حقاني په همدې غونډه کې د خپلې وینا پر مهال د طالبانو له غړو غوښتي وو چې د منبر له لارې د وینا کولو پر ځای کلیو او ولسوالیو ته ولاړ شي او له خلکو سره مخامخ خبرې وکړي.
دا غونډه د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په لارښوونه، د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر او څو نورو وزارتونو په همکارۍ، د دوشنبې په ورځ د لړم په ۲۵مه د کابل په پوهنتون کې پیل شوې او ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ، د عقرب په ۲۸مه، پای ته ورسېږي.
طالبانو ویلي چې د دې غونډې موخه د هبتالله اخوندزاده د فرمانونو ملاتړ دی. د افغانستان له بېلابېلو سیمو شاوخوا څلور زره ملا امامان دې غونډې ته بلل شوي دي.
هبتالله چې د غونډې په دویمه ورځ له کندهاره کابل ته تللی و، په خپله وینا کې د خپلو امرونو پر منلو او د اختلافونو پر نه رامنځته کولو ټینګار وکړ. هغه وویل چې د امیر او مامور مقام ټولو ته معلوم دی او د خلکو لارښوونه د امیر له مسوولیتونو څخه ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې ماموران باید د امیر د نظر او د نظام د مصلحت له مخې خبرې وکړي او د هغه د نظر خلاف دریځ ونه نیسي. هبتالله له علماوو وغوښتل چې اختلافونه ونه کړي او د امیر امرونو ته غاړه کېږدي.
د طالبانو مشر د امیر او مامور د مقام په اړه د خبرو پر مهال وویل چې د دواړو مقامونه علماوو ته روښانه دي. هغه د امیر د امرونو منل یوه «زړهنۍ» او «باطني» ژمنه وبلله.
هغه له علماوو او طالب چارواکو وغوښتل چې په دې ازموینه کې بریالي شي او د نظام پر وړاندې خپل مسوولیتونه ادا کړي.
هبتالله څو ځله له خدایه وغوښتل چې طالبان له فتنې وساتي. هغه وویل: «خدای دې داسې مجاهد نه پیدا کوي چې د فتنې لامل شي، داسې عالم دې نه پیدا کوي چې د فتنې لامل شي او خدای دې هېچا ته د فتنې نسبت نه ورکوي».
د طالبانو مشر زیاته کړه: «که څوک نظر، نیوکه یا وړاندیز لري، باید د نصیحت له لارې یې مطرح کړي. هغه لاره دې وړاندیز کړي چې د نظام په ګټه یې بولي، ماته دې نصیحت وکړي او د خبرو او ستونزو د حل لپاره دې په شخصي توګه لیدنه وکړي. هڅه وکړئ چې یووالی وساتئ او اختلافونه په فتنه بدل نه شي؛ ځکه که فتنه رامنځته شي، خلک زیان ویني او ټول اغېزمن کېږي. د علماوو مسوولیت دا دی چې د اختلاف او فتنې مخه ونیسي، خلک یووالي ته راوبولي او د نظام د ساتلو او د وېش د مخنیوي لپاره هڅه وکړي».
حقاني: مسوولان باید د خلکو منځ ته ولاړ شي
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني د دوشنبې په ورځ، د عقرب په ۲۵مه، د دې غونډې په لومړۍ ورځ د طالبانو له غړو غوښتي وو چې د منبر له لارې خلکو ته د وینا کولو پر ځای کلیو، ولایتونو او ولسوالیو ته ولاړ شي او له خلکو سره مخامخ خبرې وکړي.
هغه خبرداری ورکړی و چې سخت چلند او ناسمې کړنې کولای شي خلک له طالبانو لرې کړي او د نظام د بدنامۍ لامل شي.
حقاني ویلي وو چې دا نظام د دې لپاره نه دی جوړ شوی چې د یوه کس مشري پر خلکو وتپل شي، بلکې موخه یې خلکو ته خدمت او د هغوی ستونزو ته رسېدنه ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی و چې د دې ډلې غړي باید د رسمي دندو د ترلاسه کولو په تمه نه وي، بلکې د شرعي مسوولیت له مخې د نظام او خلکو پر وړاندې دندې لري.
هغه دا هم ویلي وو چې لا هم ډېر خلک د هبتالله له تګلارو سره موافق نه دي او د طالبانو د مشر ستایلو او صفت کولو ته اړتیا نشته.
په جرمني کې د امنیتي چارو کارپوه جواد بردیا وايي، که څه هم هبتالله د سېشنبې په ورځ په خپله وینا کې د حقاني نوم وانخیست، خو د هغه خبرې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ته متوجه وې.
بردیا افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې هبتالله په خپله وینا کې د فتنې د مخنیوي، د نظام د مصلحت په پام کې نیولو او د امیر د امرونو پر منلو ټینګار وکړ. د هغه په وینا، دا خبرې د حقاني او هبتالله ترمنځ د اختلاف نښه ده، ځکه حقاني یوه ورځ مخکې د طالبانو پر مشر نیوکې کړې وې.
بردیا وویل: «که څه هم هبتالله د حقاني نوم وانخیست، خو خبرې یې هغه ته متوجه وې؛ ځکه هغه څو ځله د فتنې، د نظام د مصلحت او د یووالي د ساتلو په اړه خبرې وکړې. زه ډاډه یم چې یوه ورځ مخکې په همدې غونډه کې د حقاني څرګندونو د طالبانو د مشر پر دریځ اغېز درلود».
بردیا زیاته کړه چې په تېر وخت کې هم د حقاني او د طالبانو د مشر اړیکې له اختلافونو سره مل وې.
هغه وویل: «دا یوازې زما شخصي باور نه دی چې د حقاني او د طالبانو د مشر اړیکې ستونزې لري؛ د دوی تېر تاریخ ښيي چې څو ځله یې د یو بل پر وړاندې دریځ نیولی دی».
د طالبانو په مشرۍ کې د اختلافونو مخینه
د واک د تمرکز او د طالبانو د حکومتولۍ د څرنګوالي په اړه د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ اختلافونه په تېرو کلونو کې هم د ځینو چارواکو په څرګندونو کې ښکاره شوي دي.
د ۱۴۰۱ کال په سلواغه کې، سراجالدین حقاني په خوست ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې د واک پر انحصار نیوکه وکړه او ویې ویل چې اوسنی وضعیت د منلو نه دی. هغه په دې وینا کې د هبتالله نوم وانخیست، خو د واک د تمرکز پر څرنګوالي او پایلو یې نیوکه وکړه.
په ورپسې کلونو کې هم داسې راپورونه خپاره شوي چې حقاني او د طالبانو یو شمېر نور چارواکي د خپلو واکونو له محدودېدو ناخوښ دي.
د ۱۴۰۴ کال په حمل کې داسې راپورونه خپاره شول چې حقاني په کندهار کې له هبتالله سره په لیدنه کې د خپلو واکونو د محدودېدو په اړه نیوکه کړې او د طالبانو د ځینو مشرانو د جلا کېدو د احتمال په اړه یې خبرداری ورکړی و.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې په یوه راپور کې هم د هبتالله کندهار مېشتې نږدې کړۍ او د حقاني شبکې ترمنځ اختلافونه د طالبانو په مشرۍ کې له مهمو درزونو څخه بلل شوي دي.
خو په راپور کې ټینګار شوی چې د اختلافونو له شتون سره سره، د طالبانو د مشرۍ جوړښت لا هم تر ډېره یو موټی دی او د دې ډلې د مشر اطاعت کوي.