دواړه پلاوي د چهارشنبې په ورځ د (لړم ۱۴مه) استانبول ته رسېدلي؛ څو په دوه ورځنیو خبرو کې برخه واخلي. د منځګړو هېوادونو له ډلې یو ډېپلوماټ پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ته ویلي، دواړه لوري به په دې پړاو خبرو کې د پخوانیو ژمنو د پلي کېدو بهیر و ارزوي او هڅه به وکړي چې د تېرې اونۍ د هوکړې له مخې د څارنې او رېښتېنولۍ مېکانېزم وروستي جزییات روښانه کړي.
دغه ډېپلوماټ زیاته کړې، د استانبول د خبرو بنسټیزه موخه دا ده چې دواړه لوري د اوربند پر ژمنې پاتې شي او یو عملي چوکاټ رامنځته کړي؛ څو د هوکړې سرغړونکي بیا د تړون اړوند له حقوقي ننګونو سره مخ شي. د ده په وینا؛ د ترکیې او قطر منځګړي هڅه کوي، چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د باور فضا بېرته راژوندۍ کړي او پر ډیورنډ د شخړو له تکرار څخه مخنیوی وشي.
د خبرو اترو دغه ځنځیري لړۍ داسې مهال ترسره کېږي، چې د طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ تېره میاشت پر ډیورنډ کرښه درنې جګړې وشوې. تر دې نښتو وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې ترینګلې شوې او د قطر په ګډون د ترکیې په منځګړتوب یو نازک اوربند هم شوی دی.
په دې خبرو کې د طالب پلاوي مشري د دغې ډلې د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستان هغه بیا د «ایاېسای» مشر جنرال عاصم مالک کوي. پاکستاني پلاوي کې د بهرنیو چارو وزارت، د پوځ او استخباراتو ځینې نور لوړپوړي غړي هم شامل دي.
د طالبانو په پلاوي کې د دغه ډلې د کورنیو چارو مرستیال وزیر رحمت الله نجیب، د حقاني شبکې لوړپوړی غړی انس حقاني، په قطر کې د دوی سفیر سهیل شاهین، د بهرنیو چارو وزارت ویاند یې قهار بلخي، د همدې وزارت درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي او په انقره کې د طالبانو استازی هم شامل دی.
په تېر پړاو خبرو کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت په ګډه اعلامیه کې ویلي و، چې «ټول لوري د اوربند پر دوام سلا شوي» او همدارنګه یې د «سولې د ساتلو او د هوکړې د سرغړونکو د مجازاتو لپاره د څارنې او رېښتېنولۍ مېکانېزم پر جوړښت اصولي هوکړه کړې.»
په هماغه اعلامیه کې دا هم راغلي و، چې «د دواړو هېوادونو لوړپوړي استازي د نومبر په ۶مه په استانبول کې سره راټولېږي؛ څو د هوکړو د عملي کولو په اړه خبرې وکړي.»
ډان خپل راپور کې لیکي، د پاکستاني لوري دریځ نهدی بدل شوی او بیا به هم دغه مذکراتو کې ټینګار وکړي چې د افغانستان خاوره باید د دوی خلاف د ترهګریزو فعالیتونو لپاره ونه کارول شي.
یو بل امنیتي چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې ښکاره شي، ویلي چې اسلاماباد له کابل نه «روښانه او د باور وړ تضمینونه» غواړي. په همدې حال کې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د چهارشنبې په ورځ وویل: «هیلهمن یو، چې طالبان له عقل او تدبیره کار واخلي او په سیمه کې تلپاتې سوله ټینګه شي.»