په بنګله دېش کې د ځمکې ښویېدنې او بارانونو له امله ۵۵ کسان مړه شوي او ۱۷ نور ورک دي

د بنګله دېشي رسنیو د راپورنو له مخې، د اګسټ له پیله تر اوسه د بارانونو او ځمکې ښویېدنې له امله د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې ۵۵ کسان مړه شوي، ۱۷ ورک او نېږدې یو میلیون خلک یې اغېزمن کړي دي.