دا په افغانستان کې د انټرنټ د بندېدو په تړاو دا د طالبانو لومړنۍ عامه څرګندونه ده، چې د بانکونو، سوداګرۍ او هوايي تګ راتګ چارې یې ګډوډې کړې دي.
تېره میاشت یو شمېر ولایتونو د انټرنېټ بندېدل تایید کړي وو، چې د راپورونو له مخې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د یوه حکم پر اساس د «غیر اخلاقي چارو» د مخنیوي لپاره ترسره شوی و.
د اسوشیټډ پرېس د رپوټ له مخې، طالب چارواکو په یوه درې کرښیز بیان کې، چې د پاکستاني خبریالانو له یوه واټساپ ګروپ سره یې شریک کړی، ویلي: «هیڅ داسې خبره نشته لکه څرنګه چې اوازې خپرېږي، موږ پر انټرنېټ بندیز نه دی لګولی.»
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد ټینګار کړی چې په ټول هېواد کې روانې ګډوډۍ د «زاړه نوري فایبر زیربنا د خرابېدو» پایله ده، چې اوس بدلېږي، خو په بیان کې دا نه دي ویل شوي چې انټرنېټ به کله بېرته فعال شي.
خو د طالب ویاند د وینا، برعکس له دوشنبې ورځې راهیسې نه یوازې دا، چې نوري فایبر قطع شوی، بلکې عادي انټرنېټ او مخابراتي اړیکې هم پرې شوې دي، چې له امله یې په افغانستان کې له هیچا سره اړیکه نه شی نیول کېدای او نه هم په کوردننه خلک اړیکې نیولای شي.
د انټرنېټ د څار نړیوالې ډلې نیټ بلاک د دوشنبې په ورځ خبر ورکړی و چې د افغانستان په کچه د انټرنېټ اړیکې په پرلهپسې ډول پرې شوې دي او د ټلیفون شبکې هم اغېزمنې شوې دي.
مرستندویه ادارو خبرداری ورکړی چې د انټرنېټ بندېدو د بشردوستانه سازمانونو چارې له لویو ستونزو سره مخامخ کړې او له طالبانو یې غوښتي چې مخابراتي اړیکې بېرته فعاله کړي.
د شنونکو په باور، د ذبیح الله مجاهد دغه څرګندونې ښايي له دې امله وي، چې د انټرنیټ قطع کېدو له امله په کوردننه او بهر پراخ غبرګونونه ښودل شوي او ممکن ملا هبت الله له خپلې پرېکړې پر شا شي، خو تر اوسه داسې نښې نښانې په څرګند ډول نه دي تر سترګو شوې.