• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

اوچا: په افغانستان کې د بشري مرستو پر وړاندې یوازې تېره میاشت ۲۹ خنډونه ثبت شوي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۵۱ GMT+۰تازه شوی: ۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۵۹ GMT+۰

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې په اکتوبر میاشت کې د بشري مرستو د رسولو پر وړاندې ۲۹ پېښې ثبت شوي چې ۲۱ یې د لاسوهنې او محدودیتونو، ۱۱ یې د جنسیت اړوند او ۴ یې د بشري مرستو له کارکوونکو، شتمنیو او تاسیساتو سره د تاوتریخوالي په اړه وې.

د اوچا د راپور له مخې، له ۲۹ ثبت شویو پېښو څخه ۲۱ یې د بشري مرستو په چارو کې د لاسوهنې او محدودیتونو په اړه وې. په دغو پېښو کې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو پر ګډون محدودیتونه، د تفاهم‌لیکونو په لاسلیک کې ځنډ، د مرستندویه پروګرامونو په پلي کولو کې لاسوهنه او د کارکوونکو او مرستو ترلاسه کوونکو د حساسو معلوماتو غوښتل شامل دي.

راپور زیاتوي، چې په دوو پېښو کې د ښځو مرستو او خدمتونو ته لاسرسی محدود شوی وو. همدارنګه، د بشري مرستو د کارکوونکو پر فعالیتونو فشار، له خبرتیا پرته د دفترونو پلټنه، د ځمکو او جوازونو ستونزې او د ولایتونو ترمنځ د مرستو د لېږد محدودیتونه هم راپور شوي دي.

اوچا ویلي، دغو محدودیتونو د روغتیا، پوهنې، خوندیتوب، معیشت، اوبو او حفظ‌الصحې او زیربناوو په برخو کې د بشري مرستو پروګرامونه ځنډولي یا ګډوډ کړي دي.

د راپور له مخې، د جنسیت اړوند ۱۱ پېښې د اندېښنې وړ دي. په دې کې د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو پر فعالیتونو محدودیتونه، د معیشت په پروګرامونو کې د ښځو پر ګډون بندیزونه او د ښځو لپاره د حفظ‌الصحې او شخصي اړتیاوو د توکو پر ترلاسه کولو خنډونه شامل دي.

راپور وايي، دغو محدودیتونو په ځینو سیمو کې د زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او روزنیزو پروګرامونو دوام اغېزمن کړی او د ښځو او نجونو اساسي خدمتونو ته یې لاسرسی نور هم محدود کړی دی.

اوچا په څلورو پېښو کې د بشري مرستو له کارکوونکو، شتمنیو او تاسیساتو سره د تاوتریخوالي راپور هم ورکړی، چې دوه یې د کارکوونکو نیول او توقیف او دوه نورې یې د ګواښونو پېښې وې. د راپور په موده کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې پېښه نه‌ده ثبت شوې.

همدارنګه، په سرحدي سیمو کې د پوځي عملیاتو او روانو نښتو درې پېښې ثبت شوې دي. د دغو پېښو له امله ځینو سیمو ته لاسرسی او ساحوي څارنه محدوده شوې، کارکوونکو خپل تګ راتګ بدل کړی او د یوه هوايي برید له راپور وروسته د راستنېدونکو لپاره یو روغتیايي مرکز او سرحدي لاره په لنډمهاله توګه تړل شوې وه.

د اوچا د راپور له مخې، د پېښو تر ټولو ډېر شمېر په لوېدیځ زون کې ثبت شوی، چې ۱۵ پېښې او د ټولو پېښو ۵۱،۷ سلنه جوړوي. په سوېلي زون کې شپږ پېښې یا ۲۰،۷ سلنه او په سوېل ختیځ زون کې درې پېښې یا ۱۰،۳ سلنه ثبت شوې دي.

دا په داسي حال ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري مرستو د رسولو او د مرستندویه سازمانونو د فعالیتونو پر وړاندې بېلابېل محدودیتونه رامنځته شوي او په ځانګړي ډول د ښځو پر کار بندیزونو او محدودیتونو د بشري مرستو پر بهیر اغېز کړی دی.

طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. وروسته دغه محدودیتونه د ملګرو ملتونو ځینو ادارو ته هم وغځېدل. د دې پرېکړو له امله یو شمېر بشري سازمانونو خپل فعالیتونه وځنډول.

ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه سازمانونو په وار وار ویلي، چې ښځینه کارکوونکې د ښځو او نجونو اړتیاوو ته د رسېدو، د مرستو د وېش او د بشري پروګرامونو د پلي کولو لپاره مهم رول لري او د هغوی له ګډون پرته د مرستو رسول ستونزمنېږي.

افغانستان په داسې حال کې له پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دی، چې د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، طبیعي پېښو، راستنېدونکو کډوالو او اقتصادي ستونزو له امله میلیونونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

ډېر لیدل شوي

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی
۱

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی

۲

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځینه وکیلانې له سختو حقوقي خنډونو سره مخ دي

۳

بایډن د خاطرو کتاب کې: د افغان حکومت د نه ړنګېدو ډاډ راکړل شوی و

۴

د تناره د سرو لمبو تر څنګ؛ له ننګرهارۍ توړۍ سره یوه ورځ

۵

رواداري: د جرمونو نړۍواله محکمه دې د افغانستان د پخوانۍ دوسیې د تړلو پرېکړه بېرته واخلي

•
•
•

نور خبرونه

اسوشیټېډ پرېس: د بندیزونو سربېره کابل کې ښځې پټ ښوونځي او کوچني کاروبارونه پر مخ وړي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۳ GMT+۰
100%

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې په کابل کې یو شمېر افغان ښځې د طالبانو د محدودیتونو او بندیزونو سربېره، په پټه ښوونځي پر مخ وړي او کوچني کاروبارونه کوي.

اسوشیټېډ پرېس په خپل راپور کې چې سې شنبې (د لړم ۲۶مه) خپره شوې لیکلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی، ښځې له ډېرو دولتي او خصوصي دندو منع شوې، د هغوی پر لوبو او نورو سپورټي فعالیتونو بندیز لګیدلی، ان پارکونو او د سینګارتونونو ته د تګ اجازه هم نه لري.

راپور زیاتوي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت محتسبان د دغو محدودیتونو د پلي کېدو څارنه کوي او د سرغړونې په ثورت کې ښځې نیسي او له هغوی سره ناوړه چلند کوي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند محمد اسلم بدریوال اسوشیټېډ پرېس ته ویلي، چې ښځې د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو په چوکاټ کې خپل ټولنیز او سوداګریز فعالیتونه ترسره کولای شي.
اسوشبټید پریس د نوموړي له قوله لیکلي چې:«زموږ خویندې هم کولای شي خپل ټولنیز او سوداګریز فعالیتونه ترسره کړي، خو په دې شرط چې د اسلامي شریعت اصول او نافذه قوانین په بشپړه توګه په پام کې ونیسي.»
اسوشیټېډ پرېس په خپل راپور کې د کابل د درېیو افغان ښځو کیسې راخیستې، چې د طالبانو د محدودیتونو سربېره هڅه کوي خپل کار او زده‌کړې ته دوام ورکړي.

د راپور له مخې، یوې ۴۰ کلنه ښځه چې کلونه یې کابل کې سینګارتون لاره، د طالبانو له خوا له بندیز وروسته یې سینګارتون وتړل شو، خو هغې شخصي سینګارتون پرانیست.
راپور کې راغلي چې هغې د مراجعینو د ډېرېدو له امله خپل کار ته دوام ورکړی و، خو د طالبانو لخوا تر چاپې وروسته یې د سینګارتون ټول وسایل او فرنیچر ضبط شول.
اسوشیټید پریس لیکلي چې نوموړې وروسته یو بل ځای په کرایه ونیو او خپل کاروبار یې بیا پیل کړ. اوس اووه ښځې ورسره کار کوي او د خپلو کورنیو لپاره لګښت برابروي.
راپور دویمه مرکه کوونکې ښځه پخوانۍ فوټبالره یادوي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته هم غوره شوې وه؛ خو د ښځو پر لوبو د بندیز له امله یې د فوټبال په برخه کې مسلکي فعالیت ته دوام ورنکړی شو.
راپور کاږي چې هغې شپږ میاشتې ژور خپګان تجربه کړ، خو وروسته یې په کور کې تمرینونه پیل کړل، سوک‌وهنه یې زده کړه او اوس د خپل کور په انګړ کې د هلکانو یوې وړې ډلې ته د فوټبال روزنه ورکوي. نوموړې وایي، په افغانستان کې د خپل راتلونکي لپاره هېڅ هیله نه ویني او غواړي بل هېواد ته ولاړه شي.

راپور کاږي، چې یوه بله ۲۰ کلنه نجلۍ، چې د خپلې خور په مرسته د کور په یوه خونه کې پټ ښوونځی جوړ کړی دی. په دغه ښوونځي کې شاوخوا ۳۰ زده‌کوونکي، چې نجونې او هلکان دواړه پکې شامل دي، تاریخ، ساینس، جغرافیه، ریاضي، ژبې او دقران زده‌کړې کوي.
راپور کې راغلي، چې نوموړې د نجونو د زده‌کړو د دوام او هغوی ته د هیلې ورکولو لپاره دغه ټولګی جوړ کړی، خو د هر درس پر مهال د طالبانو له خوا د نیول کېدو وېره ورسره مل وي.

تر دې وړاندې نیویارک ټایمز هم افغانستان کې د پټو ښونځیو په اړه راپور ورکړی و. دغې رسنس په یوه راپور کې ویلي و، چې دمګړۍ په افغانستان کې د نجونو لپاره په لسګونو «پټ ښوونځي» فعال دي او په‌کې د زده‌کړو بهیر روان دی.

د امریکا عدلیې وزارت: یو افغان په سیاتل ښار کې د کډوالۍ د اسنادو د جعل په تور نیول شوی

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۸ GMT+۰
100%

د امریکا عدلیې وزارت اعلان کړی، چې یو ۳۹ کلن افغان «مصطفی امان» د لړم په ۱۹مه نېټه د دغه هېواد په سیاتل ښار کې د اسنادو د جعل او دولتي چارواکو ته د ناسمو معلوماتو د ورکولو په تور نیول شوی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، نوموړی تورن دی چې د خپلو ملګرو او د کورنۍ د غړو د کډوالۍ د وضعیت د ترلاسه کولو لپاره یې جعلي اسناد او ناسم معلومات برابر کړي دي.
د تورپاڼې له مخې، مصطفی امان له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د امریکا د کډوالۍ له بهیر سره له خپلې بلدتیا څخه په ګټې اخیستو، د څو کسانو د کډوالۍ په چارو کې مرسته کړې ده.
نوموړی تورن دی چې جعلي سپارښتنلیکونه، د کارکوونکو جعلي پېژندپاڼې او جوړ شوي ملاتړي لیکونه یې چمتو کړي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو او د کانګرس د غړو په ګډون یې دولتي چارواکو ته ناسم معلومات ورکړي دي.
د تورپاڼې له مخې، امان په ۲۰۱۴ کال کې یوه کس ته د امریکا د ځانګړې کډوالۍ ویزې د ترلاسه کولو لپاره جعلي سپارښتنلیک برابر کړی و. دغه کس په حقیقت کې په افغانستان کې د هېڅ امریکايي شرکت لپاره کار نه و کړی، خو د یاد لیک په مرسته یې ادعا کړې وه چې له یوه امریکايي شرکت سره یې کار کړی دی.
همداراز، امان په ۲۰۱۶ کال کې د یوه بل کس لپاره جعلي سپارښتنلیک چمتو کړی و. هغه په ۲۰۲۲ کال کې له دوو نورو کسانو سره هم د جعلي لیکونو او د کاري مخینې په اړه د ناسمو معلوماتو په برابرولو کې مرسته کړې وه، څو د ځانګړې کډوالۍ ویزې ترلاسه کولو ته لاره هواره کړي.
د امریکا د عدلیې وزارت په تورپاڼه کې راغلي، چې امان د خپل مدني وضعیت په اړه هم ناسم معلومات ورکړي دي. هغه د پاسپورټ په غوښتنلیک کې ځان مجرد معرفي کړی و، په داسې حال کې چې واده یې کړی و.
د امریکا د لوېدیځې واشنګټن سیمې د فدرالي څارنوالۍ سرپرست چارلز نیل فلوېډ ویلي، امان چې په افغانستان کې له امریکا سره د همکارۍ له امله د دغه هېواد باوري متحد ګڼل کېده، له ورکړل شوي باور څخه ناوړه ګټه اخیستې ده.
په سیاتل کې د اېف‌بي‌ای دفتر مسوول مایک هرینګټن هم ویلي، امان د امریکا د کډوالۍ د بهیر په اړه له خپل مقام او پوهې څخه په ګټې اخیستو، د کډوالۍ سیستم غولولی او هڅه یې کړې چې د ځان، کورنۍ او ملګرو لپاره ګټې ترلاسه کړي.
امان د شپږو مادو لرونکې تورپاڼې له مخې له بېلابېلو تورونو سره مخ دی. د امریکا د حکومت د غولولو لپاره د توطیې تور تر پنځو کلونو پورې د بند سزا لرلی شي.
خو د امریکا عدلیې وزارت ټینګار کړی، چې په تورپاڼه کې مطرح شوي تورونه لا نه دي ثابت شوي او امان تر هغه وخته بې‌ګناه ګڼل کېږي، چې په محکمه کې یې جرم ثابت شي.

په امریکا کې لسګونه افغان کډوال پاکستان ته د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۴۴ GMT+۰
100%

د امریکا اې‌بي‌سي ټلوېزیون راپور ورکړی، چې ښايي لسګونه افغان کډوال په روانه اوونۍ کې له امریکا څخه وایستل شي. د وکیلانو، د کډوالو ملاتړو بنسټونو او د نیول شویو افغانانو د کورنیو په وینا، ښايي د امریکايي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو د کورنۍ غړي هم په دغه کسانو کې شامل وي.

د یوه افغان کډوال اړوند د محکمې د هغه سند له مخې چې اې‌بي‌سي ارزولی، د ایستلو د الوتکې د ناستې ځای پاکستان ټاکل شوی او ټاکل شوې چې دغه کسان تر هغه وروسته افغانستان ته ولېږدول شي.

د کډوالو ملاتړو بنسټونو او د نیول شویو کسانو کورنیو تر دې مخکې دغه ټلوېزیون ته ویلي وو، چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت د کډوالۍ سیاستونو په چوکاټ کې د امریکا د لویزیانا ایالت د کډوالۍ ادارې په توقیف‌خونو کې سلګونه افغان کډوال ساتل کېږي.

له امریکا څخه د کډوالو د ایستلو ډېری الوتنې له همدې ایالت څخه ترسره کېږي. شارلوټ مویال اې‌بي‌سي ته ویلي، مېړه یې د څه باندې یو کال بند تېرولو وروسته په دې وروستیو کې د پنسلوانیا ایالت له یوه توقیف‌ځای څخه د لویزیانا ایالت توقیف‌ځای ته لېږدول شوی دی. د هغې په وینا، مېړه ته یې خبر ورکړل شوی چې ښايي ډېر ژر له امریکا څخه وایستل شي.

د یوشمېر نیول شویو افغانانو کورنۍ اندېښنه لري، چې خپلوان به یې افغانستان ته تر ستنېدو وروسته د طالبانو له شکنجې او ځورونې سره مخ شي.
د افغان ایواک بنسټ مشر شان وندایور چې له تخلیه شویو افغانانو ملاتړ کوي اې‌بي‌سي ته ویلي، چې د نیول شویو کسانو کورنۍ «سختې وېرېدلې» دي. هغه خبرداری ورکړی، چې افغانستان ته د دغو کسانو بېرته ستنول د هغوی ژوند له خطر سره مخ کوي.

په پاکستان کې د افغان کډوالو د چارو د یوې ادارې لوړپوړي چارواکي یاد ټلوېزیون ته ویلي، د افغانستان او امریکا ترمنځ د رسمي هوکړې د نشتوالي له امله پاکستان د ایستل شویو افغانانو د لېږد بهیر اسانه کوي. د دغه چارواکي په وینا، هغه کسان چې پاکستان ته لېږدول کېږي؛ په بسونو کې د افغانستان تر دروازو رسول کېږي.

طالبانو هم په یوه خبرپاڼه کې پاکستان ته د یوشمېر افغان کډوالو د لېږدولو په اړه د امریکا د پرېکړې د راپورونو په غبرګون کې «ژوره اندېښنه» څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې په دې برخه کې رغنده تعامل ته چمتو دي.

وندایور یې په غبرګون کې ویلي، د پاکستان او طالبانو ترمنځ ترینګلتیا او د افغانستان او پاکستان د لارو تړل کېدل د دغه کډوالو د لېږد ګواښ لا زیاتوي. هغه د امریکا له حکومته غوښتي، چې د اخراج الوتنه ودروي او د امریکا د پخوانیو متحدینو کورنۍ باید په داسې وضعیت کې یوازې پرېنښودل شي.

د امریکا د استازو جرګې دیموکرات غړي سکاټ پیټرز هم په یوه خبرپاڼه کې پر یادې پرېکړې نیوکه کړې ده. هغه ویلي، د امریکايي ځواکونو د پخوانیو افغان همکارانو او د هغوی د کورنیو غړو پاکستان ته لېږدول ښايي په پایله کې د دې لامل شي چې هغوی بېرته د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته واستول شي.

پیټرز خبرداری ورکړی، چې د یادې پرېکړې عملي کول به د امریکا زیان‌منونکي متحدین د مرګ له ګواښ سره مخ کړي او د دغه الوتنو د لغوه کېدو غوښتنه یې کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند اې‌بي‌سي ټلوېزیون ته په ځواب کې ویلي، هر هېواد حق لري چې د خپلو وګړو د امنیت لپاره د خپلو پولو د ساتنې او د کډوالۍ د سیاستونو په اړه پرېکړه وکړي.

د ایران د کرنې وزیر: له افغانستان سره د سوداګرۍ څلورمه برخه کرنیز محصولات جوړوي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۳:۲۵ GMT+۰
100%

د ایران د کرنې وزیر وايي، له افغانستان سره د دغه هېواد د ۲.۷ مېلیارد ډالرو کلنۍ سوداګرۍ شاوخوا څلورمه برخه د کرنیزو محصولاتو صادرات جوړوي. نوموړي دغه شمېرې په تهران کې د طالبانو د مالیې له وزیر سره د خبرو پرمهال وړاندې کړې دي.

د ایران د کرنې وزیر غلامرضا نوري قزلجه د یکشنبې په ورځ (د لړم ۲۴مه) په تهران کې د طالبانو د مالیې له وزیر محمدناصر اخوند سره د سوداګرۍ او کرنیزو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.

نوري ویلي، ایران چمتو دی د افغانستان هغه کرنیز محصولات چې د دغه هېواد په بازار کې ورته اړتیا شته، د پېرلو په برخه کې لومړیتوب ورکړي. نوموړي همداراز وړاندیز کړی، چې د افغانستان اړتیاوې دې د ایران د تولیداتو له لارې پوره شي.

د ایران د کرنې وزیر له افغان پانګه‌والو غوښتي، چې د چابهار په بندر کې د ترمینل او بندري تاسیساتو د جوړولو په برخه کې پانګونه وکړي. د هغه په وینا، د ایران له لارې ګټه اخیستنه کولی شي ازادو اوبو او نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان لاسرسی پراخ کړي.

نوموړي همداراز ویلي، ایراني شرکتونه چمتو دي چې د افغانستان په تولیدي برخو، په ځانګړي ډول د چرګانو د روزنې او کرنیزو صنایعو په برخو کې پانګونه وکړي. نوري د نباتاتو د اصلاح، د څارویو د نسل ښه‌والي، د څارویو د درملو او واکسینونو د برابرولو او د یو ورځنیو چورګوړو د رسولو په برخو کې د ایران د همکارۍ چمتووالی هم څرګند کړی دی.

د ایران د کرنې وزیر ویلي، هېواد یې چمتو دی چې له افغانستان سره د کوکنارو پر ځای د بدیلو کرنیزو محصولاتو د کښت په برخه کې همکاري وکړي. نوري د یزدان سرحدي لارې د بیا پرانیستلو او د سرحدي بازارونو د فعالولو لپاره د ایران چمتووالی هم اعلان کړی دی. هغه همداراز د ګمرکي چارو د ساده کولو او د باروړونکو موټرو د تګ راتګ د زیاتوالي غوښتنه کړې ده.

د ایران د کرنې وزیر زیاته کړې، د دواړه خواوو ترمنځ د همکارۍ اسناد چمتو شوي او وروستي کېدل یې کولای شي د سوداګرۍ د زیاتوالي لامل شي.

افغانستان، سره له دې چې تر ډېره کرنیز هېواد دی، د سړو خونو او د کرنیزو محصولاتو د ساتنې اسانتیاوو د کمښت له امله لا هم د کرنیزو او خوراکي توکو پر وارداتو متکي دی.

د خوړو د پالیسۍ د نړۍوالې څېړنیزې موسسې د ارزونې له مخې، د وروستیو سرحدي محدودیتونو تر لګېدو مخکې ایران او پاکستان د افغانستان د خوراکي توکو د وارداتو څه باندې ۴۲ سلنه برخه برابروله.

ایران افغانستان ته د روميانو، هګیو او د چرګانو د فارمونو د محصولاتو له عرضه‌کوونکو هېوادونو څخه دی. پاکستان بیا د افغانستان د وارداتي وریجو، کچالو او سبزیو په برابرولو کې لویه ونډه لرله.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د روان کال (د زمري په ۲۰مه) ادعا کړې وه، چې افغانستان د چرګانو د روزنې په برخه کې «بشپړې ځان‌بساینې» ته رسېدلی دی.

خو د ایران د تایباد د وترنرۍ شبکې مشر حسن اذریان تېره اوونۍ ویلي، د ۱۴۰۵ لمریز کال له پیل راهیسې یې د دوغارون له لارې افغانستان ته د یوې ورځې ۹ مېلیونه، ۱۴۳زره او ۶۳۶ چورګوړي په ۵۳۱ جوپو کې صادر کړي دي.

د هغه په وینا، دغه شمېر د تېرکال د ورته مودې پرتله پنځه برابره زیات شوی دی. د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د زیاتېدو او د دواړو هېوادونو د لارو د تړل کېدو وروسته، ایران د افغانستان پر یوه مهمه سوداګریزه لار بدل شوی دی.

افغان سوداګرو د خپلو وارداتو لویه برخه د ایران او منځنۍ اسیا لارو ته اړولې ده. د نړۍوال بانک د راپور له مخې، د روان کال په اګست میاشت کې د افغانستان ۴۶ سلنه واردات د ایران له لارې ترسره شوي؛ په داسې حال کې چې د پاکستان له لارې د وارداتو ونډه نږدې صفر ته راټیټه شوې وه.

ملګري ملتونه: د بشري مرستو په وېش او پرېکړو کې د افغان ښځو نظرونه له پامه غورځول کېږي

۲۵ لړم ۱۴۰۵ - ۱۶ نومبر ۲۰۲۶، ۲۲:۰۲ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق (UNFPA) په یوه راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د بشري مرستو د ترلاسه کولو په بهیر کې د ښځو غږونه په کافي اندازه نه اورېدل کېږي او د مرستو په اړه په پرېکړو کې د نارینه‌و پرتله لږه ونډه لري.

د دغه راپور له مخې، د ۲۰۲۵کال له جولای څخه د ۲۰۲۶کال تر جون پورې د افغانانو د نظرونو او شکایتونو له ۲۶۳زره ډېر ثبت شوي موارد څېړل شوي چې د ټولنې د نظرونو د دوو سروې‌ګانو پایلې هم په‌کې شاملې دي. راپور د ساموېل هال څېړنیز بنسټ له‌خوا د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په تخنیکي لارښوونه او مالي ملاتړ چمتو شوی دی.
راپور کاږي، د ثبت شویو نظرونو او شکایتونو یوازې ۳۵ سلنه د ښځو له‌خوا وړاندې شوي دي. د ښځو ونډه په بېلابېلو ولایتونو او د نظرونو په ثبت کې توپیر لري؛ د بېلګې په توګه د «اواز» ټیلیفوني کرښې له لارې په هرات کې د ښځو د نظرونو ونډه نږدې ۴۰ سلنه ده، خو په روزګان کې یوازې ۲ سلنه ثبت شوې ده.
د راپور موندنې ښيي، چې ښځې تر ډېره د نغدو پیسو، روغتیايي خدمتونو او خوراکي توکو د مرستو غوښتنه کوي. د ښځو د ثبت شویو نظرونو ۵۹ سلنه د مرستو غوښتنې او ۲۲ سلنه د معلوماتو ترلاسه کولو په اړه دي. خو کله چې له ښځو څخه د اوږدمهاله اړتیاوو په اړه مستقیمې پوښتنې کېږي، د نجونو او ښځو زده‌کړې، مسلکي روزنې او د ښځو په مشرۍ د اقتصادي نوښتونو ملاتړ یې له مهمو لومړیتوبونو دي.
په راپور کې د ۲۰۲۶کال د جنورۍ او جون ترمنځ د یوې سروې له مخې ویل شوي، چې یوازې ۱۶ سلنه ښځو د مرستو په اړه د پرېکړو په بهیر کې د ګډون خبره کړې؛ په داسې حال کې چې د نارینه‌و دغه کچه ۲۴ سلنه ده. همداراز ۷۹ سلنه ښځو ویلي، چې د مرستو د ترلاسه کولو له شرایطو خبر دي؛ خو د نارینه‌و په منځ کې دغه کچه ۸۶ سلنه ده.
د راپور له مخې، ۷۵ سلنه ښځې پوهېږي چې خپل شکایتونه او نظرونه څنګه ثبت کړي؛ خو له هغو ښځو څخه چې شکایتونه یې ثبت کړي، یوازې ۳۹ سلنه پوهېږي چې د شکایتونو په اړه یې څه اقدام شوی دی. په نارینه‌و کې دغه کچه ۴۵ سلنه ده.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په راپور کې همداراز راغلي، چې ډېری ښځې د مرستو ترلاسه کولو پرمهال ځانونه خوندي احساسوي؛ خو ځینې یې د تګ راتګ محدودیتونه، د نارینه محرم د ملتیا اړتیا او د ښځینه مرستندویه کارکوونکو کمښت د مرستو او روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې خنډونه بولي.
راپور زیاتوي، چې د مرستندویه کارکوونکو له‌خوا د ناوړه ګټې اخیستنې او ځورونې د راپور ورکولو پر وړاندې وېره او ټولنیز فشارونه هم د ښځو د چوپتیا له مهمو لاملونو څخه دي. په سروې کې ۶۱ سلنه ښځو ویلي، چې ښځې د دغسې پېښو د راپور ورکولو پرمهال له ستونزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له بشري مرستندویه بنسټونو او د ملګرو ملتونو له ادارو غوښتي، چې د ښځو نظرونو ته د رسېدو لارې پراخې کړي، هغوی د مرستو په اړه د پرېکړو په بهیر کې زیاتې شاملې کړي او په روښانه ډول ورته ووایي، چې د دوی د شکایتونو او غوښتنو په ځواب کې څه اقدامات شوي دي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، چې د ښځو اړتیاوې باید د لنډمهاله بشري مرستو ترڅنګ د زده‌کړو، مسلکي روزنې، معیشت او اوږدمهاله پرمختیايي پروګرامونو په طرحه او پلي کولو کې هم په پام کې ونیول شي.