اکرام الله مسید د ۲۰۱۸ کال په جون میاشت کې په یوه ویډیو کې وویل چې د بوټو په وژلو کې ښکیل نه دی
له ۲۰۱۴ کال راهیسې، اکرامالله په وېره او ډار کې په ننګرهار، کونړ، خوست او پکتیکا کې د ټي ټي پي له قوماندانانو سره پټ ګرځېده. خو په ۲۰۲۱ کال کې پر کابل او افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته نور هغه پټ نه ګرځي؛ د بې نظیر بوټو په قتل کې له لاس لرنې انکار نه کوي او په زغرده وايي، چې د بوټو د وژلو لپاره لیاقت باغ ته تللی و.
د افغانستان انټرنشنل د څیړنو له مخې، د پاکستاني طالبانو ډېری جګپوړي قوماندانان، مفتي نور ولي مسید، حافظ ګل بهادر، عظمت الله مسید، اخترمحمد خلیل او مفتي صادق نور داوړ د کابل، کونړ، خوست، پکتیا، پکتیکا ولایتونو او وزیرستان، خیبر او باجوړ ترمنځ د تردد په حال کې دي.
ګل بهادرد هبت الله په څېر ډېر نه ظاهریږي
غبرګۍ د خوست سپیرې ولسوالۍ د ځدراڼو کلی دی، خو له دې سیمې اخوا د پکتیکا تر ګیان ولسوالۍ پورې د مداخېلو وزیرو سیمه ده، چې اغزن تار او ډیورنډ کرښې له وزیرستان نه بېله کړې ده.
مداخېل د تحریک طالبان ګل بهادر یا اتحاد المجاهدین شورا د مشهور قوماندان حافظ ګل بهادر اړوند قبیله ده چې د ډیورنډ کرښې په دواړو خواوو کې اوسیږي. له همدې امله نوموړی په دې سیمه کې تر ټولو پیاوړی او ځواکمن کس ګڼل کیږي.
پر افتاب الله شک و، چې پرمختللې امریکايۍ وسلې پر بلوڅ وسله والو پلوري.
طالبانو په ۱۴۰۰ کال کې دې سیمې ته خپل یو شمېر پوځي چارواکي ولېږل او خلکو ته یې سپارښتنه وکړه، چې د چندو له راټولولو او په ودونو کې د پیکا او نورو درندو وسلو له ډزو ډډه وکړي، خو دغو سپارښتنو دلته پر میشتو پاکستاني جنګیالیو اغیز نه دی کړی ځکه ډېری بهرني جنګیالي د طالبانو د «سنګرونو» مخکیني ملګري دي.
په سیمه کې دوو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې ددې سیمې امنیت قومي څلویښتی سمبالوي او سیمه عملا د ګل بهادر تر واک او کنټرول لاندې ده.
د ۲۰۲۵ کال د جون په وروستیو کې د پاکستان د هوايي بریدونو له وېرې حافظ ګل بهادر او مولوي صادق نور داوړ د پکتیکا له برمل او د خوست له شمل ولسوالیو څخه ناڅرګند لوري ته ووتل.
دوو سرچینو د جولای پر اتمه افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې حافظ ګل بهادر او د هغه دوه نور قوماندانان قاري اسماعیل او اخترمحمد خلیل په برمل ولسوالۍ کې اوسېدل، خو پنځه ورځې وړاندې له دې سیمې وتلي دي.
مولوي صادق نور داوړ او د هغه دوو محلي قوماندانانو مولوي صدیق الله او سید انار د خوست په شمل ولسوالۍ او د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې تګ او راتګ درلود، خو د شمالي وزیرستان په میرعلې سیمه کې د پاکستان پر پوځ د جون میاشتې د ۲۸مې نېټې له ځانمرګي برید وروسته، دواړه له دې سیمې ووتل.
په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۳پاکستاني پوځیان ووژل شول او یو شمېر نور ټپيان شول.
د پاکستان پوځ له دغه برید وروسته اعلان وکړ، چې د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې یې په سیمه کې ۱۴ وسله وال جنګیالي وژلي دي.د پاکستان د پوځ لوی درستیز عاصم منیر له برید وروسته اعلان وکړ، چې « له عاملینو به غچ واخلي». منیر په ټینګار وویل، چې«د ترهګرو پل به واخلي او په سیمه کې به د ترهګرۍ اصلي سرچينه افشا کړي».
پاکستاني پوځ دا برید د هند د یوې نیابتي ډلې کار وباله، خو نوی ډیلی دا ډول تورونه ردوي.
پاکستاني طالبانو ته نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو حکومت د ټي ټي پي له مشر مفتي نور ولي نه هم وغوښتل، چې له ښکاره ګرځېدو ډډه وکړي، خو هغه په ځواب کې وویل، چې « لمر په دوو ګوتو نه پټیږي».
سرچینې وايي، د طالبانو حکومت د ټي ټي پي او نورو جنګیالیو ډلو مشران او قوماندانان وروسته له رسنیو سره له مرکو او په ښارونو کې له ښکاره استوګنې او ګرځېدو منع کړل او له همدې امله اوس هغوی له مرکو ډډه کوي او په غونډو کې نه راڅرګندیږي.
د ټي ټي پي د انتقال پروسه
د ۲۰۲۲ کال په می میاشت کې د طالبانو حکومت د پاکستان تر فشارونو وروسته ټي ټي پي ته وړاندیز وکړ، چې له سرحدي سیمو نه د افغانستان شمال، لوګر او غزني ته لاړ شي، خو ټي ټي پي د افغانستان شمال او له ډیورنډ کرښې لرې پراته ولایتونه د خپل فعالیت او پایښت لپاره وړ سیمې ونه ګڼلې.
له بهرنیو جنګیالیو سره د طالبانو د کورنیو چارو وزیر ژمنه وکړه، چې د استوګنو سیمو ته به یې سړکونه ور جوړ کړي، کورونه به ورته جوړ شي او له مرکزونو سره به یې وصل کړي، چې په تګ راتګ کې یې سهولت رامنځته شي، خو د جنګیالیو ډلو د مشرانو استدلال دا و، چې دوی غواړي وزیرستان او قبایلي سیمو ته نږدې پراته وي، له خپلو خلکو سره تګ او راتګ ولري او نورو سیمو ته یې انتقال پر جهادي فعالیتونو اغیز پرې نه باسي.
غزني، لوګر او د بغلان او کندز ته د جنګیالیو د کورنیو انتقال له دې امله ددوی لپاره مطلوب نه دی، چې دا چاره ددوی پر جګړه ییزو فعالیتونو اغیز کوي. د وزیرستان او قبایلي سیمو ګڼې نورې جنګیالۍ کورنۍ په ۱۹۲۰مو او ۱۹۲۸ مو کلونو کې د بریټانیايي هند د شکایتونو له امله هم د افغانستان شمال، غزني، لوګر، میدان وردګ او د کابل شمالي ته انتقال شوې وې، چې ددوی پر جګړه ییزو فعالیتونو یې اغیز وکړ او وروسته د جګړې پرځای، د ورکړل شویو ځمکو پر ابادولو او کرکیلې بوختې شوې.
خو د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې د پاکستان له فشارونو او بریدونو وروسته د ټي ټي پي مشرانو د خپلو یو شمېر کورنیو له انتقال سره مشروطه موافقه وکړه.
ددې موافقې له مخې د طالبانو ادارې د ۲۰۲۵ کال د جنوري په وروستۍ اونۍ کې د تحریک طالبان پاکستان اړوند لسګونه کورنۍ په پټه د خوست له ګلان کمپ، شاوخوا کلیو، اسماعیل خېلو ولسوالۍ او د پکتیکا له سرحدي سیمو نه د غزني د کډوالو کمپونو ته انتقال کړې.
په هوکړه کې د طالبانو ادارې له ټي ټي پي سره ومنله، چې اړوندې کورنۍ او د هغوی غړي به نه بایومټریک کیږي، انځورونه به یې نه اخستل کیږي او هرې کورنۍ ته به میاشتنی معاش او د انتقال او کور د وسایلو لګښتونه ور کول کیږي.
ټاکل شوې وه، چې دغو کمپونو ته د خوست له افغان دوبۍ، پڅې مېلې، خړه وړه، سور کنډو، کاڼي او د پکتیکا د برمل ولسوالۍ له لمن، مرغه، مېله، منګړیتي او زبرګي سیمو نه د حافظ ګل بهادر او ټي ټي پي د اړوندو جنګیالیو کورنۍ ولېږدول شي، خو تر اوسه د قره باغ کمپ ته یوازې د ټي ټي پي اړوند د مسید او داوړ قبیلو اړوند یو شمېر کورنۍ تللې دي. له غزني نه د افغانستان انټرنشنل وروستۍ موندنې ښيي، چې یو شمېر کورنۍ بېرته خوست او پکتیکا ته تللې دي.
د ټي ټي پي د کورنیو د انتقال د هوکړې له مخې، د کمپونو امنیت به ټي ټي پيپخپله تنظیموي او خپل ساتونکی ځواک او د چارو د تنظیم اداره به لري.
په کابل کې یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دې انتقال د قبایلي سیمو پر امنیت هیڅ اغیز نه درلود، ځکه، «یادې کورنۍ د طالبانو د کورنیو چارو پر وزیر سراج الدین حقاني د فشار له امله انتقال شوې، دا یوه سنجول شوې هڅه او ځان ته د خټو پوزې اېښودل وو».
کارپوهان دغه انتقال په۲۰۱۴ کال کې له شمالي وزیرستان نه د حقاني شبکې انتقال ته ورته بولي، چې کورنۍ یې له وزیرستان نه، کورمې، پېښور او اسلام اباد ته ولېږدول شوې، خو مرکزونه یې لا هم په واڼه، میرانشاه، ټل، او ترې منګل کې فعال پاتې وو. په ورته ډول د مفتي نور ولي او د ټي ټي پيد نورو مشرانو دفترونه، د وسلو زېرمې او پټنځایونه لا هم په پکتیکا، خوست، او پکتیا کې فعال دي او یوازې کورنۍ یې په سمبولیک ډول غزني ته لیږدول شوې دي.
سرچینې وايي، دا پروسه تر دې دمه یوازې په کندهار، خوست او پکتیکا کې پیل شوې، خو په کونړ او ننګرهار کې لا نه ده عملي شوې. د امنیتي چارو شنونکي وايي، پاکستان ډېری له خوست او پکتیکا سره پر ډیورنډ کرښه د جنګیالیو له حضور نه ویره لري ځکه دلته دواړو خواوو ته قومي، قبیلوي او نور تړاوونه ژور دي، چې د جنګیالیو د ملاتړ لپاره یې یو مساعد چاپیریال رامنځته کړی دی.
په نورو وسلو کې چې بیې یې لوړې او په ځینو مواردو کې ټیټې شوې دي، شوروي ساخت او امریکايي دواړې وسلې شاملې دي. د پکتیکا او وزیرستان ترمنځ په تور بازار کې یو لاسي بم (Hand grenades) په شاوخوا ۱۲ تر ۱۴ امریکایي ډالرو پلورل کېږي. د یوه کورني روسي کلاشنکوف (AK-47) بیه د ۱۳۷۰ او ۱۵۴۰ امریکایي ډالرو ترمنځ ده.
له ۲۰۰۲ کال وړاندې کلاشنکوف د هر جنګیالي او کلکوف د هر قوماندان د لاس ګاڼه وه، خو اوس د جنګیالیو د نسل له بدلېدو سره د وسلې روسی کلتور هم بدل شوی او ځای یې امریکايي اېم ۱۶او اېم ۴ نیولی. د امریکايي وسلو ارزښت ډېر وخت د هغو له مقاومت او پر هغو له نصب کېدونکو وسیلو سره تړلی ګڼل کیږي.
جنګیالي معمولا پر خپلو وسلو روسي او چینايي دوربینونه کاروي، ځکه امریکايي هغو ته لاسرسی محدود دی.
افغانستان انټرنشنل په وروستي یوه کال کې د خیبر پښتونخوا په جنوبي وزیرستان، شمالی وزیرستان، باجوړ، مهمند، ټانک، لکي مروت او بنو ولسوالیو کې د پاکستاني طالبانو د بریدونو ډول او تاکتیکونه څیړلي، چې ښيي دې ډلې په اکثریت تعرضونو، ډله ییزو او هدفي بریدونو کې لومړی په لیزري وسلو ( چې معمولا پر ایم فور او اېم ۱۶ نصبیږي) د پاکستاني پوځیانو امنیتي کمرې په نښه کړې دي او وروسته یې برید کړی. د لیزري بریدونو په برخه کې دوی ډېری د افغان طالبانو له باتجربه جنګیالیو کار اخلي.
عابد الله مسید (مستعارنوم)، چې د پاکستاني طالبانو د یوې وړې ډلې مشري کوي، نوي وسایل د پخوانیو هغو په پرتله اقتصادي ګڼي. نوموړی، چې د جنوبي وزیرستان په لدها او مکین سیمو کې فعالیت کوي، وايي، « دغو دوربینونو او لېزرونو د جنګیالیو لګښتونه درې چنده کم کړي. پخوا په بریدونو کې په وسلو ډېر لګښت کېده، خو اوس مرمۍ پر هدف لګیږي او د اضافي لګښتونو مخه نیول کیږي».
پاکستان وايي چې ددوی وسله والو مخالفانو درندو وسلو ته ته لاسرسی پیدا کړی
د نوموړي په باور،«پخوا جنګیالیو د بریدونو پرمهال روسي ګرنېټ کپونه(Grenade launchers) کارول چې له یو کیلومټر فاصلې به پر پوستو په مایل ډول کارېدل، خو اوس امریکایي ګرنېټ کپونه کارول کیږي، چې له ١٥٠٠ مترو هدف ولي او پر امریکایی ایم فور او ایم ١٦ ټوپکو ښه نصبېږي».
د چاودېدونکو توکو جوړولو لپاره ټي ټي پي امونیم فاسفیټ، امونیم نایتریټ او پوتاشیم استعمالوي، چې د قاچاق له لارې د خیبر پښتونخوا قبایلي ولسوالیو او د ډیورنډ کرښې شاوخوا سیمو ته لېږدول کېږي. په وروستیو کې پاکستان د دغو توکو پر صاداراتو او وارداتو بندیزونه ډېر کړل او له ګوادر بندر نه یې له بیمې سره مشروط کړل، خو وسله والو ایران او نورو هېوادونو ته مخه کړې ده.
د مطیع الله په وینا، د پاکستاني طالبانو غورځنګ پخوا چینایي پټاکۍ او پریمکارډ(Explosive Rope) کارول، خو اوس تر هغو پرمختللې پټاکۍ او پریمکارډ ته لاسرسی لري چې له ایران نه قاچاق کیږي.
پریمکارډ (Primacord) یو نرم انعطاف منونکی چاودېدونکی تار دی چې په لوړ سرعت د چاودنې څپه انتقالوي. دا په مایناېښودنواو نظامي او تخریبي عملیاتو کې د هممهاله چاودنو لپاره کارول کېږي.
د وسلو له قاچاق نه یوې بلې خبرې سرچینېافغانستان انټرنشنل ته وویل، « د پاکستان د طالبانو غورځنګ او د حافظ ګل بهادر ډله دا رسۍ په ماین چاودنو او موټربمونو کې استعمالوي. د ایراني رسۍ د چاودنې د څپې سرعت شاوخوا اوه او اته زره متره په ثانیه کې دی».
د افغان طالبانو په څېر پاکستاني طالبان هم دغه تار په ډله ییزو، هممهاله او همغږو بریدونو کې کاروي. په دې کې د سړک غاړې ماینونه (IEDs) هم شامل دي، چې په ستراتیژیک ډول په لارو، پوځي پوستو ته څېرمه، یا هغو ځایونو کې ځای پر ځای کیږي چې امنیتي ځواکونه هلته تګ راتګ کوي. طالبان د چاودیدونکې رسۍ په مرسته پوځي اهداف لکه چیک پواینټونه، ګزمې او پوستې په نښه کوي. دغه راز د امنیتي خنډونو او وسپنیزو دفاعي دروازو د ماتولو لپاره هم بارودي رسۍ کاریږي.
په خوست کې د وسلو یوه قاچاق وړونکي د نوم نه ښودنې په شرط وویل، چې « د ٢٠٢٢ میلادي کال په مني کې ټي ټي پي په دې بریالی شو، چې د متحده عربي اماراتو جوړ اصلي امونیم نایټریټ ته لاسرسی ومومي. دغه خړ رنګه امونیم نایټریټ د کرنیزو ځمکو او باغونو لپاره تولیدیږي، چې سوداګر یې د ایران له لارې افغانستان ته لېږدوي. دغه امونیم نایټریټ جنګیالي د بڼوالو له لارې پېري او د ننګرهار او پکتیکا له لارې پر اسانو قبایلي سیمو ته رسول کیږي».
نوموړی وايي، « پخوا دغه امونیم نایټریټ په پکتیکا او ننګرهار کې په باروتو بدلېدل او بیا قبایلي سیمو ته لیږل کیدل، خو وروسته یو مشکل پیدا شو، چې له دوه میاشتو تېریدو وروسته به د امونیم نایتریت څخه ترلاسه شویو باروتو خپل اثر له لاسه ورکړ او چاودیدل به نه. له همدې امله یې دلته د باروتو جوړول بند کړل».
د ټي ټي پي جنګیالي اوس امونیم نایتریټ او نور اومه توکي د اسانو له لارې په اوږدو غرنیو لارو خیبر او د شمالي وزیرستان دته خیل تحصیل ته اړوي او له هغه ځایه یې بیا نور کسان بېلابېلو قبایلي سیمو ته رسوي.
خو د ټي ټي پي جنګیالي او د حافظ ګل بهادر ډله هم د ډرون او کواډکاپټرونو له ارزښته غافله نه ده. دغه ډلې د ارزانه او کوچنیو تجارتي ډرونونو په لټه کې دي، چې د جګړې په ډګر کې د دوی لپاره یو حمایوي چتر رامنځته کړای شي.
دریو سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د ټي ټي پي اړوند ځینې سیمهییز همکاران شپږ میاشتې وړاندې په کابل کې په هغو شرکتونو پسې ګرځيدل، چې چینايي تجارتي ډرونونه، یا کواډکوپترونه، واردوي. خو خبره یوازې د پېرلو نه ده. دغه ډلې هڅه کوي تخنیکي کسان او د پوهنتونونو محصلان هم پیدا کړي، څو دا ساده ډرونونه داسې تعدیل کړي، چې بم یا مرمۍ وغورځولی شي.
یوه سرچینه، چې له دغو کسانو سره یې لیدلي، وایي، « دوی غواړي داسې ډرونونه عیار کړي، چې په لومړي ګام کې څار وکړای شي او په دویم ګام کې لږ تر لږه تر ۱۰ کیلومترو یا تر دې لرې هدف ته بمونه ورسولی شي. د دې لپاره باید د ډرون تخنیکي برخې، لکه بېټرۍ او کمرې بدلې شي او دا کار له متخصصو کسانو پرته ممکن نه دی».
سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې لومړی ډرون برید د حافظ ګل بهادر ډلې د شمالي وزیرستان په میرعلي کې وکړ او وروستۍ د ډرون برید هڅه د جولای پر ۱۹مه د بنو ولسوالۍ د میریان امنیتي حوزې په حدودو کې وه، چې پاکستاني ځواکونو تر برید وړاندې شنډه کړه. د بنو د میریان امنیتي حوزې مسوولانو د هاوان هغه مرمۍ هم رسنیو ته وښودې، چې ټي ټي پي غوښتل پر امنیتي حوزه یې وکاروي.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې جنګیالیو تر برید وړاندې ډرون ډیورنډ کرښې ته څېرمه د پکتیکا په لمن سیمه کې ازمویلی و. د سرچینې په وینا، « د دوی په لاس کې موجود ډرونونه تر اوسه یوازې د ورځې کار کوي او یوازې ساکن اهداف په نښه کولای شي».
د پاکستان پوځ ته په وروستیو څلورو کلونو کې د ټي ټي پي او بلوڅ جنګیالیو په لاسونو کې پرمختللې امریکایۍ وسلې مرګونې ثابتې شوې، خو اسلام اباد اوس خپله جنګي او عملیاتي ستراتیژي بدله کړې او په خپلو عملیاتو کې یې د بې پیلوټه الوتکو او څلور وزرو ډرونونو استعمال زیات کړی دی.
د ۲۰۲۵ کال د اپرېل میاشتې په وروستیو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو اعلان وکړ، چې د شمالي وزیرستان په دته خېل تحصیل کې یې ۵۴ وسله وال جنګیالي په داسې حال کې ووژل، چې له ډیورنډ کرښې اوښتل. د برید له ویډیو برېښي چې جنګیالي په ډله ییز او یوځايي ډول وژل شوي او شاوخوا لوړې ونې هم له بېخه ماتې شوې دي. د پاکستان پوځ ته نږدې سوشل اکاونټونو دغه برید د بې پیلوټه الوتکې برید وباله. دې ته ورته څو نور بریدونه هم شوي، چې ټول یې د جنګیالیو لپاره مرګوني ثابت شوي.
د جنګیالیو خلاف ډېری کارېدونکي ډرونونه د منځنۍ ارتفاع ډرون دي، چې پخپله په پاکستان کې تولیدیږي او طالبان یې د راغورځولو یا شنډولو لپاره اړتیا وړ وسلې او وسیلې په لاس کې نه لري.
د پاکستان پوځ له ۲۰۱۵ کال راهیسې چې د خپل لومړي وسلهوال ډرون «براق» بریالۍ ازموینه وکړه، په دې برخه کې خپلواک تولید ته مخه کړې ده. د پوځ درې واړې برخې ځمکنۍ، هوایي او سمندري ځواکونه د څارنې، جاسوسۍ او هدفي بریدونو لپاره بېپیلوټه الوتکې استعمالوي. د هند او پاکستان په وروستۍ جګړه کې د ډرون موثریت اسلام اباد د دې وسیلې پر اغیزناکتوب لا باوري کړی دی. دغه ډرونونه اوس په افغانستان کې د ټي ټي پي پر مرکزونو د بریدونو لپاره هم کاروي.
طالبان پر نازک پړي روان دي
افغان طالبان د خپل پخواني متحد، تحریک طالبان پاکستان، او نړیوالې ټولنې او پاکستان د غوښتنو ترمنځ پر یوه نازک سیاسي پړي روان دي. دا د هغو اړیکو پایله ده، چې طالبانو د واک ترلاسه کولو په اوږدو کې پاللې دي.
تحریک طالبان پاکستان، چې ډېر وخت د افغان طالبانو ایډیولوژیک او جګړه ییز ملګری ګڼل کېږي، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې په کابل کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د طالبانو له مشر هبت الله اخوندزاده سره د مبارکۍ له لارې خپل بیعت تازه کړ.
اوس، داسې ښکاري چې ټي ټي پي له افغان طالبانو یوازې معنوي ملاتړ نه غواړي، بلکې له هغوی نه په پاکستان کې د ورته اسلامي امارت د تاسیس هڅو د ملاتړ غوښتنه هم کوي.
بل اړخ ته پاکستان د افغان طالبانو تر ټولو پیاوړی ملاتړی او جګړه ییزه جبهه پاتې شوی. د طالبانو ډېری مشرانو؛ ملا محمد عمر، ملا اخترمحمد منصور، ملا دادالله او اوسني مشر هبت الله اخوندزاده د اوږدو کلونو لپاره د پاکستان له خوندي پټنځایونو ګټه اخیستې ده. د طالبانو ډېری جګپوړي او ټیټپوړي چارواکي او جنګیالي د پاکستان په بېلابېلو برخو کې اوسېدل، هلته یې دیني زده کړې او جګړه ییزې روزنې ترلاسه کولې او په افغانستان کې یې جګړه کوله.
د طالبانو د مشرانو لپاره نن دا اړیکه یوه دوه اړخیزه ستونزه ګرځېدلې ده. له یوې خوا، دوی نه غواړي د پاکستان پوځ د ځان مخالف وګرځوي. له بلې خوا، اسلام اباد له کابل نه په پراخه کچه د ټي ټي پي د ځپلو غوښتنه کوي، ځکه دې ډلې په دې وروستیو کې د پاکستان امنیتي ځواکونو ته درندې مرګ ژوبلې اړولې دي.
د دې ترڅنګ، د امریکا متحده ایالتونه او نړیواله ټولنه پر طالبانو فشار راوړي چې د دوحې تړون ته ژمن پاتې شي. طالبانو په دغه تړون کې ژمنه کړې وه چې د افغانستان خاوره به د ګاونډیو هېوادونو او نورو نړیوالو پر ضد نه کارول کېږي او د ترهګرو ډلو د فعالیتونو مخه به نیسي.