• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بلوچستان سیاسي ګوندونه د ناامنۍ، هدفي وژنو او د لارو بندېدو پر ضد اعتصاب کوي

عبدالکریم ملاخېل
عبدالکریم ملاخېل

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو، بلوچستان

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۴:۴۵ GMT+۰

د پاکستان په بلوچستان کې د سیاسي ګوندونو د ټول‌ګوندي غونډې له پرېکړې سره سم، د نومبر په ۱۹مه به په ټول ایالت کې عمومي اعتصاب او مظاهرې وشي.

د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند د بلوچستان ایالتي مشر نصرالله خان زېري افغانستان انټرنیشنل- پښتو ته ویلي، چې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو په ګډه پرېکړه به د نومبر په ۱۹مه، د پنجشنبې په ورځ، په ټول بلوچستان کې کاري اعتصاب او احتجاجي مظاهرې وشي.
زېري وویل، بلوچستان له اوږدې مودې راهیسې د ناامنۍ له زیاتېدونکو پېښو سره مخ دی او په زیارت، هرنايي، قلعه عبدالله او یو شمېر نورو سیمو کې خلک د وسله‌والو فعالیتونو او امنیتي وضعیت له امله له جدي ستونزو سره مخ شوي دي.
د هغه په وینا، په ګڼو سیمو کې خلکو ته د خپلو سیمو د پرېښودو خبرداری ورکړل شوی او سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې دي. نوموړي ادعا وکړه چې له حکومتي چارواکو په وار وار غوښتنه شوې چې د خلکو د سر او مال امنیت خوندي کړي، خو تراوسه اغېزناک ګامونه نه دي اخیستل شوي.
زېري زیاته کړه چې په بلوچستان کې وسله‌والې ډلې په ښکاره فعالیت کوي او د ایالتي حکومت واک تر پوښتنې لاندې راغلی دی. د هغه په خبره، په ځینو سیمو کې لویې لارې د وسله‌والو ډلو تر اغېز لاندې دي او خلک د سفر پر مهال وېرېږي.
نوموړي وویل، د کوټې ـ کراچۍ لویه لار، د چمن لاره، د تفتان مسیر او د بلوچستان یو شمېر نورې مهمې لارې د امنیتي ستونزو له امله اغېزمنې شوې دي. د هغه په وینا، د باروړونکو موټرو سوځول، د مسافرو تښتول او له سوداګرو د پیسو اخیستل د سیمې اقتصاد ته درانه زیانونه اړولي دي.
زیري ویلي،چې له افغانستان او ایران سره د سرحدي لارو اوږدمهاله تړل کېدو سوداګري سخته ځپلې ده. د هغه په باور، سوداګر نه شي کولای خپل مالونه په عادي ډول ولېږدوي او زرګونه کسان چې د سرحدي سوداګرۍ له لارې یې ژوند چلاوه، له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي دي.دغه سیاسي فعال زیاتوي، د اعتصاب لپاره بشپړ چمتووالی نیول شوی او د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې د سیاسي ګوندونو له لوري غونډې، خبري کنفرانسونه او د عامه پوهاوي کمپاینونه ترسره شوي دي.بلخوا، د عوامي نېشنل ګوند ایالتي عمومي منشي مابت کاکا افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي، چې بلوچستان دا مهال له ناامنۍ، هدفي وژنو، تښتونو، اقتصادي رکود او د سوداګریزو لارو له بندېدو سره مخ دی او د دې وضعیت تر ټولو لوی زیان عامو خلکو ته رسېږي.هغه ویلي، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي لارو بندېدو د بلوچستان اقتصاد سخت زیانمن کړی، سوداګري یې ټکنۍ کړې او د زرګونو کورنیو د عاید سرچینې یې اغېزمنې کړې دي.په ورته وخت کې، د نېشنل ګوند مرکزي غړي سعد دیوار ویلي، چې په بلوچستان کې نه یوازې امنیتي وضعیت خراب شوی، بلکې د خلکو اساسي او قانوني حقونه هم له جدي ننګونو سره مخ دي.د هغه په وینا، د بلوچستان پر لویو لارو ناامني، د وسایطو سوځول، هدفي بریدونه او د وسله‌والو فعالیتونه د خلکو ورځنی ژوند او اقتصادي فعالیتونه اغېزمن کړي دي.دیوار ویلي، د بلوچستان ستونزه یوازې امنیتي نه ده او یوازې د عملیاتو له لارې نه شي حل کېدای. هغه ټینګار کړی چې د ستونزو د حل لپاره سیاسي، اقتصادي او ټولنیز اقدامات اړین دي.د سیاسي ګوندونو مشرانو خبرداری ورکړی چې که د خلکو غوښتنو ته پام ونه شي، د احتجاج لړۍ به دوام ومومي او د نورو اعتراضي ګامونو په اړه به هم پرېکړې وشي.دوی له خلکو، سوداګرو، ترانسپورټرانو او دوکاندارانو غوښتي چې د نومبر د ۱۹مې په عمومي اعتصاب او احتجاجي مظاهرو کې ګډون وکړي.









ډېر لیدل شوي

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی
۱

د غونډې په پلمه؛ مولوي هبت الله د داخلي اختلافاتو د حل او اطاعت منلو لپاره کابل ته تللی

۲

بایډن: که اړتیا وي، امریکا بېرته افغانستان ته ستنېدای شي

۳

بایډن خپل کتاب کې: افغانستان په قبایلي سیالۍ کې ډوب دی، هېڅکله به دیموکراسۍ ته ونه رسیږي

۴

په خوست او پکتیا کې یو شمېر سوداګر او بڼوال د ځڼغوزیو د بیو له ټیټوالي شکایت کوي

۵

په امریکا کې لسګونه افغان کډوال پاکستان ته د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

•
•
•

نور خبرونه

د ماشوم ژغورنې نړیوال سازمان: کډوالۍ افغان ماشومان خوارځواکه کړي او د زده‌کړو محروم کړي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۲:۰۸ GMT+۰
100%

د ماشومانو د ژغورنې یا ملاتړ نړیوالې ادارې سېو د چلډرن په تازه راپور کې ویلي، چې بې‌ځایه کېدو او کډوالۍ په افغانستان کې د ماشومانو لوږه او خوارځواکي زیاته کړې ده.

سېو د چلډرن د «خوځنده ماشومان» په نوم راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې بې‌ځایه کېدو د ماشومانو پر ژوند پراخ منفي اغېز کړی او ګڼ ماشومان اوس د لوږې، خوارځواکۍ او بې‌وزلۍ له سختو ستونزو سره مخ دي.
راپور چې د افغانستان په اوو ولایتونو کې له څه باندې ۸۰۰ ماشومانو او د هغوی له کورنیو سره د مرکو پر بنسټ چمتو شوی، ښيي چې په سروې کې د ګډون کوونکو له لسو څخه تر نهو ډېر ماشومان د کډوالۍ یا بې‌ځایه کېدو تجربه لري.
د سروې له مخې، ۵۵ سلنه ماشومانو ویلي چې له خپلو مېنو تر بې‌ځایه کېدو وروسته یې د خوړو اندازه کمه شوې ده. همداراز ۴۱ سلنه ماشومانو ویلي چې روغتیايي وضعیت یې خراب شوی او ۳۳ سلنه سرپرستانو ویلي چې د ماشومانو زده‌کړو ته لاسرسی هم محدود شوی دی.
راپور وايي، سره له دې چې اړتیاوې زیاتې شوې، ډېری ماشومان لا هم مرستو ته لاسرسی نه لري. له لسو څخه یوازې یوه ماشوم ویلي چې کومه مرسته یې ترلاسه کړې، خو ۹۰ سلنه ماشومانو د خوړو د ترلاسه کولو لپاره د مرستې اړتیا ښودلې ده.
د یادې ادارې په وینا، د ۲۰۲۳ کال له سپټمبر راهیسې له ۶.۶۷ میلیونو ډېر افغانان له ایران او پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي، چې دې چارې پر هغو کورنیو او ټولنو نور فشار هم زیات کړی چې لا له وړاندې له فقر او د خوړو له کمښت سره مخ وې.
راپور څرګندوي چې اقتصادي ستونزې د کډوالۍ او بې‌ځایه کېدو تر ټولو مهم لامل دي. ۴۹ سلنه ماشومانو ویلي چې کورنۍ یې د کار او عاید د نشتوالي له امله کډه کولو ته اړ شوې او نږدې درېیمې برخې د خوړو کمښت د بې‌ځایه کېدو لامل بللی دی.
سروې ښيي چې په وروستیو درېیو کلونو کې نږدې ۷۰ سلنه ماشومانو دوه یا تر دوو ډېر بحرانونه تجربه کړي دي؛ په دغو بحرانونو کې وچکالي، سېلابونه، زلزلې او جګړې شاملې دي.
راپور د ماشومانو د خوندیتوب په اړه هم خبرداری ورکوي.
د سروې له مخې، ۱۱ سلنه ماشومانو ویلي چې د ماشومانو له کار، فزیکي او لفظي تاوتریخوالي یا کم عمره ودونو په څېر خطرونو سره مخ شوي دي. د ماشومانو سرپرستانو ویلي چې نجونې د سفرونو او بې‌ځایه کېدو پر مهال له ځانګړو خطرونو سره مخ وي.
په راپور کې د اته کلنې نوریا کیسه هم شامله ده، چې سږ کال له خپلې کورنۍ سره له پاکستانه افغانستان ته ستنه شوې ده.
نوریا ویلي: «موږ په پاکستان کې کور درلود او ډېر ملګري مې لرل. افغانستان هم خوښوم، خو خپل ښوونځی او ملګري مې یادېږي. غواړم داسې ښوونځی ولرو چې خپلې زده‌کړې پکې دوام ورکړو.»
د هغې مور نازو ویلي چې مېړه یې کار نه لري او کورنۍ یې د خپلو ماشومانو د اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري.
هغې ویلي: «هره ورځ اندېښنه لرم چې د راتلونکي خواړه به له کومه شي. کله چې په یوه هېواد کې وزېږېږې او هلته ژوند جوړ کړې، هغه ځای ستا کور وي. خو چې هر څه دې ناڅاپه له لاسه ووځي، ژوند دې ړنګېږي.»
د ماشومانو د ژغورنې ادارې د افغانستان مشر اشیش ډاملي ویلي، د دغې ادارې موندنې ښيي چې بې‌ځایه کېدل د ماشومانو ستونزې نه حلوي او د نوې سیمې موندل د خوندي ژوند معنا نه لري.
هغه ویلي: «هغه ماشومان چې خپل کورونه یې له لاسه ورکړي، باید له دغو خطرونو سره یوازې پرېنښودل شي. دوی یوازې د ژوندي پاتې کېدو نه، بلکې د خوندیتوب، زده‌کړو او د خپل ژوند د بېرته جوړولو حق هم لري.»
راپور داسې مهال خپرېږي چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو ګڼل کېږي چې د کورنیو بې‌ځایه شویو خلکو شمېر پکې تر ټولو لوړ دی او میلیونونه ماشومان د فقر، لوږې او بې‌ځایه کېدو له اغېزو سره مخ دي.

ملګري ملتونه: د بودیجې کمښت د افغانستان میلیونونه اړمن د ژمي له سختو شرایطو سره مخامخ کړي

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۳۴ GMT+۰
100%

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) خبرداری ورکړی چې د افغانستان د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان لپاره د اړتیا وړ بودیجې کمښت، د ژمي له را رسېدو سره میلیونونه افغانان د خوړو، سرپناه، روغتیايي خدمتونو او ژمنیو مرستو د ترلاسه کولو وړ ګرځولي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې (اوچا) ویلي، چې په افغانستان کې د ژمي له رارسېدو سره بشري مرستندویه بنسټونه هڅه کوي لیرې پرتو او سختو لاسرسي لرونکو سیمو ته مرستې مخکې له مخکې ورسوي، خو د بودجې کمښت د دغو هڅو پر وړاندې تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي.
د اوچا د راپور له مخې، د افغانستان د ۲۰۲۶ کال د بشري اړتیاوو او غبرګون پلان د پلي کېدو لپاره ۱.۷۱ میلیارد ډالرو ته اړتیا ده، خو د اکتوبر تر پایه یوازې ۵۵۰ میلیونه ډالر برابر شوي او لا هم د بودجې ۶۸ سلنه تشه پاتې ده.
د اوچا ویاندې اولګا چیریفکو ویلي، که بیړنۍ مالي مرستې برابرې نه شي، بشري بنسټونه به ونه شي کولای ټولو اړمنو کورنیو ته اړینې مرستې ورسوي او زرګونه کورنۍ به د ژمي له سختو شرایطو سره یوازې پاتې شي.
راپور وايي، هر کال د واورو اورېدو، د هوا د سختې سړېدو او د لارو د بندېدو له امله د افغانستان ګڼې سیمې له نورو برخو پرې کېږي. له دې امله خلک روغتیايي مرکزونو، بازارونو او نورو اساسي خدمتونو ته د لاسرسي له ستونزو سره مخ کېږي.
د اوچا په وینا، میلیونونه افغانان چې له وړاندې له فقر، بېکارۍ او د خوړو له کمښت سره مخ دي، اوس د سون توکو، تودو جامو او مناسبې سرپناه د برابرولو لپاره له لا ډېرو ننګونو سره مخامخ دي.
د راپور شمېرې ښيي چې د خوړو خوندیتوب او کرنې سکتور، چې د افغانستان د بشري مرستو تر ټولو ستره برخه جوړوي، د اړتیا وړ بودجې یوازې ۱۸.۲ سلنه ترلاسه کړې ده.
همدارنګه د بېړنۍ سرپناه او غیرخوراکي توکو پروګرام ته یوازې ۱۵.۱ سلنه، د اوبو او روغتیا ساتنې برخې ته ۱۶.۶ سلنه او د تغذیې پروګرامونو ته ۱۶.۳ سلنه بودجه رسېدلې ده.
اوچا په خپل راپور کې د بدخشان، کندوز او تخار ولایتونو وضعیت ته په اشارې ویلي چې په دغو سیمو کې خلک د خوړو، پاکو اوبو، روغتیايي خدمتونو او ژمنیو اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.
د راپور له مخې، په کندوز کې لسګونه بېرته ستنېدونکې کورنۍ لا هم په لنډمهالو خیمو کې ژوند کوي او د ژمي له نږدې کېدو سره د خوراکي توکو، کمپلو، سون توکو او پاکو اوبو د کمښت اندېښنې لري.
راپور د ماینونو او ناچاودو مهماتو خطر ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چې د روان کال د جنورۍ او سپټمبر ترمنځ ۳۲۴ ملکي وګړي د دغو چاودېدونکو توکو له امله وژل شوي یا ټپیان شوي، چې نږدې ۸۰ سلنه یې ماشومان دي.
د اوچا د معلوماتو له مخې، اوس هم په افغانستان کې له ۹۰۹ مربع کیلومترو زیاته ځمکه په ماینونو او ناچاودو مهماتو ککړه ده او شاوخوا ۲.۶ میلیونه کسان د دغو خطرناکو سیمو په یوه کیلومترۍ کې ژوند کوي.
اوچا ټینګار کړی چې د بودجې د کمښت دوام به د ژمي په میاشتو کې د بشري ناورین خطر نور هم زیات کړي او د میلیونونو اړمنو افغانانو لاسرسی به حیاتي مرستو ته محدود کړي.

ډېپلوماټ مجله: متحدې جبهې د طالبانو د نفوذ پر اصلي مرکزونو کندهار او هلمند تمرکز کړی دی

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۳۰ GMT+۰
100%

ډېپلوماټ مجلې په یوه تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان د پخواني پوځ د ځانګړو ځواکونو د قوماندان سمیع سادات په مشرۍ د افغانستان متحدې جبهې د طالبانو د واک پر وړاندې نوې جنګي تګلاره خپله کړې ده.

د راپور له مخې، دغې جبهې د طالبانو د دودیز ځواک او نفوذ پر اصلي مرکزونو، کندهار او هلمند، تمرکز زیات کړی او د څارونکو پام یې ځان ته اړولی دی.

د افغانستان متحده جبهه چې په ۲۰۲۳ کال کې په امریکا کې جوړه شوې، د ۲۰۲۶ کال له اګست میاشتې راهیسې یې عملي پوځي بریدونه پیل کړي دي. دغه جبهه د خپلو موخو په اړه وایي چې غواړي د طالبانو واکمني پای ته ورسوي، له افراطي ډلو سره مبارزه وکړي او هېواد بېرته د اساسي قانون پر بنسټ یو نظام ته ستون کړي. د راپور له مخې، یادې جبهې ادعا کړې چې د روان کال د اګست له لومړۍ نېټې د نومبر تر ۱۳مې پورې یې د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې ۱۲۶ بریدونه کړي چې په پایله کې یې ۱۳۵ طالبان وژل شوي او ۶۰ نور ټپیان دي.

ډېپلوماټ لیکي چې د دې جبهې د بېلتون اصلي ټکی په کندهار او هلمند ولایتونو کې د عملیاتو زیاتوالی دی؛ هغه دوه ولایتونه چې د طالبانو اصلي سیاسي او پوځي مرکزونه بلل کېږي. د یادې ډلې د شمېرو له مخې، له ټولو ۱۲۶ بریدونو څخه ۳۷ په کندهار او ۲۷ نور په هلمند کې شوي دي. دا جبهه برخلاف د نورو مخالفو ډلو چې خپل بریدونه یې یوازې په ځانګړو سیمو پورې محدود کړي، خپل فعالیتونه یې د هېواد بېلابېلو برخو ته غځولي او په بدخشان، غزني، غور، پروان او زابل کې یې هم د بریدونو ادعاوې کړې دي.

د ډېپلوماټ د معلوماتو پر بنسټ، د دې جبهې ډېری بریدونه د کمینونو، هدفي وژنو او د طالبانو پر پوستو او مرکزونو د چټکو بریدونو په بڼه ترسره شوي دي. په ورته وخت کې دغې مجلې ټینګار کړی چې د افغانستان د متحدې جبهې دا شمېرې او ادعاوې په خپلواکه توګه د تایید وړ نه دي. طالبانو هم تر اوسه د دې ادعا شوو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي او معمولاً د خپلو مخالفو وسله‌والو ډلو د بریدونو په اړه چوپتیا غوره کوي.

د افغانستان د وضعیت په اړه څارونکي وایي چې د طالبانو پر وړاندې بېلابېلې وسله‌والې او سیاسي جبهې فعالې دي، لکه د افغانستان د ازادۍ جبهه چې په بدخشان او نورو سیمو کې یې پر پوستو د بریدونو خبر ورکړی دی. طالبانو د دغو مخالفتونو په غبرګون کې د ځپلو هڅه کړې او د هغوی مشر هبت‌الله اخوندزاده په خپلو وروستیو ویناوو کې پر مخالفانو غږ کړی چې هېواد ته بېرته ستانه شي، خو د مقاومت جبهې او ازادۍ جبهې دغه ډول بلنې د خپلو پوځي فشارونو پایله بللې او د طالبانو انحصاري واکمني یې رد کړې ده.

د کوټې د وچې مېوې سوداګر: افغانستان سره د لارو بندښت مو کاروبار له ناورین سره مخ کړی

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۲۵ GMT+۰
•
عبدالکریم ملاخېل
100%

د کوټې د وچې منډیي د ټولنې عمومي منشي عبیدالله درانی افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وویل، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو لارو بندېدو نه یوازې د وچې مېوې سوداګري زیانمنه کړې، بلکې د زرګونو مزدورانو، موټرچلوونکو او کوچنیو سوداګرو د عاید سرچینې یې هم اغېزمنې کړې دي.

نوموړي افغانستان انټرنشنل- پښتو ته د یوې ځانګړې مرکې پر مهال وویل ، د کوټې د وچې مېوې منډيي ته له افغانستان، ایران او د سیمې له نورو برخو وچې مېوې او کرنیز محصولات راځي او بیا د پاکستان بېلابېلو ښارونو ته لېږدول کېږي.
د هغه په وینا، د دې سوداګرۍ په هر پړاو کې زرګونه کسان په کار بوخت وي، خو د سوداګریزو لارو له بندېدو وروسته د مالونو د لېږد بهیر سخت زیانمن شوی دی.
دراني وویل، پخوا به وچې مېوې او نور توکي د کوټې له لارې پنجاب، سند او خیبر پښتونخوا ته لېږدول کېدل، خو اوس ډېری مالونه د کراچۍ له لارې دغو بازارونو ته رسېږي، چې له امله یې د سوداګرو لګښتونه لوړ شوي او د کاروبار حجم کم شوی دی.
هغه زیاته کړه چې د لارو خرابوالی او سرحدي محدودیتونه د سوداګرو لپاره اضافي ستونزې پیدا کړې دي او د سوداګرۍ بهیر یې ډېر ټکنی کړی دی.
د نوموړي په وینا، د مستونګ او د بلوچستان د نورو سیمو کرنیز محصولات هم له همدې ستونزو اغېزمن شوي دي. هغه وویل، پخوا به د سیمې محصولات په اسانۍ بازارونو ته رسېدل، خو اوس سوداګر د خرڅلاو او بازار موندنې له ستونزو سره مخ دي.
دراني وویل، د کوټې د وچې مېوې منډيي کې د دوکانونو کرایې هم د پام وړ راټیټې شوې دي. د هغه په خبره، هغه دوکانونه چې پخوا به په میاشت کې له ۵۰ زرو څخه تر ۶۰ زرو کلدارو په کرایه ورکول کېدل، اوس ځینې مالکین حاضر دي چې په ۱۵ زرو او ۲۰ زرو کلدارو یې هم کرایه ورکړي، خو بیا هم کرایه کوونکي نه پیدا کېږي.
هغه ټینګار وکړ چې د سرحدونو د بندښت زیان یوازې لویو سوداګرو ته نه دی اوښتی، بلکې کوچني سوداګر، مزدوران، موټرچلوونکي او د ورځې مزدوران هم ورڅخه اغېزمن شوي دي.
د هغه په وینا، په کوټه کې زرګونه کسان د وچې مېوې په بارولو، ښکته کولو، بسته بندۍ او لېږد کې بوخت وو. پخوا به دوی هره ورځ له درې زرو څخه تر څلور زرو کلدارو عاید ترلاسه کاوه، خو اوس د ځینو ورځنۍ مزدوري ۵۰۰، ۶۰۰، ۷۰۰ او ۸۰۰ کلدارو ته راټیټه شوې ده.
دراني وویل، د کینو او نورو مېوو صادرات هم اغېزمن شوي دي. د هغه په خبره، د کینو د موسم پر مهال به هره ورځ له ۳۰ تر ۴۰ موټرو پورې بارونه افغانستان، ازبکستان او ترکمنستان ته لېږدول کېدل، خو اوس دا بهیر درېدلی دی.
بلخوا، د کوټې د وچې مېوې یو سوداګر سید عبدالرب اغا افغانستان انټرنیشنل- پښتو ته وویل چې د دوی د کاروبار ډېره برخه له افغانستان سره تړلې وه او د سرحدي لارو له بندېدو وروسته یې سوداګري په بې‌ساري ډول راکمه شوې ده.
هغه وویل، پخوا به وچې مېوې له افغانستانه کوټې ته راتلې او بیا به د پاکستان نورو سیمو ته لېږدول کېدې، خو اوس بازار خپل پخوانی ارزښت له لاسه ورکړی دی.
په همدې حال کې، محمد امین چې له څلورو کلونو راهیسې د کوټې د وچې مېوې په منډۍ کې مزدوري کوي، وايي د لارو بندېدو د دوی پر عاید مستقیم اغېز کړی دی.
نوموړي افغانستان انټرنیشنل -پښتو ته وویل: «تېر کال به مو هره ورځ دوه زره تر دوه نیم زره کلدارې مزدوري کوله، خو اوس کله ۱۲۰۰ او کله ۱۵۰۰ کلدارو ته رسېږي.»
هغه وايي د عاید کمېدو د کورنۍ پر ژوند ژور اغېز کړی او اوس اړ دي چې د خپلو ورځنیو لګښتونو کچه راکمه کړي.
د هغه په خبره، د خوراکي توکو بیې لوړې شوې، خو عاید یې کم شوی دی.

هغه زیاتوي:«پخوا به مو پنځه کیلو خوارکي تومې اخیستې، اوس یوه یا دوه کیلويي اخلو. د کور ټول لګښتونه مو راکم کړي او له سهاره تر ماښامه کار کوو، خو بیا هم ستونزې نه هوارېږي.»
محمد امین وايي، که په کور کې ناروغي یا بله ناڅاپي ستونزه رامنځته شي، نو مجبوریږي پور واخلي او وروسته یې خپل مزدوري عاید څخه بېرته پرې کړي.
د کوټې د وچې مېوې سوداګر او مزدوران له پاکستان او طالبانو غواړي چې د سوداګرۍ د عادي کېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي، ځکه د دوی په وینا د سرحدونو د بندښت دوام د زرګونو کورنیو د عاید سرچینې له خطر سره مخ کړې دي.

پاکستاني رسنیو تېره میاشت خبر ورکړی و چې له افغانستان سره د دغه هېواد د سوداګریزو لارو د بندېدو له امله پاکستان ته ۲،۵ میلیارد ډالره زیان اوښتی دی.

افغان سوداګر هم د دغې لارې د تړل کېدو له امله د درنو مالي زیانونو خبر ورکوي او له پاکستان او طالب چارواکو غواړي، چې سوداګریزې لارې بېرته پرانیزي.

کندهارۍ مور: د خوړو د نشتوالي له امله مې ماشوم په شدیدې خوارځواکۍ اخته شو

۲۷ لړم ۱۴۰۵ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۰
100%

د کندهار یوې مور، چې خپل یو نیم کلن زوی یې د شدیدې خوارځواکۍ له امله روغتون ته رسولی، وایي فقر، لوږې او د خوړو کمښت یې ماشوم په سختې خوارځواکۍ اخته کړی او له دې امله تر بسترېدو رسولی دی. نوموړې وايي، له سختې بېوزلۍ به یې ماشوم ته یوازې په چایو کې لمده کړې وچه ډوډۍ ورکوله.


د بې پولې ډاکټرانو (اېم اېس اېف) له‌خوا خپره شوې د یوې افغانې مور کیسه د افغانستان د خوارځواکۍ او لوږې بحران هغه واقعیت انځوروي چې لا هم زرګونه کورنۍ ورسره مخ دي.
د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ ۲۵ کلنه نازیه وايي، خپل یو نیم کلن زوی احمد یې د شدیدې خوارځواکۍ او نس ناستې له امله د کندهار د بې پولې ډاکټرانو د تغذیې مرکز ته رسولی دی.
هغې وویل، ډاکټرانو ورته ویلي چې ماشوم یې د سختې خوارځواکۍ له امله وزن کم کړی او تر هغو به په روغتون کې پاتې وي چې روغتیايي وضعیت یې ښه شوی نه وي.
نازیه، چې خپله د امیندوارۍ په نهمه میاشت کې ده، وايي د فقر او د تګ راتګ د لګښتونو د نه لرلو له امله یې د امیندوارۍ پر مهال هېڅ روغتیايي معاینه نه ده کړې.
هغې ویلي: «نه پوهېږم خپل ناروغ ماشوم ته پام وکړم او که خپل ځان ته. دلته یوازې یم او هېڅ مرستندوی نه لرم.»
د نوموړې په وینا، د کورنۍ اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې ماشومانو ته کافي او مغذي خواړه برابر نه کړي.
نازیه وايي: «کله به چې سهار له خوبه پاڅېدم، د لوږې له لاسه به مې بدن رپېده او نه به پوهېدم چې ماشومانو ته څه پیدا کړم.»
هغې زیاته کړې چې د خوړو د نشتوالي له امله به یې خپل کوچني زوی ته ډوډۍ په چای کې لمده کوله او د خوړو په توګه به یې ورکوله.
د هغې په خبره، ځینې وختونه به یې ان د چای لپاره بوره هم نه لرله او کله به یې ماشوم ته ډوډۍ د لوبیا په اوبو کې لمده کړې وه.
نازیه وايي، د خوړو کمښت د دې لامل شوی و چې خپل ماشوم ته کافي شیدې هم ورنه کړي.
هغې ویلي: «کله چې په کور کې خواړه نه وي، شیدې هم نه پیدا کېږي. ورو ورو مې شیدې وچې شوې او ماشوم مې لا پسې کمزوری شو.»
د نوموړې په خبره، احمد مخکې هم د خوارځواکۍ لپاره ځانګړي غذایي مواد ترلاسه کول، خو د بېوزلۍ او د سفر د لګښتونو له امله یې نه شو کولی چې په منظم ډول روغتیايي مرکز ته ولاړ شي.
نازیه، چې ډېر ژر به خپل شپږم ماشوم وزېږوي، اندېښنه لري چې نوی زېږېدونکی ماشوم به یې هم د خپل ورور په څېر له خوارځواکۍ او لوږې سره مخ شي.
هغې ویلي: «کله چې پوه شوم امیندواره یم، وېرېدم. له ځان سره مې ویل، لا یو ناروغ ماشوم لرم، که بل ماشوم هم پیدا شي، څنګه به یې پالنه وکړم؟»
د بې پولې ډاکټرانو په وینا، فقر، د خوړو نه خوندیتوب او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی لا هم په افغانستان کې د ماشومانو د خوارځواکۍ له مهمو لاملونو څخه دي او زرګونه کورنۍ د خپلو ماشومانو د درملنې او تغذیې د برابرولو له ستونزو سره مخ دي.