• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هرات کې د طالبانو والي: هر نظام کې چې ځنې خلک له قانون لوړ وګڼل شي ګډودېږي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۰۹ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو والي شېخ نور احمد اسلام جار وایي، هر هغه نظام کې چې یوه ځانګړې ډله کسان له قانون څخه لوړ وګڼل شي، ګډوډي پکې رامنځته کېږي او له‌منځه ځي. هغه زیاتوي: «هېڅ نظام له نظم او اطاعت پرته دوام نه‌شي کولای».

نوموړي دغه څرګندونې د لړم په ۲۶مه کابل پوهنتون کې د ملا هبت الله په ملاتړ غونډه وکړې. د اسلام‌جار په خبره، په یوه نظام کې هغه وخت نظم راتللی شي چې قانون په ټولو یو شان پلی شي او ځانګړې ډلې له قانون پورته ونه‌ګڼل شي.

هغه وړاندې زیاته کړه: «کله چې د ځنګل قانون اصطلاح کاروو، نو باید پوه شو چې په ځنګل کې هم حیوانات خپل نظم او طبیعي قانون لري. حتی هغه خطرناک حیوانات هم خپل حدود پېژني». د نوموړي په وینا، نوموړي هېوادونه چې اسلام‌ پکې نشته هم قانون ته اړتیا لري او د ټولنو د نظم لپاره یې انساني قوانین رامنځته کړي دي. په هرات کې د طالبانو والي زیاتوي، په غیر اسلام هېوادونو کې هم خلک د انساني قوانینو له مخې یو ډول حقوق لري او خلک اړ دي، څو قانون ته درناوی وکړي.

هغه وړاندې وویل: «د مثال په توګه په لرغوني روم کې د امپراتورۍ دوام د یو قانوني نظام او چوکاټ شتون و چې ځانګړې شورا یې څارنه کوله. حتی د روم امپراتور هم مکلف و چې قانون ته غاړه کېږدي او همدا لامل و چې امپراتورۍ یې تر ډېره وخته دوام وکړ».

اسلام‌جار وایي، تر ټولو لوی ظلم دا دی چې قانون په زورواکو تطبیق نه‌شي او زورور د خپلو ګټو لپاره د قانون پر وړاندې بې پروا وي. نوموړي همدا راز وویل چې په ټولنه کې تبعیض هم د عدالت پلي کولو سره له‌منځه تللی شي.

هغه وویل: «د افغانستان عامو خلکو کې تعصب نشته، خلک له امیر، والي، وزیر او ولسوال څخه عدالت غواړي. عدالت سره تعصب له‌منځه ځي، خو بې عدالتۍ سره په طبیعي توګه تعصبات راپورته کېږي.

نوموړي زیاته کړه چې د طالبانو قوانین اسلامي دي او خلک مکلف دي چې د دیني اصولو له مخې د ملا هبت الله «اطاعت» وکړي. هغه د خپلې ډلې پر غړو هم غږ وکړ چې د دوی د «شرعي قوانینو» درناوی وکړي.

د شیخ نور احمد اسلام‌جار دا څرګندونې داسې مهال دي چې د‌ طالبانو غړي ډېر کله د خپلې ډلې قوانینو ته غاړه نه‌ږدي او دا سختدریځه قوانین یوازې په عامو وګړو عملي کېږي. هم‌مهاله، ویل کیږي چې د طالبانو په لیکو کې د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني په ګډون یوه ډله لوړ پوړي کسان د ملا هبت الله ډېری فرمانونه بابیزه ګڼي او چندان یې پر ځانونو نه عملي کوي.

د‌ څارونکو په باور، یوه ډله جګپوړي طالبان د ملا هبت الله فرمانونه ننګوي او له همدې امله په دغه ډله کې د قوانینو د تطبیق لوی درزونه شته، خو طالبان دا څرګندونې بې بنسټه ګڼي.

ډېر لیدل شوي

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی
۱

هبت الله اخوندزاده ته د نړۍ د ۵۰۰ بانفوذه مسلمانانو په نوملړ کې ۴۳م ځای ورکړل شوی

۲

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ښځینه وکیلانې له سختو حقوقي خنډونو سره مخ دي

۳

بایډن د خاطرو کتاب کې: د افغان حکومت د نه ړنګېدو ډاډ راکړل شوی و

۴

د تناره د سرو لمبو تر څنګ؛ له ننګرهارۍ توړۍ سره یوه ورځ

۵

رواداري: د جرمونو نړۍواله محکمه دې د افغانستان د پخوانۍ دوسیې د تړلو پرېکړه بېرته واخلي

•
•
•

نور خبرونه

د کندهار د راډیوګانو مسوولان: پر کرکټ خپرونو بندیز د راډیوګانو تړلو ته اړ اېستلي یوو

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۵۶ GMT+۰
•
عبدالله همیم
100%

په کندهار کې د یو شمېر سیمه ییزو اډیوګانو مسوولان وايي، د طالبانو له‌خوا د کرکټ پر خپرونو، خبرونو او کمینټرۍ د بندیز له امله اړ شوې چې خپل رسنیز فعالیتونه ودروي. دوی وايي، د رسنیو د عوایدو لویه سرچینه یې د ورزشي خپرونو پرمهال خپریدونکي اعلانونه وو، چې نور نشته.

په کندهار کې دمګړۍ ۱۶ اېف اېم راډیوګانې فعالیت لري چې له دې ډلې ۷ یې د طالبانو له واکمنېدو وروسته فعاله شوې دي.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له‌خوا په راډیوګانو کې د کرکټ اړوند، خبرونو، خپرونو او د لوبو په اړه د ژوندۍ تبصرو بندیز وروسته، د دغو راډیوګانو یو شمېر مسولانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې د دغه بندیز له امله د عوایدو له کمښت سره مخ شوي او اړ دي چې خپلې اډیوګانې وتړې.

د یو شمېر راډیوګانو مسولان وایي، د کرکټ د ژوندیو لوبو او ځانګړو ورزشي خپرونو له لارې یې ګڼ سوداګریز اعلانات ترسره کول، خو د طالبانو د بندیز له امله یې نور له دې پلوه د عوایدو لویه برخه بنده شوه.

د کندهار د یوې سیمه‌ییزې راډیو مسول چې نه غواړي نوم یې واخېسستل وايي:«زما د راډیو په ورزشي برخه کې درې کسان کار کوي او د ورزش بېلابېلې خپرونې لرو. د افغانستان د کرکټ لوبې ژوندۍ بڼه خپروو او په دې کې تر ټولو ډېر اورېدونکي لرو، نو زموږ د اعلانات په همدې خپرونو کې ډېر وي او ډېر کسان همدې ټایمونو کې اعلانات راکوي اوس چې دا هر څه بند شول، نو موږ اوس د هغه مالیاتو پیسې نه شو برابرولی چې مستوفیت ته یې ورکړو. اوس په تاوان کې روان یو، مجبور یو چې نوره راډیو بنده کړو».

په کندهار کې د راډیوګانو مسوولان وايي چې تردې وړاندې هم د طالبانو د لوړو مالیاتو له امله له سختو مالي ستونزو سره مخ ول.

د کندهار د سیمه‌ییزو راډیوګانو مسوولان وايي، د دوې د عوایدو سرچینه یوازې د هټیو، مارکېټونو او نورو کوچینو کاروبارونو پر سوداګریز اعلاناتو ولاړه ده، چې هغه هم د ځینو راډیوګانو د خپل منځي رقابت له‌مخې، ډېر ارزانه شوي دي.

دوی ادعا کوي چې د موسساتو او نورو نړۍوالو ادارو له‌خوا د راډیوګانو لپاره اعلانات د طالب فعالانو او د طالبانو اړوند رسنیو انحصار کړي دي.

دوی د بشري حقونو، د بیان ازادۍ او رسنیو ملاتړ ادارو څخه غوښتنه کوي چې په کندهار کې پر رسنیو د طالبانو د محدودیتونو په وړاندې غږ پورته کړي.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکو، څو ورځې مخکې د سیمه ییزو رسنیو په واټساپ ګروپ کې له دوی وغوښتل چې له دې وروسته دې د کرکټ اړوند خپرونې او خبرونه نه خپروي.

طالبانو د خپلې دغې پرېکړې دلیل او نور جزئیات نه دي روښانه کړي.

د دې ‌ډلې نږدې ټول ورته بندیزونه په لومړي سر کې له کندهاره پيلیږي او بیا نورو ولایتونو ته غځیږي.

د افغانستان په نورو سیمو کې هم د یو شمېر رسنیو مسوولانو اندېښنه ښودلې، چې دا بندیز به پر دوی هم ولګول شي.

د رسنیو د ملاتړو بنسټونو د راپورونو پر بنسټ، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته شاوخوا نیمایي رسنۍ تړل شوې او زرګونه خبریالان وزګار یا له هېواده کډوال شوي دي.

په خوست او پکتیا کې یو شمېر سوداګر او بڼوال د ځڼغوزیو د بیو له ټیټوالي شکایت کوي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۸:۳۵ GMT+۰
100%

سره له دې چې سږ کال د ځنغوزیو صادرات ۶۹ سلنه زیات شوي خو د پکتیا او خوست بڼوال او سوداګر وايي، د حاصلاتو له زیاتوالي سره هم‌مهاله د ځنغوزیو بیې ټیټې شوې دي. دوی وايي د سوداګریزو لارو بندښت او د منځني ختیځ سیمه‌ییزو کړکېچونو بهرنیو بازارونو ته صادرات له ستونزو سره مخ کړي.

یو شمېر سوداګرو افغانستان انټرنېشنل - پښتو سره په خبرو کې ویلي، که څه هم سږ کال د ځڼغوزیو حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي، خو د دې محصول بیې ټیټې شوې او د صادراتو پر وړاندې شته ستونزو یې سوداګري اغېزمنه کړې ده.

د خوست او لویې پکتیا د ځڼغوزیو سوداګر وايي، نړیوالو بازارونو ته د صادراتو محدودیتونه، د ترانسپورټ لوړ لګښتونه او د پروسس او بسته‌بندۍ د معیاري مرکزونو نشتوالی د دوی پر وړاندې له مهمو ننګونو څخه دي.

100%

د سوداګرو په وینا، د حاصلاتو زیاتوالی هغه مهال د دوی لپاره اقتصادي ګټه لرلای شي چې د پلور مناسب بازارونه او د صادراتو اسانتیاوې ورته برابرې شي.

د خوست ولایت د ځڼغوزیو سوداګر عیاز محمد افغانستان انترنېشنل - پښتو ته ويلي، سږ کال د لویې پکتیا په کچه د دې محصول حاصلات د تېر کال په پرتله زیات شوي خو مرکزي او نړیوالو بازارونو ته د صادراتو محدودیتونه او د پروسس، پاکولو او بسته‌بندۍ د معیاري مرکزونو نشتوالی د دوی د سوداګرۍ پر وړاندې جدي ستونزې جوړې کړې دي.

هغه وايي که په هېواد کې د ځڼغوزیو د پاکولو، مغز ایستلو، ساتلو او بسته‌بندۍ لپاره عصري اسانتیاوې برابرې شي، نه یوازې به د محصول کیفیت لوړ شي، بلکې د پروسس او سوداګرۍ ډېره ګټه به هم په افغانستان کې پاتې شي.

دا په داسي حال کې ده چې د طالبانو په واک کې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي د روان لمریز کال په لومړیو اوو میاشتو کې د جلغوزیو د صادراتو ارزښت ۷۲ میلیونه ډالرو ته رسېدلی، په داسې حال کې چې د تېر کال په ورته موده کې دغه رقم ۴۲ میلیونه ډالره و. په دې توګه د جلغوزیو صادرات ۶۹ سلنه زیات شوي دي.

د دغې خونې د مسوولانو په وینا، افغان ځڼغوزي د چین، هند او اروپايي هېوادونو بازارونو ته صادرېږي او همدارنګه متحده عربي امارات، سعودي عربستان، پاکستان، امریکا، بریتانیا، جرمني، ایټالیا، استرالیا، ترکیه، اتریش او کویټ هم د دغه محصول له بازارونو څخه دي.

100%
پر ښځو د محدودیتونو سره د ځڼغوزیو په پاکولو او بسته بندۍ کې اتیا سلنه میرمنې کار کوي

سلطان شاه چې د خوست ولایت د ځڼغوزیو بڼوال دی وايي ټول کال مونږ د حاصلاتو د ګټې لپاره کار کوو خو سږ کال بیې ډیرې ټېټې وې.

هغه وايي نورو کلنو کې به فی کېلو ځڼغوزي له ۱۳۰۰ افغانیو نه تر ۱۸۰۰ پورې پلورل کیده خو سږ کال زمونږ د تمې خلاف یوازی په ۸۰۰ افغانیو وپلور شول.

سلېان شاه وايي د ځڼغوزیو ونې د خوست په غرنیو سیمو کې شته ځنګلي شتمني ده او د راټولولو، پروسس او سوداګرۍ له لارې د دغو سیمو د خلکو د عاید یوه مهمه سرچینه جوړوي. په ځانګړي ډول خوست کې هر کال د ځڼغوزیو د راټولولو موسم ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمینه برابروي.

100%

جمال، چې د ځڼغوزیو د رانیولو لپاره د کابل خوست بازار ته ورغلی، افغانستان انټرنشنل ته وویل، د ځڼغوزیو بیې یوازې په خوست کې نه، بلکې په کابل کې هم ټیټې شوې دي.

د نوموړي په وینا، د پاکستان له لارې د ځڼغوزیو صادرات د پخوا په څېر نه دي، ځکه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لارو تړل کېدو د صادراتو بهیر اغېزمن کړی دی. هغه وايي، پخوا د پاکستان له لارې بهرنیو هېوادونو ته لېږد ارزانه تمامېده، خو اوس د بدیلو لارو کارول سوداګرو ته ستونزې جوړې کړې دي.

جمال زیاتوي، د ایران له لارې د توکو لېږد میاشتې وخت نیسي او سوداګر یې د اضافي لګښتونو د ورکولو توان نه لري. د هوايي دهلېز له لارې هم د دواړو هېوادونو مالیې او د لېږد کرایه دومره لوړه ده چې دوی یې د ورکړې وس نه لري.

د نوموړي په خبره، له همدې امله سوداګر اړ دي چې خپل ځڼغوزي د هېواد دننه له یوه ولایت څخه بل ولایت ته د پلور لپاره ولېږدوي، ځکه بهرنیو بازارونو ته د صادراتو اوسني لګښتونه ورته د زغملو نه دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت مسوولان وايي، د ځڼغوزیو د صادراتو د زیاتوالي او نویو نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره یې هڅې پیل کړې دي. په دې لړ کې په ملي او نړیوالو نندارتونونو کې د افغان محصولاتو د معرفي کولو هڅې ستایلي دي.

خو سره له دې چې د جلغوزیو صادرات زیات شوي، خو سوداګر لا هم د صادراتي لارو محدودیتونو، د ترانسپورټ لوړ لګښت، د ساتنې او پروسس د مرکزونو نشتوالي او پر محدودو بازارونو د سوداګرۍ د تکیې له ستونزو شکایت کوي او دغه سوداګر له طالبانو غواړي چې د ځڼغوزیو د بیو د ثبات، صادراتو د اسانتیا او نړیوالو بازارونو ته د لاسرسي لپاره لازم اقدامات وکړي، څو د حاصلاتو د زیاتوالي ترڅنګ د دوی سوداګري هم له زیان سره مخ نه شي.

د افغانستان ځڼغوزې د مهمو طبیعي او صادراتي محصولاتو څخه شمیرل کیږي چې د هېواد په ختیځو غرنیو ځنګلونو، په ځانګړي ډول د پکتیا، پکتیکا، خوست او کونړ ولایتونو کې ترلاسه کېږي دغه محصول د لوړ غذایي ارزښت او اقتصادي ارزښت له امله د افغانستان د «تور سرو زرو» په نوم هم پېژندل کېږي.

اوچا: په افغانستان کې د بشري مرستو پر وړاندې یوازې تېره میاشت ۲۹ خنډونه ثبت شوي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۷:۵۱ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) خپل میاشتني راپور کې ویلي، چې په اکتوبر میاشت کې د بشري مرستو د رسولو پر وړاندې ۲۹ پېښې ثبت شوي چې ۲۱ یې د لاسوهنې او محدودیتونو، ۱۱ یې د جنسیت اړوند او ۴ یې د بشري مرستو له کارکوونکو، شتمنیو او تاسیساتو سره د تاوتریخوالي په اړه وې.

د اوچا د راپور له مخې، له ۲۹ ثبت شویو پېښو څخه ۲۱ یې د بشري مرستو په چارو کې د لاسوهنې او محدودیتونو په اړه وې. په دغو پېښو کې د ښځینه مرستندویه کارکوونکو پر ګډون محدودیتونه، د تفاهم‌لیکونو په لاسلیک کې ځنډ، د مرستندویه پروګرامونو په پلي کولو کې لاسوهنه او د کارکوونکو او مرستو ترلاسه کوونکو د حساسو معلوماتو غوښتل شامل دي.

راپور زیاتوي، چې په دوو پېښو کې د ښځو مرستو او خدمتونو ته لاسرسی محدود شوی وو. همدارنګه، د بشري مرستو د کارکوونکو پر فعالیتونو فشار، له خبرتیا پرته د دفترونو پلټنه، د ځمکو او جوازونو ستونزې او د ولایتونو ترمنځ د مرستو د لېږد محدودیتونه هم راپور شوي دي.

اوچا ویلي، دغو محدودیتونو د روغتیا، پوهنې، خوندیتوب، معیشت، اوبو او حفظ‌الصحې او زیربناوو په برخو کې د بشري مرستو پروګرامونه ځنډولي یا ګډوډ کړي دي.

د راپور له مخې، د جنسیت اړوند ۱۱ پېښې د اندېښنې وړ دي. په دې کې د ښځینه ښوونکو او روغتیايي کارکوونکو پر فعالیتونو محدودیتونه، د معیشت په پروګرامونو کې د ښځو پر ګډون بندیزونه او د ښځو لپاره د حفظ‌الصحې او شخصي اړتیاوو د توکو پر ترلاسه کولو خنډونه شامل دي.

راپور وايي، دغو محدودیتونو په ځینو سیمو کې د زده‌کړو، روغتیايي خدمتونو او روزنیزو پروګرامونو دوام اغېزمن کړی او د ښځو او نجونو اساسي خدمتونو ته یې لاسرسی نور هم محدود کړی دی.

اوچا په څلورو پېښو کې د بشري مرستو له کارکوونکو، شتمنیو او تاسیساتو سره د تاوتریخوالي راپور هم ورکړی، چې دوه یې د کارکوونکو نیول او توقیف او دوه نورې یې د ګواښونو پېښې وې. د راپور په موده کې د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې پېښه نه‌ده ثبت شوې.

همدارنګه، په سرحدي سیمو کې د پوځي عملیاتو او روانو نښتو درې پېښې ثبت شوې دي. د دغو پېښو له امله ځینو سیمو ته لاسرسی او ساحوي څارنه محدوده شوې، کارکوونکو خپل تګ راتګ بدل کړی او د یوه هوايي برید له راپور وروسته د راستنېدونکو لپاره یو روغتیايي مرکز او سرحدي لاره په لنډمهاله توګه تړل شوې وه.

د اوچا د راپور له مخې، د پېښو تر ټولو ډېر شمېر په لوېدیځ زون کې ثبت شوی، چې ۱۵ پېښې او د ټولو پېښو ۵۱،۷ سلنه جوړوي. په سوېلي زون کې شپږ پېښې یا ۲۰،۷ سلنه او په سوېل ختیځ زون کې درې پېښې یا ۱۰،۳ سلنه ثبت شوې دي.

دا په داسي حال ده چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د بشري مرستو د رسولو او د مرستندویه سازمانونو د فعالیتونو پر وړاندې بېلابېل محدودیتونه رامنځته شوي او په ځانګړي ډول د ښځو پر کار بندیزونو او محدودیتونو د بشري مرستو پر بهیر اغېز کړی دی.

طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې په نادولتي کورنیو او نړیوالو موسسو کې د ښځو پر کار بندیز ولګاوه. وروسته دغه محدودیتونه د ملګرو ملتونو ځینو ادارو ته هم وغځېدل. د دې پرېکړو له امله یو شمېر بشري سازمانونو خپل فعالیتونه وځنډول.

ملګرو ملتونو او نړیوالو مرستندویه سازمانونو په وار وار ویلي، چې ښځینه کارکوونکې د ښځو او نجونو اړتیاوو ته د رسېدو، د مرستو د وېش او د بشري پروګرامونو د پلي کولو لپاره مهم رول لري او د هغوی له ګډون پرته د مرستو رسول ستونزمنېږي.

افغانستان په داسې حال کې له پراخو بشري اړتیاوو سره مخ دی، چې د بې‌وزلۍ، بې‌کارۍ، طبیعي پېښو، راستنېدونکو کډوالو او اقتصادي ستونزو له امله میلیونونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.

اسوشیټېډ پرېس: د بندیزونو سربېره کابل کې ښځې پټ ښوونځي او کوچني کاروبارونه پر مخ وړي

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۳ GMT+۰
100%

اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، چې په کابل کې یو شمېر افغان ښځې د طالبانو د محدودیتونو او بندیزونو سربېره، په پټه ښوونځي پر مخ وړي او کوچني کاروبارونه کوي.

اسوشیټېډ پرېس په خپل راپور کې چې سې شنبې (د لړم ۲۶مه) خپره شوې لیکلي، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدلی، ښځې له ډېرو دولتي او خصوصي دندو منع شوې، د هغوی پر لوبو او نورو سپورټي فعالیتونو بندیز لګیدلی، ان پارکونو او د سینګارتونونو ته د تګ اجازه هم نه لري.

راپور زیاتوي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت محتسبان د دغو محدودیتونو د پلي کېدو څارنه کوي او د سرغړونې په ثورت کې ښځې نیسي او له هغوی سره ناوړه چلند کوي.
د طالبانو د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند محمد اسلم بدریوال اسوشیټېډ پرېس ته ویلي، چې ښځې د اسلامي شریعت او نافذه قوانینو په چوکاټ کې خپل ټولنیز او سوداګریز فعالیتونه ترسره کولای شي.
اسوشبټید پریس د نوموړي له قوله لیکلي چې:«زموږ خویندې هم کولای شي خپل ټولنیز او سوداګریز فعالیتونه ترسره کړي، خو په دې شرط چې د اسلامي شریعت اصول او نافذه قوانین په بشپړه توګه په پام کې ونیسي.»
اسوشیټېډ پرېس په خپل راپور کې د کابل د درېیو افغان ښځو کیسې راخیستې، چې د طالبانو د محدودیتونو سربېره هڅه کوي خپل کار او زده‌کړې ته دوام ورکړي.

د راپور له مخې، یوې ۴۰ کلنه ښځه چې کلونه یې کابل کې سینګارتون لاره، د طالبانو له خوا له بندیز وروسته یې سینګارتون وتړل شو، خو هغې شخصي سینګارتون پرانیست.
راپور کې راغلي چې هغې د مراجعینو د ډېرېدو له امله خپل کار ته دوام ورکړی و، خو د طالبانو لخوا تر چاپې وروسته یې د سینګارتون ټول وسایل او فرنیچر ضبط شول.
اسوشیټید پریس لیکلي چې نوموړې وروسته یو بل ځای په کرایه ونیو او خپل کاروبار یې بیا پیل کړ. اوس اووه ښځې ورسره کار کوي او د خپلو کورنیو لپاره لګښت برابروي.
راپور دویمه مرکه کوونکې ښځه پخوانۍ فوټبالره یادوي، چې د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې ته هم غوره شوې وه؛ خو د ښځو پر لوبو د بندیز له امله یې د فوټبال په برخه کې مسلکي فعالیت ته دوام ورنکړی شو.
راپور کاږي چې هغې شپږ میاشتې ژور خپګان تجربه کړ، خو وروسته یې په کور کې تمرینونه پیل کړل، سوک‌وهنه یې زده کړه او اوس د خپل کور په انګړ کې د هلکانو یوې وړې ډلې ته د فوټبال روزنه ورکوي. نوموړې وایي، په افغانستان کې د خپل راتلونکي لپاره هېڅ هیله نه ویني او غواړي بل هېواد ته ولاړه شي.

راپور کاږي، چې یوه بله ۲۰ کلنه نجلۍ، چې د خپلې خور په مرسته د کور په یوه خونه کې پټ ښوونځی جوړ کړی دی. په دغه ښوونځي کې شاوخوا ۳۰ زده‌کوونکي، چې نجونې او هلکان دواړه پکې شامل دي، تاریخ، ساینس، جغرافیه، ریاضي، ژبې او دقران زده‌کړې کوي.
راپور کې راغلي، چې نوموړې د نجونو د زده‌کړو د دوام او هغوی ته د هیلې ورکولو لپاره دغه ټولګی جوړ کړی، خو د هر درس پر مهال د طالبانو له خوا د نیول کېدو وېره ورسره مل وي.

تر دې وړاندې نیویارک ټایمز هم افغانستان کې د پټو ښونځیو په اړه راپور ورکړی و. دغې رسنس په یوه راپور کې ویلي و، چې دمګړۍ په افغانستان کې د نجونو لپاره په لسګونو «پټ ښوونځي» فعال دي او په‌کې د زده‌کړو بهیر روان دی.

د امریکا عدلیې وزارت: یو افغان په سیاتل ښار کې د کډوالۍ د اسنادو د جعل په تور نیول شوی

۲۶ لړم ۱۴۰۵ - ۱۷ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۴۸ GMT+۰
100%

د امریکا عدلیې وزارت اعلان کړی، چې یو ۳۹ کلن افغان «مصطفی امان» د لړم په ۱۹مه نېټه د دغه هېواد په سیاتل ښار کې د اسنادو د جعل او دولتي چارواکو ته د ناسمو معلوماتو د ورکولو په تور نیول شوی دی.

د امریکا د عدلیې وزارت په وینا، نوموړی تورن دی چې د خپلو ملګرو او د کورنۍ د غړو د کډوالۍ د وضعیت د ترلاسه کولو لپاره یې جعلي اسناد او ناسم معلومات برابر کړي دي.
د تورپاڼې له مخې، مصطفی امان له ۲۰۱۳ څخه تر ۲۰۲۴ کال پورې د امریکا د کډوالۍ له بهیر سره له خپلې بلدتیا څخه په ګټې اخیستو، د څو کسانو د کډوالۍ په چارو کې مرسته کړې ده.
نوموړی تورن دی چې جعلي سپارښتنلیکونه، د کارکوونکو جعلي پېژندپاڼې او جوړ شوي ملاتړي لیکونه یې چمتو کړي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو او د کانګرس د غړو په ګډون یې دولتي چارواکو ته ناسم معلومات ورکړي دي.
د تورپاڼې له مخې، امان په ۲۰۱۴ کال کې یوه کس ته د امریکا د ځانګړې کډوالۍ ویزې د ترلاسه کولو لپاره جعلي سپارښتنلیک برابر کړی و. دغه کس په حقیقت کې په افغانستان کې د هېڅ امریکايي شرکت لپاره کار نه و کړی، خو د یاد لیک په مرسته یې ادعا کړې وه چې له یوه امریکايي شرکت سره یې کار کړی دی.
همداراز، امان په ۲۰۱۶ کال کې د یوه بل کس لپاره جعلي سپارښتنلیک چمتو کړی و. هغه په ۲۰۲۲ کال کې له دوو نورو کسانو سره هم د جعلي لیکونو او د کاري مخینې په اړه د ناسمو معلوماتو په برابرولو کې مرسته کړې وه، څو د ځانګړې کډوالۍ ویزې ترلاسه کولو ته لاره هواره کړي.
د امریکا د عدلیې وزارت په تورپاڼه کې راغلي، چې امان د خپل مدني وضعیت په اړه هم ناسم معلومات ورکړي دي. هغه د پاسپورټ په غوښتنلیک کې ځان مجرد معرفي کړی و، په داسې حال کې چې واده یې کړی و.
د امریکا د لوېدیځې واشنګټن سیمې د فدرالي څارنوالۍ سرپرست چارلز نیل فلوېډ ویلي، امان چې په افغانستان کې له امریکا سره د همکارۍ له امله د دغه هېواد باوري متحد ګڼل کېده، له ورکړل شوي باور څخه ناوړه ګټه اخیستې ده.
په سیاتل کې د اېف‌بي‌ای دفتر مسوول مایک هرینګټن هم ویلي، امان د امریکا د کډوالۍ د بهیر په اړه له خپل مقام او پوهې څخه په ګټې اخیستو، د کډوالۍ سیستم غولولی او هڅه یې کړې چې د ځان، کورنۍ او ملګرو لپاره ګټې ترلاسه کړي.
امان د شپږو مادو لرونکې تورپاڼې له مخې له بېلابېلو تورونو سره مخ دی. د امریکا د حکومت د غولولو لپاره د توطیې تور تر پنځو کلونو پورې د بند سزا لرلی شي.
خو د امریکا عدلیې وزارت ټینګار کړی، چې په تورپاڼه کې مطرح شوي تورونه لا نه دي ثابت شوي او امان تر هغه وخته بې‌ګناه ګڼل کېږي، چې په محکمه کې یې جرم ثابت شي.