افغان ماشومان د تاوتریخوالي، بېوزلۍ او جبري ودونو له ګواښ سره مخ دي

د ماشومانو د جنسي تېري او ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره هممهاله، په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت او د هغوی د اغېزمن ملاتړ د نشتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د ماشومانو د جنسي تېري او ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي له نړیوالې ورځې سره هممهاله، په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت او د هغوی د اغېزمن ملاتړ د نشتوالي په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د جنسي تېري او تاوتریخوالي، جبري ودونو، د ماشومانو د ودولو او د هلکانو د جنسي استثمار بېلابېلې پېښې مستندې کړې دي.
د نومبر ۱۸مه د ماشومانو پر وړاندې د جنسي ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي نړیواله ورځ ده؛ دا ورځ په داسې حال کې رارسېږي چې افغانستان د ۲۰۲۶ کال د ماشومانو د حقونو په نړیواله درجهبندۍ کې د نړۍ د ۱۹۴ هېوادونو په منځ کې وروستی ځای لري.
دا ورځ په حقیقي ژوند او انلاین فضا کې د تاوتریخوالي پر وړاندې د ماشومانو د خوندیتوب پر اړتیا ټینګار کوي. خو په افغانستان کې له زدهکړو محرومیت، بېوزلي، بېځایه کېدل او جبري ودونه د ګڼ شمېر ماشومانو د جنسي تاوتریخوالي پر وړاندې د زیانمنېدو خطر زیاتوي.
یونیسف د ۲۰۲۶ کال په اګست میاشت کې اعلان وکړ چې د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې په افغانستان کې له ۲.۶ میلیونو څخه زیاتې نجونې له منځنیو زدهکړو محرومې شوې دي. د ماشومانو د ملاتړ بنسټونه خبرداری ورکوي چې له زدهکړو او د ودې له فرصتونو محرومیت د ماشومانو پر وړاندې د کمعمره ودونو او بېلابېلو ډولونو تاوتریخوالي خطر زیاتولی شي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي په یوه راپور کې چې د ۲۰۲۴ کال په ډسمبر کې خپور شوی، په افغانستان کې د جبري ودونو، په ځانګړي ډول د ماشومانو د ودولو د زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودل شوې ده. له ملګرو ملتونو سره مرکه شویو کسانو اقتصادي ستونزې او د نجونو پر مخ د منځنیو ښوونځیو تړل کېدل د دې وضعیت له مهمو لاملونو څخه بللي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپل ۲۰۲۴ کالني راپور کې ویلي چې طالبانو د خپلو رسمي څرګندونو خلاف، ماشومان په خپلو وسلهوالو ځواکونو کې جذب کړي او پوځي روزنه یې ورکړې ده.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۳ کال کې طالبانو له ۳۴۰ څخه زیات ماشومان په خپلو لیکو کې استخدام کړي وو، چې ځینې یې په جنګي او ځینې نور یې په مرستندویه دندو کې ګومارل شوي وو.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په ۲۰۲۶ کال کې د انسانانو د قاچاق په اړه په خپل کلني راپور کې ویلي چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ماشومانو د سرتېرو ګومارل او بچهبازي لا هم دوام لري.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي، په وسلهوالو نښتو کې د ماشومانو کارول د ماشومانو د حقونو جدي سرغړونه ده او باید پای ته ورسېږي.
په ورته شرایطو کې د ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه او استثمار هم د نړیوالو بنسټونو له جدي اندېښنو څخه دي. بچهبازي، د هلکانو جنسي استثمار او د جنسي تاوتریخوالي نور ډولونه هغه موارد دي چې د افغانستان د ماشومانو د وضعیت په اړه په راپورونو کې یاد شوي دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي د راپور له مخې، د ۲۰۲۳ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر تر ۳۱مې پورې، د ۲۴ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري او جنسي تاوتریخوالي ۲۴ پېښې تایید شوې دي. په دغو ماشومانو کې ۱۶ نجونې او اته هلکان شامل دي.
ملګري ملتونه وايي، له ټولنیز پېغور، غچ اخیستنې، ټولنیز رد کېدو او زیانرسوونکو ټولنیزو دودونو څخه وېره هغه خنډونه دي چې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي د ډېرو پېښو د نه راپور کېدو لامل کېږي.
طالبانو د «د زوجینو ترمنځ د بېلتون د اصولو» تر سرلیک لاندې د ۳۱ مخونو د مقرراتو په تصویب سره د کورنۍ د قوانینو په چوکاټ کې د ماشومانو ودول په رسمي توګه منلي دي.
د بشري حقونو بنسټونه وايي، د طالبانو دغه اصولنامه د ماشومانو د جبري ودونو لپاره زمینه برابروي.
بېوزلي او بېځایه کېدل هم د ماشومانو پر وړاندې د خوندیتوب خطرونه زیاتوي. د ماشومانو ژغورنې سازمان په یوه راپور کې د افغانستان د بېځایه شویو ماشومانو د وضعیت په اړه د خوړو کمښت، د روغتیايي وضعیت خرابوالی او د ځینو ماشومانو پر وړاندې د جبري کار، فزیکي او لفظي تاوتریخوالي او کمعمره ودونو په څېر خطرونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
د دغو خطرونو ترڅنګ، په انلاین فضا کې د ماشومانو جنسي ناوړه ګټه اخیستنه هم د ماشومانو د ملاتړ د بنسټونو پر یوې مهمې اندېښنې بدله شوې ده. د ماشومانو د خوندیتوب متخصصان باور لري چې د جنسي ځورونې مخنیوی باید د ماشومانو له عمر سره د مناسبو زدهکړو او په کورنۍ کې د باور پر بنسټ د اړیکو له جوړولو پیل شي.
د متخصصانو د لارښوونو له مخې، والدین کولای شي له کوچنیوالي څخه ماشومانو ته په ساده ژبه ور وښيي چې د هغوی بدن د دوی خپل دی، حق لري د هر هغه تماس یا چلند پر وړاندې چې ورته د منلو وړ نه وي، «نه» ووایي او هېڅوک حق نه لري چې هغوی لمس کولو یا جنسي چلند ته اړ کړي.
متخصصان همداراز سپارښتنه کوي چې والدین باید د هغو کسانو، چاپېریالونو او انلاین اړیکو په اړه چې ماشومان ورسره سروکار لري، معلومات ولري. خو دا څارنه باید د ګواښ او رټلو پر ځای له صمیمانه خبرو اترو سره مل وي.
د جنسي ځورونې د مخنیوي مسوولیت یوازې د کورنیو یا خپله ماشومانو پر اوږو نه دی. د ښوونکو او سرپرستانو روزنه، د راپور شویو پېښو څېړنه، له قربانیانو ملاتړ او د تاوتریخوالي د عاملانو حساب ورکولو ته اړ کول د مسوولو بنسټونو له اساسي مسوولیتونو څخه دي.
په افغانستان کې زدهکړو ته د لاسرسي محدودیت، بېوزلي، ټولنیز پېغور او د ملاتړیزو خدمتونو کمښت د ماشومانو پر وړاندې د ناوړه ګټه اخیستنې د پېښو پېژندنه او څېړنه لا ستونزمنوي.
د طالبانو په توقیفخونو کې د ماشومانو شمېر ۱۵۰ برابره زیات شوی
د طالبانو د احصایې ادارې په کلني کتاب کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ۱۵۰ زره ماشومانو د ثبت خبر ورکړل شوی دی. دغه مرکزونه د دارالتأدیب یا هغو قانوني توقیفځایونو په توګه پېژندل کېږي چې د جرمونو په تور نیول شوي ماشومان پکې ساتل کېږي.
دغه شمېرې ښيي چې په دغو مرکزونو کې د ثبت شویو ماشومانو شمېر د پخواني حکومت د واکمنۍ په پرتله شاوخوا ۱۵۸ برابره زیات شوی دی.
د افغانستان انټرنشنل د څېړنو له مخې، په دغو مرکزونو کې د ثبت شویو ماشومانو شمېر په ۱۴۰۰ کال کې له ۹۵۰ تنو څخه په ۱۴۰۴کال کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته ۱۵۰ زره او ۲۵۲ تنو ته لوړ شوی دی.
له بلې خوا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) په ۱۴۰۳ کال کې اعلان کړی و چې په افغانستان کې ۱۹ سلنه ماشومان کار کوي. دې سازمان په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د هوساینې او راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.
هبتالله اخوندزاده نن په کابل کې د دې ډلې په دفاع وزارت کې د دیني عالمانو او د طالبانو د لوړپوړو چارواکو یوې غونډې ته مخامخ شاوخوا دوه ساعته غږېدلی. سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د غونډې امنیتي تدابیر سخت وو او ګډونوالو تالار ته د قلمونو د وړلو اجازه هم نه درلوده.
افغانستان انټرنشنل ته دوو سرچینو، چې یوې یې په نننۍ غونډه کې ګډون کړی و، وویل، چې د هبتالله اخوندزاده د وینا ډېره برخه پر اطاعت، د فرمانونو پر تطبیق، یووالي او د جوماتونو او دیني مدرسو پر جوړولو راڅرخېده.
د سرچینو په وینا، د طالبانو مشر هبتالله اخوندزاده دې غونډې ته یوه ۵۲ مخیزه رساله ولوسته، چې د غونډې ټولو برخه والو ته واردمخه وېشل شوې وه.
ددې رسالې محتوا د هغې وینا برخې وې، چې نوموړي د کندهار د عالمانو یوې غونډې ته کړې.
په دې رساله کې د دیني موضوعاتو، د مخکینیو حکومتونو د کمزورۍ د عواملو، د اسلامي نظام د ځانګړتیاوو او د ټولنې د اصلاح په برخه کې د دیني عالمانو او چارواکو د مسوولیتونو په اړه بحثونه شامل وو.د سرچینې په وینا، په رساله کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر، امامت کبری او صغری، د فتنو مخنیوي، اسلامي ورورولۍ او یووالي پر موضوعاتو خبرې شوې وې.
همدارنګه د حجاب، غلاوو، ځانمرګو بریدونو او ترافیکي پېښو د مخنیوي په اړه د عامه پوهاوي پر اړتیا او په ټولنه کې د ځینو ناسمو کړنو پر پایلو هم بحث شوی.
هغه د پخوانیو حکومتونو د سقوط لاملونه فتنې، اختلافونه او د څوکیو پر سر شخړې وبللې او له طالبانو یې وغوښتل چې له ورته وضعیت څخه ځانونه وساتي.
نوموړي دیني عالمانو ته ویلي چې کلیو او سیمو ته ولاړ شي، د ځوانانو ذهنونه روښانه کړي او د ده فرمانونه خلکو ته ورسوي.
د جوماتونو او مدرسو پر جوړولو ټینګار
د غونډې د یوه ګډونوال په وینا، هبتالله اخوندزاده د وینا پر مهال څو ځله د جوماتونو او مدرسو پر جوړولو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې په کابل کې به د یوې لویې عیدګاه او مدرسې د جوړولو د بنسټ ډبره کېږدي.
هبت الله له غونډې وروسته په حضوري چمن کې په خپل نامه د یوه جومات د بنسټ ډبره کېښوده.
د سرچینې په وینا هبت الله وویل، چې «جوماتونه او مدرسې جوړ کړئ، زه کابل ته راغلی یم، تر هغه نه ځم چې دلته یو ستر جومات او مدرسه جوړ نه کړم».
هغه په کابل ښار کې د جوماتونو له کم شمېر نه شکایت کړی او ویلي یې دي، چې د جوماتونو او مدرسو جوړولو لپاره تر دې ښه فرصت بیا نه راځي.
هبتالله اخوندزاده په دې غونډه کې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر او د کابل ښاروال مولوي عبدالرشید ته ویلي چې د جوماتونو جوړولو ته پاملرنه وکړي.هغه زیاته کړې چې د کابل ښاروال به هم له خپلې بودجې څخه شاوخوا شپږ لوی جوماتونه جوړ کړي.
د کابل د حضوري چمن په سیمه کې د عیدګاه ستر جومات او شاوخوا ګڼ نور جوماتونه له کلونو راهیسې فعال دي.
هبت الله اخوندزاده د طالبانو د ځینو غړو پوښتنو ته هم ځوابونه ویلي دي.
سرچینې ددې پوښتنې په ځواب کې، چې هبت الله څه ډول خبرې وکړې، وویل، چې نوموړي خلکو ته مخامخ خبرې وکړې.
د غونډې امنیتي تدابیر
د غونډې د یوه ګډونوال په وینا، د دفاع وزارت د غونډو په تالار کې د دې ناستې لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
سرچینه وایي، ګډونوالو ځانګړي کارتونه لرل او د غونډې ځای ته د هر ډول وسایلو له وړلو مخنیوی کېده او د هبتالله اخوندزاده د ناستې له څوکۍ سره هم د قلمونو اېښودو ته اجازه نه ده ورکړل شوې او خلکو هم تالار ته د موبایلونو، اوسپنیزو وسایلو او حتا قلمونو د وړلو اجازه نه درلوده.
د غونډې د یوه برخه وال په وینا، د غونډې په منځ کې څو ځله ځینې ګډونوال له خپلو ځایونو پورته شول، د هبتالله اخوندزاده ستاینه یې وکړه او ځینو یې د احساساتو له امله ژړل او ویل یې: «ځان مې له تا قربان دی».
د غونډې ډېری ګډونوال د طالبانو د ادارو رییسان او د جوماتونو ملا امامان وو ، خو په غونډه کې د طالبانو رییس الوزرا ملا محمدحسن اخوند، د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر، د ریاستالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي، د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد، د کورنیو چارو وزیر سراجالدین حقاني او د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په ګډون د طالبانو د کابینې غړي او یو شمېر نور لوړپوړي چارواکي هم حاضر وو.
په غونډه کې د طالبانو د دفاع وزارت اړوند د ۳۱۳ مرکزي، ۲۰۱ خالد بن ولید، ۲۰۹ الفتح، ۲۰۵ البدر، ۲۱۵ عزم، ۲۱۷ عمري، ۲۰۷ الفاروق او ۲۰۳ منصوري قول اردوګانو قوماندانانو او د کابل، کندهار، هرات، بلخ، کندوز، ننګرهار او پکتیا ولایتونو والیانو هم ګډون کړی و.
د پاکستان په بلوچستان کې د سیاسي ګوندونو د ټولګوندي غونډې له پرېکړې سره سم، د نومبر په ۱۹مه به په ټول ایالت کې عمومي اعتصاب او مظاهرې وشي.
د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي مشر نصرالله خان زېري افغانستان انټرنیشنل- پښتو ته ویلي، چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو په ګډه پرېکړه به د نومبر په ۱۹مه، د پنجشنبې په ورځ، په ټول بلوچستان کې کاري اعتصاب او احتجاجي مظاهرې وشي.
زېري وویل، بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ له زیاتېدونکو پېښو سره مخ دی او په زیارت، هرنايي، قلعه عبدالله او یو شمېر نورو سیمو کې خلک د وسلهوالو فعالیتونو او امنیتي وضعیت له امله له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.
د هغه په وینا، په ګڼو سیمو کې خلکو ته د خپلو سیمو د پرېښودو خبرداری ورکړل شوی او سلګونه کورنۍ بېځایه شوې دي. نوموړي ادعا وکړه چې له حکومتي چارواکو په وار وار غوښتنه شوې چې د خلکو د سر او مال امنیت خوندي کړي، خو تراوسه اغېزناک ګامونه نه دي اخیستل شوي.
زېري زیاته کړه چې په بلوچستان کې وسلهوالې ډلې په ښکاره فعالیت کوي او د ایالتي حکومت واک تر پوښتنې لاندې راغلی دی. د هغه په خبره، په ځینو سیمو کې لویې لارې د وسلهوالو ډلو تر اغېز لاندې دي او خلک د سفر پر مهال وېرېږي.
نوموړي وویل، د کوټې ـ کراچۍ لویه لار، د چمن لاره، د تفتان مسیر او د بلوچستان یو شمېر نورې مهمې لارې د امنیتي ستونزو له امله اغېزمنې شوې دي. د هغه په وینا، د باروړونکو موټرو سوځول، د مسافرو تښتول او له سوداګرو د پیسو اخیستل د سیمې اقتصاد ته درانه زیانونه اړولي دي.
زیري ویلي،چې له افغانستان او ایران سره د سرحدي لارو اوږدمهاله تړل کېدو سوداګري سخته ځپلې ده. د هغه په باور، سوداګر نه شي کولای خپل مالونه په عادي ډول ولېږدوي او زرګونه کسان چې د سرحدي سوداګرۍ له لارې یې ژوند چلاوه، له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.
دغه سیاسي فعال زیاتوي، د اعتصاب لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی او د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې د سیاسي ګوندونو له لوري غونډې، خبري کنفرانسونه او د عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره شوي دي.
بلخوا، د عوامي نېشنل ګوند ایالتي عمومي منشي مابت کاکا افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې بلوچستان دا مهال له ناامنۍ، هدفي وژنو، تښتونو، اقتصادي رکود او د سوداګریزو لارو له بندېدو سره مخ دی او د دې وضعیت تر ټولو لوی زیان عامو خلکو ته رسېږي.
هغه ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارو بندېدو د بلوچستان اقتصاد سخت زیانمن کړی، سوداګري یې ټکنۍ کړې او د زرګونو کورنیو د عاید سرچینې یې اغېزمنې کړې دي.
په ورته وخت کې، د نېشنل ګوند مرکزي غړي سعد دیوار ویلي، چې په بلوچستان کې نه یوازې امنیتي وضعیت خراب شوی، بلکې د خلکو اساسي او قانوني حقونه هم له جدي ننګونو سره مخ دي.
د هغه په وینا، د بلوچستان پر لویو لارو ناامني، د وسایطو سوځول، هدفي بریدونه او د وسلهوالو فعالیتونه د خلکو ورځنی ژوند او اقتصادي فعالیتونه اغېزمن کړي دي.
دیوار ویلي، د بلوچستان ستونزه یوازې امنیتي نه ده او یوازې د عملیاتو له لارې نه شي حل کېدای. هغه ټینګار کړی چې د ستونزو د حل لپاره سیاسي، اقتصادي او ټولنیز اقدامات اړین دي.
د سیاسي ګوندونو مشرانو خبرداری ورکړی چې که د خلکو غوښتنو ته پام ونه شي، د احتجاج لړۍ به دوام ومومي او د نورو اعتراضي ګامونو په اړه به هم پرېکړې وشي.
دوی له خلکو، سوداګرو، ترانسپورټرانو او دوکاندارانو غوښتي چې د نومبر د ۱۹مې په عمومي اعتصاب او احتجاجي مظاهرو کې ګډون وکړي.
د ماشومانو د ژغورنې یا ملاتړ نړیوالې ادارې سېو د چلډرن په تازه راپور کې ویلي، چې بېځایه کېدو او کډوالۍ په افغانستان کې د ماشومانو لوږه او خوارځواکي زیاته کړې ده.
سېو د چلډرن د «خوځنده ماشومان» په نوم راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې بېځایه کېدو د ماشومانو پر ژوند پراخ منفي اغېز کړی او ګڼ ماشومان اوس د لوږې، خوارځواکۍ او بېوزلۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.
راپور چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې له څه باندې ۸۰۰ ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی، ښيي چې په سروې کې د ګډون کوونکو له لسو څخه تر نهو ډېر ماشومان د کډوالۍ یا بېځایه کېدو تجربه لري.
د سروې له مخې، ۵۵ سلنه ماشومانو ویلي چې له خپلو مېنو تر بېځایه کېدو وروسته یې د خوړو اندازه کمه شوې ده. همداراز ۴۱ سلنه ماشومانو ویلي چې روغتیايي وضعیت یې خراب شوی او ۳۳ سلنه سرپرستانو ویلي چې د ماشومانو زدهکړو ته لاسرسی هم محدود شوی دی.
راپور وايي، سره له دې چې اړتیاوې زیاتې شوې، ډېری ماشومان لا هم مرستو ته لاسرسی نه لري. له لسو څخه یوازې یوه ماشوم ویلي چې کومه مرسته یې ترلاسه کړې، خو ۹۰ سلنه ماشومانو د خوړو د ترلاسه کولو لپاره د مرستې اړتیا ښودلې ده.
د یادې ادارې په وینا، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له ۶.۶۷ میلیونو ډېر افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي، چې دې چارې پر هغو کورنیو او ټولنو نور فشار هم زیات کړی چې لا له وړاندې له فقر او د خوړو له کمښت سره مخ وې.
راپور څرګندوي چې اقتصادي ستونزې د کډوالۍ او بېځایه کېدو تر ټولو مهم لامل دي. ۴۹ سلنه ماشومانو ویلي چې کورنۍ یې د کار او عاید د نشتوالي له امله کډه کولو ته اړ شوې او نږدې درېیمې برخې د خوړو کمښت د بېځایه کېدو لامل بللی دی.
سروې ښيي چې په وروستیو درېیو کلونو کې نږدې ۷۰ سلنه ماشومانو دوه یا تر دوو ډېر بحرانونه تجربه کړي دي؛ په دغو بحرانونو کې وچکالي، سېلابونه، زلزلې او جګړې شاملې دي.
راپور د ماشومانو د خوندیتوب په اړه هم خبرداری ورکوي.
د سروې له مخې، ۱۱ سلنه ماشومانو ویلي چې د ماشومانو له کار، فزیکي او لفظي تاوتریخوالي یا کم عمره ودونو په څېر خطرونو سره مخ شوي دي. د ماشومانو سرپرستانو ویلي چې نجونې د سفرونو او بېځایه کېدو پر مهال له ځانګړو خطرونو سره مخ وي.
په راپور کې د اته کلنې نوریا کیسه هم شامله ده، چې سږ کال له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه افغانستان ته ستنه شوې ده.
نوریا ویلي: «موږ په پاکستان کې کور درلود او ډېر ملګري مې لرل. افغانستان هم خوښوم، خو خپل ښوونځی او ملګري مې یادېږي. غواړم داسې ښوونځی ولرو چې خپلې زدهکړې پکې دوام ورکړو.»
د هغې مور نازو ویلي چې مېړه یې کار نه لري او کورنۍ یې د خپلو ماشومانو د اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
هغې ویلي: «هره ورځ اندېښنه لرم چې د راتلونکي خواړه به له کومه شي. کله چې په یوه هېواد کې وزېږېږې او هلته ژوند جوړ کړې، هغه ځای ستا کور وي. خو چې هر څه دې ناڅاپه له لاسه ووځي، ژوند دې ړنګېږي.»
د ماشومانو د ژغورنې ادارې د افغانستان مشر اشیش ډاملي ویلي، د دغې ادارې موندنې ښيي چې بېځایه کېدل د ماشومانو ستونزې نه حلوي او د نوې سیمې موندل د خوندي ژوند معنا نه لري.
هغه ویلي: «هغه ماشومان چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، باید له دغو خطرونو سره یوازې پرېنښودل شي. دوی یوازې د ژوندي پاتې کېدو نه، بلکې د خوندیتوب، زدهکړو او د خپل ژوند د بېرته جوړولو حق هم لري.»
راپور داسې مهال خپرېږي چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې د کورنیو بېځایه شویو خلکو شمېر پکې تر ټولو لوړ دی او میلیونونه ماشومان د فقر، لوږې او بېځایه کېدو له اغېزو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) خبرداری ورکړی چې د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان لپاره د اړتیا وړ بودیجې کمښت، د ژمي له را رسېدو سره میلیونونه افغانان د خوړو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو او ژمنیو مرستو د ترلاسه کولو وړ ګرځولي دي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو سره بشري مرستندویه بنسټونه هڅه کوي لیرې پرتو او سختو لاسرسي لرونکو سیمو ته مرستې مخکې له مخکې ورسوي، خو د بودجې کمښت د دغو هڅو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي.
د اوچا د راپور له مخې، د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان د پلي کېدو لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده، خو د اکتوبر تر پایه یوازې ۵۵۰ میلیونه ډالر برابر شوي او لا هم د بودجې ۶۸ سلنه تشه پاتې ده.
د اوچا ویاندې اولګا چیریفکو ویلي، که بیړنۍ مالي مرستې برابرې نه شي، بشري بنسټونه به ونه شي کولای ټولو اړمنو کورنیو ته اړینې مرستې ورسوي او زرګونه کورنۍ به د ژمي له سختو شرایطو سره یوازې پاتې شي.
راپور وايي، هر کال د واورو اورېدو، د هوا د سختې سړېدو او د لارو د بندېدو له امله د افغانستان ګڼې سیمې له نورو برخو پرې کېږي. له دې امله خلک روغتیايي مرکزونو، بازارونو او نورو اساسي خدمتونو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ کېږي.
د اوچا په وینا، میلیونونه افغانان چې له وړاندې له فقر، بېکارۍ او د خوړو له کمښت سره مخ دي، اوس د سون توکو، تودو جامو او مناسبې سرپناه د برابرولو لپاره له لا ډېرو ننګونو سره مخامخ دي.
د راپور شمېرې ښيي چې د خوړو خوندیتوب او کرنې سکتور، چې د افغانستان د بشري مرستو تر ټولو ستره برخه جوړوي، د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۸.۲ سلنه ترلاسه کړې ده.
همدارنګه د بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو پروګرام ته یوازې ۱۵.۱ سلنه، د اوبو او روغتیا ساتنې برخې ته ۱۶.۶ سلنه او د تغذیې پروګرامونو ته ۱۶.۳ سلنه بودجه رسېدلې ده.
اوچا په خپل راپور کې د بدخشان، کندوز او تخار ولایتونو وضعیت ته په اشارې ویلي چې په دغو سیمو کې خلک د خوړو، پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او ژمنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.
د راپور له مخې، په کندوز کې لسګونه بېرته ستنېدونکې کورنۍ لا هم په لنډمهالو خیمو کې ژوند کوي او د ژمي له نږدې کېدو سره د خوراکي توکو، کمپلو، سون توکو او پاکو اوبو د کمښت اندېښنې لري.
راپور د ماینونو او ناچاودو مهماتو خطر ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د روان کال د جنورۍ او سپټمبر ترمنځ ۳۲۴ ملکي وګړي د دغو چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، اوس هم په افغانستان کې له ۹۰۹ مربع کیلومترو زیاته ځمکه په ماینونو او ناچاودو مهماتو ککړه ده او شاوخوا ۲.۶ میلیونه کسان د دغو خطرناکو سیمو په یوه کیلومترۍ کې ژوند کوي.
اوچا ټینګار کړی چې د بودجې د کمښت دوام به د ژمي په میاشتو کې د بشري ناورین خطر نور هم زیات کړي او د میلیونونو اړمنو افغانانو لاسرسی به حیاتي مرستو ته محدود کړي.
ډېپلوماټ مجلې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د پخواني پوځ د ځانګړو ځواکونو د قوماندان سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې د طالبانو د واک پر وړاندې نوې جنګي تګلاره خپله کړې ده.
د راپور له مخې، دغې جبهې د طالبانو د دودیز ځواک او نفوذ پر اصلي مرکزونو، کندهار او هلمند، تمرکز زیات کړی او د څارونکو پام یې ځان ته اړولی دی.
د افغانستان متحده جبهه چې په ۲۰۲۳ کال کې په امریکا کې جوړه شوې، د ۲۰۲۶ کال له اګست میاشتې راهیسې یې عملي پوځي بریدونه پیل کړي دي. دغه جبهه د خپلو موخو په اړه وایي چې غواړي د طالبانو واکمني پای ته ورسوي، له افراطي ډلو سره مبارزه وکړي او هېواد بېرته د اساسي قانون پر بنسټ یو نظام ته ستون کړي. د راپور له مخې، یادې جبهې ادعا کړې چې د روان کال د اګست له لومړۍ نېټې د نومبر تر ۱۳مې پورې یې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې ۱۲۶ بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۱۳۵ طالبان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.
ډېپلوماټ لیکي چې د دې جبهې د بېلتون اصلي ټکی په کندهار او هلمند ولایتونو کې د عملیاتو زیاتوالی دی؛ هغه دوه ولایتونه چې د طالبانو اصلي سیاسي او پوځي مرکزونه بلل کېږي. د یادې ډلې د شمېرو له مخې، له ټولو ۱۲۶ بریدونو څخه ۳۷ په کندهار او ۲۷ نور په هلمند کې شوي دي. دا جبهه برخلاف د نورو مخالفو ډلو چې خپل بریدونه یې یوازې په ځانګړو سیمو پورې محدود کړي، خپل فعالیتونه یې د هېواد بېلابېلو برخو ته غځولي او په بدخشان، غزني، غور، پروان او زابل کې یې هم د بریدونو ادعاوې کړې دي.
د ډېپلوماټ د معلوماتو پر بنسټ، د دې جبهې ډېری بریدونه د کمینونو، هدفي وژنو او د طالبانو پر پوستو او مرکزونو د چټکو بریدونو په بڼه ترسره شوي دي. په ورته وخت کې دغې مجلې ټینګار کړی چې د افغانستان د متحدې جبهې دا شمېرې او ادعاوې په خپلواکه توګه د تایید وړ نه دي. طالبانو هم تر اوسه د دې ادعا شوو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي او معمولاً د خپلو مخالفو وسلهوالو ډلو د بریدونو په اړه چوپتیا غوره کوي.
د افغانستان د وضعیت په اړه څارونکي وایي چې د طالبانو پر وړاندې بېلابېلې وسلهوالې او سیاسي جبهې فعالې دي، لکه د افغانستان د ازادۍ جبهه چې په بدخشان او نورو سیمو کې یې پر پوستو د بریدونو خبر ورکړی دی. طالبانو د دغو مخالفتونو په غبرګون کې د ځپلو هڅه کړې او د هغوی مشر هبتالله اخوندزاده په خپلو وروستیو ویناوو کې پر مخالفانو غږ کړی چې هېواد ته بېرته ستانه شي، خو د مقاومت جبهې او ازادۍ جبهې دغه ډول بلنې د خپلو پوځي فشارونو پایله بللې او د طالبانو انحصاري واکمني یې رد کړې ده.