د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې طالب وزیر نور جلال جلالی چې درهبرۍ بورډ اتهویشتمه ناسته کې یې خبرې کولې د کابل استقلال روغتون د سوځېدنې څانګې د اړتیاوو پر پوره کولو، د سوځېدنې پېښو په اړه د عامه پوهاوي د کچې پر لوړولو، د عمومي روغتونونو د تجهیز لپاره د اړوندو ریاستونو پر پلانونو او د رهبرۍ بورډ د تېرې ناستې د پرېکړو پر تعقیب یې ټینګار کړی دی.
د طالبانو دعامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي ویلي، هغو روغتونونو ته دې لنډمهاله مهلت ورکړل شي چې د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ معیارونه یې نه وي پوره کړي، څو خپلې نیمګړتیاوې اصلاح کړي؛ خو که دا کار ونه کړي، د فعالیتونو د ځنډولو په اړه به یې پرېکړه وشي.
نوموړي په خصوصي روغتیايي سکتور کې ولایتونو ته د اعتبار ورکولو او درجهبندۍ بهیر پر پراختیا او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر ښهوالي هم ټینګار کړی او له اړوندو مسوولینو یې غوښتي چې د تېرو ناستو پرېکړې په جدي توګه تعقیب او عملي کړي.
طالب وزارت زیاته کړې، د یادې ناستې په پای کې اړوندو مسوولینو په افغانستان کې د ایډز، هیپاټایټس، نري رنځ، ډینګي تبې او ملاریا ناروغیو د وضعیت او په دې برخو کې د ترسره شویو فعالیتونو په اړه هم معلومات وړاندي کړي دي.
طالبان په داسې حال کې د روغتیايي مرکزونو لپاره د معیارونو پر ټاکلو او د روغتیايي خدمتونو د کیفیت پر ښهوالي ټینګار کوي، چې په افغانستان کې روغتیايي نظام له ګڼو ننګونو سره مخ دی. د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسی، د مجهزو روغتونونو او مسلکي روغتیايي کارکوونکو کمښت او د روغتیايي مرکزونو د امکاناتو نابرابري د دغه سکتور له مهمو ستونزو څخه ګڼل کېږي.
نړیوالو روغتیایي سازمانونو هم په وار وار د افغانستان د روغتیايي نظام د وضعیت په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیوایچاو) او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو د روغتیايي خدمتونو د محدود لاسرسي، د روغتیايي مرکزونو د امکاناتو کمښت، د مسلکي کارکوونکو د نشتوالي او د روغتیايي مرستو د کمېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
د روغتیا نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ کال د راپور له مخې، په افغانستان کې شاوخوا ۱۴،۴ میلیونه کسان روغتیايي مرستو ته اړتیا لري او د مالي ستونزو له امله په ۲۰۲۵ کال کې لږ تر لږه ۴۲۲ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې شاوخوا ۳،۳ میلیونه کسان یې روغتیايي خدمتونو ته له لاسرسي محروم کړي دي.