• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هبت‌الله: د امیر او مامور مقام ټولو ته معلوم دی

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۵۲ GMT+۰

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده د سې‌شنبې په ورځ د لړم په ۲۶مه د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني له څرګندونو یوه ورځ وروسته، د امیر د امرونو پر اطاعت او د اختلافونو پر نه رامنځته کولو ټینګار وکړ. هبت‌الله وویل چې د امیر او مامور مقام ټولو ته معلوم دی.

حقاني په همدې غونډه کې د خپلې وینا پر مهال د طالبانو له غړو غوښتي وو چې د منبر له لارې د وینا کولو پر ځای کلیو او ولسوالیو ته ولاړ شي او له خلکو سره مخامخ خبرې وکړي.

دا غونډه د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم په لارښوونه، د طالبانو د لومړي وزیر د دفتر او څو نورو وزارتونو په همکارۍ، د دوشنبې په ورځ د لړم په ۲۵مه د کابل په پوهنتون کې پیل شوې او ټاکل شوې چې د پنجشنبې په ورځ، د عقرب په ۲۸مه، پای ته ورسېږي.

طالبانو ویلي چې د دې غونډې موخه د هبت‌الله اخوندزاده د فرمانونو ملاتړ دی. د افغانستان له بېلابېلو سیمو شاوخوا څلور زره ملا امامان دې غونډې ته بلل شوي دي.

هبت‌الله چې د غونډې په دویمه ورځ له کندهاره کابل ته تللی و، په خپله وینا کې د خپلو امرونو پر منلو او د اختلافونو پر نه رامنځته کولو ټینګار وکړ. هغه وویل چې د امیر او مامور مقام ټولو ته معلوم دی او د خلکو لارښوونه د امیر له مسوولیتونو څخه ده.

نوموړي ټینګار وکړ چې ماموران باید د امیر د نظر او د نظام د مصلحت له مخې خبرې وکړي او د هغه د نظر خلاف دریځ ونه نیسي. هبت‌الله له علماوو وغوښتل چې اختلافونه ونه کړي او د امیر امرونو ته غاړه کېږدي.

د طالبانو مشر د امیر او مامور د مقام په اړه د خبرو پر مهال وویل چې د دواړو مقامونه علماوو ته روښانه دي. هغه د امیر د امرونو منل یوه «زړه‌نۍ» او «باطني» ژمنه وبلله.

هغه له علماوو او طالب چارواکو وغوښتل چې په دې ازموینه کې بریالي شي او د نظام پر وړاندې خپل مسوولیتونه ادا کړي.

هبت‌الله څو ځله له خدایه وغوښتل چې طالبان له فتنې وساتي. هغه وویل: «خدای دې داسې مجاهد نه پیدا کوي چې د فتنې لامل شي، داسې عالم دې نه پیدا کوي چې د فتنې لامل شي او خدای دې هېچا ته د فتنې نسبت نه ورکوي».

د طالبانو مشر زیاته کړه: «که څوک نظر، نیوکه یا وړاندیز لري، باید د نصیحت له لارې یې مطرح کړي. هغه لاره دې وړاندیز کړي چې د نظام په ګټه یې بولي، ماته دې نصیحت وکړي او د خبرو او ستونزو د حل لپاره دې په شخصي توګه لیدنه وکړي. هڅه وکړئ چې یووالی وساتئ او اختلافونه په فتنه بدل نه شي؛ ځکه که فتنه رامنځته شي، خلک زیان ویني او ټول اغېزمن کېږي. د علماوو مسوولیت دا دی چې د اختلاف او فتنې مخه ونیسي، خلک یووالي ته راوبولي او د نظام د ساتلو او د وېش د مخنیوي لپاره هڅه وکړي».

حقاني: مسوولان باید د خلکو منځ ته ولاړ شي

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د دوشنبې په ورځ، د عقرب په ۲۵مه، د دې غونډې په لومړۍ ورځ د طالبانو له غړو غوښتي وو چې د منبر له لارې خلکو ته د وینا کولو پر ځای کلیو، ولایتونو او ولسوالیو ته ولاړ شي او له خلکو سره مخامخ خبرې وکړي.

هغه خبرداری ورکړی و چې سخت چلند او ناسمې کړنې کولای شي خلک له طالبانو لرې کړي او د نظام د بدنامۍ لامل شي.

حقاني ویلي وو چې دا نظام د دې لپاره نه دی جوړ شوی چې د یوه کس مشري پر خلکو وتپل شي، بلکې موخه یې خلکو ته خدمت او د هغوی ستونزو ته رسېدنه ده.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ټینګار کړی و چې د دې ډلې غړي باید د رسمي دندو د ترلاسه کولو په تمه نه وي، بلکې د شرعي مسوولیت له مخې د نظام او خلکو پر وړاندې دندې لري.

هغه دا هم ویلي وو چې لا هم ډېر خلک د هبت‌الله له تګلارو سره موافق نه دي او د طالبانو د مشر ستایلو او صفت کولو ته اړتیا نشته.

په جرمني کې د امنیتي چارو کارپوه جواد بردیا وايي، که څه هم هبت‌الله د سې‌شنبې په ورځ په خپله وینا کې د حقاني نوم وانخیست، خو د هغه خبرې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ته متوجه وې.

بردیا افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې هبت‌الله په خپله وینا کې د فتنې د مخنیوي، د نظام د مصلحت په پام کې نیولو او د امیر د امرونو پر منلو ټینګار وکړ. د هغه په وینا، دا خبرې د حقاني او هبت‌الله ترمنځ د اختلاف نښه ده، ځکه حقاني یوه ورځ مخکې د طالبانو پر مشر نیوکې کړې وې.

بردیا وویل: «که څه هم هبت‌الله د حقاني نوم وانخیست، خو خبرې یې هغه ته متوجه وې؛ ځکه هغه څو ځله د فتنې، د نظام د مصلحت او د یووالي د ساتلو په اړه خبرې وکړې. زه ډاډه یم چې یوه ورځ مخکې په همدې غونډه کې د حقاني څرګندونو د طالبانو د مشر پر دریځ اغېز درلود».

بردیا زیاته کړه چې په تېر وخت کې هم د حقاني او د طالبانو د مشر اړیکې له اختلافونو سره مل وې.

هغه وویل: «دا یوازې زما شخصي باور نه دی چې د حقاني او د طالبانو د مشر اړیکې ستونزې لري؛ د دوی تېر تاریخ ښيي چې څو ځله یې د یو بل پر وړاندې دریځ نیولی دی».

د طالبانو په مشرۍ کې د اختلافونو مخینه

د واک د تمرکز او د طالبانو د حکومتولۍ د څرنګوالي په اړه د دې ډلې د لوړپوړو چارواکو ترمنځ اختلافونه په تېرو کلونو کې هم د ځینو چارواکو په څرګندونو کې ښکاره شوي دي.

د ۱۴۰۱ کال په سلواغه کې، سراج‌الدین حقاني په خوست ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې د واک پر انحصار نیوکه وکړه او ویې ویل چې اوسنی وضعیت د منلو نه دی. هغه په دې وینا کې د هبت‌الله نوم وانخیست، خو د واک د تمرکز پر څرنګوالي او پایلو یې نیوکه وکړه.

په ورپسې کلونو کې هم داسې راپورونه خپاره شوي چې حقاني او د طالبانو یو شمېر نور چارواکي د خپلو واکونو له محدودېدو ناخوښ دي.

د ۱۴۰۴ کال په حمل کې داسې راپورونه خپاره شول چې حقاني په کندهار کې له هبت‌الله سره په لیدنه کې د خپلو واکونو د محدودېدو په اړه نیوکه کړې او د طالبانو د ځینو مشرانو د جلا کېدو د احتمال په اړه یې خبرداری ورکړی و.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د څار ډلې په یوه راپور کې هم د هبت‌الله کندهار مېشتې نږدې کړۍ او د حقاني شبکې ترمنځ اختلافونه د طالبانو په مشرۍ کې له مهمو درزونو څخه بلل شوي دي.

خو په راپور کې ټینګار شوی چې د اختلافونو له شتون سره سره، د طالبانو د مشرۍ جوړښت لا هم تر ډېره یو موټی دی او د دې ډلې د مشر اطاعت کوي.

ډېر لیدل شوي

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی
۱

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی

۲

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځینه وکیلانې له سختو حقوقي خنډونو سره مخ دي

۳

بایډن د خاطرو کتاب کې: د افغان حکومت د نه ړنګېدو ډاډ راکړل شوی و

۴

حبیب‌الرحمن حکمتیار د وضعي قوانینو پر ضد د طالب مشرانو څرګندونې رد کړې

۵

سلام حنفي: هېڅ حکومت له ظلم او بې‌عدالتۍ سره دوام نه‌شي کولای

•
•
•

نور خبرونه

د بهرني سفر هیله؛ هغه دام چې د کابل له سلګونو اوسېدونکو یې سلګونه زره ډالر ولوټل

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۱۱ GMT+۰
100%

د کابل یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته د استولو اسنادو تر څنګ ویلي، چې د «لوی افغانستان» په نوم صرافۍ د مکسیکو او روسیې د ویزو د اخیستو په پلمه سلګونه زره ډالر ترې اخیستي، خو له څو کلونو تېرېدو سره سره یې نه ویزې ورته برابرې کړې او نه یې پیسې بېرته ورکړې دي.

هغه اسناد چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي، د ویزې غوښتونکو څخه د پیسو اخیستل، د صرافۍ د مالک هویت، د هغه ملکیتونه او د شکایتونو د څېړلو قضايي بهیر ښيي. د دغو اسنادو له مخې، ۳۷ شکایت کوونکو په ټولیزه توګه ۳۶۰ زره ډالر دې صرافۍ ته ورکړي دي.

اسناد ښيي چې د صرافۍ مالک د زیانمنو کسانو له شکایتونو وروسته نیول شوی و، خو د ۱۴۰۴ کال په قوس میاشت کې، د روژې له پیل شاوخوا درې میاشتې مخکې، د پورونو د بېرته ورکولو په ژمنه او ضمانت خوشې شو. هغه شاوخوا شپږ میاشتې وروسته، د ۱۴۰۵ کال د جوزا په پنځمه، د خپلو ژمنو د نه عملي کولو له امله یو ځل بیا په پروان کې ونیول شو.

که څه هم د صرافۍ مالک نیول شوی او دوکان یې تړل شوی، خو شکایت کوونکي طالبان تورنوي چې د صرافۍ له مالک سره په همغږۍ د هغه ملکیتونه نه پلوري او د دوی پیسې نه ورګرځوي.

صرافۍ د ویزې غوښتونکو پیسې څنګه واخیستې؟

احمد (مستعار نوم) چې په دې قضیه کې زیانمن شوی، له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د مکسیکو او روسیې د ویزو یو شمېر غوښتونکي د «مهاجرت آسان» په نوم د یوه سیاحتي شرکت له لارې د لوی افغانستان صرافۍ ته ورپېژندل شوي وو.

د هغه په وینا، یاد شرکت ټینګار کاوه چې غوښتونکي باید خپلې پیسې په همدې صرافۍ کې کېږدي او بندې یې کړي؛ که نه، ویزې به یې نه اجرا کېږي.

احمد وايي، د سیاحتي شرکت مالک هم تر دوو میاشتو مخکې په بند کې و، خو وروسته له دې چې په دې موضوع کې یې لاس لرل ثابت نه شول، خوشې شو. نوموړي د ځینو صرافیو او سیاحتي شرکتونو کړنې د خلکو د پیسو د غلا کولو دام بللی دی.

احمد زیاته کړې، چې ده هم د خپلې کورنۍ د څلورو غړو، چې ورور، د تره زوی، د ماما زوی او یو ملګری یې پکې شامل وو، د مکسیکو د ویزو لپاره تړون کړی و او د هغوی پیسې یې صرافۍ ته سپارلې وې.

افغانستان انټرنشنل ته ورکړل شوي د پیسو د ورکړې اسناد ښيي چې لوی افغانستان صرافۍ له خلکو پیسې اخیستې دي. په دغو اسنادو کې د احمد او د هغه د کورنۍ له خوا د څو زره ډالرو د ورکړې رسیدونه هم شته.

100%

۳۷ شکایت کوونکو څومره پیسې ورکړې دي؟

د پیسو د ورکړې او د شکایت کوونکو د اسنادو څېړنه ښيي چې ۳۷ کسانو په ټولیزه توګه ۳۶۰ زره ډالر د لوی افغانستان صرافۍ ته ورکړي دي.

سیدمحمد (مستعار نوم) چې په دې قضیه کې زیانمن شوی، له افغانستان انټرنشنل سره ویلي، چې دوی له ۱۴۰۱ لمریز کال راهیسې د خپلو پیسو د بېرته ترلاسه کولو لپاره قضايي هڅې پیل کړې دي، خو د اړوندو ادارو له پرله‌پسې مراجعه کولو سره سره لا هم خپلې پیسې نه دي ترلاسه کړې.

هغه زیاته کړې، چې د صرافۍ مالک په محکمه کې د یوه ژمنلیک په لاسلیک کولو سره منلې چې د شکایت کوونکو پوروړی دی؛ خو ویلي یې دي چې اوس د پیسو د ورکړې وس نه لري، په زندان کې دی او صرافي یې هم تړل شوې ده.

100%

افغانستان انټرنشنل ته رسېدلي قضايي اسناد ښيي چې د شکایتونو د څېړلو او د زیانمنو کسانو د پیسو د بېرته ورکولو په بهیر کې د صرافۍ د مالک د دوو دوکانونو موضوع هم مطرح شوې ده. دغه دوکانونه په حیدري مارکېټ کې دي.

د محکمې د اسنادو له مخې، د شکایت کوونکو د پورونو د ورکړې لپاره د دغو دوو دوکانونو د پلورلو پرېکړه شوې وه. د کابل د حقوقو ریاست د محکمې په یوه رسمي مکتوب کې، چې د ۱۴۰۴ کال د حمل په ۲۵مه نېټه لیکل شوی، د دغو دوکانونو موضوع او د پور غوښتونکو د حقونو د ترلاسه کولو بهیر یاد شوی او ویل شوي چې دوکانونه دې د غوښتونکو د پورونو د ورکړې لپاره وپلورل شي. خو شکایت کوونکي وايي چې تر اوسه دا کار نه دی شوی.

هغه د ملکیت اسناد چې افغانستان انټرنشنل ترلاسه کړي، د دغو ملکیتونو د مالکانو په نوملړ کې د صرافۍ د مالک نوم هم ښيي. په اسنادو کې د پلور قطعي قباله، د معاملې د اړخونو او ملکیتونو معلومات شامل دي او له هغه سره د مالک د پېژندپاڼې معلومات هم سمون لري.

قضايي او د ملکیت اسناد د پروان هوټل په سیمه کې د یوه پنځه پوړیزې ودانۍ موضوع هم د صرافۍ د پورونو د ضمانت په تړاو یادوي. د ورکړل شویو اسنادو له مخې، د دې ودانۍ قباله د ضمانت په توګه له مرکزي بانک سره اېښودل شوې ده.

د قضیې په اسنادو کې د صرافۍ د جواز لپاره له مرکزي بانک سره د ۳۰ لکه افغانیو نغدي ضمانت هم یاد شوی، چې ټاکل شوې وه د شکایت کوونکو د پورونو د ورکړې لپاره وکارول شي.

احمد افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د شتمنیو د پلور او د شکایت کوونکو د پیسو د ورکړې په اړه د محکمې له پرېکړو سره سره، تر اوسه دا بهیر پایلې ته نه دی رسېدلی. هغه ادعا کوي چې طالب چارواکي د صرافۍ له مالک سره په همغږۍ د هغه ملکیتونه نه پلوري.

د صرافۍ مالک له ۸۰۰ زرو ډالرو ډېر پوروړی دی

کبیر (مستعار نوم) چې په دې قضیه کې بل زیانمن شوی، افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د قضايي څېړنو پر مهال د صرافۍ له خوا د خلکو او بازار د ۸۰۰ زرو ډالرو څخه د زیات پور موضوع هم راپورته شوې ده.

هغه زیاته کړې، چې محکمې ویلي د لوی افغانستان صرافۍ مالک له بازار څخه شاوخوا ۹۰۰ زره ډالر پوروړی دی او د همدې پور د ورکړې په موخه له زندانه خوشې شوی و؛ خو له خوشې کېدو وروسته یې د خلکو د پیسو د بېرته ورکولو لپاره هېڅ اقدام نه دی کړی.

د کبیر په وینا، د صرافۍ مالک د خپلو پورونو د نه ورکولو د لامل په اړه ویلي چې پیسې یې له نورو کسانو سره دي او د سپینو زرو او اسعارو په برخه کې یې پانګونه کړې وه، خو زیان یې کړی دی.

افغانستان انټرنشنل ته په رسېدلو اسنادو کې د لوی افغانستان صرافۍ د مالک پېژندپاڼه او د «لوی افغانستان» د صرافۍ او پولي خدمتونو شرکت جواز هم شامل دي.

د شرکت په جواز کې د «لوی افغانستان» نوم لیکل شوی او د شرکت د جوړېدو نېټه د ۲۰۲۱ کال د مې ۲۵مه او د جواز د اعتبار پای نېټه د ۲۰۲۵ کال د نومبر پنځمه ښودل شوې ده. په جواز کې د شرکت د مسوولانو نومونه او انځورونه هم شته.

د پېژندپاڼې، د صرافۍ جواز او د ملکیت اسناد د صرافۍ د مالک هویت تاییدوي او له شرکت او په قضیه کې له یادو شویو ملکیتونو سره د هغه تړاو څرګندوي.

100%

احمد افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې له پرله‌پسې هڅو سره سره د شتمنیو د پلور او د دوی د پورونو د ورکړې حکم نه دی عملي شوی. د هغه په وینا، د محکمې او د حقوقو ریاست مسوولان شکایت کوونکي یو بل ته لېږي او هره اداره یې بلې ته راجع کوي.

هغه زیاته کړې، چې ۳۷ زیانمن شوي کسان لا هم د خپلو پیسو د بېرته ترلاسه کولو په تمه دي او د قضايي هڅو له پیل څو کاله تېرېدو سره سره یې ستونزه نه ده حل شوې.

د لوی افغانستان صرافۍ قضیه په داسې حال کې راپورته شوې، چې افغانستان انټرنشنل تر دې مخکې هم په کابل کې د صرافیو او پولي خدمتونو د شرکتونو له خوا د بهرنیو هېوادونو د ویزو د اخیستو په پلمه د پیسو د ترلاسه کولو په اړه د لسګونو کسانو د شکایتونو راپورونه خپاره کړي دي.

په یوه څېړنیز راپور کې چې د ۱۴۰۵ کال د لړم په لسمه خپور شوی، شاوخوا ۷۰ کسانو ویلي وو چې د کابل په سرای شهزاده کې یې د «الصمد» په نوم د پولي خدمتونو شرکت او صرافۍ ته د بهرنیو هېوادونو د ویزو د ترلاسه کولو لپاره نږدې ۷۰۰ زره ډالر ورکړي، خو نه یې ویزې ترلاسه کړې او نه یې پیسې بېرته ورکړل شوې دي.

د څېړل شویو اسنادو له مخې، د دغو کسانو شکایت د طالبانو قضايي ادارو ته لېږل شوی دی. د الصمد شرکت د ویزو په چارو کې د لاس لرلو تور رد کړی او ویلي یې دي چې خپله هم د درغلۍ قرباني شوی او د پیسو د بېرته ورکولو توان نه لري.

افغانستان انټرنشنل په یوه بل راپور کې، چې د ۱۴۰۵ کال د عقرب په ۲۴مه خپور شوی، د کابل په سرای شهزاده کې د محمدرفیق صرافۍ په اړه د ویزې غوښتونکو د شکایتونو خبر ورکړی و. زیانمن شوي کسان ادعا کوي چې دې صرافۍ د لوېدیځو هېوادونو د ویزو د اخیستو په پلمه د دوی شاوخوا یو میلیون ډالر اخیستي، خو بېرته یې نه دي ورکړي.

افغانستان انټرنشنل لږ تر لږه ۱۶ د پیسو د ورکړې رسیدونه څېړلي چې په هغو کې د ثبت شویو پیسو ټولیزه اندازه ۲۵۶ زره او ۷۰۰ډالره ده.

د راپور له مخې، د طالبانو مرکزي بانک زیانمنو کسانو ته ویلي چې د محمدرفیق صرافۍ د فعالیت جواز د ۱۴۰۵ کال د اسد په ۱۲مه لغوه شوی او همدې بانک په هماغه اوونۍ کې د صرافانو اتحادیې ته د دې صرافۍ د فعالیت د درولو خبر ورکړی و. دې صرافۍ په کابل، ننګرهار او بلخ کې څانګې لرلې چې ټولې تړل شوې دي.

په دغو قضیو کې د ویزې غوښتونکي وايي، چې سیاحتي شرکتونو یا منځګړو ترې غوښتي وو خپلې پیسې په ځانګړو صرافیو کې د امانت یا بندو پیسو په توګه کېږدي. د افغانستان انټرنشنل راپورونه ښيي چې د طالبانو په قضايي ادارو کې د شکایتونو له ثبتېدو سره سره، یو شمېر زیانمن شوي کسان لا هم نه دي توانېدلي خپلې پیسې بېرته ترلاسه کړي.

د لوی افغانستان صرافۍ د قضیې په ګډون، دا راپورونه د ویزو د ترلاسه کولو لپاره د منځګړو د فعالیت، د هغو صرافیو د څارنې چې د ویزې غوښتونکو پیسې اخلي، او د خلکو د پیسو د بېرته ورکولو په اړه د قضايي پرېکړو د عملي کېدو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

فضل احمد معنوي وایي «شېخ الاسلام» لقب هبت الله ته مشروعیت نه شي ورکولای

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۶:۰۷ GMT+۰
100%

د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي د کابل پوهنتون په غونډه کې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده پر څرګندونو سختې نیوکې کړې دي. معنوي زیاته کړې چې هبت‌الله ته د «شېخ‌الاسلام» لقب ورکول طالب واکمنۍ ته شرعي او سیاسي مشروعیت نه شي بښلی.

د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي نن سې شنبه په خپل اېکس کې لیکلي، چې د طالبانو په واکمنۍ کې الهي شریعت د یوه کس په شخصي اراده بدل شوی دی.

نوموړي څرګنده کړه، چې په کابل پوهنتون کې د هبت‌الله اخوندزاده وینا د دیني احکامو د پلي کولو پر ځای یوازې د هغه د خپل شخصي واک د ټینګښت او له هغه څخه د بې‌قید او شرطه اطاعت لپاره وه.

معنوي ټینګار وکړ، چې په اسلامي فقه کې هېڅ یو مشروع حاکم له پوښتنې او نقد څخه خلاص نه دی او د مسلمانانو یووالی د یوه کس په اطاعت کې نه خلاصه کېږي.

معنوي د هبت‌الله اخوندزاده هغې ادعا ته چې ګواکې ټول افغانان د حنفي مذهب پیروان دي او فرمانونه یې د مجتهدینو پر بنسټ دي، نیوکه وکړه او ویې ویل، چې دا دریځ د افغانستان مذهبي او قومي تنوع له پامه غورځوي.

د هغه په وینا، که څه هم ډېری افغانان حنفي مذهبه دي، خو هېڅ مذهب یوې سیاسي ډلې ته دا حق نه ورکوي چې دین او د خلکو برخلیک انحصار کړي نوموړي زیاته کړه، چې حنفي فقه پخپله له اجتهاد او داخلي اختلافونو ډکه ده او د یوه مذهب په انحصار کې د ټول ملت راوستل له ټولنیزو واقعیتونو سره اړخ نه لګوي.

د عدلیې پخواني وزیر په بهر کې مېشتو افغانانو او مخالفانو ته د طالبانو د مشر د بېرته راستنېدو او مسوولیت ورکولو بلنه یوازې د تبلیغاتي موخو لپاره وبلله.

هغه وویل، دا ډول بلنې هغه مهال عملي ارزښت موندلی شي چې د بیان ازادي، امنیت، حقوقي خوندیتوب، د ښځو او نارینه‌وو د حقونو درناوی او له غچ‌اخیستنې څخه د مخنیوي روښانه تضمینونه موجود وي.

معنوي څرګنده کړه، د داسې مېکانیزمونو او ادارو له شتوالي پرته چې د خلکو پر حقوقو او شکایتونو څارنه وکړي، د دندو ژمنې د اتباعو د اساسي حقونو بدیل نه شي کېدای.

فضل احمد معنوي په یاده غونډه کې هبت‌الله اخوندزاده ته د «شېخ‌الاسلام» لقب کارول هم له تاریخي او شرعي اړخه بې‌بنسټه وبلل او ویې ویل، چې دا لقب په قران او نبوي سنت کې هېڅ شرعي ځای نه لري.

هغه څرګنده کړه، چې دغه لقب د څلورمې پېړۍ په دویمه نیمایي کې په خراسان کې رواج شو او په عثماني دوره کې یو دولتي منصب و، چې په ۱۹۲۴ کال کې له منځه لاړ.

د معنوي په وینا، د قدرت له لارې پر ځان القاب اېښودل چا ته علمي او مذهبي مرجعیت نه شي بښلی او دا چاره طالب واکمنۍ ته د سیاسي مشروعیت سرچینه نه شي کېدای.

د طالبانو مشر هبت‌الله اخوندزاده کابل ته د سفر پر مهال، په کابل پوهنتون کې یوې غونډې ته وینا وکړه او ویې ویل، چې د قدرت د ساتلو لپاره به مسلمانان یو له بل سره لاس او ګرېوان نه کړي.

په دغه ناسته کې د طالبانو یو شمېر پلویانو دیني عالمانو هبت‌الله اخوندزاده ته د «شیخ‌الاسلام» لقب ورکړ او هغه مخالفانو ته وړاندیز وکړ چې که لیاقت ولري، کولای شي د دوی په اداره کې برخه واخلي.

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۵۵ GMT+۰
•
عبدالحق عمري
100%

د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې مولوي هبت الله وړمه شپه ددې ډلې د دفاع وزارت دویم مرستیال قیوم ذاکر مېلمه و او نن د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني مېلمه دی. د سرچینو په وینا، هبت الله د غونډې په پلمه د داخلي اختلافاتو د حل لپاره کابل ته تللی.

په کابل کې د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د دې ډلې مشر مولوي هبت‌الله اخوندزاده له تېرو دریو شپو راهیسې په کابل کې دی او د دې ډلې د دفاع وزارت له مرستیال قیوم ذاکر، د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره یې لیدلي دي.

د سرچینو په وینا، هبت‌الله وړمه شپه د ارګ د دلکشا ماڼۍ ترڅنګ د طالبانو د دفاع وزارت د دویم مرستیال قیوم ذاکر مېلمه و او ټاکل شوې ، چې نن د سې‌شنبې په ورځ، د لړم پر ۲۶مه، د کورنیو چارو له وزیر سراج‌الدین حقاني سره هم وګوري.

سرچینې وايي، کابل ته د طالبانو د مشر د سفر یوه موخه د دې ډلې په مشرتابه او د ادارې په کچه د رامنځته شویو اختلافاتو حل او د هغو چارواکو د نظرونو نږدې کول دي چې د هبت‌الله له ځینو فرمانونو او پرېکړو سره موافق نه دي.

د سرچینو په وینا، هبت‌الله پر قیوم ذاکر او سراج‌الدین حقاني سربېره د طالبانو له نورو چارواکو سره هم خبرې کړې دي.

د دغو لیدنو تمرکز، د سرچینو په وینا، د اختلافونو پر کمولو او د مشرتابه د پرېکړو پر وړاندې د مخالفتونو پر مهارولو دی.

د اختلافاتو په اړه د هبت‌الله اندېښنې

د طالبانو مشر په کابل پوهنتون کې د سې‌شنبې ورځې په وینا کې د دې ډلې دننه د اختلافاتو او احتمالي درزونو په اړه اندېښنه وښوده.

هبت‌الله اخوندزاده په خپلو خبرو کې څو ځله د «فتنې» او «اختلاف» اصطلاحات وکارول او دعا یې وکړه چې هېڅ «مجاهد» د فتنې لامل نه شي. هغه د طالبانو چارواکو او غړو ته وویل چې د امیر او مامور مقام او حیثیت باید ټولو ته روښانه وي او اطاعت یې لازمي دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې د مشرتابه د پرېکړو پر وړاندې سرغړونه او مخالفت د نظام د کمزوري کېدو لامل ګرځي.

هبت الله همداراز د طالبانو غړو ته لارښوونه وکړه چې دده د حکمونو اطاعت وکړي.

د هبت‌الله دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې د طالبانو د مشر د فرمانونو د پلي کېدو او د حکومتولۍ د اوسني سبک پر سر د نظر اختلافونه له څه مودې راهیسې مطرح دي.

هبت‌الله اخوندزاده د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته هڅه کړې چې مهمې پرېکړې د خپل دفتر او نږدې کسانو له لارې تنظیم کړي. په دې توګه د کابل مېشتو وزیرانو او چارواکو صلاحیتونه تر ډېره د کندهار د مشرتابه له پرېکړو سره تړلي دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څار ډلې په یوه رپوټ کې هم د طالبانو دننه د کندهار او کابل د دوو نفوذي مرکزونو ترمنځ اختلافونه تشریح کړي وو. د رپوټ له مخې، د کندهار ډله تر ډېره د هبت‌الله نږدې مذهبي ملګرو او د هغه د تګلارې پلویانو جوړه کړې، په داسې حال کې چې په کابل کې د حقاني شبکه او د ډلې یو شمېر مهم چارواکي نفوذ لري.

د نجونو د زده‌کړې او ښځو د کار په اړه د هبت‌الله تګلارې هم د طالبانو په منځ کې د اختلاف لامل شوې دي.

د حقاني نیوکو ته غیرمستقیم ځواب

سراج‌الدین حقاني د دوشنبې په ورځ په کابل پوهنتون کې په خپلو خبرو کې د طالبانو پر سخت‌دریځۍ نیوکه کړې وه او ویلي یې وو چې کله ناکله دومره سخت‌ګیري کوي چې خلک ترې متنفر کېږي. هغه زیاته کړې وه چې د هبت‌الله ستاینې ته اړتیا نشته، ځکه لا هم ډېر خلک د هغه له تګلارو سره موافق نه دي.

سره له دې چې د حقاني څرګندونې له خپل مشر سره ډاګیز مخالفت نه ښيي، خو هبت‌الله اخوندزاده په خپلو څرګندونو کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر مسوولانو ته وویل چې د خلکو د مخالفت له امله باید خپل کار ونه دروي، ان که په دې لاره کې له وژل کېدو سره هم مخ شي.

هغه همداراز د خپلو فرمانونو دفاع وکړه او ویې ویل چې هغه قوانین چې د ده تر مشرۍ لاندې پلي کېږي، شخصي نظرونه یې نه دي، بلکې له اسلامي فقهې څخه اخیستل شوي دي.

هبت‌الله په مستقیم ډول د حقاني نوم یاد نه کړ، خو شنونکي د هغه د څرګندونو محتوا د کورنیو چارو وزیر د نیوکو غیرمستقیم ځواب بولي.

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو د مشر د واک او د هغه د پرېکړو پر وړاندې د ځینو طالب چارواکو د مخالفت راپورونه خپرېږي.

افغانستان انټرنشنل د وږي پر ۲۹مه راپور ورکړی و چې د سپټمبر پر ۱۱مه د پکتیا په ګرده څېړۍ ولسوالۍ کې د سراج‌الدین حقاني په کوربه‌توب د طالبانو د یو شمېر مشرانو ناسته شوې وه.

د سرچینو د ادعا له مخې، په دې ناسته کې د هبت‌الله اخوندزاده د واک پر څرنګوالي، د هغه پر فرمانونو او د طالبانو د حکومتولۍ پر اوسني جوړښت بحث شوی و. د سرچینو په وینا، ګډونوالو د احتمالي ګډ دریځ یا ایتلاف د جوړولو په اړه هم خبرې کړې وې.

که څه هم د دغې ناستې د ګډونوالو او بحثونو په اړه خپلواک او رسمي تایید نه دی خپور شوی، خو د هغې په اړه راپورونو او د طالبانو د مشر وروستیو څرګندونو د دې ډلې د داخلي اختلافاتو موضوع یو ځل بیا راپورته کړې ده.

د اختلافونو په تړاو د هبت الله پرله‌پسې خبرداری، د مشرتابه د اطاعت پر اړتیا ټینګار او له هغو طالب چارواکو سره لیدنې چې د ځینو فرمانونو په اړه ورسره د نظر اختلاف لري، ښيي چې د طالبانو مشر په خپله ډله کې د اختلاف او اطاعت په اړه اندېښمن دی.

بایډن: که اړتیا وي، امریکا بېرته افغانستان ته ستنېدای شي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۳:۳۲ GMT+۰
100%

د امریکا پخواني ولسمشر جو بایډن په خپل نوي کتاب کې لیکلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځمکنیو ځواکونو وتل په دې معنا نه دي چې واشنګټن به په دغه هېواد کې خپل امنیتي رول پای ته ورسوي.

هغه پر یوې داسې پوځي تګلارې ټینګار کړی چې په امریکايي پوځي اصطلاحاتو کې ورته «له سترګو پناه یا له افق هاخوا د اقدام وړتیا» ویل کېږي. د دې تګلارې له مخې، امریکا کولای شي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له دایمي ځای پر ځای کولو پرته، ترهګریز ګواښونه وپېژني او په نښه یې کړي.

د جو بایدن نوی کتاب د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) د(Promise Me, America) تر سرلیک لاندې خپور شو.

بایډن په خپل کتاب کې لیکلي: «ما باور درلود چې موږ کولای شو له افغانستانه ووځو، خپلې پوځي سرچینې د نننیو نویو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره وکاروو او په ورته وخت کې له افق هاخوا د اقدام وړتیا وساتو. په دې توګه، که د ترهګرۍ کوم ګواښ راڅرګند شي، کولای شو هر وخت له افغانستانه بهر اقدام وکړو او هغه ګواښ له منځه یوسو».

د بایډن په اند، امنیتي ګواښونه نور یوازې په افغانستان پورې محدود نه وو او سختدریځو ډلو د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې فعالیت کاوه. له همدې امله، واشنګټن باید خپلې پوځي سرچینې د نویو ګواښونو له مخې تنظیم کړې وای، نه دا چې په افغانستان کې د دایمي پوځي حضور لپاره یې لا هم میلیاردونه ډالر لګولي وای.

هغه باور لري چې امریکا کولای شوه، د ځمکنۍ جګړې له دوام پرته هم د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې وړتیا وساتي. په دې توګه، له افغانستانه د ځواکونو وتل په دې معنا نه وو چې امریکا به د دغه هېواد له حالاتو سترګې پټې کړي، بلکې د امریکا د حضور او احتمالي لاسوهنې د لارې بدلون و.

جو بایډن له افغانستانه د وتلو پرېکړه د یوې بې‌پایه جګړې د دوام او په دغه هېواد کې د امریکا د پوځي حضور د پای ته رسولو ترمنځ د انتخاب پایله بولي. هغه د ډونالډ ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ د دوحې تړون د هغو عواملو له ډلې ګڼي چې د ده د ادارې د پرېکړو امکانات یې محدود کړي وو.

د هغه په لیکنه، د ټرمپ ادارې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو شمېر له شاوخوا ۱۳ زرو څخه ۲۵۰۰ ته راکم کړی و او د طالبانو د پنځو زرو بندیانو د خوشې کولو هوکړې د افغانستان د حکومت دریځ کمزوری کړی و؛ په داسې حال کې چې د افغانستان حکومت په اصلي خبرو اترو کې ګډون نه درلود.

بایډن لیکلي چې د دوحې له تړون وروسته د امریکايي ځواکونو د حضور دوام ښايي د طالبانو له خوا پر امریکايي سرتېرو د بریدونو د بیا پیل لامل شوی وای. په دې صورت کې به واشنګټن اړ شوی وای چې د خپلو هماغو لږ شمېر سرتېرو د ساتنې لپاره نور ځواکونه هم افغانستان ته ولېږي.

هغه د دې ستونزې په اړه لیکلي: «له سیاسي پلوه تر ټولو خوندي پرېکړه دا وه چې په افغانستان کې پاتې شوي وای. خو ایا دا رښتینی مشرتابه و؟ هر څومره مې چې په دې اړه فکر وکړ، هماغومره دې پایلې ته ورسېدم چې نه».

د کتاب یوه مهمه برخه د افغانستان په اړه د یوه باثباته ډېموکراتیک نظام د جوړېدو په تړاو د بایډ‌ن شکونه دي. هغه باور لري چې امریکا د میلیاردونو ډالرو له لګولو او شل کلن پوځي حضور سره سره ونه توانېده په افغانستان کې داسې حکومت جوړ کړي چې سیاسي مشروعیت او پیاوړی ولسي ملاتړ ولري.

بایډن د افغانستان ټولنه د قومي اختلافونو او سختو سیالیو په بند کې ګڼي او لیکي چې ټاکنې هم ونه توانېدې افغان حکومت ته رښتینی مشروعیت ورکړي.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو یو کال وروسته، امریکا په کابل کې په هوايي برید کې د القاعدې پخوانی مشر ایمن الظواهري وواژه.

بایډن هغه مهال د امریکا خلکو ته په خپله وینا کې وویل: «موږ به اجازه ورنه کړو چې افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر خوندي پټنځای بدل شي. موږ په بشپړ ډول غواړو ډاډ ترلاسه کړو چې له دې سیمې څخه بیا داسې پېښه رامنځته نه شي».

بایډن خپل کتاب کې: امریکا ونه توانېده چې افغانستان کې یو باثباته ډېموکراتیک نظام جوړ کړي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۲۴ GMT+۰
•
عارف یعقوبي
100%

د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن په خپل نوي کتاب «امریکا، ما ته ژمنه راکړه» کې په افغانستان کې د امریکا د شل کلن پوځي حضور او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه هم لیکل کړي دي. د هغه دا پرېکړه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې عملي شوه او طالبان بېرته واک ته ورسېدل.

د جو بایډن نوی کتاب د سې‌شنبې په ورځ د لړم په ۲۶مه د «امریکا، ما ته ژمنه راکړه» یا (Promise Me, America)تر سرلیک لاندې خپور شو.

بایډن د امریکا د سناتور، مرستیال ولسمشر او په پای کې د ولسمشر په توګه، د څو لسیزو لپاره د افغانستان په اړه د واشنګټن په سیاستونو کې مستقیم رول درلود. هغه د خپل کتاب په هغه برخه کې چې افغانستان ته ځانګړې شوې، خپلې اوږدې تجربې بیان کړې او له جګړې څخه د امریکا د وتلو د پرېکړې دفاع یې کړې ده.

بایډن وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور دوام نه روښانه لاسته راوړنه لرله او نه هم داسې واقعي هیله موجوده وه چې د دغه هېواد وضعیت به بدل کړي.

د هغه په روایت کې د افغانستان پر سیاسي جوړښت، د دولت جوړونې د هڅو پر ناکامۍ او د جمهوري نظام د مشرانو پر کړنو هم نیوکې شوې دي. نوموړی په ځانګړي ډول د محمد اشرف غني د حکومت پر چټک سقوط، د امریکايي ادارو پر ناسم اټکل او د جګړې پر دوام ټینګار کوي.

خو بایډن د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې مسوولیت مني او وايي، که بیا هم له ورته حالت سره مخ شي، همدا پرېکړه به وکړي.

افغانستان هېڅکله ډېموکراسۍ ته نه رسېده

د بایډن د کتاب یوه مهمه موضوع دا ده چې نوموړی په افغانستان کې د یوه تلپاتې ډېموکراتیک نظام پر جوړېدو شک لري. هغه باور لري چې امریکا د میلیاردونو ډالرو له لګولو او شل کلن پوځي حضور سره سره ونه توانېده په افغانستان کې داسې حکومت جوړ کړي چې سیاسي مشروعیت او د خلکو پراخ ملاتړ ولري.

بایډن د افغانستان ټولنه د قومونو ترمنځ په ژورو اختلافونو او سیالیو کې ښکېل بولي او لیکي چې ټاکنې هم ونه توانېدې حکومت ته واقعي مشروعیت ورکړي.

هغه لیکي: «سره له دې چې په افغانستان کې له شور او تبلیغاتو ډکې ټاکنې ترسره کېدې، هېڅکله داسې نه ښکارېده چې حکومت دې مشروعیت ولري او ټولنه لا هم د سیالو قومونو تر واکمنۍ لاندې وه».

د هغه په باور، په حکومتي ادارو کې پراخ فساد او د امریکا د مرستو د لویې برخې ورکېدو په افغانستان کې د بیارغونې هڅې بې‌پایلې کړې وې. بایډن وايي، د امریکايي او ناټو ځواکونو زړورتیا هم د یوه اغېزمن او تلپاتې سیاسي نظام د نشتوالي تشه نه شوای ډکولای.

هغه په افغانستان کې د سترو قدرتونو تاریخي لاسوهنو ته په اشارې لیکي: «افغانستان بې‌دلیله د امپراتوریو هدیره نه ده بلل شوې. دا هېواد ځکه په دې نوم یادېږي چې سترو قدرتونو د پېړیو په اوږدو کې هڅه کړې، افغانستان د خپل فکر او خپلې خوښې له مخې بدل کړي. دا کار هېڅکله نه دی شوی او په راتلونکي کې به هم ونه شي».

بایډن چې د بارک اوباما د مرستیال ولسمشرۍ له وخته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر له زیاتولو سره مخالف و، باور لري چې واشنګټن باید له پیله خپله پوځي دنده د افغانستان د بیارغونې او ډېموکراسۍ جوړولو پر پروژې نه وای بدله کړې.

هغه خپل دریځ داسې بیانوي: «افغانستان هېڅکله نه شوای کولای د امریکا په څېر ډموکراسي شي».

د هغه په اند، په افغانستان کې د یوه باثباته سیاسي نظام جوړول په خپله د افغانانو مسوولیت و، نه د هغو بهرنیو ځواکونو چې کلونه یې په دغه هېواد کې جګړه وکړه.

اشرف غني؛ په ټیلیفون کې د دفاع ژمنه، خو په عمل کې تېښته

بایډن د خپل کتاب په بله برخه کې د افغانستان د پخواني حکومت وروستۍ ورځې او له هېواده د محمد اشرف غني تېښته بیانوي. د هغه په روایت کې د هغه څه ترمنځ توپیر ته اشاره شوې چې د هغه وخت ولسمشر اشرف غني په خبرو کې ژمنه کړې وه او هغه څه چې په عمل کې پېښ شول.

بایډن لیکي، د امریکايي ځواکونو د ایستلو له وروستۍ پرېکړې مخکې، د امریکا پوځي او استخباراتي ادارو اټکل کړی و چې د افغانستان حکومت به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته لږ تر لږه شپږ میاشتې د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړای شي او کابل به په دومره لنډ وخت کې سقوط ونه کړي.

خو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې د طالبانو چټک پرمختګ او د ولایتونو د مرکزونو پرله‌پسې سقوط دغه اټکل ناسم ثابت کړ. بایډن وايي، طالبانو د سیمه‌ییزو مشرانو په ملاتړ ترلاسه کولو سره په چټکۍ د بېلابېلو سیمو کنټرول خپل کړ او د مرکزي حکومت کمزوري څرګنده شوه.

هغه د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۳مه له اشرف غني سره ټیلیفوني خبرو ته اشاره کوي. د بایډن په وینا، غني په دې خبرو کې ډاډ ورکړی و چې دی او افغان ځواکونه د خپل هېواد دفاع ته چمتو دي.

بایډن لیکي: «د جولای په ۲۳مه مې له اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې وکړې. هغه ټینګار کاوه چې دی او ځواکونه یې د خپل هېواد دفاع ته چمتو دي»

خو د هغه په وینا، وروسته پېښې د غني له ژمنو سره سمې نه وې: «خو کله چې په راتلونکو اوونیو کې طالبان کابل ته نږدې شول، هغه وتښتېد او افغان وسله‌والو ځواکونو په څو ساعتونو کې خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې».

بایډن زیاتوي: «هغه شپږ میاشتنی وخت چې ماته یې ژمنه راکړې وه، په څو ورځو کې پای ته ورسېد».

د امریکا پخوانی ولسمشر د افغانستان د حکومت سقوط د دغه هېواد د سیاسي او پوځي جوړښتونو د کمزورۍ نښه بولي او ټینګار کوي چې دا پېښه یوازې د امریکا د ملاتړ د پرې کېدو پایله نه وه.

هغه وړاندې لیکلي، واشنګټن د افغانستان د حکومت تر سقوط پورې خپلو مالي او پوځي مرستو ته دوام ورکړی و.

بایډن د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پاشل کېدو په اړه لیکي: «د افغانستان پوځ په اسانۍ سره وپاشل شو».

خو هغه په ورته وخت کې د امریکايي ادارو پر ناسم اټکل هم اعتراف کوي. د افغانستان د حکومت د مقاومت او د کابل د ساتلو په اړه د واشنګټن ارزونې، او همدارنګه د تخلیې د بهیر د امنیت په اړه وړاندوینې، د جګړې د وروستیو ورځو له واقعیتونو سره ډېر توپیر درلود.

له افغانستانه د وتلو د پرېکړې دفاع

جو بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه د یوې اوږدې جګړې د دوام او د امریکا د پوځي حضور د پای ته رسولو ترمنځ د انتخاب پایله بولي.

هغه د کتاب په دې برخه کې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د ډونالډ ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د هغو عواملو له ډلې ګڼي چې د ده د ادارې د پرېکړو امکانات یې محدود کړي وو.

بایډن لیکلي، د ټرمپ ادارې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر له شاوخوا ۱۳ زرو څخه ۲۵۰۰ ته راکم کړی و او د طالبانو د پنځو زرو بندیانو د خوشې کولو هوکړه یې هم کړې وه. د هغه په باور، دې کار د افغانستان د حکومت دریځ کمزوری کړی و، په داسې حال کې چې افغان حکومت په اصلي خبرو اترو کې ګډون نه درلود.

بایډن وايي، د دوحې له تړون وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور دوام ښايي د طالبانو له خوا د امریکايي ځواکونو پر ضد د بریدونو د بیا پیل لامل شوی وای. په دې صورت کې به واشنګټن اړ شوی وای چې د خپلو پاتې لږ شمېر سرتېرو د ساتنې لپاره نور ځواکونه هم افغانستان ته ولېږي.

هغه د دې پرېکړې په اړه لیکي: «له سیاسي پلوه تر ټولو خوندي پرېکړه دا وه چې په افغانستان کې پاتې شو. خو ایا دا رښتینی مشرتابه و؟ هر څومره چې مې په دې اړه فکر کاوه، هماغومره دې پایلې ته رسېدم چې نه».

د بایډن په اند، د جګړې لومړني هدفونه، لکه د اسامه بن لادن وژل او د القاعدې کمزوري کول، ډېر پخوا ترلاسه شوي وو او په افغانستان کې د پوځي حضور دوام نور د امریکا د ملي امنیت له مهمو ګټو سره د توجیه وړ نه و.

هغه د خپلې پرېکړې د دفاع په ترڅ کې لیکي: «ما پرېکړه وکړه چې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدم».

بایډن د کابل له سقوط وروسته هم د دې پرېکړې مسوولیت مني او په خپل کتاب کې یو ځل بیا پر خپل دریځ ټینګار کوي: «زه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر یم او وروستی مسوولیت زما پر غاړه دی».

هغه زیاتوي: «زه د ځواکونو د ایستلو د پرېکړې بشپړ مسوولیت منم او تل مې منلی دی».

د امریکا پخوانی ولسمشر د کابل د هوايي ډګر د تخلیې د عملیاتو د ګډوډۍ او انساني زیانونو یادونه هم کوي.

د هغه په وینا، د دغو عملیاتو پر مهال له افغانستان څخه تر ۱۲۴ زرو ډېر کسان وایستل شول. خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په دروازه کې ځانمرګي برید، چې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو لامل شو، د جګړې د پای تر ټولو ترخه شېبه وه.

له دې ټولو پایلو سره سره بایډن د خپلې پرېکړې په اړه خپل دریځ نه بدلوي او لیکي: «زه باور لرم چې سمه پرېکړه مې کړې وه. که یو ځل بیا له هماغه حالت سره مخ شم، همدا پرېکړه به وکړم».

له لرې واټن څخه څارنه؛ که اړتیا وي، بیا به افغانستان ته ننوځو

بایډن د امریکا د ځمکنیو ځواکونو وتل په افغانستان کې د واشنګټن د امنیتي رول د پای ته رسېدو په معنا نه بولي. هغه په خپل کتاب کې پر هغې پوځي تګلارې ټینګار کوي چې د امریکا په پوځي اصطلاحاتو کې ورته «له سترګو پناه یا له افق هاخوا د عملیاتو وړتیا» ویل کېږي.

د دې تګلارې له مخې، امریکا کولای شي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له دایمي ځای پر ځای کولو پرته، د ترهګریزو ګواښونو د پېژندلو او په نښه کولو وړتیا وساتي.

بایډن لیکي: «ما باور درلود چې کولای شو افغانستان پرېږدو، خپلې سرچینې د نننیو نویو ګواښونو پر وړاندې وکاروو او په عین وخت کې هغه وړتیا وساتو چې له افق هاخوا نومېږي. که کوم ترهګریز ګواښ راڅرګند شي، کولای شو هر وخت له افغانستان څخه بهر خپل امکانات وکاروو، دغه هېواد ته ننوځو او هغه ګواښ له منځه یوسو».

د بایډن له نظره، امنیتي ګواښونه یوازې افغانستان ته محدود نه وو او توندلارې ډلې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې فعالیت درلود.

له همدې امله، د هغه په باور واشنګټن باید خپلې پوځي سرچینې د نویو ګواښونو له مخې تنظیم کړې وای، نه دا چې لا هم په افغانستان کې د دایمي حضور لپاره میلیاردونه ډالر ولګوي. هغه باور لري چې امریکا د ځمکنۍ جګړې له دوام پرته هم د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د اقدام وړتیا ساتلای شوه.

په دې توګه، د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان له حالاتو څخه د سترګو پټولو په معنا نه وو، بلکې د امریکا د حضور او احتمالي مداخلې د طریقې بدلون و.

د جګړې پای؛ نه بریا او نه ماتې

د بایډن په کتاب کې د افغانستان اړوند برخه، په ټوله کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو د پرېکړې دفاع او د نورو هېوادونو د سیاسي جوړښتونو د بدلولو لپاره د امریکا د پوځي ځواک د وړتیاوو بیا ارزونه ده.

هغه د جورج ډبلیو بوش څخه تر خپلې ولسمشرۍ پورې د امریکا د څلورو ولسمشرانو سیاستونه څېړي او دې پایلې ته رسېږي چې واشنګټن په افغانستان کې د پراخو مالي او ځاني لګښتونو سربېره ونه توانېد چې د دغه هېواد لپاره یوه تلپاتې حل‌لاره ومومي.

بایډن د دې جګړې یو مهم درس د پوځي ماموریتونو لپاره د روښانه او ترلاسه کېدونکو هدفونو ټاکل بولي.

هغه د کتاب په پای کې لیکي: «موږ باید داسې ماموریتونه وټاکو چې روښانه او ترلاسه کېدونکي هدفونه ولري، نه داسې هدفونه چې هېڅکله به ورته ونه رسېږو».

د بایډن په روایت کې داسې انځور وړاندې شوی چې دی د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې مسوولیت مني، خو د افغانستان د جمهوري نظام سقوط تر ډېره د دغه هېواد د کورنیو سیاسي او پوځي جوړښتونو کمزورتیا او د مشرانو ناتوانۍ ته منسوبوي.

هغه د جګړې د پای ګډوډۍ ته اشاره کوي، خو د ځواکونو د وتلو د پایلو او له جګړې څخه د وتلو د اصلي پرېکړې ترمنځ توپیر کوي.

د دې فصل اصلي پیغام دا دی چې د بایډن په باور، امریکا ونه توانېده افغانستان د خپلې خوښې په څېر ډموکراسۍ ته واړوي او د جګړې دوام هم د دې بدلون ضمانت نه شوای کولای. له همدې امله، هغه د امریکايي ځواکونو وتل یوه اړینه پرېکړه بولي؛ داسې پرېکړه چې د ده په وینا، د پایلو له پوهېدو سره سره به یې یو ځل بیا هم وکړي.