دغه سازمان د کرواسیا چارواکي په پراخه کچه د کډوالو د بشري حقونو پر نقض تورن کړي او له اروپايي ټولنې یې غوښتي، چې د دغه بهیر د درولو لپاره اقدام وکړي.
د بشري حقونو څار سازمان په خپل راپور کې د عالیې په نوم د یوې ۱۲ کلنې نجلۍ کیسه هم راخیستې ده. هغې ویلي، د روان کال په لومړیو کې د کرواسیا پولیسو د دوی د کورنۍ له نیولو وروسته د هغوی ګرځنده ټیلیفونونه ضبط کړل او بیا یې پر دغه ټیلیفونونو ډزې وکړې.
عالیې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له خپلې کورنۍ سره افغانستان پرېښی و. دغه کورنۍ درې کاله په ترکیه کې تر اوسېدو وروسته، افغانستان ته د بېرته ستنولو له وېرې اروپا ته روانه شوې وه؛ خو د کرواسیا پولیسو په جبري توګه بېرته بوسنیا ته ستنه کړه.
د بشري حقونو څار سازمان په خپل ۴۳ مخیز راپور کې د نورو کډوالو هغه کیسې هم ثبت کړې دي، چې د کرواسیا د پولیسو له ناوړه چلند څخه شکایت لري. د ګانا یوې ښځې ویلي، د کرواسیا پولیسو هغه او د هغې دوې لوڼې د ځنګلونو له لارې بوسنیا ته شړلې او له اوبو، خوړو او ګرځنده ټیلیفونونو پرته یې پرېښې دي.
د دغه سازمان کارپوهانو د راپور چمتو کولو لپاره له ټولټال ۸۰ کډوالو چې ښځې او نارینه پهکې شامل دي مرکې کړې دي.
د اروپايي ټولنې د اقدام غوښتنه
د بشري حقونو څار سازمان د ماشومانو د حقونو کارپوه مایکل ګارسیا بوچنک له اروپايي ټولنې غوښتي، چې ډاډ ترلاسه کړي، کرواسیا د یادې ټولنې قوانین مراعتوي او په خپلو پولو کې د کډوالو حقونو ته درناوی کوي.
د بشري حقونو فعالان له څو کلونو راهیسې د کرواسیا چارواکي د کډوالو په جبري بېرته ستنولو او له هغوی سره په ناوړه چلند تورنوي. څو ورځې مخکې هم یوې اتریشۍ مرستندویه ادارې د بوسنیا پر پوله د کرواسیا د پولیسو د عملیاتو پرمهال د څو کډوالو د ټپي کېدو خبر ورکړی و.
د دغه ادارې په وینا، پنځه کسان د لاسونو او پښو د ماتېدو او د سر د ټپونو له امله په امبولانسونو کې روغتون ته لېږدول شوي وو.
د «بالکان د لارې ژغورنې» (SOS) ادارې بنسټګر پېتار روزاندیچ د بشري حقونو څار سازمان د تازه راپور په غبرګون کې له اروپايي ټولنې او اتریش غوښتي، چې د کرواسیا پولیسو د کړنو پر وړاندې دریځ غوره کړي.
هغه ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه باید تر هغه وخته د کرواسیا د سرحدي ساتنې لپاره بودجه ځانګړې نهکړي؛ څو چې د کډوالو جبري بېرته ستنول روان وي. روزاندیچ دغه راز ویلي، چې اتریش باید د دغه کړنو پر وړاندې چوپ پاتې نهشي. هغه د اتریش له حکومت غوښتي، چې په کرواسیا کې د دغه وضعیت تر دوام پورې هېڅ کډوال بېرته دغه هېواد ته ونه لېږي.