یو شمېر کورنۍ وايي، د کندهار په یو شمېر خصوصي ښوونځيو او وړکتونونو کې د هر ماشوم پر سر له ۲ زره تر ۳ زره افغانیو فیسونه اخېستل کیږي، خو د ماشومانو د روغتیا او هوساینې په برخه کې لازم تدابیر نشته.
د ماشومانو د کورنیو په وینا، د ګرمۍ له زیاتېدو سره په ټولګیو کې د یخې هوا مناسب سیستم او د څښاک لپاره د یخو اوبو نشتوالي ماشومان د ناروغۍ له ګواښ سره مخ کړي دي.
د عبدالاحمد په نوم د کندهار ښار د دویمې ناحیې اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته د خپل پنځه کلن زوی انځورونه لېږلي چې لېدل کېږي، د ګرمې هوا له امله د پوستکي له یو ډول ناروغۍ سره مخ شوی دی.
عبدالاحمد وايي:«ما چې د زوی دغه وضعیت ولیده، په سبا ورسره مکتب ته ولاړم، ومې کتل چې په هر صنف کې ډېر ماشومان کښینول شوي دي، په صنف کې ان هوا کښ نه و، یو ډول بد بوی و، یخې اوبه، کولر یا پنکه خو بیخي نه وه. زوی مې د خصوصي ښوونځي د نه پاملرنې له امله ناروغ شوی دی».
همدارنګه د ماشومانو یو شمېر کورنۍ وايي، چې خصوصي ښوونځي یوازې سوداګریزه بڼه لري او د دولتي ښوونځيو په څیر په خصوصي ښوونځيو کې هم د ماشومانو روزنې او پالنې ته هېڅ پاملرنه نه کېږي.
ددوی په وینا، خپل ماشومان په دې موخه خصوصي ښوونځيو ته استوي، چې ښايي له دولتي ښوونځيو څخه به یې کیفیت غوره وي، خو اوس لېدل کېږي چې په خصوصي ښوونځيو کې یې هم اولادونو ته پاملرنه نه کېږي.
د کندهار اوسېدونکی سمیع الله وايي:«زموږ د کور دوه ماشومان خصوصي ښوونځي ته ځي، یو ماشوم هم وړکتون ته ځي، هلته ماشومانو ته وهل ډبول هم ورکول کېږي او ټرانسپورټ یې همداسې دی، لکه پسونه چې یې موټرو کې اچولي وي. ما په یوه کال کې د ماشومانو لپاره دوه ښوونځي بدل کړي دي، خو یو له بل څخه بدتر وي».
د ماشومانو د کورنیو شکایتونه یوازې تر خصوصي ښوونځيو او وړکتونونو نه دي محدود، بلکې کورنۍ له دیني مدرسو څخه هم ورته شکایتونه لري.
د ماشومانو کورنۍ وايي، په دولتي ښوونځيو کې د کیفیت ټیټیدو او د نه پاملرنې له امله خپل ماشومان خصوصي ښوونځيو ته استوي، خو د طالبانو د نه څار او د ښوونځيو د مسوولینو له لوري د مسوولیت نه منلو له امله اړ دي، چې خپل ماشومان له دغو تعلیمي مرکزونو څخه وباسي.
افغانستان انټرنشنل هڅه وکړه چې د ماشومانو د کورنیو د یادو شکایتونو په اړه په کندهار کې د خصوصي ښوونځيو او وړکتونونو د مسوولینو نظر واخلي، خو هغوی له افغانستان انټرنشنل سره خبرو کولو ته چمتو نه شول.