• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

افراسیاب خټک
افراسیاب خټک

پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

۱۵ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۶ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۱۳ GMT+۱

د جون میاشتې پر ۲۹مه د پاکستان جنګي الوتکو په پکتیا، خوست او کونړ کې پر یو شمېر ودانیو بمونه وغورځول. د پاکستان د اطلاعاتو وزیر ادعا کړې ده چې دغه هوايي بریدونه د استخباراتي معلوماتو پر اساس د ترهګرو پر پټنځایونو شوي، چې په پاکستان کې وژونکي بریدونه کوي.

خو د طالبانو امارت ویلي دي چې عادي ملکي خلک د دغو هوايي بریدونو هدف ګرځېدلي دي، چې په نتیجه کې یې د ماشومانو او ښځو په ګډون لږ تر لږه شپږ دېرش کسان وژل شوي دي او ګڼ شمېر نور ژوبل شوي دي. د یوناما دفتر هم د ۲۸ ملکي افرادو، چې ماشومان او ښځې هم پکې شامل دي، د وژل کېدو خبر تصدیق کړی دی.

خو لکه چې ټول خلک خبر دي، دا لومړی ځل نه دی چې پاکستاني الوتکو په افغانستان کې ملکي خلک د هوايي بمباریو هدف ګرځولي دي. په ۲۰۲۱ کال کې چې طالبانو په افغانستان کې سیاسي واک ترلاسه کړ، دا د پاکستان له خوا پر افغانستان «اووم هوايي برید» دی. په تېرو بریدونو کې د پاکستان تر ټولو خونړی هوايي برید په کابل کې د امید روغتون په ناروغانو شوی و، چې سلګونو کسانو پکې ژوند له لاسه ورکړی و.

که څه هم پاکستان په پرله‌پسې توګه ادعاوې کړې دي چې په افغانستان کې د هوايي بریدونو هدف د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) پټنځایونه دي، خو دا ادعاوې په درېیو وجوهاتو سره ښکاره دروغ بلل کېدای شي.

لومړی دلیل دا دی چې د پاکستان په اوو هوايي بریدونو کې تر اوسه د ټي‌ټي‌پي د یوه غړي د وژل کېدو یا ټپي کېدو تصدیق هم نه دی شوی او په لویه کچه مرګ‌ژوبله تل د افغانستان عادي ملکي وګړو ته اوښتې ده. پاکستان تل له ثابتو شویو حقیقتونو څخه هم انکار کړی دی. پر امید روغتون د پاکستان په هوايي برید کې د سلګونو ناروغانو د وژل کېدو تصدیق د ملګرو ملتونو دفتر او ځینو اروپايي هېوادونو هم کړی و، خو پاکستان پرته له کوم ثبوت څخه په خپلو ادعاوو کلک ولاړ پاتې شوی دی.

دویم دلیل دا دی چې ټي‌ټي‌پي په ۲۰۰۷ کال کې په پاکستان کې جوړ شوی تنظیم دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې طالبانو په افغانستان کې د سیاسي قدرت د نیولو په لومړۍ ورځ د محبسونو دروازې پرانیستې او ټول بندیان یې له زندانونو ازاد کړل. په دغو خوشې شویو بندیانو کې شاوخوا پنځه زره د ټي‌ټي‌پي هغه غړي هم وو، چې د افغانستان جمهوري حکومت بندیان کړي وو.

د پاکستان جنرالواکۍ هغه وخت نه یوازې د ټي‌ټي‌پي د زرګونو غړو په ازادولو د طالبانو امارت ته کوم رسمي احتجاج ونه کړ، بلکې په دې سربېره یې د افغانستان له زندانونو د ازادو شویو ټي‌ټي‌پي غړو د پاکستان په داخل کې د “بیا مېشت کولو” لپاره په لوړه دولتي سطح جوړې شوې غونډه کې یو پلان هم تصویب کړ.

د پاکستان د هغه وخت لومړي وزیر عمران خان د یوې مرکې ویډیو اوس هم په یوټیوب کې شته. په دې مرکه کې عمران خان وايي چې په پورته یاده شوې غونډه کې، له مرکزي وزیرانو سربېره د پاکستان د پوځ هغه وخت لوی درستیز جنرال قمر جاوېد باجوه او د ای‌اېس‌ای هغه وخت عمومي رییس جنرال فیض حمید او نورو جنرالانو هم ګډون کړی و.

عمران خان وايي چې دغې دولتي غونډې د پاکستان په داخل کې د ټي‌ټي‌پي د زرګونو غړو د بیا مېشتونې لپاره د لسو میلیارده کالدارو بودیجه هم ځانګړې کړې وه. یعنې د دې خبرې د اثبات لپاره رسمي اسناد شته چې د پاکستان جنرالواکۍ پلان جوړ کړی و چې د افغانستان له زندانونو راوتلي د ټي‌ټي‌پي غړي بېرته پاکستان ته بوځي. خو کله چې په پښتونخوا کې له ټي‌ټي‌پي سره د تړون پر ضد ګڼ تظاهرات وشول، نو جنرالانو رسمي خبرې اترې پرېښودې او د ټي‌ټي‌پي غړي یې راوبلل.

دا ځکه چې پاکستاني جنرالانو کله هم طالبان ځان ته یو خطر نه دی ګڼلی. د هغوی لپاره اصلي خطر د پښتنو او بلوڅو ملي‌ګرا نهضتونه دي او د دغو نهضتونو د مخنیوي لپاره طالبان د جنرالانو په لاس کې تر ټولو غوره وسله ده.

درېیم دلیل دا دی چې د پاکستان جنرالواکي په ډېره سپین‌سترګۍ سره له یوې خوا د ټي‌ټي‌پي د ځپلو په نوم په افغانستان کې ګڼ شمېر بې‌ګناه ملکي افراد وژني او له بلې خوا د پښتونخوا په جنوب کې یې یو شمېر ضلعې لکه لکي مروت، بنو، ټانک، شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان او ځینې نورې سیمې د ټي‌ټي‌پي جنګیالیو ته پرېښي دي. هلته دغه جنګیالي خپل لوی مرکزونه لري، ګزمې کوي، له خلکو نه باج اخلي او په عمومي لارو کې یې پاټکونه جوړ کړي دي.

که له ټي‌ټي‌پي سره د پاکستان د جنرالواکۍ جګړه رښتیا وي، نو داسې څنګه کېدای شي چې د پاکستان شاوخوا اووه سوه زره پوځ د پښتونخوا په جنوب کې د ټي‌ټي‌پي د پنځلسو یا شلو زرو جنګیالیو مخه نه شي نیولای؟

د ټي‌ټي‌پي فعالیت په افغانستان کې د پوځي بریدونو لپاره یوازې یوه بهانه ده. پاکستان په تېرو پنځوسو کلونو کې په افغانستان کې د ابرقدرتونو د سیالۍ په مبارزو کې د استخباراتي لوبو له لارې کافي مهارت ترلاسه کړی دی.

د همدې مهارت په کارولو سره پاکستان امریکا ته وايي چې په افغانستان کې اوسني پوځي بریدونه پر طالبانو د فشار اچولو لپاره کوي، څو هغوی د بګرام هوايي اډه تاسې ته درکړي. په عین حال کې پاکستان چینایانو ته وايي چې ټي‌ټي‌پي د چین او پاکستان ترمنځ د جوړېدونکي اقتصادي دهلیز مخه نیسي، نو ځکه یې موږ پټ ځایونه ورانوو.

د دې خبرې موخه دا نه ده چې پاکستان به ابرقدرتونه په اوږدمهال کې وغولوي، ځکه دا کار په ځانګړي ډول ځکه هم ناشونی دی چې هر څومره د امریکا او چین ترمنځ سیاسي انقطاب پراخیږي، هومره د پاکستان لپاره په دوو کښتیو کې سفر کول سختېږي او په اوږدمهال کې دغه چل او فریب د پاکستان لپاره ډېره لوړه بیه هم لرلای شي.

یادونه: په افغانستان انټرنشنل کې خپرېدونکې لیکنې د لیکوالو شخصي نظرونه دي او د افغانستان انټرنشنل د پالیسۍ ښکارندويي نه کوي.

ډېر لیدل شوي

 طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر شبکې ټولې پراختیايي چارې تر «بل امر» پورې ودرولې
۱
ځانګړی

طالبانو په افغانستان کې د نوري فایبر شبکې ټولې پراختیايي چارې تر «بل امر» پورې ودرولې

۲

ټرمپ: طالبانو له بګرام زندانه زرګونه «ترهګر» او مجرمین خوشې کړي

۳

د امریکا پخوانۍ ډېپلوماټه: افغانستان نور د واشنګټن د بهرني سیاست لومړیتوب نه دی

۴

د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ ټولیز حجم ۵۰۸ میلیونه ډالرو ته رسېدلی

۵

ډېمن مک‌وېلسن: د افغانستان د ډیموکراسۍ کیسه د طالبانو په بیا واکمنېدو پای ته نه ده رسېدلې