ کلن نورالله عزیزی د صفرمحمد زوی
د تخار ولایت د مرکز اوسېدونکی
د چالدران په پوله کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په لومړۍ نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۱۸ کلن عبدالحق منګل د سحرګل زوی
د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکی
د چالدران په پوله کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په دویمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۳ کلن هادي رضايي د بامیان ولایت اوسېدونکی
په چالدران کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په درېیمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۵ کلن جاوید سمندري د محمدحلیم زوی
د بلخ ولایت د نهرشاهي ولسوالۍ اوسېدونکی
په چالدران کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۴ کلن امانالله محمدي د منصورخان محمدي زوی
د کاپیسا ولایت د محمودراقي ولسوالۍ اوسېدونکی
په چالدران کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په درېیمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۰ کلن عاصم مومند د بشیراحمد مومند زوی د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونکی
په چالدران کې ورک شوی.
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۱ کلن نورمل غفاري د بشرمل غفاري زوی د لغمان ولایت اوسېدونکی، په چالدران کې ورک شوی.
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په درېیمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۰ کلن احمدسیر سبحان د بلخ ولایت اوسېدونکی، په ماکو کې ورک شوی.
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په درېیمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۲ کلن فرهاد د شاپور زوی، د ننګرهار ولایت د بټيکوټ ولسوالۍ اوسېدونکی په چالدران کې ورک شوی.
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په پنځمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۱۸ کلن بصیر احمد عليخېل د بارکزي عليخېل زوی، د ننګرهار ولایت د سرهرود ولسوالۍ اوسېدونکیو د ایران او ترکیې په پوله کې ورک شوی.
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په شپږمه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۲ کلن حمیدالله جورهزاده د عبدالله جورهزاده زوی، د کندوز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکی په چالدران کې ورک شوی.
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۱۸ کلن نجیب اکبري د خانمحمد اکبري زوی د کندوز ولایت د مرکز اوسېدونکی، په چالدران کې ورک شوی.
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۱ کلن حسینداد میرزايي د رضاداد میرزايي زوی د بامیان ولایت اوسېدونکی، د چالدران په پوله کې ورک شوی.
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۳ کلن نیکمحمد د ګلک زوی د فاریاب ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ اوسېدونکی
د ایران او ترکیې په پوله کې ورک شوی.
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۳ کلن شاهمحمد محمدي د محمدیوسف محمدي زوی د بلخ ولایت د خواجه سبزپوش ولسوالۍ اوسېدونکی، د ایران او ترکیې په پوله کې ورک شوی.
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د نومبر په اوومه نېټه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
د ایران او ترکیې پوله، په ځانګړې توګه د ترکیې د وان ولایت غرنیزې سیمې او له ایراني خاورې څخه دغو سیمو ته غځېدلې لارې، اروپا ته د افغان کډوالو د تګ له خطرناکو لارو څخه دي. په دې مسیر کې سړه هوا، لوړې غرنۍ سیمې، واورې او توپانونه، د غرنیو سیمو له لارې ناقانونه تګ، د انسانانو قاچاق او د سرحدي ځواکونو چلند د کډوالو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.
هېڅ رسمي بنسټ د افغانستان او ایران په پوله کې د کډوالو د مړینې او ورکېدو پېښې په هراړخیز ډول نه ثبتوي.
کورنۍ ډېری وخت یوازې دومره پوهېږي چې اولادونه یې له پولې اوښتي او وروسته یې اړیکه ورسره پرې شوې ده او دا ورته نه څرګندیږي چې هغوی په غرونو کې مړه شوي، نیول شوي، د قاچاق وړونکو لاس ته ورغلي، بېرته ایران یا افغانستان ته ستانه کړل شوي او که په کوم نامعلوم ځای کې ښخ شوي دي.
د ترکیې د وان ولایت او د ایران سرحدي سیمې غرنیزې او امنیتي سیمې دي. د پېښو ځایونو ته د خبریالانو خپلواک لاسرسی، له ژوندي پاتې شویو سره مرکې او د سرحدي ځواکونو د چلند په اړه د ادعاوو ارزونه ستونزمنه ده. له همدې امله، دغه پېښې په رسنیو کې لږې خپرېږي او له رسنیز پوښښ لرې د هېرېدو له ګواښ سره مخ کېږي.
د ایران او ترکیې په پوله د افغان ځوانانو ورکېدل نوې پدیده نه ده.
لسګونو افغان کورنیو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې اولادونه د ایران او ترکیې له پولې د تېرېدو پر مهال ورک شوي دي او د میاشتو په تېرېدو سره لا هم د هغوی له برخلیک څخه خبر نه دي.
د دغو ځوانانو مړینه او ورکېدل یوه تکراري بڼه لري او په تېرو کلونو کې هم د افغان کډوالو د مړینې او ورکېدو په اړه څو ځله راپورونه خپاره شوي دي. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، یو شمېر دغه کډوال د ایران او ترکیې په پوله کې ورک شوي او کورنۍ یې له څو کلونو تېرېدو وروسته هم د هغوی له برخلیک څخه خبر نه دي.
۳۵ کلن عبدالحکیم سعدي د سعدالله زوی، د تخار ولایت د خواجهغار ولسوالۍ اوسېدونکی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر په ۲۵مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۵ کلن عزیزالله احمدزی د لعلمحمد احمدزي زوی، د کابل د بګرامۍ اوسېدونکی، د ترکیې په پوله کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د اکټوبر په ۱۶مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۵ کلن محمد صبور د محمدعمر زویږد فاریاب ولایت اوسېدونکی
د ایران او ترکیې په پوله کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د اګست په درېیمه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۴ کلن بشیراحمد د دادمحمد زوی، د تخار ولایت د فرخار ولسوالۍ اوسېدونکی
د ایران او ترکیې په پوله کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ په ۲۷مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۴ کلن رامش رشیدي د ګلاغا رشیدي زوی، د پنجشېر ولایت اوسېدونکی
د چالدران په پوله کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۵ کال د اکټوبر په ۱۹مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۳۶ کلن جاوید افغان د سحرګل زوی، د لغمان ولایت د قرغیو ولسوالۍ اوسېدونکی
د ترکیې په دوبيعزیز سیمه کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۴ کال د اکټوبر په ۱۸مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
مرتضی یوسفزی د غلامسخي یوسفزي زوی
د لغمان ولایت د مرکز اوسېدونکی
د ترکیې او یونان په پوله کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۲۵مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
قدرت الله قلمیار د غلام سردار رسول زوی د کونړ ولایت اوسېدونکی
د ایران او ترکیې په پوله د دوبيعزیز په سیمه کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۳۰مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
عابد د ګلعلي زوی د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی
د ایران او ترکیې په پوله د دوبيعزیز په سیمه کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ په ۳۰مه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۷ کلن حمیدالله د حبیبالله زوی، د بلخ ولایت د مزارشریف ښار اوسېدونکی
د چالدران په پوله کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په دویمه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
عبدالصبور فتحزاده د محمدظاهر زوی، د بلخ ولایت د دهدادي ولسوالۍ اوسېدونکی
د ماکو په دوبيعزیز سیمه کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په نهمه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۴۱ کلن عظیمګل مومند د حکیمخان مومند زوی، د ننګرهار ولایت اوسېدونکی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۱۵مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
فرهادالله د محمدسید زوی، د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ اوسېدونکی
د ایران او ترکیې په پوله د ماکو په دوبيعزیز سیمه کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د مارچ په شپږمه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
شېرنواز ځدراڼ د طارقشاه زوی، د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکی
د ایران او ترکیې په پوله د بالاسور په سیمه کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۱۷مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۲ کلن راز هوتک د شایستهباز زوی، د کابل د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکی
په چالدران کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د فبرورۍ په ۲۶مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
حکمتالله شینواری د عزتالله شینواري زوی، د ننګرهار ولایت د مومندرې ولسوالۍ اوسېدونک د ایران او ترکیې په پوله د خوی په سیمه کې ورک شوی.
وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د مارچ په ۱۶مه له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
نثار احمد د حیتبای زوی د جوزجان ولایت د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکی
په چالدران کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د جون په ۱۷مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۳۸ کلن نورالدین هاشم د محمدهاشم مرادي زوی، د بامیان ولایت اوسېدونکی
په چالدران کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر په اتمه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
هارون مومند د فضلالرحیم مومند زوی د ننګرهار ولایت اوسېدونکی
په وان کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د نومبر په لومړۍ نېټه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۱۶ کلن صفیالله د مطیعالله زوی د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ اوسېدونکی
په وان کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۳ کال د ډسمبر په ۱۷مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
نصیراحمد رسولي د محمدناصر رسولي زوی
د کورنۍ د معلوماتو له مخې، د ترکیې په وان ښار کې د بېنومه کسانو په هدیره کې ښخ شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په لومړۍ نېټه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
عمرجان د عليجان زوی،د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ اوسېدونکی
په چالدران کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۲ کال د اګست په ۲۹مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
محمد هارون د سلامتخان زوی د ترکیې د تاتوان په پوله کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په څلورمه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
حضرتالله د حاجياحمدخان زوی، د لغمان ولایت د مرکز اوسېدونکی
د چالدران په پوله کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۲۱مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۳ کلن ساحل د محمدظاهر زوی د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اوسېدونکی
د دوبيعزیز په سیمه کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۲ کال د اکټوبر په ۲۳مه، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
۲۵ کلن جلاتخان احمدزی د محمدګل احمدزي زوی
د چالدران په پوله کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه، چې د ۱۴۰۱ کال د لیندۍ له ۱۰مې سره سمون
خوري، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
بلال حبیبي د محمدفهیم زوی، د ننګرهار ولایت اوسېدونکی
د ایران او ترکیې په پوله د دوبيعزیز په سیمه کې ورک شوی
وروستی تماس یې له کورنۍ سره د ۲۰۲۱ کال د نومبر په ۲۴مه و.
محمد یاسر نیازی د موسیخان زوی، د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ اوسېدونکی
د ایران او ترکیې په پوله د چالدران په دوبيبایزید سیمه کې ورک شوی
وروستی ځل یې د ۲۰۲۱ کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه، چې د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ له ۱۰مې سره سمون خوري، له کورنۍ سره اړیکه نیولې وه.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان وايي، افغانستان کې د خوړو د کمښت او بېوزلۍ له امله د ماشومانو خوارځواکۍ پېښې زیاتې شوې او ګڼې کورنۍ نه شي کولای ماشومانو ته کافي او مغذي خواړه برابر کړي. دوی زیاتوي، په دغه هېواد کې د خوارځواکۍ د درملنې لپاره د ماشومانو بستر کېدو شمېر ۲۸ سلنه زیات شوی.
دغه سازمان د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) په یوه راپور کې ویلي، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر اګست پورې یې په هرات، هلمند او کندهار ولایتونو کې د سختې حادې خوارځواکۍ له امله د ماشومانو د بستر کېدو ۸ زره او ۴۸۷ پېښې ثبت کړې دي. دا شمېر د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې په پرتله ۲۸،۲۴ سلنه زیاتوالی ښيي.
د راپور له مخې، د شپږو میاشتو څخه د کم عمره ماشومانو د بستر کېدو شمېر هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۱،۵ سلنه زیات شوی دی. دغه ماشومان په یادو درېیو ولایتونو کې د خوارځواکۍ د درملنې په مرکزونو کې د ټولو بستر شویو ماشومانو له ۲۶،۵ تر ۳۵،۷ سلنې جوړوي.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان په خپل راپور کې د کندهار د نازیې په نوم د یوې مور کیسه هم خپره کړې چې خپل یو نیم کلن زوی احمد یې د سختې خوارځواکۍ او نسناستې له امله روغتون ته وړی دی. د نازیه په وینا، د خوړو د نشتوالي له امله یې نه شو کولای خپل ماشوم ته شیدې ورکړي او ان د چای لپاره یې د بورې د اخیستو وس هم نه درلود.
دغه مور چې د شپږم ماشوم د زېږون په تمه ده، وايي، مېړه یې د کار موندلو لپاره له دوو تر دریو اوونیو له کوره بهر وي، خو بېرته له تشو لاسونو راګرځي.
په راپور کې د هلمند د یوې بلې مور، پروانې، ستونزې هم یادې شوې دي. د هغې پنځه نیم کلنه لور روبینا د سختې خوارځواکۍ او روغتیايي ستونزو له امله د درېیم ځل لپاره د بست روغتون د خوارځواکۍ د درملنې مرکز ته بستر شوې ده. پروانې مخکې هم یو ماشوم د سختې خوارځواکۍ له امله له لاسه ورکړی دی.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان د افغانستان د طبي برخې همغږې کوونکې، انا بانډا ویلي، ځینې میندې خپل خوارځواکي ماشومان دوه یا درې ځله د درملنې لپاره روغتونونو ته راولي، خو کله چې بېرته کورونو ته ستنېږي، له هماغو ستونزو سره مخ وي او د کافي او مغذي خوړو د برابرولو وس نه لري.
د نوموړې په وینا، بېوزلي، روغتیايي مرکزونو ته اوږده واټنونه، د پالونکو روغتیايي ستونزې او د تګ راتګ محدودیتونه د دې لامل کېږي چې کورنۍ د ماشومانو درملنه په دوامداره توګه تعقیب نه کړي. هغې زیاته کړې چې د ځینو روغتیايي مرکزونو د تغذیې د مرستندویه توکو کمښت هم د درملنې بهیر ستونزمن کړی دی.
راپور ټینګار کوي چې د امیندوارۍ پر مهال د میندو خوارځواکي د ماشومانو روغتیا هم ګواښي او د کم وزن لرونکو ماشومانو د زېږون احتمال زیاتوي. دغه ماشومان له لومړیو ورځو د خوارځواکۍ او ناروغیو له لوړ خطر سره مخ وي.
د بېپولې ډاکټرانو سازمان د معلوماتو له مخې، د نړیوالو بشري مرستو د بودجې کمښت د افغانستان پر روغتیايي نظام فشار زیات کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، د ۲۰۲۶ کال تر جون پورې د افغانستان د بشري روغتیايي مرستو لپاره د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۹ سلنه برابر شوې وه.
د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال له جنورۍ تر جون پورې په ټول افغانستان کې د بودجې د کمښت له امله ۲۹۵ روغتیايي مرکزونه تړل شوي یا یې فعالیتونه ځنډول شوي دي، چې شاوخوا ۲،۱۷ میلیونه کسان یې له روغتیايي خدمتونو څخه اغېزمن کړي دي. په دې کې په هلمند او کندهار کې ۵۳ او په هرات کې ۱۹ روغتیايي مرکزونه شامل دي.
د خوارځواکۍ د حاد وضعیت د وروستي ارزونې له مخې، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۷ کال کې به د شپږو میاشتو او پنځو کلونو ترمنځ ۴،۰۴ میلیونه افغان ماشومان د حادې خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري، چې نږدې ۱،۱ میلیونه به یې له سختې خوارځواکۍ سره مخ وي. دا شمېر د ۲۰۲۶ کال په پرتله ۱۶ سلنه زیاتوالی ښيي.
همداراز اټکل شوی چې په راتلونکي کال کې به ۱،۲۷ میلیونه امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځې هم د خوارځواکۍ درملنې ته اړتیا ولري.
دغه سازمان له مرستندویانو، روغتیايي چارواکو او اړوندو ادارو غوښتي چې په افغانستان کې د تغذیې پروګرامونو او اساسي روغتیايي خدمتونو لپاره بودجه بېرته زیاته او د مرستو بهیر پیاوړی کړي.