طالب پلویو ملایانو پرون (سېشنبه- د لړم ۲۶مه) په کابل پوهنتون کې د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه د علمي - څېړنیز کنفرانس په دویمه ورځ کې هبتالله اخوندزاده ته د «شیخالاسلام» لقب ورکړ.
هبتالله اخوندزاده په تېره ورځنۍ غونډه کې په خپله وینا کې له علماوو وغوښتل: «د امیرالمومنین ښېګڼې بیانوئ، چې د خلکو محبت ورسره پیدا شي، چې محبت پیدا شي، نو اطاعت رامنځته کېږي او که اطاعت رامنځته شو بیا فتنه بندېږي».
نوموړي همداراز څرګنده کړه: «هسې د ملایانو په صف کې یم، خو ملا هم نه یم».
د جمهوري نظام د پخواني ولسمشر ویاند صدیق صدیقي د هبتالله څرګندونو ته په غبرګون کې طالبان له اسلام څه پر «ناقصې پوهې» تورن کړل او په باور یې، دغې ډلې دین د خپلې ګټې، د واک د ترلاسه کولو او «استبدادي» حاکمیت د دوام لپاره پر یوې وسیلې بدل کړی دی.
صدیق صدیقي څرګنده کړه: «[طالبان] هغه مذهبي تفسیر او نسخه تبلیغوي، چې ګټې یې خوندي کوي. دوی ان مذهبي کتابونه چاپوي او خپلو ځانونو ته اسلامي القاب ورکوي».
هغه د پوښتنې په توګه مطرح کړې: «خو ایا د جومات کُنج د ملا ځای نه وو»؟
د طالبانو باخبره سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې هبتالله د کابل پوهنتون د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه د علمي - څېړنیز کنفرانس کې د ګډون په پلمه له څلورو شپو راهیسې په کابل کې دی او د دفاع وزارت لپاره د طالبانو له مرستیال قیوم ذاکر، سراجالدین حقاني او یو شمېر نورو طالب چارواکو سره هم کتلي دي.
سرچینې وايي، کابل ته د طالبانو د مشر د سفر یوه موخه د دې ډلې په مشرتابه او د ادارې په کچه د رامنځته شویو اختلافاتو حل او د هغو چارواکو د نظرونو نږدې کول دي چې د هبتالله له ځینو فرمانونو او پرېکړو سره موافق نه دي.
د نجونو د زدهکړې او د ښځو د کار په اړه د هبتالله تګلارې د طالبانو په منځ کې د اختلافونو یو لامل ګڼل کېږي.
د طالبانو مشر هم په کابل پوهنتون کې د سېشنبې ورځې په وینا کې د دې ډلې دننه د اختلافاتو او احتمالي درزونو په اړه اندېښنه وښوده.
د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څار ډلې په یوه راپور کې هم د طالبانو دننه د کندهار او کابل د دوو نفوذي مرکزونو ترمنځ د اختلافونه په تشرېح سره ویلي وو، چې د کندهار ډله تر ډېره د هبتالله نږدې مذهبي ملګرو او د هغه د تګلارې پلویانو جوړه کړې، په داسې حال کې چې په کابل کې د حقاني شبکه او د ډلې یو شمېر مهم چارواکي نفوذ لري.