اروپايي رسنۍ: جرمني د طالبانو استازو ته ډېپلوماټیک مصونیت ورکړی

«ده یورپین کنزروېټیف» په نوم یوې اروپايي رسنۍ لیکلي، چې جرمني د طالبانو پر وړاندې په پټه خوله خپل دریځ نرم کړی؛ خو په ښکاره لا هم افغان طالبان په رسمیت نه پېژني.

«ده یورپین کنزروېټیف» په نوم یوې اروپايي رسنۍ لیکلي، چې جرمني د طالبانو پر وړاندې په پټه خوله خپل دریځ نرم کړی؛ خو په ښکاره لا هم افغان طالبان په رسمیت نه پېژني.
برلین په تېرو میاشتو کې نه یوازې د طالبانو لارښوونې قانوني بللې دي؛ بلکې د دغې ډلې لهخوا ټاکل شوي استازي یې هم په رسمي ډول د کونسلګرۍ د کارکوونکو په توګه منلي او هغوی ته یې ډېپلوماټیک مصونیت ورکړی دی.
د اکټوبر په درېیمه نېټه د طالبانو لهخوا دوه نوي ټاکل شوي ډېپلوماټان د جرمني د بن ښار په افغان کونسلګرۍ کې پر دندو پیل وکړ. دا په داسې حال کې ده، چې د کونسلګرۍ پخوانی مشرتابه د طالبانو له بیعت کولو انکار وکړ او له کابل نه ورته د ستنېدو امر وشو. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو غوښتنه ومنله او د پخواني جمهوري نظام د قونسل موده یې تمدید نهکړه.
د ۱۹۶۳ کال د ویانا کنوانسیون له مخې چې د کونسلګرۍ اړیکې تنظیموي، دا دوه نوي ټاکل شوي ډېپلوماټان اوس د کونسلګرۍ له مصونیت نه برخمن دي. یعنې د خپلو رسمي دندو له امله د قضایي څار نه معاف دي او یوازې که جدي جرم ترسره کړي؛ نو کېدای شي قانوني پوښتنې ورڅخه وشي.
د دوی له ډلې یو کس د «قونسل» په توګه رسمي ثبت شوی دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ادعا کوي، چې دا د طالبانو د قانوني رسمیت پېژندنې معنا نهلري؛ خو په عمل کې دغه کس د کونسلګرۍ بشپړ واک په لاس کې اخیستی دی.
د کونسلګرۍ تر نیولو وروسته، طالبانو د مهمو او حساسو معلوماتو لکه د جلاوطنه افغانانو اسنادو او معلوماتو ته هم لاسرسی موندلی دی. د جرمني د بهرنیو چارو وزارت استدلال کړی، چې د نړۍوالو حقونو له مخې اړ و چې د پخواني استازي د ستنېدو غوښتنه ومني؛ ځکه برلین افغانستان د یوه خپلواک او قانوني دولت په توګه پېژني. خو هممهاله یې ټینګار کړی، چې طالبان د افغانستان مشروع حکومت نه ګڼي.


نن د ترکیې په استانبول کې د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو اترو درېیم پړاو پیلېږي، چې د ډېپلوماټیکو سرچینو په باور پهکې به دواړه لوري د پخوانیو ژمنو ارزونه وکړي او همدا راز به د څارنې پر ګډ مېکانیزم هم بحثونه وکړي.
دواړه پلاوي د چهارشنبې په ورځ د (لړم ۱۴مه) استانبول ته رسېدلي؛ څو په دوه ورځنیو خبرو کې برخه واخلي. د منځګړو هېوادونو له ډلې یو ډېپلوماټ پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ته ویلي، دواړه لوري به په دې پړاو خبرو کې د پخوانیو ژمنو د پلي کېدو بهیر و ارزوي او هڅه به وکړي چې د تېرې اونۍ د هوکړې له مخې د څارنې او رېښتېنولۍ مېکانېزم وروستي جزییات روښانه کړي.
دغه ډېپلوماټ زیاته کړې، د استانبول د خبرو بنسټیزه موخه دا ده چې دواړه لوري د اوربند پر ژمنې پاتې شي او یو عملي چوکاټ رامنځته کړي؛ څو د هوکړې سرغړونکي بیا د تړون اړوند له حقوقي ننګونو سره مخ شي. د ده په وینا؛ د ترکیې او قطر منځګړي هڅه کوي، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د باور فضا بېرته راژوندۍ کړي او پر ډیورنډ د شخړو له تکرار څخه مخنیوی وشي.
د خبرو اترو دغه ځنځیري لړۍ داسې مهال ترسره کېږي، چې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ تېره میاشت پر ډیورنډ کرښه درنې جګړې وشوې. تر دې نښتو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې او د قطر په ګډون د ترکیې په منځګړتوب یو نازک اوربند هم شوی دی.
په دې خبرو کې د طالب پلاوي مشري د دغې ډلې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستان هغه بیا د «ایاېسای» مشر جنرال عاصم مالک کوي. پاکستاني پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت، د پوځ او استخباراتو ځینې نور لوړپوړي غړي هم شامل دي.
د طالبانو په پلاوي کې د دغه ډلې د کورنیو چارو مرستیال وزیر رحمت الله نجیب، د حقاني شبکې لوړپوړی غړی انس حقاني، په قطر کې د دوی سفیر سهیل شاهین، د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې قهار بلخي، د همدې وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او په انقره کې د طالبانو استازی هم شامل دی.
په تېر پړاو خبرو کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په ګډه اعلامیه کې ویلي و، چې «ټول لوري د اوربند پر دوام سلا شوي» او همدارنګه یې د «سولې د ساتلو او د هوکړې د سرغړونکو د مجازاتو لپاره د څارنې او رېښتېنولۍ مېکانېزم پر جوړښت اصولي هوکړه کړې.»
په هماغه اعلامیه کې دا هم راغلي و، چې «د دواړو هېوادونو لوړپوړي استازي د نومبر په ۶مه په استانبول کې سره راټولېږي؛ څو د هوکړو د عملي کولو په اړه خبرې وکړي.»
ډان خپل راپور کې لیکي، د پاکستاني لوري دریځ نهدی بدل شوی او بیا به هم دغه مذکراتو کې ټینګار وکړي چې د افغانستان خاوره باید د دوی خلاف د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.
یو بل امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې ښکاره شي، ویلي چې اسلاماباد له کابل نه «روښانه او د باور وړ تضمینونه» غواړي. په همدې حال کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د چهارشنبې په ورځ وویل: «هیلهمن یو، چې طالبان له عقل او تدبیره کار واخلي او په سیمه کې تلپاتې سوله ټینګه شي.»

د ایران په پلازمېنه تهران کې د «قراني ډېپلوماسۍ بنسټ» له لوري د افغانستان د ختیځو ولایتونو د وروستۍ خونړۍ زلزلې د قربانیانو د درناوي او یادونې مراسم ترسره شوي. اېرنا خبري اژانس ویلي، دغه مراسمو کې یوشمېر ایراني چارواکو، فرهنګي ټولنو، دیني عالمانو او افغان کډوالو هم ګډون کړی و.
په راپور کې راغلي، د سېشنبې په ورځ د (لړم ۱۳مه) په دغه غونډه کې د دواړو ملتونو ترمنځ د انساني پیوستون، متقابل درناوي او د افغان کډوالو د منظم او انساني مدیریت پر اړتیا ټینګار وشو. د ایران د اساسي قانون د څار او فقیه کمېټې غړي ایت الله سید احمد حسیني د وینا پر مهال ویلي، چې د ایران دولت مشر د افغان ملت سره ځانګړې مینه لري او د دواړو ملتونو ترمنځ یې د ورورګلوۍ فضا پیاوړې کړې ده.
یوازې په کونړ کې د سپټمبر میاشتې په لومړۍ نېټه د خونړۍ زلزلې له امله تر ۲زرو ډېر کسان مړه او تر ۳نیم زرو زیات ټپیان شول. همدا راز زرګونه کورونه ونړېدل او لاهم سلګونه کورنۍ د سرپناوو له نشتوالي بېبرخې دي.
هغه زیاته کړه: «د ایران او افغانستان تاریخي، فرهنګي، ديني او ژبني شریکوالی باید د ګډو همکاریو بنسټ شي او هېچا ته باید اجازه ور نهکړل شي چې دغه انساني پیوستون د دسیسو ښکار کړي.» دغه ایراني چارواکي ټینګار کړی، چې مسلمان ملتونه باید یو موټی شي او له بهرنیو دښمنانو څخه خپله خپلواکي وساتي.
په دې ناسته کې همدا راز د افغان کډوالو د ښه مدیریت او ورسره پر انساني چلند ټینګار شوی. د ایران د قراني ډېپلوماسۍ د بنسټ مشر حامد شاکر نژاد ویلي، چې په خپل هېواد کې د افغان کډوالو په شتون ویاړي.
له بل پلوه ایران بیا د روان کال له پیله تر اوسه تر یو مېلیون ډېر افغانان له خپل هېواده اېستلي او د پولیسو په ګډون یې امنیتي ادارو ورسره ظالمانه چلندونه کړي دي. یو شمېر کډوالو ان شکایتونه کړي، چې په ایران کې یې مالونه لوټ شوي، شکنجه شوي او ان د ښځو له غاړې یې سره زر هم په زور اخیستي دي.

ننګرهار کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د دغه ولایت په دره نور ولسوالۍ کې ۲۱۰۰ زلزله ځپلو کورنیو ته د نغدي مرستو د وېش بهیر پیل شوی. دوی وایي، په لومړۍ ورځ ۱۲۰۰ کورنیو ته «۱۲ مېلیونه او ۶۰۰زره» افغانۍ ووېشل شوې.
چهارشنبه د (لړم ۱۴مه) خبرپاڼه کې راغلي، چې هرې کورنۍ ته ۱۰زره افغانۍ ورکړل شوې دي. دره نور هغه ولسوالي ده، چې څو میاشتې وړاندې پهکې خونړۍ زلزلې د ماشومانو په ګډون یو شمېر ښځینهوو ته هم د کورونو د نړېدو له امله مرګ ژوبله واړوله.
له دې هاخوا په کونړ کې بیا وروستۍ زورورې زلزلې تر ۲زرو ډېر کسان مړه او تر ۳نیم زرو ډېر یې ټپیان کړل. دغو زلزله ځپلو کورنیو نیوکه کړې، چې د طالبانو د حکومت په ګډون ورسره مرستندویه سازمانونو او ملګرو ملتونو هغه ډول چې په کار ده لازمې مالي مرستې نهدي کړې.
بلخوا ملګرو ملتونو هم اندېښنه ښوولې وه، چې د دغه طبیعي ناورین د قرباني شویو کورنیو لپاره ورسره لازم مالي امکانات په لاس کې نهشته او باید د هېوادونو په ګډون نړۍوالې مرستندویه ادارې ورسره همکاري وکړي. که څه هم ځینو پانګهوالو او شتمنو هم د کونړ له زلزلهخپلو کورنیو سره د مرستو ژمنې کړې وې؛ خو د زلزله ځپلو کورنۍ نیوکې کوي، چې لا هم په بشپړه توګه مرستې نهدي ور رسېدلې.
په دې وروستیو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې هم زلزلې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه واړول. اندېښنې دا دي، چې د ژمي د سړې هوا په رارسېدو سره دغه اغېزمنې او زیانمنې کورنۍ له سختو جدي ستونزو سره مخ دي؛ ځکه سرپناوې یې زلزلو کې لهمنځه تللې او په سړه هوا کې تر شنه اسمان لاندې په خیمو کې له کمو امکاناتو سره ژوند کوي.

په داسې حال کې چې د طالبانو او اسلاماباد تر منځ ترینګلتیاوې زیاتې شوې؛ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار ویلي، کابل ته د دوی د استخباراتو پخواني رییس فیض حمید سفر او هلته د چایو پیاله د دوی لپاره ډېره قیمته تمامه شوه.
ډار د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په سنا مجلس کې په نامستقیمه توګه د تحریک انصاف ګوند پر پخواني حکومت نیوکې وکړې. هغه وویل: «د چایو د یوې پیالې په پلمه د افغانستان پاکستان دروازې پرانېستل شوې، دا یوه ستره تېروتنه وه چې باید بیا تکرار نهشي.»
په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو تر واک اېله څو ورځې وروسته د پاکستان د څارګرې ادارې (ایاېسای) پخوانی مشر جنرال فیض حمید او د دغه هېواد د پوځ یو لوړپوړی پلاوی کابل ته تللی و. د دغه سفر موخه د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو حل بلل شوی و او همداراز یې نه یوازې په کور دننه؛ بلکې نړۍوال غبرګونونه هم راپارولي وو.
ډار د خپلې وینا پر مهال زیاته کړې، چې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان کې ترهګریز بریدونه ډېر شوي او د «ټيټيپي په ګډون بلوڅ بېلتونپال د افغانستان له خاورې فعالیتونه کوي.» دغه پاکستاني چارواکي همدا راز ادعا کړې وه، چې د مسایلو د حل لپاره ورته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په یوه ورځ کې شپږ ځلې ټلېفوني اړیکه تینګه کړې وه؛ خو پر کابل واکمنو دغه ادعا «له حقیفت لرې» وبلله.
تېره میاشت د پاکستان او طالبانو ترمنځ پر ډیورنډ کرښه خونړۍ نښتې وشوې او لا تر اوسه پورې هم د دواړو لوریو ترمنځ پر یاده کرښه ټولې دروازې تړلې دي، چې له کبله یې سوداګري هم په ټپه ولاړه ده. که څه هم طالبانو او پاکستاني پلاویو په دوحه او ترکیه کې اوربند وکړ؛ خو د رامنځته شوي کړکېچ په تړاو لاتر اوسه پورې وروستۍ هوکړې ته نهدي رسېدلي.
نن د (لړم ۱۵مه) استانبول کې یو ځل بیا د دواړه خواوو ترمنځ مذاکرات پیلېږي، چې د طالبانو د پلاوي مشري د دغه ډلې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني لوري مشري بیا د «ایاېسای» مشر کوي. په افغانستان کې د «ټيټيپي او بلوڅ بېلتونپالو پر ضد» عملیات او د هغوی د مرکزونه لهمنځه وړل د دغه مذاکراتو اصلي او لانجهمن موضوعات دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني په استانبول کې د اسلاماباد او طالبانو د خبرو په اړه په یوه مقاله کې لیکلي، چې په افغانستان کې د ټيټيپي پر کنټرولولو د اسلاماباد ټینګار د پاکستان په خاوره کې د وسلهوالو بریدونو ستونزه نه شي حل کولی.
اصف دراني زیاته کړې، چې د تحریک طالبان پاکستان ماتول یوازې د قبایلي سیمو د خلکو د ملاتړ ترلاسه کولو له لارې شونی دی.
د ښاغلي دراني څرګندونې د طالبانو هغه دریځ منعکس کوي، چې ټيټيپي د پاکستان داخلي ستونزه ده او د اسلاماباد له سیاستونو سره تړاو لري، چې د دې هېواد د پالیسیو له امله د قبایلي سیمو د نارضایتۍ څخه راپورته شوې ده.
خو د پاکستان حکومت ټيټيپي ترهګر سازمان ګڼي او وایي، چې د پوځي عملیاتو له لارې به یې له منځه یوسي.
اسلاماباد باور لري، چې د ټيټيپي ستونزه هغه وخت حل کېدای شي چې یا خو دا ډله له افغانستان څخه واېستل شي، یا طالبان یې د بریدونو مخه ونیسي.
ښاغلي دراني په خپلې مقاله کې چې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۱۴مه) د «جیو نیوز» په وېب پاڼه خپره شوې لیکلي، چې د دې ډلې د ماتې بهیر باید له پاکستان دننه د قبایلي سیمو څخه پیل شي، نه له افغانستانه.
د هغه په وینا، کله چې د تحریک طالبان پاکستان اصلي جوړښتونه د پاکستان دننه کمزوري شي، نو د دې ډلې هغه غړي چې په افغانستان کې دي پخپله به بې ملاتړه پاتې شي او د اغېزمنېدو وړتیا به له لاسه ورکړي.
هغه د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل، چې له طالبانو سره په معامله کې له صبر او ډيپلوماسۍ څخه کار واخلي.
دراني لیکلي: «پاکستان باید له افغان طالبانو سره په معامله کې له صبر او ډيپلوماټیکو لارو چارو کار واخلي، په ورته وخت کې دې پر هغه ځایونو چې ترهګریز مرکزونه شتون لري د له منځه وړلو لپاره هدفمند عملیات ګړندي کړي.»
دراني دا هم وویل، چې اسلام اباد باید د تحریک طالبان پاکستان د مشرانو او غړو لپاره په کور دننه او بهر کې د هغوی ژوند ستونزمن کړي.
د هغه په باور، لومړنی ګام دا دی چې د افغانستان دننه د دې ډلې د مشرانو د نیولو په تړاو د نړۍوال حکم غوښتنه صادره شي او د هغوی د نیولو او سپارلو موضوع دې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ کمیټې له لارې تعقیب شي.
هغه ټینګار کړی، چې د دې ډلې د دیني او فکري ایډیالوژۍ پر وړاندې باید فکري مبارزه وشي. دراني ویلي، تحریک طالبان پاکستان په ټولنه کې مشروعیت نه لري او دا خلا باید د سیمه ییزو خلکو د ځواکمنولو او د پولیسو د تجهیز له لارې ډکه شي.
دراني دا خبرداری هم ورکړی، چې ګړندۍ پالیسي باید په افغانستان کې د پاکستان ضد کړیو ملاتړ پیاوړې نه کړي.
هغه د افغان کډوالو د پراخې اېستنې په تړاو لیکلي دي: «پاکستان باید د افغانستان خلکو ته د دوستۍ پیغام واستوي. افغانان په پاکستان کې د ارام احساس کوي او دا د اسلاماباد لپاره یوه ستره پانګه ده. د افغانانو ډله ییز اېستل به یوازې د افغانستان دننه ضد پاکستاني جریانونه پیاوړي کړي، نو باید ترې ډډه وشي.»
هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د خلکو او اقتصاد اړیکو د پیاوړتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې باید د سوداګرۍ، تګ راتګ او ګډو پانګونو زمینه برابره شي، په ځانګړي ډول دې افغان سوداګر د پانګونې لپاره په پاکستان کې وهڅول شي.
د هغه په وینا، افغان سوداګر چمتو دي چې په پاکستان کې سترې پانګونې وکړي، خو په دې شرط چې د هغوی د پانګې امنیت تضمین شي.
طالبان د ټيټيپي پر فشار اندېښمن دي
د پاکستان پخواني لوړپوړي ډیپلوماټ ویلي، چې افغان طالبان پر پاکستاني وسله والو فشار نه راوړي، ځکه وېره لري چې هغوی به د داعش خراسان ډلې سره یو ځای شي. طالبانو د پاکستان له چارواکو سره په خبرو کې منلې، چې د تحریک طالبان پاکستان یو شمېر غړي له مخکې د داعش سره یوځای شوي دي.
دراني ټینګار وکړ، چې افغان طالبان د وسله والو ډلو له شړلو او جګړې پرته بله چاره نه لري، ځکه چې دا ډله د نورو هېوادونو پر وړاندې هم مسوولیت لري.
هغه ویلي دي: «طالبان نه شي کولای په افغانستان کې د ټيټيپي له شتون څخه انکار وکړي او نه هم دا خبره د نورو له سترګو پټه ساتل کېدای شي.»
دراني د طالبانو هغه ادعا رد کړه، چې اسلاماباد داعش ته پناه ورکړې ده.
د هغه په وینا، طالبان په افغانستان کې د وسله والو د شتون له شواهدو سره د مخ کېدو پر مهال بې احتیاطي او بې مسوولیته دي.
د طالبانو د مذاکراتو ستراتیژي
دراني د استانبول د خبرو اترو په اړه وویل، چې طالب چارواکي په دې خبرو اترو کې هېڅ واک نه لري او ټولې پرېکړې له کندهار څخه کېږي.
د هغه په وینا، د طالبانو په رژیم کې د پرېکړې کولو پروسه خورا متمرکزه ده او هېڅ طالب چارواکی د هبت الله له خوښې پرته پرېکړه نه شي کولی.
دراني زیاته کړې، چې طالب چارواکي په قصدي ډول د بل لوري د ستړي کولو لپاره خبرې اترې اوږدوي.
د هغه په وینا، د طالبانو له نظره د بل لوري د غوښتنو هر ډول منل د شاتګ او د دوی د وقار تر پوښتنې لاندې راوستلو معنا لري.