• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ملګرو ملتونو د سرمنشي استازې: د طالبانو په چلند کې د بدلون هېڅ نښه نه لیدل کېږي

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۹:۴۶ GMT+۰

د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې، پرامیلا پاتن، د افغانستان د ښځو په اړه د مادرید په څلورمه غونډه کې ویلي، د طالبانو په چلند کې د بدلون هېڅ نښه نه لیدل کېږي، بلکې د افغانستان پر ښځو او نجونو فشارونه او محدودیتونه لا زیات شوي دي.

مېرمن پاتن دوشنبې (د لیندۍ۲مه) په یاده غونډه کې ویلي، چې د افغانستان د ښځو وضعیت اوس یوازې د بشري حقونو اړوند یوه مسله نه ده بلکه په یو پراخ ناورین بدل شوی، چې د نړیوالې ټولنې بېړنیو اقداماتو ته اړتیا لري.
هغې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د جبري ودونو، ډله‌ییزو جنسي تېریو او د جنسي تاوتریخوالي نورو بڼو ته په اشارې ویلي، د افغانستان د ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو، کار، سفر او په عامه ژوند کې د ګډون فضا په جدي توګه محدوده شوې ده. د هغې په وینا، طالبان هڅه کوي چې په ټولنه کې د ښځو حضور او تګ راتک له منځه یوسي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې زیاته کړې، چې شاوخوا ۲۰ میلیونه افغان ښځې او نجونې په داسې شرایطو کې ژوند کوي، چې د هغوی ډېری حقونه، واک او په ټولنیزو چارو کې ګډون ترې اخیستل شوی دی.
پاتن ټینګار کړی، چې د طالبانو له خوا د ښځو د حقونو سرغړونې باید وننګول شي او په دقیقه توګه مستندې شي. هغې ویلي، جنایتونه د شخصي مسلې په توګه نه شي ګڼل کېدای. د نوموړې په وینا، د نننیو پېښو ثبت او مستندېدل کولی شي په راتلونکي کې د عدالت د ټینګښت زمینه برابره کړي.
هغې همداراز د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د څېړنیز میکانېزم د پیاوړتیا غوښتنه کړې او ویلي یې دي، چې دغه میکانېزم افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو پېښو د یوځای کولو او مستند کولو مسوولیت لري.
پاتن خبرداری ورکړی، چې د ملګرو ملتونو مالي کړکېچ او د بودجې کمښت د افغان ښځو لپاره د ملاتړ ځینې پروګرامونه له ستونزو سره مخ کړي دي.
هغې د میانمار او سوریې په څېر هېوادونو کې د مستند کولو میکانېزمونو تجربو ته په اشارې ویلي، د شواهدو راټولول او ساتل کولی شي په راتلونکي کې د بشري حقونو د سرغړونو د عاملانو د ځواب ویلو او عدالت د ټینګښت په برخه کې مرسته وکړي.د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې د هسپانیې او نورو هېوادونو له حکومتونو غوښتي، چې د افغان د ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي. هغې ټینګار کړی، چې د افغان ښځو او نجونو ځپل یوازې کورنۍ مسله نه ده، بلکې د بشري حقونو نړیواله سرغړونه ده او پر وړاندې یې مبارزه نړیوالې همغږۍ، ژمنتیا او ګډو اقداماتو ته اړتیا لري.پاتن په پای کې د افغانستان ښځینه مشرانو ته په خطاب کې ویلي: «ستاسو مشري د ساتنې او ملاتړ وړ ده.» هغې زیاته کړې، چې د ځواب ویلو بهیر د پیاوړتیا لپاره د افغان ښځو غږ اړین دی او د مادرید غونډې له پای ته رسېدو وروسته باید د هغوی وضعیت د نړیوالې ټولنې له اجنډا څخه ونه ایستل شي.



ډېر لیدل شوي

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟
۱

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟

۲

ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې طالبانو سره د اړیکو له امله د امریکايي یوټیوبر د نیولو غوښتنه کړې

۳

د وحید صابري د ژوند ناویلې کیسې؛ له هنري پیل تر پردېسۍ

۴

غربت افغان پلار د ترکیې قاچاقي لارو ته اړ کړ؛ د پښو ګوتې یې د پرېکېدو له ګواښ سره مخ دي

۵

سارا اډمز: امریکایي یوټیوبر «سنیکو» د حقاني شبکې له پخواني دوه‌ګوني جاسوس سره سفر کړی

•
•
•

نور خبرونه

د ملګرو ملتونو راپور: له ایران څخه شړل شوې افغانه مېرمن ګدایۍ ته اړ شوې ده

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۵۷ GMT+۰
100%

ملګرو ملتونو په یوه راپور کې، له ایران او پاکستانه د افغانانو له جبري ستنېدو وروسته د ښځو وضعیت ته په اشارې د هما په نوم د ۴۴ کلنې افغانې کیسه راخیستې. هغه وایي ۶ کاله یې په ایران کې ژوند کړی او بیا هېواد ته شړل شوې او اوس د کورنۍ د اړتیاوو لپاره اړ ده چې په واټونو کې ګدایي وکړي.

په راپور کې د راستنېدونکو ښځو د ستونزو د بېلګې په توګه د دوو ښځو ژوند ته کتنه شوې ده. هما یوه له دغو ښځو ده، چې اوس له خپل معلول خاوند سره د مېړه د ورور په کور کې په یوه کوټه کې ژوند کوي. مېړه یې د کار کولو توان نه لري او د کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې هما ده.
هغې ویلي، په ایران کې یې د ژوند وضعیت ښه و، خو له دغه هېواده تر ایستل کېدو وروسته له ګڼو ستونزو سره مخ شوې ده.
هما په افغانستان کې د ژوند لګښتونو برابرولو لپاره د خلکو کورونه پاکوي او کله چې د ګنډلو فرمایش پیدا کړي، جامې هم ګنډي. نوموړې تر دې وړاندې په ایران کې هم کورونه پاکول او د بیا کارونې وړ پلاستیکونه یې راټولول او پلورل، چې له دې لارې یې د خپلې کورنۍ لپاره مناسب عاید ترلاسه کاوه او په یوه مناسب اپارتمان کې اوسېدل.
د راپور له مخې، هما تر راستنېدو وروسته د اپنډېکس د ناروغۍ له امله جراحي شوې، خو لا هم له سخت درد سره مخ ده. نوموړې د عملیاتو لګښت د مېړه له ورور څخه په پور اخیستی او وایي، د درملنې لپاره کافي ملاتړ نه ترلاسه کوي.
هغې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له نغدي مرستې څخه په ګټې اخیستو د ګنډلو ماشین اخیستی او اوس په کور کې کار کوي. هما ویلي، له دغې مرستې یې د خپلې کورنۍ لپاره وریجې او غوړي هم اخیستي، ځکه دوه میاشتې مخکې یې کورنۍ د خوړلو لپاره ان خواړه نه لرل.
په راپور کې د زهرا په نوم د یوې بلې افغانې مېرمنې وضعیت هم بیان شوی، چې د قابلګۍ زده کړې یې کړې او په روغتیايي کلینیکونو کې یې رضاکارانه کار کړی، خو افغانستان ته تر راستنېدو وروسته لا یې هم دنده نه ده موندلې.
د راپور د شمېرو له مخې، په تېرو درېیو کلونو کې له ۶،۵میلیونو څخه ډېر افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي، چې نږدې درې میلیونه یې یوازې په ۲۰۲۵ کال کې راستانه شوي دي. د دغو راستنېدنو له امله د افغانستان نفوس تر ۱۰ سلنې ډېر زیات شوی او د کورونو، کارموندنې او عامه خدمتونو پر برخو یې فشار زیات کړی دی.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ یوه چارواکي، چارلي ګوډلیک، ویلي چې ښځې او نجونې د هغو کسانو تر نیمايي ډېرې جوړوي چې دغه اداره ورسره مرسته کوي. د نوموړي په وینا، ښځې او ماشومان په ګډه د دغې ادارې د مرستو نږدې ۸۲ سلنه ترلاسه کوونکي دي.
ګوډلیک ویلي، راستنې شوې ښځې او نجونې سرپناه، نغدي مرستو، زده کړو، د عاید ترلاسه کولو فرصتونو او ملاتړو خدمتونو ته اړتیا لري.
نوموړي زیاته کړې، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په ټول افغانستان کې د حرفوي زده کړو تر ۱۵۰ ډېرې پروژې پلې کوي، څو ښځې وکولای شي عاید ترلاسه او د ژوند د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کاري فرصتونه پیدا کړي.
هما د راپور په پای کې د خپل راتلونکي په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي، چې د ژمي د تېرولو لپاره سرپناه، خواړو، غوړیو او نورو لومړنیو اړتیاوو ته اړتیا لري.
د ملګرو ملتونو راپور د یکشنبې په ورځ، د لړم په لومړۍ نېټه (د نومبر ۲۲مه) خپور شوی دی.

د طالبانو د محدودیتونو دوام؛ امربالمعروف د رسنیو د سلګونو سرغړونو د مخنیوي ادعا کړې

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۶:۳۳ GMT+۰
100%

په هېواد کې د طالبانو له لوري پر رسنیو د محدودیتونو پر دوام یو ځل بیا د دغه ډلې امربالمعروف وزارت ویلي، په تېره لړم میاشت کې یې د تصویري او غږیزو رسنیو د سلګونه سرغړونو مخنیوی کړی. دوی همداراز زیاته کړې چې د رسنیو مسوولینو ته یې د اسلامي شریعت د احکامو رعایت سپارښتنې هم کړې دي.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، د څارنې په بهیر کې یې د لسګونو سرغړونو د مخنوي تر څنګ یې د رسنیو مسوولینو ته د اسلامي شریعت د احکامو د رعایت سپارښتنې هم کړې دي.

دوی زیاته کړې، چې په دغه موده کې یې د تصویري او غږیزو رسنیو ترڅنګ په ټیک‌ټاک کې د ۱۲، انسټاګرام کې د ۱۱ او په فېسبوک کې د درېیو سرغړونو مخنیوی کړی دی.

طالبانو د هغو رسنیو هویت نه دی په ډاکه کړی چې د دوی په وینا سرغړونې یې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امربالمعروف وزارت د ټولنیزو شبکو او رسنیو د څارنې او د سرغړونو د مخنیوي خبره کوي خو د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په افغانستان کې د رسنیو پر فعالیتونو محدودیتونه، سانسور، د خبریالانو نیول او له هغوی سره تاوتریخوالی زیات شوی دی.

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو د ۲۰۲۶ کال د اګست د ۱۵مې د راپور له مخې، د خبریالانو د ساتنې کمېټې (CPJ) ویلي، چې د طالبانو د پنځه کلنې واکمنۍ پر مهال خبریالان له نیونو، وهلو، سانسور او څارنې سره مخ شوي او ښځینه خبریالانې له لا سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان (RSF) د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، طالبانو د واک له ترلاسه کولو راهیسې د رسنیو د فعالیتونو د محدودولو لپاره تر ۲۰ ډېر ملي فرمانونه او ګڼ ولایتي مقررات صادر کړي دي. دغه سازمان وايي، په افغانستان کې د خبریالانو د څارنې، ګواښلو، خپل‌سرو نیونو او شکنجې موارد هم ثبت شوي دي.

دافغانستان د خبریالانو مرکز د راپور له مخې، د ژوندیو موجوداتو د انځورونو پر خپرولو د محدودیتونو له پراخېدو سره لږ تر لږه ۲۱ سیمه‌ییزې ټلوېزیوني شبکې تړل شوې او اته نورې رسنۍ او د خبریالانو بنسټونه اړ شوي چې خپل فعالیتونه ودروي. مرکز خبرنگاران افغانستان

همداراز، د خبریالانو د نړیوال فدراسیون (IFJ) د راپور له مخې، د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې د افغانستان تر نیمايي ډېرې رسنۍ تړل شوې او په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴۷۰ رسنۍ فعالې پاتې وې.

د ملګرو ملتونو د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ هم د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۳۰مه د خبریالانو پر وړاندې د سانسور، څارنې، ګواښونو او خپل‌سرو نیونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د ټولو نیول شویو خبریالانو د سمدستي او بې‌قیدوشرطه خوشې کېدو غوښتنه یې کړې وه.

د افغانستان انټرنشنل د ۲۰۲۶ کال د نومبر د ۲۱مې د راپور او د خبریالانو د حقونو د بنسټونو د وروستیو معلوماتو له مخې، اوس مهال لږ تر لږه پنځه افغان خبریالان د طالبانو په بند کې دی چې د راپور له مخې، ځینې بندیان د بګرام په زندان کې ساتل کېږي او کورنۍ یې د هغوی د وضعیت او ملاقاتونو په اړه اندېښنې لري.

د بې‌پولې خبریالانو سازمان د ۲۰۲۶ کال په نړیوال شاخص کې افغانستان د رسنیو د ازادۍ له پلوه د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۷۵م ځای کې راوستی دی.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر ځینو روغتونونو ته د تړلو ګواښ کړی

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۵:۲۹ GMT+۰
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر هغو روغتونونو ته د تړلو ګواښ کړی چې د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ معیارونه یې نه دي پوره کړي. جلالي دغه روغتونونو ته د اصلاح لپاره د لنډمهاله مهلت ورکولو سپارښتنه کړې او خبرداری یې ورکړی چې د نیمګړتیاوو د نه اصلاح په صورت کې به یې فعالیتونه وځنډول شي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې طالب وزیر نور جلال جلالی چې درهبرۍ بورډ اته‌ویشتمه ناسته کې یې خبرې کولې د کابل استقلال روغتون د سوځېدنې څانګې د اړتیاوو پر پوره کولو، د سوځېدنې پېښو په اړه د عامه پوهاوي د کچې پر لوړولو، د عمومي روغتونونو د تجهیز لپاره د اړوندو ریاستونو پر پلانونو او د رهبرۍ بورډ د تېرې ناستې د پرېکړو پر تعقیب یې ټینګار کړی دی.

د طالبانو دعامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي، هغو روغتونونو ته دې لنډمهاله مهلت ورکړل شي چې د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ معیارونه یې نه وي پوره کړي، څو خپلې نیمګړتیاوې اصلاح کړي؛ خو که دا کار ونه کړي، د فعالیتونو د ځنډولو په اړه به یې پرېکړه وشي.

نوموړي په خصوصي روغتیايي سکتور کې ولایتونو ته د اعتبار ورکولو او درجه‌بندۍ بهیر پر پراختیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر ښه‌والي هم ټینګار کړی او له اړوندو مسوولینو یې غوښتي چې د تېرو ناستو پرېکړې په جدي توګه تعقیب او عملي کړي.

طالب وزارت زیاته کړې، د یادې ناستې په پای کې اړوندو مسوولینو په افغانستان کې د ایډز، هیپاټایټس، نري رنځ، ډینګي تبې او ملاریا ناروغیو د وضعیت او په دې برخو کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه هم معلومات وړاندي کړي دي.

طالبان په داسې حال کې د روغتیايي مرکزونو لپاره د معیارونو پر ټاکلو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر ښه‌والي ټینګار کوي، چې په افغانستان کې روغتیايي نظام له ګڼو ننګونو سره مخ دی. د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی، د مجهزو روغتونونو او مسلکي روغتیايي کارکوونکو کمښت او د روغتیايي مرکزونو د امکاناتو نابرابري د دغه سکتور له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي.

نړیوالو روغتیایي سازمانونو هم په وار وار د افغانستان د روغتیايي نظام د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو‌ایچ‌او) او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د روغتیايي خدمتونو د محدود لاسرسي، د روغتیايي مرکزونو د امکاناتو کمښت، د مسلکي کارکوونکو د نشتوالي او د روغتیايي مرستو د کمېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۴،۴ میلیونه کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري او د مالي ستونزو له امله په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې شاوخوا ۳،۳ میلیونه کسان یې روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي محروم کړي دي.

امریکایي یوټیوبر سنیکو: له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته اېف‌بي‌ای اته ساعته وپوښتلم

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۴۸ GMT+۰
100%

امریکايي یوټيوبر او انلاین خپرونې کوونکی نیکولاس کن د بالینتاز، چې د «سنیکو» په نوم پېژندل کېږي، وايي، له افغانستان څخه تر ستنېدو وروسته د امریکا فدرالي څېړنو ادارې (اېف‌بي‌ای) ترې اته ساعته پوښتنې کړې او برېښنايي وسایل یې ترې ضبط کړي دي.

سنیکو افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال د حقاني شبکې د مخکښ غړي او د دغه شبکې د بنسټګر زوی، انس حقاني په ګډون له طالب چارواکو سره د لیدنو او خبرو اترو ویډیوګانې خپرې کړې وې.
دغه امریکايي یوټیوبر د سیمې هېوادونو ته د خپل دوه اوونیز سفر ځینې برخې په ژوندۍ بڼه پر ټولنیزو شبکو خپرولې، خو افغانستان ته یې سفر تر ټاکلي وخت مخکې پای ته ورسېد.
سنیکو په یوه ژوندۍ خپرونه کې ادعا کړې چې بېرته امریکا ته د ستنېدو پر مهال د متحده عربي اماراتو په ابوظبۍ او د نیویارک په هوايي ډګرونو کې ټولټال اته ساعته تر پوښتنو ګروېږنو لاندې و. د نوموړي په وینا، درې ساعته په ابوظبۍ او پنځه ساعته په نیویارک کې ترې پوښتنې شوې او په دې موده کې یې برېښنايي وسایل هم ضبط شوي دي.
هغه ویلي، د ګرځنده ټلېفون له ضبطېدو شاوخوا ۴۸ ساعته تېر شوي، خو لا یې بېرته نه دی ترلاسه کړی او د اېف‌بي‌ای ماموران یې د ټلېفون او نورو برېښنايي وسایلو په څېړلو بوخت دي.
سنیکو زیاته کړې چې له ټلېفون پرته کور ته تر ستنېدو وروسته هم له ستونزو سره مخ شوی او اړ شوی چې د یوسف په نوم د یوه کس له لپټاپ څخه په ګټې اخیستنې د اوبر موټر راوغواړي.
هغه په خپله ژوندۍ خپرونه کې په طنزیه ډول ویلي چې اوس بېرته د «نیویارکستان اسلامي جمهوریت» ته ستون شوی، خو د اېف‌بي‌ای له خوا د ټلېفون د ضبطېدو له امله ان د خوړو د فرمایش ورکولو توان هم نه لري.
د امریکايي سیاسي فعالې ادعاوې
امریکا ته د سنیکو له ستنېدو وړاندې، ښي‌اړخې امریکايۍ سیاسي فعاله لورا لومر پر اېکس ټولنیزې شبکې ادعا کړې وه چې نوموړې سنیکو د امریکا د کورني امنیت څېړنو ادارې او د کورني امنیت وزارت ته ورپېژندلی دی.
لومر ویلي وو چې د سنیکو د هغه څه په اړه یې شواهد امریکايي چارواکو ته سپارلي چې نوموړې یې د حقاني شبکې ملاتړ بولي، او له چارواکو یې غوښتي وو چې امریکا ته د هغه له ستنېدو وروسته یې ونیسي او ترې پوښتنې وکړي.
لومر د سنیکو تر ستنېدو وروسته په یوه لیکنه کې ادعا کړې چې دغه یوټیوبر په نیویارک کې اته ساعته تر پوښتنو ګروېږنو لاندې و او برېښنايي وسایل یې د امریکا د کورني امنیت تحقیقاتو ادارې او اېف‌بي‌آی ته سپارل شوي دي.
هغې په بله لیکنه کې ویلي چې د سنیکو د پوښتنو ګروېږنو او طالبانو ته د هغه د احتمالي مرستې په اړه یې له اېف‌بي‌ای څخه معلومات غوښتي او که ځواب ترلاسه کړي، له نورو سره به یې شریک کړي.
تر اوسه امریکايي چارواکو د سنیکو د پوښتنو ګروېږنو او د هغه د برېښنايي وسایلو د ضبطېدو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې. افغانستان انټرنشنل هم د اېف‌بي‌ای د نظر ترلاسه کولو لپاره له دغې ادارې سره اړیکه نیولې، خو تر اوسه یې ځواب نه دی ترلاسه کړی.
په افغانستان کې د سنیکو د سفر پر ویډیوګانو نیوکې
له افغانستان څخه د سنیکو د سفر د ویډیوګانو خپرېدو پر ټولنیزو شبکو پراخ غبرګونونه او نیوکې راپارولې دي. د دغو نیوکو ډېره برخه په افغانستان کې د ښځو او نجونو د وضعیت د هغه د انځورولو او له طالب چارواکو سره د هغه د ملګرتیا په اړه ده.
سنیکو په یوه ویډیو کې د نجونو د یوه لومړني ښوونځي دننه انځورونه اخیستي او ادعا یې کړې وه چې د افغان نجونو د زده‌کړو د محرومیت په اړه راپورونه د لوېدیځ تبلیغات دي.
دا ادعا په داسې حال کې شوې چې طالبانو واک ته تر بېرته رسېدو وروسته له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زده‌کړو بندیز لګولی او ښځې یې په ګڼو برخو او ادارو کې له کار کولو منع کړې دي.
د سنیکو د سفر بله لانجمنه برخه له یوه طالب غړي سره د هغه د خبرو ویډیو وه. په دغه ویډیو کې طالب غړي ویلي چې که سنیکو له یوې افغانې ښځې سره واده کولو ته لېوالتیا ولري، دوی به ورته مېرمن پیدا کړي.
د دغو څرګندونو په غبرګون کې د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو او افغان سیاسي څېرو سختې نیوکې کړې دي. د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې فوزیه کوفي او د ښځو د حقونو فعالې نیلوفر ایوبي دغه چلند د افغان ښځو د انساني کرامت سپکاوی بللی دی.
سنیکو د نیوکو په غبرګون کې ویلي چې افغانستان ته یې د سفر موخه د وضعیت مستندول او له خلکو سره خبرې کول وې او د دې کار لپاره یې له هېچا پیسې نه دي ترلاسه کړې.

څېړنه: دین او معنویاتو ته ارزښت ورکوونکي مشران له خپل ژوند ډېر راضي دي

۲ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۳ نومبر ۲۰۲۶، ۰۲:۴۰ GMT+۰
100%

د ایټالیا د پادوا پوهنتون د څېړونکو نوې څېړنه ښيي چې هغه پاخه عمر لرونکي چې دین او معنویت ته ډېر ارزښت ورکوي، په ټوله کې د خپل ژوند کیفیت ښه ارزوي او له خپل ژوند څخه ډېر رضایت لري.

دا څېړنې د ۱۹۹۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په اسیا، افریقا، اروپا او امریکا کې ترسره شوې دي. په دغو څېړنو کې ټولټال ۵ زره او ۶۶۴ کسانو ګډون کړی و. د ګډونوالو تر ټولو کم‌عمره ۶۰ کلن او تر ټولو ډېر عمر لرونکی یې ۱۰۴ کلن و. د دې څېړنې پایلې د پنجشنبې په ورځ د «پلاس روغتیا او زړښت» په علمي مجله کې خپرې شوې دي.

څېړونکو ټینګار کړی چې موندنې یې د دیني او معنوي باورونو او له ژوند څخه د رضایت ترمنځ اړیکه ښيي، خو د دغې اړیکې لامل نه روښانوي. د دوی په وینا، په دغو څېړنو کې د دین‌پالنې او معنویت د کچې معلومولو لپاره بېلابېلې لارې کارول شوې دي چې له همدې امله د پایلو پرتله کول ستونزمن شوي دي.

د یادې څېړنې له مخې، په اسیا کې د دیني او معنوي باورونو او د ژوند د رضایت ترمنځ اړیکه د نورو سیمو په پرتله پیاوړې ده. افریقا او امریکا ورپسې راځي او په اروپا کې دا اړیکه تر ټولو کمزورې ده. د څېړنې یوې لیکوالې، الېساندرا بوجا، له سي‌اېن‌اېن سره په خبرو کې ویلي چې د دې توپیر یو لامل ښايي د اروپایانو په ورځني ژوند کې د دین کم‌رنګه رول وي.

د بوجا په وینا، معنوي باورونه ښايي له بوډاګانو سره مرسته وکړي چې له تقاعد وروسته هم په خپل ژوند کې معنا او موخه ومومي. د لندن پوهنتون کالج کې د زړښت د ټولنپوهنې استاد، پاول هېګز، هم ویلي چې د بېلابېلو سیمو ترمنځ د توپیر د پیدا کولو لپاره باید د خلکو په ژوند کې د دین ځای ته پام وشي. د هغه په وینا، د اسیا او افریقا په ځینو برخو کې دین او معنویت لا هم د خلکو د ټولنیز او کلتوري ژوند مهمه برخه ده.

په بریتانیا کې د «تیوس» څېړنیز بنسټ مشر، چین مک‌ډونالډ، په دیني غونډو او ټولنو کې رامنځته کېدونکو ملګرتیاوو ته اشاره کړې ده. د هغه په وینا، بوډاګان په دغو غونډو کې داسې کسان مومي چې د ناروغۍ پر مهال یا د یوه نږدې کس له مړینې وروسته پرې د مرستې او ملاتړ لپاره تکیه کولای شي. هغه ویلي چې د یوازیتوب او ټولنیز انزوا له پراخېدو سره، دغه ملګرتیاوې او د تړاو احساس چې پاخه عمر لرونکو ته یې وربښي، لا ډېر اهمیت پیدا کوي.

په امریکا کې د «پیو» څېړنیز مرکز د ۲۰۲۵ کال راپور هم ښيي چې دین په منځني ختیځ، سویلي او سوېل ختیځه اسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې د خلکو په ژوند کې ډېر مهم ځای لري. په بنګله‌دېش، اندونیزیا، سریلانکا، تونس او کینیا کې تر ۹۰ سلنې ډېرو لویانو ویلي چې دین ورته ډېر ارزښت لري. دغه کچه په امریکا کې ۳۸ سلنه او په بریتانیا کې ۲۰ سلنه ده.

د پیو د شمېرو له مخې، په ټوله کې ۵۰ کلن او تر هغه لوړ عمر لرونکي کسان د ځوانانو په پرتله ځانونه ډېر دین‌پال بولي. په امریکا کې د دې عمر ډلې ۸۰ سلنه کسانو ویلي چې د یوه دین پیروان دي. دغه کچه په برازیل او پولنډ کې ۹۸ سلنه ده.

ملګري ملتونه اټکل کوي چې د ۲۰۷۰ لسیزې تر وروستیو پورې به په نړۍ کې د ۶۵ کلونو او تر هغه لوړ عمر لرونکو کسانو شمېر دوه میلیاردو او ۲۰۰ میلیونو ته ورسېږي او د ماشومانو له شمېر څخه به زیات شي.

د پادوا پوهنتون څېړونکي وايي، له نورو خلکو سره اړیکې، عاطفي ملاتړ او هغه فعالیتونه چې ذهن فعال ساتي، د سپین‌ږیرو د رواني روغتیا په ښه ساتلو کې مرسته کولای شي او ښايي د هغوی له اوږد عمر سره هم تړاو ولري. د دوی په وینا، د سپین‌ږیرو د پاملرنې پر مهال د هر کس دیني باورونو او معنوي اړتیاوو ته هم پام کېدای شي.