د دوی په وینا، د خلکو د نارضایتۍ زیاتوالی، فشارونه او د مخالفو جبهو پیاوړتیا د هبتالله د اندېښنې لامل شوې دي. د دوی په باور، د واک په جوړښت کې د ګډون په اړه د هغه موخه د واک شریکول نه؛ بلکې د طالبانو په اداره کې مخالفان د مامورینو په توګه ګومارل دي.
د طالبانو مشر د سېشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) د لومړي ځل لپاره په ښکاره ډول د یادې ډلې مخالفانو ته د حکومتي څوکیو د سپارلو د احتمال په اړه خبرې وکړې. هغه وویل، طالبان چمتو دي چې د وړتیا او اهلیت پر بنسټ خلکو ته حکومتي څوکۍ وسپاري.
د طالبانو مشر مخالفانو ته په خطاب کې وویل، چې هغوی خپل دښمنان نهګڼي او زیاته یې کړه چې دی یوازې یو دښمن لري او هغه «کافران» دي. هبتالله له مخالفانو وغوښتل، چې افغانستان ته راستانه شي او په خپل هېواد کې ژوند وکړي.
هغه وویل: «حکومت غواړئ، څوکۍ غواړئ؟ هر څه چې غواړئ، ټول د اهلیت او استعداد له مخې درکول کېږي. که تاسې وړتیا ولرئ، درکوو یې او که بل څوک وړتیا ولري، هغه ته یې ورکوو».
د طالبانو چارواکو په تېرو پنځو کلونو کې له مخالفانو سره خبرې اترې او د یوه ټولګډونه حکومت جوړول رد کړي دي. هغوی له مخالفو څېرو غوښتي، چې د عادي وګړو په توګه هېواد ته راستانه شي او د طالبانو د مشر له فرمانونو څخه پیروي وکړي.
د طالبانو استخباراتو په کابل کې د دوو مشهورو سیاسي څېرو حامد کرزي او عبدالله عبدالله فعالیتونه هم محدود کړي او اړیکې یې تر څار لاندې نیولې دي. دا په داسې حال کې ده، چې کرزي څو ځله د طالبانو ملاتړ کړی او عبدالله د سیاسي مسایلو په اړه له ښکاره څرګندونو ډډه کړې ده.
د افغانستان د ازادۍ جبهې مشر یاسین ضیا افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د هبتالله څرګندونې له یادې ډلې سره د دوی د وسلهوالې مبارزې پایله ده. ښاغلي ضیا ویلي، دوی د دولتي څوکیو په لټه کې نه دي؛ ځکه په تېر حکومت کې یې په بېلابېلو دولتي دندو کې کار کړی دی.
هغه زیاته کړې، د طالبانو مشر باید د داسې حکومت جوړولو ته غاړه کېږدي چې خلک پهکې واکمن وي او ټول وګړي له مساوي حقونو برخمن وي.
د هبتالله بلنه جدي نه ګڼم
د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د مشر څرګندونې جدي نه ګڼي. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې له پنځو کلونو وروسته د مخالفانو لپاره د هبتالله د بلنې مانا څه ده وویل: «لامل یې نه پوهېږم، خو دا موضوع جدي نه ګڼم».
د عدلیې پخواني وزیر او د ملي مقاومت جبهې غړي فضل احمد معنوي هم افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې هبتالله له مخالفانو سره د سیاسي مشارکت په لټه کې نه دی.
هغه وویل: «دی شریک نه غواړي، د دولت مامور غواړي». د معنوي په وینا، طالبان د واک د انحصار له امله په کور دننه له زیاتېدونکو فشارونو سره مخ دي.
د څوکیو په وېشلو خلک نه راضي کېږي
په ورته وخت کې د تېر حکومت د دفاع وزارت سرپرست شاه محمود میاخېل ویلي، دولتي څوکۍ د خلکو حق دی، نه د واکمنانو له لوري د لورینې او بښنې یوه ډالۍ. ښاغلي میاخېل پر اېکسپاڼه د طالبانو د مشر څرګندونې «هوايي خبرې» بللې او ویلي یې دي، چې دولتي مقامونه د طالبانو ډالۍ نه ده چې هر چا ته یې وغواړي ورکړي؛ ځکه د حکومت او نظام اصلي مالکان خلک دي، نه یوه محدوده ډله او یا یو دیکتاتور.
د میاخېل په وینا، تر هغه چې د اساسي قانون تشه موجوده وي، د دولتي څوکیو د وېش له لارې په نظام کې د خلکو ګډون نه شي تضمینېدای؛ ځکه اساسي قانون د خلکو د ګډون څرنګوالی ټاکي.
هغه زیاته کړې، طالبان فکر کوي چې د افغانستان ډېری وګړي د یادې ډلې د حکومتولۍ له تګلارې او لیدلوري سره مخالف دي او له همدې امله دولتي مقامونه غواړي؛ ګواکې که هغوی ته دا مقامونه ورکړل شي، مخالفت به یې پای ته ورسېږي.
خو د میاخېل په وینا، دغه برداشت سم نه دی او خلک غواړي خپل حقونه د اساسي قانون په چوکاټ کې ترلاسه کړي. میاخېل له طالبانو غوښتي، چې د یوه قانونمند، مشروع او ولسواک نظام د جوړولو لپاره د بینالافغاني خبرو اترو زمینه برابره کړي.
د تابع کېدو او مطلق اطاعت بلنه
د افغانستان د ازادۍ جبهې د سیاسي دفتر مشر داوود ناجي هم د هبتالله د څرګندونو په غبرګون کې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه وینا په سیاسي مشارکت کې د ګډون بلنه نه؛ بلکې د طالبانو په جوړښت کې د تابعیت د دریځ منلو ته د مخالفانو رابلل دي.
هغه وویل: «که د وینا ټولې برخې په ځیر وڅېړو؛ نو دا د رعیت کېدو او یا هم د مامور کېدو بلنه وه». ناجي زیاته کړه، چې د طالبانو په نظام کې د خلکو نظر او غوښتنې هېڅ ځای نه لري.
د هغه په وینا، د خلکو د نارضایتۍ، د مخالفو جبهو د پیاوړتیا او د طالبانو د ډلې دننه د اختلافاتو په اړه د دغه ډلې د مشر اندېښنې د هغه په ټوله وینا کې څرګندې وې.
هغه وویل: «طالبان اندېښمن دي؛ د خلکو له نارضایتۍ، د مخالفو جبهو له پیاوړتیا او د خپلو داخلي اختلافاتو په اړه اندېښنه لري. دغه اندېښنه یې د وینا په ټولو برخو کې څرګنده وه؛ خو د ملا د اندېښنې د لرې کولو حللاره مطلق اطاعت و».
د کورنیو او بهرنیو ناورینونو په اړه د طالبانو اندېښنې
د احمد مسعود په مشرۍ د ملي مقاومت جبهې غړی حفیظ منصور هم په دې باور دی، چې د هبتالله څرګندونې د طالبانو د وضعیت په اړه د هغه د اندېښنو له امله شوې دي.
منصور په سیمه کې وروستیو بدلونونو ته په اشارې ویلي، د طالبانو په ملاتړ سیمهییزه اجماع ماته شوې، د یادې ډلې او پاکستان اړیکې کړکېچنې شوې او اسلاماباد د طالبانو د مخالفانو پوځي او سیاسي ملاتړ ته مخه کړې ده.
منصور دغه بدلونونه پر طالبانو د فشارونو د زیاتېدو نښې بللې او ویلي یې دي، چې هبتالله د دغه ډلې پر وړاندې د ګواښونو له پراخېدو اندېښمن شوی دی. هغه همداراز ویلي، د طالبانو مخالف سیاسي جریانونه اوس له سیمهییزو او نړۍوالو هېوادونو سره په اړیکو کې داسې دریځ ته رسېدلي چې طالبان څو کاله وړاندې، واک ته تر رسېدو مخکې په همدې وضعیت کې وو.
منصور ټینګار کړی، چې د دغه وضعیت په پام کې نیولو سره، د طالبانو مخالف سیاسي جریانونه د هبتالله په اداره کې د ماموریت منلو ته هېڅ دلیل نه لري.