• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۲:۳۳ GMT+۱

په کابل کې د طالبانو د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ ویلي، چې جنرال شعورګل پښتون یې د دوو ښځو د قتل په تور نیولی دی. ځدراڼ ویلي، چې جنرال شعورګل د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې طالبانو نیولی دی.

خالد ځدراڼ نن د چارشنبې په ورځ، د غويي ۳۰مه د طالبانو تر واک لاندې رسنیو ته ویلي، چې د تېر جمهوري نظام د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل پښتون په خپل جرم اعتراف کړی او دوسیه یې اړوندو ارګانونو ته سپارل شوې ده.

خالد ځدراڼ د پېښې د انګیزې په اړه څه نه دي ویلي.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه، چې په کابل کې د طالبانو له امنیه قوماندانۍ څخه د جنرال شعورګل د نیول کېدو او پر نوموړي د لګول شوي تور په اړه نظر واخلي، خو بریالی نه شو.

ترویج لرونکی

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي
۱

عبدالباري جهاني: تاریخ او کتابونه وايي چې ملایان ګنهکاره او د زوال عاملین دي

۲

فراګیر بنسټ: د طالبانو د ښځو ضد محدودیتونو افراط‌ګري او ټولنیزه ناامني زیاته کړې

۳

بریتانیا د افغان کډوالو د لېږد پروګرام د پای نېټه اعلان کړه

۴

د پاکستان دفاع وزیر: له طالبانو سره د «کنټرول وړ همغږۍ» هڅه روانه ده

۵

د پاکستان او طالبانو ترینګلې اړیکې؛ شهباز شریف د پوځي عملیاتو پر دوام ټینګار کوي

•
•
•

نور کیسې

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۶ GMT+۱

په هرات کې سرچینې وایي چې د صفی الله رسولي په نوم یو ۲۵ کلن ځوان له ۲۱ ورځني بند وروسته د ددغه ولایت په زندان کې د طالبانو د شکنجو په پایله کې سا ورکړې ده.

د رسولي کورنۍ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې صفی الله یو موټرسايکل له خپلو ملګرو څخه بې سنده اخیستی و، خو وروسته بل کس د اسنادو په وړاندې کولو سره د مالکیت دعوه کړې وه، چې له همدې امله نوموړی طالبانو نیولی و.

سرچینې زیاتوي چې طالبانو هغه د نشه يي توکو دلیږد په تور هم تورن کړی و او د اعتراف اخیستلو لپاره یې له وهلو ټکولو کار اخیستی دی.

د رسولي کورنۍ وایي چې د نوموړي مړی د چارشنبې په ورځ دوی ته وسپارل شو او پر جسد یې د شکنجې نښې لیدل کېدې.

کورنۍ یې ادعا کوي چې طالبانو ورته ویلي و چې صفی الله د زړه د حملې له امله مړ شوی، خو وروسته یو زنداني ویلي چې نوموړي دڅیړنو پر مهال د سختې ځورونې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

سرچینې زیاتوي چې دغه زنداني ویلي، صفی الله شاوخوا درې ساعته ځورول شوی و او د پلټنو پر مهال یې سر په پلاستیکي کڅوړه کې اچول شوی و، چې له امله یې سا ورکړې ده.

د هغه د کورنۍ په وینا، د نشه يي توکو د قاچاق تورونه ناسم دي او نوموړی بېګناه بلل شوی دی.

صفی الله رسولي چې شاوخوا درې میاشتې مخکې یې واده کړی و، کورنۍ یې د عدالت غوښتنه کړې.

تر اوسه طالبانو د دې پېښې په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

د ماشومانو کورنۍ: په ځینو خصوصي ښوونځیو او وړکتونونو کې د ماشومانو روغتیا ته پام نه کیږي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۷ GMT+۱
•
عبدالله همیم

په کندهار کې د یو شمېر ماشومانو کورنیو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې ځینې خصوصي ښوونځي‌ او وړکتونونه فیسونه ورڅخه پر وخت غواړي، خو د اوړي په ګرمه هوا کې په ټولګیو کې د ماشومانو روغتیا ته لازمه پاملرنه نه کوي.

یو شمېر کورنۍ وايي، د کندهار په یو شمېر خصوصي ښوونځيو او وړکتونونو کې د هر ماشوم پر سر له ۲ زره تر ۳ زره افغانیو فیسونه اخېستل کیږي، خو د ماشومانو د روغتیا او هوساینې په برخه کې لازم تدابیر نشته.

د ماشومانو د کورنیو په وینا، د ګرمۍ له زیاتېدو سره په ټولګیو کې د یخې هوا مناسب سیستم او د څښاک لپاره د یخو اوبو نشتوالي ماشومان د ناروغۍ له ګواښ سره مخ کړي دي.

د عبدالاحمد په نوم د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته د خپل پنځه کلن زوی انځورونه لېږلي چې لېدل کېږي، د ګرمې هوا له امله د پوستکي له یو ډول ناروغۍ سره مخ شوی دی.

عبدالاحمد وايي:«ما چې د زوی دغه وضعیت ولیده، په سبا ورسره مکتب ته ولاړم، ومې کتل چې په هر صنف کې ډېر ماشومان کښینول شوي دي، په صنف کې ان هوا کښ نه و، یو ډول بد بوی و، یخې اوبه، کولر یا پنکه خو بیخي نه وه. زوی مې د خصوصي ښوونځي د نه پاملرنې له امله ناروغ شوی دی».

همدارنګه د ماشومانو یو شمېر کورنۍ وايي، چې خصوصي ښوونځي یوازې سوداګریزه بڼه لري او د دولتي ښوونځيو په څیر په خصوصي ښوونځيو کې هم د ماشومانو روزنې او پالنې ته هېڅ پاملرنه نه کېږي.

ددوی په وینا، خپل ماشومان په دې موخه خصوصي ښوونځيو ته استوي، چې ښايي له دولتي ښوونځيو څخه به یې کیفیت غوره وي، خو اوس لېدل کېږي چې په خصوصي ښوونځيو کې یې هم اولادونو ته پاملرنه نه کېږي.

د کندهار اوسېدونکی سمیع الله وايي:«زموږ د کور دوه ماشومان خصوصي ښوونځي ته ځي، یو ماشوم هم وړکتون ته ځي، هلته ماشومانو ته وهل ډبول هم ورکول کېږي او ټرانسپورټ یې همداسې دی، لکه پسونه چې یې موټرو کې اچولي وي. ما په یوه کال کې د ماشومانو لپاره دوه ښوونځي بدل کړي دي، خو یو له بل څخه بدتر وي».

د ماشومانو د کورنیو شکایتونه یوازې تر خصوصي ښوونځيو او وړکتونونو نه دي محدود، بلکې کورنۍ له دیني مدرسو څخه هم ورته شکایتونه لري.

د ماشومانو کورنۍ وايي، په دولتي ښوونځيو کې د کیفیت ټیټیدو او د نه پاملرنې له امله خپل ماشومان خصوصي ښوونځيو ته استوي، خو د طالبانو د نه څار او د ښوونځيو د مسوولینو له لوري د مسوولیت نه منلو له امله اړ دي، چې خپل ماشومان له دغو تعلیمي مرکزونو څخه وباسي.

افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې د ماشومانو د کورنیو د یادو شکایتونو په اړه په کندهار کې د خصوصي ښوونځيو او وړکتونونو د مسوولینو نظر واخلي، خو هغوی له افغانستان انټرنشنل سره خبرو کولو ته چمتو نه شول.

طالبان په جبري توګه په مخابراتي شبکو کې د هبت‌الله د فرمان اړوند غږیز پیغامونه خپروي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۹:۴۲ GMT+۱

په افغانستان کې د مخابراتي شبکو کاروونکي وایي، چې په وروستیو ورځو کې د عادي ټیلیفوني «بېپ» یا د انتظار غږ پرځای د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخندزاده د فرمان ثبت شوی غږ اورېدل کېږي. سرچینې وايي، طالبان په جبري توګه پر مخابراتي شبکو دغه غږیز پیغام خپروي.

د مخابراتي شبکو د کاروونکو په وینا؛ کله چې یو کس بل چا ته زنګ وهي، تر هغه چې مقابل لوری اړیکه پورته کوي؛ نو د عادي زنګ پرځای یو غږ خپرېږي، چې په‌کې د ښځو او نجونو د حقونو، نکاح، مهر او جبري ودونو په اړه خبرې کېږي.

دغه غږ د طالبانو د مشر هغه فرمان ته اشاره کوي، چې په ۲۰۲۱کال کې د ښځو د حقونو په تړاو خپور شوی و. په فرمان کې ویل شوي، چې «ښځه مال نه‌دی، جبري نکاح منع ده، کونډې ښځې د خپلې خوښې د نکاح حق لري او ښځو ته باید د میراث حق ورکړل شي».

د طالبانو تر واک لاندې د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت کې سرچینې وایي، دغه اقدام د وزارت د مشرتابه په لارښوونه ترسره شوی او موخه یې د «اسلامي ارزښتونو» او د ښځو د شرعي حقونو په اړه عامه پوهاوی دی.

لاتر اوسه روښانه نه‌ده، چې دغه بدلون د افغانستان په ټولو مخابراتي شبکو کې عملي شوی که یوازې په ځینو شبکو او ولایتونو پورې محدود دی.
پر خواله رسنیو د دغه اقدام په اړه بېلابېل غبرګونونه لیدل کېږي. ځینې کسان وایي، چې د جبري ودونو او د ښځو د حقونو په اړه د پوهاوي خپرول ګټور کار دی؛ خو یوشمېر نور بیا په دې باور دي، چې مخابراتي خدمتونه باید د رسمي او تبلیغاتي پیغامونو لپاره ونه کارول شي.

افغانستان کې وړاندې هم مخابراتي شرکتونو د انتظار د غږ سیستم د موسیقۍ، اعلانونو او نورو ثبت شویو پیغامونو لپاره کاروه؛ خو دا لومړی ځل دی چې د حکومت یا واکمنو چارواکو رسمي فرمانونه د ټېلیفوني زنګونو پرمهال خپرېږي.

د لنډي کوتل سیمه‌ییزو مشرانو د تورخم لارې تړل پاتې کېدو پرېکړه «اقتصاد وژنه» ګڼلې ده

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۸:۵۸ GMT+۱

د خیبر پښتونخوا په لنډي کوتل سیمه کې د سیاسي‌ ګوندونو مشرانو، قومي مخورو، سوداګرو او د ترانسپورټي ټولنو غړو په یوې اعتراضي غونډه کې د تورخم لارې تړل پاتې کېدو پرېکړه «اقتصاد وژنه» ګڼلې او له پاکستان حکومت نه یې د ژر پرانیستو غوښتنه کړې ده.

ویناوالو په یاده غونډه کې ویلي، چې د تورخم لارې بندېدو له امله د سیمې اقتصادي وضعیت اغېزمن شوی، زرګونه کسان بې‌روزګاره شوي او کاروبارونه ټکني شوي دي. دوی له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه، چې له افغانستان سره ټولې تړلې لارې د سوداګرۍ او تګ‌راتګ لپاره پرانیزي؛ ترڅو یادې ستونزې حل شي.

ویناوالو ویلي: «د تورخم لارې دوامداره تړل پاتې کېدو دوه اړخیزه سوداګري سخته اغېزمنه کړې او ملي خزانې ته هم د مېلیاردونو روپیو زیان اوښتی دی. په افغانستان کې ګڼ شمېر پاکستاني موټر چلوونکي او بار وړونکي موټرونه له څو میاشتو راهیسې بند پاتې دي او باید ژر تر ژره پاکستان ته د ستنېدو اجازه ورکړل شي».

په غونډه کې ټینګار شوی، چې پاکستان دې په دې برخه کې عملي اقدام وکړي او د لارې په خلاصېدو کې دې خپل رول ادا کړي؛ ترڅو په سیمه کې اقتصادي فعالیتونه عادي حالت ته راوګرځي. د غونډې ګډونوالو خبرداری ورکړی، که د تورخم لاره ژر خلاصه نه‌شي نو پراخ لاریونونه به پيل کړي.

په هلمند کې د یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي دي

۳۰ غویی ۱۴۰۵ - ۲۰ می ۲۰۲۶، ۰۷:۵۷ GMT+۱

په هلمند کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، د دغه ولایت د خانشین ولسوالۍ په کلا سبز کلي کې د‌ یوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او د هغوی مور ټپې شوې ده. د معلوماتو له مخې؛ دغه ماشومانو یاده مرمۍ اور ته غورځولې او چاودنه یې کړې.

په هلمند کې د طالبانو امنیې قوماندانۍ رسنیز دفتر په خبرپاڼه کې ویلي، پېښه نن چهارشنبه د سهار په نهو بجو شوې ده. د معلوماتو له مخې؛ ماشومانو یوه پخوانۍ ناچاوده مرمۍ موندلې وه او کور ته یې وړې وه.

خبرپاڼه زیاتوي، ماشومانو یاده مرمۍ اور ته غورځولې وه چې وروسته یې چاودنه کړې ده. په چاودنه کې یو لس کلن او یو درې کلن ماشومان وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د یادو ماشومانو مور هم ټپي شوې او بیا د درملنې لپاره روغتیايي مرکز ته لېږدول شوې ده. څه موده مخکې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې ویلي‌ و، چې په ۲۰۲۵کال کې په افغانستان کې د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنو له امله لږترلږه ۹۲ کسان مړه او ۳۷۵ نور ټپیان شوي دي.
دغه سازمان لیکلي، چې یادو چاودنو له امله لږترلږه ۶۶ سلنه قربانیان او زیانمن شوي کسان ماشومان دي.