د امریکا پخوانی ولسمشر جو بایډن په خپل نوي کتاب «امریکا، ما ته ژمنه راکړه» کې په افغانستان کې د امریکا د شل کلن پوځي حضور او له دغه هېواده د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه هم لیکل کړي دي. د هغه دا پرېکړه د ۲۰۲۱ کال په اګست کې عملي شوه او طالبان بېرته واک ته ورسېدل.
د جو بایډن نوی کتاب د سېشنبې په ورځ د لړم په ۲۶مه د «امریکا، ما ته ژمنه راکړه» یا (Promise Me, America)تر سرلیک لاندې خپور شو.
بایډن د امریکا د سناتور، مرستیال ولسمشر او په پای کې د ولسمشر په توګه، د څو لسیزو لپاره د افغانستان په اړه د واشنګټن په سیاستونو کې مستقیم رول درلود. هغه د خپل کتاب په هغه برخه کې چې افغانستان ته ځانګړې شوې، خپلې اوږدې تجربې بیان کړې او له جګړې څخه د امریکا د وتلو د پرېکړې دفاع یې کړې ده.
بایډن وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور دوام نه روښانه لاسته راوړنه لرله او نه هم داسې واقعي هیله موجوده وه چې د دغه هېواد وضعیت به بدل کړي.
د هغه په روایت کې د افغانستان پر سیاسي جوړښت، د دولت جوړونې د هڅو پر ناکامۍ او د جمهوري نظام د مشرانو پر کړنو هم نیوکې شوې دي. نوموړی په ځانګړي ډول د محمد اشرف غني د حکومت پر چټک سقوط، د امریکايي ادارو پر ناسم اټکل او د جګړې پر دوام ټینګار کوي.
خو بایډن د امریکايي ځواکونو د ایستلو د پرېکړې مسوولیت مني او وايي، که بیا هم له ورته حالت سره مخ شي، همدا پرېکړه به وکړي.
افغانستان هېڅکله ډېموکراسۍ ته نه رسېده
د بایډن د کتاب یوه مهمه موضوع دا ده چې نوموړی په افغانستان کې د یوه تلپاتې ډېموکراتیک نظام پر جوړېدو شک لري. هغه باور لري چې امریکا د میلیاردونو ډالرو له لګولو او شل کلن پوځي حضور سره سره ونه توانېده په افغانستان کې داسې حکومت جوړ کړي چې سیاسي مشروعیت او د خلکو پراخ ملاتړ ولري.
بایډن د افغانستان ټولنه د قومونو ترمنځ په ژورو اختلافونو او سیالیو کې ښکېل بولي او لیکي چې ټاکنې هم ونه توانېدې حکومت ته واقعي مشروعیت ورکړي.
هغه لیکي: «سره له دې چې په افغانستان کې له شور او تبلیغاتو ډکې ټاکنې ترسره کېدې، هېڅکله داسې نه ښکارېده چې حکومت دې مشروعیت ولري او ټولنه لا هم د سیالو قومونو تر واکمنۍ لاندې وه».
د هغه په باور، په حکومتي ادارو کې پراخ فساد او د امریکا د مرستو د لویې برخې ورکېدو په افغانستان کې د بیارغونې هڅې بېپایلې کړې وې. بایډن وايي، د امریکايي او ناټو ځواکونو زړورتیا هم د یوه اغېزمن او تلپاتې سیاسي نظام د نشتوالي تشه نه شوای ډکولای.
هغه په افغانستان کې د سترو قدرتونو تاریخي لاسوهنو ته په اشارې لیکي: «افغانستان بېدلیله د امپراتوریو هدیره نه ده بلل شوې. دا هېواد ځکه په دې نوم یادېږي چې سترو قدرتونو د پېړیو په اوږدو کې هڅه کړې، افغانستان د خپل فکر او خپلې خوښې له مخې بدل کړي. دا کار هېڅکله نه دی شوی او په راتلونکي کې به هم ونه شي».
بایډن چې د بارک اوباما د مرستیال ولسمشرۍ له وخته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر له زیاتولو سره مخالف و، باور لري چې واشنګټن باید له پیله خپله پوځي دنده د افغانستان د بیارغونې او ډېموکراسۍ جوړولو پر پروژې نه وای بدله کړې.
هغه خپل دریځ داسې بیانوي: «افغانستان هېڅکله نه شوای کولای د امریکا په څېر ډموکراسي شي».
د هغه په اند، په افغانستان کې د یوه باثباته سیاسي نظام جوړول په خپله د افغانانو مسوولیت و، نه د هغو بهرنیو ځواکونو چې کلونه یې په دغه هېواد کې جګړه وکړه.
اشرف غني؛ په ټیلیفون کې د دفاع ژمنه، خو په عمل کې تېښته
بایډن د خپل کتاب په بله برخه کې د افغانستان د پخواني حکومت وروستۍ ورځې او له هېواده د محمد اشرف غني تېښته بیانوي. د هغه په روایت کې د هغه څه ترمنځ توپیر ته اشاره شوې چې د هغه وخت ولسمشر اشرف غني په خبرو کې ژمنه کړې وه او هغه څه چې په عمل کې پېښ شول.
بایډن لیکي، د امریکايي ځواکونو د ایستلو له وروستۍ پرېکړې مخکې، د امریکا پوځي او استخباراتي ادارو اټکل کړی و چې د افغانستان حکومت به د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته لږ تر لږه شپږ میاشتې د طالبانو پر وړاندې مقاومت وکړای شي او کابل به په دومره لنډ وخت کې سقوط ونه کړي.
خو د ۲۰۲۱ کال په اوړي کې د طالبانو چټک پرمختګ او د ولایتونو د مرکزونو پرلهپسې سقوط دغه اټکل ناسم ثابت کړ. بایډن وايي، طالبانو د سیمهییزو مشرانو په ملاتړ ترلاسه کولو سره په چټکۍ د بېلابېلو سیمو کنټرول خپل کړ او د مرکزي حکومت کمزوري څرګنده شوه.
هغه د ۲۰۲۱ کال د جولای په ۲۳مه له اشرف غني سره ټیلیفوني خبرو ته اشاره کوي. د بایډن په وینا، غني په دې خبرو کې ډاډ ورکړی و چې دی او افغان ځواکونه د خپل هېواد دفاع ته چمتو دي.
بایډن لیکي: «د جولای په ۲۳مه مې له اشرف غني سره ټیلیفوني خبرې وکړې. هغه ټینګار کاوه چې دی او ځواکونه یې د خپل هېواد دفاع ته چمتو دي»
خو د هغه په وینا، وروسته پېښې د غني له ژمنو سره سمې نه وې: «خو کله چې په راتلونکو اوونیو کې طالبان کابل ته نږدې شول، هغه وتښتېد او افغان وسلهوالو ځواکونو په څو ساعتونو کې خپلې وسلې پر ځمکه کېښودې».
بایډن زیاتوي: «هغه شپږ میاشتنی وخت چې ماته یې ژمنه راکړې وه، په څو ورځو کې پای ته ورسېد».
د امریکا پخوانی ولسمشر د افغانستان د حکومت سقوط د دغه هېواد د سیاسي او پوځي جوړښتونو د کمزورۍ نښه بولي او ټینګار کوي چې دا پېښه یوازې د امریکا د ملاتړ د پرې کېدو پایله نه وه.
هغه وړاندې لیکلي، واشنګټن د افغانستان د حکومت تر سقوط پورې خپلو مالي او پوځي مرستو ته دوام ورکړی و.
بایډن د افغانستان د امنیتي ځواکونو د پاشل کېدو په اړه لیکي: «د افغانستان پوځ په اسانۍ سره وپاشل شو».
خو هغه په ورته وخت کې د امریکايي ادارو پر ناسم اټکل هم اعتراف کوي. د افغانستان د حکومت د مقاومت او د کابل د ساتلو په اړه د واشنګټن ارزونې، او همدارنګه د تخلیې د بهیر د امنیت په اړه وړاندوینې، د جګړې د وروستیو ورځو له واقعیتونو سره ډېر توپیر درلود.
له افغانستانه د وتلو د پرېکړې دفاع
جو بایډن له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو پرېکړه د یوې اوږدې جګړې د دوام او د امریکا د پوځي حضور د پای ته رسولو ترمنځ د انتخاب پایله بولي.
هغه د کتاب په دې برخه کې د ۲۰۲۰ کال په فبرورۍ کې د ډونالډ ټرمپ د ادارې او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون د هغو عواملو له ډلې ګڼي چې د ده د ادارې د پرېکړو امکانات یې محدود کړي وو.
بایډن لیکلي، د ټرمپ ادارې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر له شاوخوا ۱۳ زرو څخه ۲۵۰۰ ته راکم کړی و او د طالبانو د پنځو زرو بندیانو د خوشې کولو هوکړه یې هم کړې وه. د هغه په باور، دې کار د افغانستان د حکومت دریځ کمزوری کړی و، په داسې حال کې چې افغان حکومت په اصلي خبرو اترو کې ګډون نه درلود.
بایډن وايي، د دوحې له تړون وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور دوام ښايي د طالبانو له خوا د امریکايي ځواکونو پر ضد د بریدونو د بیا پیل لامل شوی وای. په دې صورت کې به واشنګټن اړ شوی وای چې د خپلو پاتې لږ شمېر سرتېرو د ساتنې لپاره نور ځواکونه هم افغانستان ته ولېږي.
هغه د دې پرېکړې په اړه لیکي: «له سیاسي پلوه تر ټولو خوندي پرېکړه دا وه چې په افغانستان کې پاتې شو. خو ایا دا رښتینی مشرتابه و؟ هر څومره چې مې په دې اړه فکر کاوه، هماغومره دې پایلې ته رسېدم چې نه».
د بایډن په اند، د جګړې لومړني هدفونه، لکه د اسامه بن لادن وژل او د القاعدې کمزوري کول، ډېر پخوا ترلاسه شوي وو او په افغانستان کې د پوځي حضور دوام نور د امریکا د ملي امنیت له مهمو ګټو سره د توجیه وړ نه و.
هغه د خپلې پرېکړې د دفاع په ترڅ کې لیکي: «ما پرېکړه وکړه چې د امریکا تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکی کېږدم».
بایډن د کابل له سقوط وروسته هم د دې پرېکړې مسوولیت مني او په خپل کتاب کې یو ځل بیا پر خپل دریځ ټینګار کوي: «زه د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر یم او وروستی مسوولیت زما پر غاړه دی».
هغه زیاتوي: «زه د ځواکونو د ایستلو د پرېکړې بشپړ مسوولیت منم او تل مې منلی دی».
د امریکا پخوانی ولسمشر د کابل د هوايي ډګر د تخلیې د عملیاتو د ګډوډۍ او انساني زیانونو یادونه هم کوي.
د هغه په وینا، د دغو عملیاتو پر مهال له افغانستان څخه تر ۱۲۴ زرو ډېر کسان وایستل شول. خو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۲۶مه د کابل هوايي ډګر په دروازه کې ځانمرګي برید، چې د ۱۳ امریکايي سرتېرو د وژل کېدو لامل شو، د جګړې د پای تر ټولو ترخه شېبه وه.
له دې ټولو پایلو سره سره بایډن د خپلې پرېکړې په اړه خپل دریځ نه بدلوي او لیکي: «زه باور لرم چې سمه پرېکړه مې کړې وه. که یو ځل بیا له هماغه حالت سره مخ شم، همدا پرېکړه به وکړم».
له لرې واټن څخه څارنه؛ که اړتیا وي، بیا به افغانستان ته ننوځو
بایډن د امریکا د ځمکنیو ځواکونو وتل په افغانستان کې د واشنګټن د امنیتي رول د پای ته رسېدو په معنا نه بولي. هغه په خپل کتاب کې پر هغې پوځي تګلارې ټینګار کوي چې د امریکا په پوځي اصطلاحاتو کې ورته «له سترګو پناه یا له افق هاخوا د عملیاتو وړتیا» ویل کېږي.
د دې تګلارې له مخې، امریکا کولای شي په افغانستان کې د خپلو ځواکونو له دایمي ځای پر ځای کولو پرته، د ترهګریزو ګواښونو د پېژندلو او په نښه کولو وړتیا وساتي.
بایډن لیکي: «ما باور درلود چې کولای شو افغانستان پرېږدو، خپلې سرچینې د نننیو نویو ګواښونو پر وړاندې وکاروو او په عین وخت کې هغه وړتیا وساتو چې له افق هاخوا نومېږي. که کوم ترهګریز ګواښ راڅرګند شي، کولای شو هر وخت له افغانستان څخه بهر خپل امکانات وکاروو، دغه هېواد ته ننوځو او هغه ګواښ له منځه یوسو».
د بایډن له نظره، امنیتي ګواښونه یوازې افغانستان ته محدود نه وو او توندلارې ډلې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې فعالیت درلود.
له همدې امله، د هغه په باور واشنګټن باید خپلې پوځي سرچینې د نویو ګواښونو له مخې تنظیم کړې وای، نه دا چې لا هم په افغانستان کې د دایمي حضور لپاره میلیاردونه ډالر ولګوي. هغه باور لري چې امریکا د ځمکنۍ جګړې له دوام پرته هم د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د اقدام وړتیا ساتلای شوه.
په دې توګه، د امریکايي ځواکونو وتل د افغانستان له حالاتو څخه د سترګو پټولو په معنا نه وو، بلکې د امریکا د حضور او احتمالي مداخلې د طریقې بدلون و.
د جګړې پای؛ نه بریا او نه ماتې
د بایډن په کتاب کې د افغانستان اړوند برخه، په ټوله کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو د پرېکړې دفاع او د نورو هېوادونو د سیاسي جوړښتونو د بدلولو لپاره د امریکا د پوځي ځواک د وړتیاوو بیا ارزونه ده.
هغه د جورج ډبلیو بوش څخه تر خپلې ولسمشرۍ پورې د امریکا د څلورو ولسمشرانو سیاستونه څېړي او دې پایلې ته رسېږي چې واشنګټن په افغانستان کې د پراخو مالي او ځاني لګښتونو سربېره ونه توانېد چې د دغه هېواد لپاره یوه تلپاتې حللاره ومومي.
بایډن د دې جګړې یو مهم درس د پوځي ماموریتونو لپاره د روښانه او ترلاسه کېدونکو هدفونو ټاکل بولي.
هغه د کتاب په پای کې لیکي: «موږ باید داسې ماموریتونه وټاکو چې روښانه او ترلاسه کېدونکي هدفونه ولري، نه داسې هدفونه چې هېڅکله به ورته ونه رسېږو».
د بایډن په روایت کې داسې انځور وړاندې شوی چې دی د امریکايي ځواکونو د وتلو د پرېکړې مسوولیت مني، خو د افغانستان د جمهوري نظام سقوط تر ډېره د دغه هېواد د کورنیو سیاسي او پوځي جوړښتونو کمزورتیا او د مشرانو ناتوانۍ ته منسوبوي.
هغه د جګړې د پای ګډوډۍ ته اشاره کوي، خو د ځواکونو د وتلو د پایلو او له جګړې څخه د وتلو د اصلي پرېکړې ترمنځ توپیر کوي.
د دې فصل اصلي پیغام دا دی چې د بایډن په باور، امریکا ونه توانېده افغانستان د خپلې خوښې په څېر ډموکراسۍ ته واړوي او د جګړې دوام هم د دې بدلون ضمانت نه شوای کولای. له همدې امله، هغه د امریکايي ځواکونو وتل یوه اړینه پرېکړه بولي؛ داسې پرېکړه چې د ده په وینا، د پایلو له پوهېدو سره سره به یې یو ځل بیا هم وکړي.