د جمعیت ګوند او مقاومت جبهې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۷مه) د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره په کابل پوهنتون کې د طالبانو د مشر د فرمانونو په تړاو دوه ورځنۍ غونډه (دوشنبه او سېشنبه) فرمایشي غونډه وبلله.
په ګډه اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو په انحصاري او ځپونکو پالیسیو سره افغانستان له ژورو سیاسي، ټولنیز او د بشري حقونو له بحرانونو سره مخ شوی او په باور یې، طالبان اوس د خپل «نامشروع» حاکمیت د مشروعیت لپاره هڅه کوي، چې د کابل پوهنتون له تاریخي او علمي اعتبار څخه ګټه واخلي. د دوی په باور، کابل پوهنتون د افغانستان د یوه مهم علمي او کلتوري بنسټ په توګه ملي او تاریخي ځای لري او باید له هر ډول سیاسي استفادې خوندي پاتې شي.
جمعیت ګوند او مقاومت جبهې ویلي، سیاسي مشروعیت د «فرمایشي» غونډو، د یو اړخیزو اعلامیو د خپرولو او سازمان شوي تایید څخه نهترلاسه کېږي، بلکې د خلکو له ارادي او رضایت څخه سرچینه اخلي او زیاتوي: «هغه حکومت چې د عمومي ارادې پر بنسټ نهوي جوړ شوی او د خپلو اتباعو اساسي حقونو ته په نهسترګه وګوري، نو په دغه ډول غونډو سره نهشي کولای مشروعیت ترلاسه کړي».
دوی زیاته کړې: «د افغانستان بحران په سیاسي نندارو او فرمایشي غونډو سره نهحل کېږي او له دې د وتلو لاره د خلکو د ارادې منل او د قدرت په جوړښت کې د هغوی د برابر او واقعي مشارکت لپاره د زمینې برابرول دي».
په دې ګډه اعلامیه کې راغلي: «جمعیت او مقاومت جبهه پر دې باور دي، چې د انحصار طلبۍ، تبعیض او ځپنې پر وړاندې مبارزه به تر هغې دوام وکړي، څو د خلکو حقوق او ازادۍ تامین شي».
جمعیت ګوند او مقاومت جبهې طالبان د خپلو سیاستونو د توجیه لپاره له دیني ارزښتونو پر استفادې تورن کړل او ورسره یې د هېواد له دیني عالمانو وغوښتل، چې د خپلو شرعي، اخلاقي او ټولنیزو مسوولیتونو لهمخې، د ظلم، تبعیض، د دیني ارزښتونو د تحریف او له دیني څخه د ناوړه استفادې پر وړاندې چوپتیا غوره نهکړي او په دې برخو کې خپل غږونه پورته کړي.
د یادونې وړ ده، چې طالبانو د روانې اونۍ د دوشنبې او سېشنبې په ورځو په کابل پوهنتون کې د هبتالله د فرمانونو د اغېزو څېړلو په اړه علمي - څېړنیزه دوه ورځنی کنفرانس جوړ کړی وو او په وروستۍ ورځ یې هبتالله اخوندزاده هم پهکې ګډون او وینا وکړه.
هغه په خپله وینا، کې له نورو مسایلو سربېره په لومړي ځل له بهر مېشتو افغانانو وغوښتل چې هېواد ته راشي او همداراز یې په ډاګه کړه، هغوی هم کولای شي د وړتیا او اهلیت په شرط حکومتي څوکۍ ترلاسه کړي، خو ورسره جوخت یې څرګنده کړه، چې د اسلام له نظره د څوکۍ غوښتنه ناروا ده، خو که څوک یې استعداد ولري، حق به یې ورکړي.