• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پخوانۍ امریکایي چارواکې: د امریکا د مرستو بندښت په افغانستان کې بشري ناورین لا پراخ کړی دی

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۸:۲۸ GMT+۰

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ چارواکې لیا خان وايي، افغانستان ته د واشنګټن د بشري مرستو بندښت، د مېلیونونه افغانانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی او په نامستقیم ډول یې پر افغانستان د طالبانو واک او کنټرول پیاوړی کړی دی.

لیا خان په لافېر (Lawfare) وېب‌پاڼه کې په یوه تحلیلي مقاله کې لیکلي، امریکا د ۲۰۲۵کال په اپرېل کې افغانستان ته ۵۶۲ مېلیون ډالره روانې او پلان شوې بشري مرستې لغوه کړې چې یادې پرېکړې د مېلیونونه افغانانو مرستو ته لاسرسی محدود کړ او د دغه هېواد بشري ناورین یې لا ژور کړ.
د هغې په وینا، اوس تر ۱۵ مېلیونه ډېر افغانان د خوړو له سختې ناامنۍ سره مخ دي او له دې ډلې ۳.۴ مېلیونه کسان داسې وضعیت کې دي چې د قحطۍ په درشل کې ګڼل کېږي.
لیا خان لیکلي، دا په داسې حال کې دي چې طالبانو د ۲۰۲۱کال په اګست کې د واک له ترلاسه کولو وروسته پر افغان ښځو او نجونو د کار، زده‌کړو او له کورونو بهر په ټولنیز ژوند کې د ګډون محدودیتونه په پرله‌پسې ډول زیات کړي دي.
د مقالې له مخې، طالبانو له ۲۰۲۱کال راهیسې په افغانستان کې د بشري حقونو په تړاو ۲۶۴ فرمانونه صادر کړي چې ۱۶۶ یې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه محدودوي. دغه محدودیتونه د ښځو پر پوهنتونونو د زده‌کړو بندیز، د نجونو د منځنیو او لېسو زده‌کړو بندیز او په عامه ځایونو کې د ښځو پر غږ او فعالیتونو محدودیتونه رانغاړي.
د لیا خان په لیکنه، د طالبانو د محدودیتونو د پلي کولو په لړ کې ښځې د وهلو، د اعتراضونو پر مهال د وژل کېدو، د کورني تاوتریخوالي په قضیو کې د عدالت نه ترلاسه کولو او د جبري او کم‌عمره ودونو له ګواښونو سره مخ شوې دي. هغې د ملګرو ملتونو د راپورونو په حواله لیکلي، چې د طالبانو تر واک لاندې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي ګواښ ۴۰ سلنه زیات شوی دی.
د امریکا د مرستو بندښت د افغانستان پر روغتیايي خدماتو هم اغېز کړی دی. د مقالې له مخې، دغه وضعیت په افغانستان کې د مېندو او ماشومانو د روغتیا د ۸۸ سلنه امریکايي تمویل د بندېدو لامل شوی چې ورسره تر ۴۰۰ ډېر روغتیايي مرکزونه تړل شوي دي.لیا خان لیکلي، په هرات ولایت کې د امریکا د روغتیايي مرستو تر بندښت وروسته د مېندو د مړینې کچه ۱۰۹ سلنه لوړه شوې؛ په داسې حال کې چې په ننګرهار او فراه کې د نوي زېږېدلو ماشومانو د مړینې کچه په ترتیب سره ۶۰ او ۱۳۳ سلنه لوړه شوې ده.د هغې په وینا، په افغانستان کې نږدې ۴۰ سلنه د ښځو په مشرۍ سازمانونه یا له مالي ملاتړ محروم شوي او یا د فعالیت د بندېدو له ګواښ سره مخ دي. همدارنګه، د ښځو د نږدې نیمایي پناه‌ځایونو او خوندي مرکزونو د ملاتړ بندېدو، د کورني تاوتریخوالي او ناوړه ګټه اخیستنې د قربانیانو د ملاتړ لارې کمزورې کړې دي.د مقالې لیکواله وايي، د امریکا د بشري مرستو بندېدو نه یوازې د افغان ښځو او نجونو د وضعیت خرابېدو ته زمینه برابره کړې؛ بلکې په نامستقیم ډول یې د طالبانو د واکمنۍ او پر ټولنه د کنټرول د ټینګښت له بهیر سره هم مرسته کړې ده.




ډېر لیدل شوي

ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې طالبانو سره د اړیکو له امله د امریکايي یوټیوبر د نیولو غوښتنه کړې
۱

ټرمپ ته نږدې سیاسي فعالې طالبانو سره د اړیکو له امله د امریکايي یوټیوبر د نیولو غوښتنه کړې

۲

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟

۳

سارا اډمز: امریکایي یوټیوبر «سنیکو» د حقاني شبکې له پخواني دوه‌ګوني جاسوس سره سفر کړی

۴

طالبانو د بلخ د نصرت‌اباد ښارګوټي په یوه برخه کې د کورونو د نړولو لړۍ پیل کړې

۵

ترکیې په افغانستان کې خپل پوځي حضور ته په اشارې د مکې له دفاعي تړون ملاتړ وکړ

•
•
•

نور خبرونه

ملګري ملتونه: له ایرانه ایستل شوې افغان مېرمنې له بېوزلۍ او د سرپناوو نشتوالي سره مخ دي

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۷:۴۷ GMT+۰
100%

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې له ایرانه تر ایستل کېدو وروسته ډېرې افغان مېرمنې له بې‌کارۍ او بېوزلۍ سره مخ دي. په افغانستان کې د ښځو پر کار د بندیز له امله، هغه ښځې چې د خپلو کورنیو سرپرستې دي، د ژوند د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

ملګرو ملتونو د یکشنبې په ورځ د لېندۍ په لومړۍ نېټه، په یوه راپور کې لیکلي چې یو شمېر دغو ښځو په ایران کې دنده او نسبتاً باثباته ژوند درلود، خو اوس په افغانستان کې له بې‌کارۍ او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

په دغه راپور کې هرات ته د راستنو شویو دوو ښځو وضعیت انځور شوی دی. ۲۸ کلنه زهرا چې په ایران کې یې پنځه کاله د یوې زړې ښځې پالنه کوله، افغانستان ته له راستنېدو وروسته، سره له دې چې د قابلګۍ په برخه کې یې زده کړې کړې او په کلینیکونو کې یې د داوطلبې په توګه د کار تجربه هم لرله، نه ده توانېدلې چې دنده پیدا کړي.

زهرا ویلي: «زه د کار کولو هېڅ فرصت نه لرم».

همدارنګه، ۴۴ کلنه هما چې شپږ کاله یې په ایران کې ژوند کړی و، اوس د خپلې کورنۍ یوازینۍ ډوډۍ ګټونکې ده. هغه له خپل معلول مېړه سره د خپل لېور په کور کې په یوه خونه کې ژوند کوي او د کورنۍ د لګښتونو د پوره کولو لپاره د کورونو پاکولو او جامو ګنډلو کارونه کوي.

هما وایي، کله ناکله د ژوند د ستونزو فشار دومره زیات شي چې د زغملو وس یې نه لري.

هغې زیاته کړې: «ځینې ورځې اړه کېږم چې په واټونو کې سوال وکړم».

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ یوه چارواکي چارلي ګوډلیک ویلي چې په تېرو درېیو کلونو کې تر شپږ نیم میلیونو ډېر افغانان له هېوادونو ایستل شوي او بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي، چې نږدې درې میلیونه یې په ۲۰۲۵ کال کې وو.

د هغه په وینا، د کډوالو د بېرته ستنېدو څپې د افغانستان نفوس تر ۱۰ سلنې ډېر زیات کړی او د کورونو، کار بازار او عامه خدمتونو پر وړاندې یې فشار زیات کړی دی.

ګوډلیک زیاته کړې چې ښځې او نجونې د هغو کسانو له نیمایي ډېر جوړوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري ورسره مرسته کوي. ښځې او ماشومان په ګډه د دغو مرستندویي کېدونکو کسانو نږدې ۸۲ سلنه جوړوي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي چې په افغانستان کې یې د څه باندې ۱۵۰ مسلکي زده‌کړو د پروژو په پیلولو سره له ښځو سره مرسته کړې، څو مهارتونه زده کړي او له دې لارې عاید ترلاسه کړي.

خو د طالبانو له خوا پر ښځو د لګول شویو پراخو کاري محدودیتونو ته په پام، لا څرګنده نه ده چې ښځې به د دغو زده‌کړیزو کورسونو تر پای ته رسېدو وروسته په خپلو زده‌کړو شویو مسلکونو کې د کار او عاید ترلاسه کولو لپاره کوم فرصتونه ولري.

یو شمېر افغان مېرمنې له فرانسې غواړي چې د سمبولیکو اقداماتو پر ځای عملي ملاتړ ته مخه کړي

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۵۳ GMT+۰
100%

په ایران او پاکستان کې مېشتو ۱۲۰ افغان ښځو، چې د فرانسې او نورو لوېدیځو هېوادونو د شاوخوا ۶۰۰ وګړو ملاتړ ورسره دی، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون څخه په یوه پرانیستي لیک کې غوښتي چې د سمبولیکو ګامونو پر ځای دې له ګواښ سره مخ افغان مېرمنو ته د بیا مېشتېدو زمینه برابره کړي.

په ایران او پاکستان کې مېشتو ۱۲۰ افغان ښځو یوې ډلې د یکشنبې په ورځ، د لېندۍ په لومړۍ نېټه، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون ته په یوه پرانیستي لیک کې په دغو هېوادونو کې د خپل ستونزمن وضعیت په اړه د هغه د لا ډېرې پاملرنې غوښتنه کړې ده. تر اوسه نږدې ۶۰۰ کسانو، د فرانسې او نورو لوېدیځو هېوادونو د وګړو په ګډون، د دغه لیک ملاتړ کړی دی.

په لیک کې راغلي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د لیک د لاسلیک کوونکو یو شمېر ښځې، چې د ښځو د حقونو فعالانې، خبریالانې، قاضیانې، د پوهنتون استادانې او پخوانۍ ښځینه افسرانې پکې شاملې دي، په ایران او پاکستان کې له ستونزمن وضعیت او د شړل کېدو له خطر سره مخ دي.

دغو ښځو ویلي چې افغانستان ته بېرته ستنېدل یې ژوند په مستقیم ډول له خطر سره مخ کولای شي. د دوی په وینا، د نومونو لېست یې مخکې په رسمي توګه د فرانسې ولسمشر ته استول شوی او د کډوالۍ دوسیې یې هم د ارزونې په تمه دي.

د لیک لاسلیک کوونکو د فرانسې له ولسمشر امانوېل مکرون څخه غوښتي چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت، کورنیو چارو وزارت او په اسلام‌اباد او تهران کې سفارتونه دې د خطر له ګواښ سره مخ ښځو د منلو ظرفیت لوړ کړي. دوی لیکلي چې د بشري ویزو ونډه باید زیاته او د دوی د کډوالۍ دوسیې په بېړني ډول وڅېړل شي.

دوی وایي چې فرانسې په تېرو پنځو کلونو کې د یو شمېر افغان ښځو ملاتړ کړی او د هغوی ترڅنګ ولاړه پاتې شوې ده؛ خو د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو ته په نږدې کېدو سره، چارواکو له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي. دا موضوع د هغو ښځو د اندېښنې لامل شوې چې د خپلو کډوالۍ دوسیو په اړه د پرېکړې په تمه دي.

د پاریس ښاروالۍ د ۱۴۰۴ کال د کب میاشتې په وروستیو کې د دغه ښار په شلمه ناحیه کې یو ځای د «هغو افغان ښځو په نوم ونوماوه چې د ازادۍ لپاره مبارزه کوي». فرانسې غوښتل د دې اقدام له لارې هغو ښځو ته درناوی وکړي چې د طالبانو د رژیم پر وړاندې یې اعتراض کړی دی.

همدارنګه، د پاریس ښار شورا د لړم په ۲۸مه، د یوې رسمي پرېکړې په تصویب سره، د افغانستان ښځو او نجونو ته د «پاریس افتخاري تابعیت» ورکړ. د پاریس ښاروالۍ ویلي چې د دې اقدام موخه د تبعیض، محرومیت او سیستماتیک ځپنې پر وړاندې د افغان ښځو د مبارزې په ملاتړ کې د خپل ټینګ پیوستون څرګندول دي.

په همدې وخت کې، باخبره سرچینو د لړم په ۲۳مه افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خپل څلور دیپلوماتان په فرانسه کې د افغانستان سفارت ته لېږي. د دغو سرچینو په وینا، یاد دیپلوماتان اوس مهال د فرانسې د ویزو ترلاسه کولو ته په تمه دي او ښایي راتلونکې اوونۍ دغه هېواد ته ورسېږي.

له دې سره سره، د افغان ښځو په لیک کې د افغانستان د ښځو د حقونو په ملاتړ کې د فرانسې د حکومت د دریځونو ستاینه شوې ده؛ خو د لیک د لاسلیک کوونکو په باور، له طالبانو سره د دغه هېواد د اړیکو او تماسونو هممهالي د دغو ملاتړونو د دوام په اړه پوښتنې راولاړې کړې دي.

دغو ښځو د پاریس ښاروالۍ له خوا د افغانستان ښځو ته د افتخاري تابعیت د ورکړې هرکلی کړی، خو ټینګار یې کړی چې دا ډول اقدامات په یوازې ځان د دوی بېړنیو اړتیاوو ته ځواب نه شي ویلای. دوی وایي چې اوس ورته د بشري ویزو صادرول، خوندیتوب او د طالبانو پر وړاندې د ښځو د حقونو لپاره د نړیوالې ټولنې سیاسي ملاتړ اړین دی.

د معلوماتو له مخې، د دغه لیک یوه کاپي د فرانسې لومړۍ مېرمنې، د بهرنیو چارو وزارت، د کورنیو چارو وزارت، ملي شورا او د دغه هېواد سناتورانو ته هم استول شوې ده.

له مېلمستیاوو د واده تر وړاندیزه؛ هغه امریکایي یوټیوبر چې د طالبانو امام شو څوک دی؟

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۳۵ GMT+۰
100%

اسنیکو، امریکایي یوټیوبر په وروستیو ورځو کې افغانستان ته سفر وکړ او د طالب د چارواکو مېلمه شو، تر دې وړاندې یې د خپلو فعالیتونو او شخصي ژوند په اړه د بحث پاروونکې څرګندونې لرلې.

هغه چې افغانستان ته په خپل سفر کې د طالبانو د ځینو غړو ملاامام شو او د دې ډلې یوه غړي ورته له یوې افغان نجلۍ سره د واده وړاندیز وکړ، پخوا یې له خپلې ملګرې سره په جنسي محفلونو کې د ګډون او له نورو سړیو سره د هغې د اړیکې د لیدلو خبره کړې وه.

هغه همدا راز ویلي دي، چې په نوي ځوانۍ کې یې د نارینه وو پورنوګرافي کتل او داسې احساس یې کاوه چې ښایي همجنس‌باز وي.

اسنیکو، د امریکا مشهورې انټرنیټي څېرې په وروستیو ورځو کې افغانستان ته سفر کړی او د کابل په بېلابېلو سیمو کې د خپل سفر له بهیره په ټولنیزو شبکو کې ژوندۍ ویډیوګانې خپروي.

هغه په دې سفر کې د طالبانو له یو شمېر غړو او چارواکو سره لیدلي او د خپلو ژوندیو خپرونو لویه برخه یې د دې ډلې له کسانو سره خبرو اترو ته ځانګړې کړې ده.

افغانستان ته د اسنیکو د سفر په خپرو شویو ویډیوګانو کې د طالبانو یو غړی هغه ته وړاندیز کوي چې ورته افغانه مېرمن پیدا کړي او په بله ویډیو کې اسنیکو د دې ډلې د غړو د لمانځه امامت کوي.

اسنیکو څوک دی؟

اسنیکو، چې اصلي نوم یې نیکو کن د بالینتازي دی، امریکایي یوټیوبر او د ټولنیزو شبکو جنجالي څېره ده چې د اړیکو، جنسیت او سیاست په اړه د بحث‌ پاروونکو لیدلورو له امله شهرت لري.

اسنیکو په یوه کاتولیکه کورنۍ کې لوی شو او وروسته مسلمان شوی دی.

افغانستان ته د هغه وروستي سفر او د طالبانو له غړو سره لیدنې هم یو ځل بیا د هغه نوم په رسنیو کې راپورته کړی دی.

دغه امریکایي یوټیوبر د ۱۴۰۰ کال د لیندۍ په ۴مه د «پیر ټو پیر» پادکست په ۱۸۵مه برخه کې له خپلې پخوانۍ ملګرې سره د پرانیستې اړیکې په اړه خبرې وکړې او ویې ویل چې په یوه دوره کې یې په څلورو جنسي محفلونو کې ګډون کړی و.

اسنیکو په دې مرکه کې څرګنده کړه، چې په دغو محفلونو کې په یوه کې له بل سړي سره د خپلې ملګرې د جنسي اړیکې شاهد و.

هغه په دې مرکه کې وایي، هغه صحنه ورته ډېره ځورونکې وه او له لږ ځنډ وروسته یې کوټه پرېښوده.

د دغې مرکې له خپرېدو وروسته، د ټولنیزو شبکو کاروونکو همدې روایت ته په اشارې، د اسنیکو لپاره د «کاک» لقب وکاراوه.

دا کلمه د انګلیسي ژبو په انټرنیټي کلتور کې د هغه سړي لپاره یو سپکاوی کوونکی اصطلاح ده، چې جنسي شریکه یې له نورو سړیو سره اړیکه لري او دی پر دې موضوع خبر وي.

دغه امریکایي یوټیوبر د ۱۴۰۴ کال په کب میاشت کې هم په یوه ژوندۍ خپرونه کې وویل، چې په شاوخوا ۱۴ کلنۍ کې یې فکر کاوه ښایي همجنس‌باز وي او له همدې امله یې د همجنس‌بازو سړیو پورنوګرافي یا لوڅ فېلمونه کتلې دي.

هغه وویل، چې دا محتوا ورته زړه راښکونکې نه وه.

په هماغه دوره کې په ټولنیزو شبکو کې د اسنیکو شخصي عکسونه خپاره شول او ځینو کاروونکو ادعا وکړه چې هغه د سړیو په پورنوګرافیکو فلمونو کې شتون درلود.

اسنیکو دا ادعاوې رد کړې او ویې ویل چې یو شمېر خپاره شوي عکسونه جعلي دي او ځینې نور یې هغې دورې پورې اړه لري چې دی ۱۷ کلن و.

سره له دې هم تر اوسه د سړیو په پورنوګرافیکو یا لوڅو فلمونو کې د هغه د شتون د تایید لپاره کوم معتبر او خپلواک سند نه دی خپور شوی.

افغانستان ته د دغه امریکایي یوټیوبر د سفر په یوه خپره شوې ویډیو کې د طالبانو یو غړی اسنیکو ته وړاندیز کوي چې که وغواړي په افغانستان کې واده وکړي، ورته به افغانه مېرمن پیدا کړي.

د طالبانو دا غړی ادعا کوي چې په افغانستان کې «ډېرې» نجونې چمتو دي په «ویاړ» سره له دغه امریکایي یوټیوبر سره واده وکړي.

دغو څرګندونو په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرګونونه پارولي دي.

د اسنیکو د سفر بله ویډیو چې د لړم په ۲۸مه خپره شوې، ښیي چې هغه د طالبانو د څلورو غړو امام شوی دی.

هغه د امامت پر مهال د حمد سورت او کافرون سورت په لوړ غږ او د انګلیسي ژبو په تلفظ قرائت کوي.

د اسنیکو مسلمانېدل

اسنیکو په یوه کاتولیک کورنۍ کې لوی شوی او یو څه موده بې‌خدایۍ ته مایل و. هغه ویلي دي چې د امریکا د مدني حقونو د فعال مالکوم ایکس د ژوندلیک تر لوستلو وروسته چې په زندان کې مسلمان شوی و، له دې دین سره لېواله شو.

اسنیکو په ۱۳۹۳ او ۱۳۹۴ لمریزو کلونو کې په ټولنیزو شبکو کې له اسلام سره د خپلې لېوالتیا په اړه لیکلي وو، خو لا مسلمان شوی نه و.

هغه د ۱۴۰۲ لمریز کال په پیل کې له اسلام سره تر ډېرې بلدتیا او جومات ته تر تګ وروسته، شهادت کلیمه وویله او مسلمان شو.

اسنیکو له «درې مسلمانانو» او «ولاد ټي‌وي» خپرونو سره په مرکو کې د دې لارې په اړه خبرې کړې دي او ویلي یې دي چې د هغه کال په روژه کې د عمرې ادا کولو لپاره مکې ته لاړ.

افغانستان ته د هغه وروستي سفر او د طالبانو له غړو سره لیدنې له دې جملې د افغان مېرمنې موندلو وړاندیز او د دې ډلې د کسانو په منځ کې امامت د ټولنیزو شبکو د کاروونکو پام ځان ته اړولی دی.

غربت افغان پلار د ترکیې قاچاقي لارو ته اړ کړ؛ د پښو ګوتې یې د پرېکېدو له ګواښ سره مخ دي

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۵:۲۷ GMT+۰
•
بکتاش روش
100%

«د پښو ګوتې مې له کاره لوېدلي او اوس درملنې پیسې هم نه لرم». خال مراد په ډېرې نهیلۍ دا خبره وکړه. هغه د څلورو وږیو اولادونو مړولو په نیت په قاچاقي لارو ترکیې ته روان شو، خو د سختې یخنۍ له کبله یې د پښو ګوتې له کاره ولوېدې.

نوموی وايي، ایران او ترکیې ته د سفر پر مهال له څو ورځو پلي مزل وروسته یې د لاسونو او پښو ګڼې ګوتې بې‌حسه شوې او له حرکته ولوېدې. د هغه په وینا، اوس د درملنې پیسې هم نه لري او د کار کولو توان یې هم بایللی دی.

خال‌مراد افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې واک ته د طالبانو له بېرته رسېدو وروسته یې په خپله سیمه کې زرنج چلوه او د خلکو بارونه یې وړل، خو ډېرې کمې ورځې داسې پېښېدې چې بار ولري.

هغه انځورونه چې افغانستان انټرنشنل ته یې راستولي، پکې ښکاري چې د دغه سړي د لاسونو او پښو ګوتې شنې او تورې شوې دي.

100%

هغه وايي، د خپلو څلورو ماشومانو د ډوډوۍ برابرولو لپاره یې پرېکړه وکړه چې پر ناقانونه لارو لومړی ایران او بیا ترکیې ته ولاړ شي او هلته شپون یا مزدور شي. د د خال‌مراد د ماشومانو عمرو د اتو او ۱۵ کلونو ترمنځ دي.

خال‌مراد ایران ته د رسېدو لپاره له ۲۰ زرو ډېرې افغانۍ قاچاقبر ته ورکړې وې. د هغه په وینا، د نیمروز ولایت په شګلنو دښتو او غونډیو کې یې پنځه شپې او ورځې پلي مزل وکړ او له ۱۱ ورځو وروسته د قم ښار ته نږدې یوه ښارګوټي ته ورسېد.

په ایران کې یوه قاچاقبر ورسره ژمنه وکړه، چې د ۶۲۰۰ ډالرو په بدل کې به یې د ترکیې قونیه ښار ته ورسوي. د خال‌مراد دوه خپلوان په قونیه کې شپني او کرنیز کارونه کوي او ټاکل شوې وه چې د هغه د سفر لګښت ورکړي. خال‌مراد هم غوښتل چې ترکیې ته تر رسېدو وروسته کار وکړي او د هغوی پیسې بېرته ورکړي.

هغه وايي، په قونیه کې د کورنۍ دغه دوه غړي هره میاشت شاوخوا ۵۰ زره لیرې عاید لري.

قاچاقبر ورته ویلي وو: یا به مړ کېږې او یا به له پولې اوړې

خال‌مراد وايي، ۲۶ ورځې یې د قم ښار ته نږدې په یوه سیمه کې انتظار وکړ، څو قاچاقبر یې د ترکیې پولې ته ولېږدوي.

د هغه په وینا، قاچاقبر درې ځله د شاوخوا ۶۰ کسیزې ډلې غړي د شپې له خوا د پولې دېوال ته نږدې یوړل؛ خو هر ځل د ایراني پوله‌ساتونکو د ډزو له امله د هغوی د اوښتو هڅې ناکامې شوې.

خال‌مراد وايي، له درېیو ناکامو هڅو وروسته یې د خپل خراب روغتیايي وضعیت له امله له قاچاقبر وغوښتل چې بېرته یې په ایران کې خپل پخواني ځای ته ولېږدوي. خو د هغه په وینا، قاچاقبر ورته وویل: «د بېرته تګ لار نشته؛ یا به مړ کېږې او یا به له پولې اوړې».

هغه وايي، د لړم په ۱۸مه د شپې شاوخوا یوه بجه قاچاقبر دی او نهه نور کسان په زور د پولې دېوال ته یوړل او هغوی له اغزن سیم څخه واوښتل او د ترکیې خاورې ته داخل شول.

د خال‌مراد په وینا، د پولې بلې غاړې ته له سخت باد او واورې سره مخ شول او شاوخوا ۱۳ ساعته یې په غرنۍ لاره کې مزل وکړ، تر دې چې د قاچاقبر یوه بل همکار سره هغوی مخ شول.

دی وايي، د بوټانو لاندې یې له ۱۰ سانتي‌مترو ډېر یخ کنګل جوړ شوی و او سره له دې چې د لاسونو او پښو ګوتې یې بې‌حسه شوې وې، اړ و چې مزل ته دوام ورکړي. د خال‌مراد په خبره، په هغو شرایطو کې په لاره کې درېدل یې ژوند له خطر سره مخ کولای شو.

نوموړی هغه مهال خپل منزل ته ورسېد چې د ده په وینا، د لاسونو او پښو ګڼې ګوتې یې د سختې یخنۍ له امله تورې شوې او له حرکته لوېدلې وې.

خال‌مراد د طالبانو له بېرته واکمنېدو مخکې هم د کار لپاره ایران ته تللی و. هغه وايي، شاوخوا ۱۶ کاله یې د ورامین په ښار کې شپني کړې او په دې موده کې یوازې پنځه ځله افغانستان ته راستون شوی دی. د هغه په وینا، په ایران کې یې عاید یوازې دومره و چې په افغانستان کې د خپلو ماشومانو د ژوند لګښتونه پرې برابر کړي. هغه د لومړي ځل لپاره شاوخوا د ۲۰ کلنۍ په عمر د کار لپاره ایران ته تللی و.

«ان د خپلو ګوتو د پرې کولو لګښت هم نه لرم»

له لسو ورځو ډېره موده کېږي چې خال‌مراد د انقرې په ښار کې د یوه ملګري په کوټه کې اوسېږي. هغه وايي، د پولیسو له خوا د نیول کېدو له وېرې ډېر لږ له کوټې بهر وځي او په دې موده کې یې یوازې یو ځل په یوه خصوصي روغتیايي مرکز کې خپلې ګوتې پانسمان کړې دي.

د هغه په وینا، دولتي روغتیايي مرکزونو د استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله له درملنې منلی نه دی او دی هم د درملنې د لګښتونو د ورکولو لپاره کافي پیسې نه لري.

خال‌مراد زیاتوي، له یوه لاس څخه یې یوازې دوه ګوتې او له بل لاس څخه یې یوه ګوته خوځښت لري. هغه همداراز وايي، د پښو نږدې نیمایي ګوتې یې هم له حرکته لوېدلې دي.

هغه له مسوولو چارواکو او په ترکیه کې د افغانستان له سفارت څخه غواړي چې د درملنې او بېرته افغانستان ته د ستنېدو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.

د هغه اندېښنه یوازې د خپل روغتیايي وضعیت په اړه نه ده. خال‌مراد وویل، اندېښنه لري چې که په بلخ کې یې خپلوانو د هغه ماشومانو ته نور خواړه ورنه کړل، هغوی به له لوږې سره مخ شي.

د بدن د کنګل وهلو غړو پر وخت درملنه ډېره مهمه ده

د جرمني د بوېر ښار په مارین روغتون کې د ارتوپیدي متخصص رامین فرامرز وايي، سخت یخ‌وهل یا کنګل د بدن حجرو په ځانګړې توګه د لاسونو او پښو ګوتو ته جدي زیان رسولای شي.

د هغه په وینا، د اوږدې مودې لپاره له سختې یخنۍ سره مخ کېدل د وینې د رګونو د تنګېدو او د وینې د جریان د کمېدو لامل کېږي. په پایله کې، حجرو ته کافي اکسیجن او غذايي مواد نه رسېږي او که دا حالت دوام وکړي، د بېرته نه رغېدونکي زیان احتمال رامنځته کېږي.

ډاکټر فرامرز وايي، د انځورونو او ویډیوګانو له مخې د زیان د کچې معلومول ستونزمن دي؛ خو د خال‌مراد په خپرو شویو انځورونو کې د هغه د ګوتو توروالی لیدل کېږي.

هغه ټینګار کوي چې روغتیايي مرکز ته پر وخت مراجعه کول ډېر اهمیت لري. د دغه متخصص په وینا، که ناروغ په لومړیو ساعتونو کې او د بېرته نه رغېدونکي زیان له رامنځته کېدو مخکې تر درملنې لاندې ونیول شي، ښايي زیانمن شوې حجرې وساتل شي.

ډاکټر فرامرز وايي، د سختو سړو وهلو په لومړیو ۲۴ ساعتونو کې روغتیايي پاملرنه د بدن د غړي د ساتلو د احتمال په زیاتولو کې اغېزمنه تمامېدای شي؛ خو د درملنې پایله د زیان پر شدت او د وینې د جریان پر وضعیت هم تړاو لري.

هغه زیاتوي، د ګوتو تورېدل په دې معنا نه دي چې باید سملاسي پرې شي. د غړي د پرې کولو پرېکړه د حجرو د زیان کچې، د وینې د جریان وضعیت او د انتان یا نورو جدي اختلاطاتو د رامنځته کېدو احتمال پورې تړلې ده.

د دغه ډاکټر په وینا، که حجرې په بشپړه توګه له منځه تللي وي، یا انتان او خطرناک اختلاطات رامنځته شي، ښايي د بدن د غړي پرې کول اړین وي. هغه ټینګار کوي چې د سختې یخنۍ له زغملو وروسته بې‌حسي، د پوستکي د رنګ بدلون او یا سخت درد هغه نښې دي چې سملاسي روغتیايي ارزونې ته اړتیا لري.

هغه افغان کډوال چې د بېوزلۍ، بې‌کارۍ او د ژوند د فرصتونو د نشتوالي له امله اړ کېږي له ناقانونه لارو نورو هېوادونو ته ولاړ شي، ډېری وخت له جدي خطرونو سره مخ کېږي.

د هغوی ډېری د پولو د اوښتو لپاره پر انسان‌قاچاقبرانو تکیه کوي او په اوږدو او ستونزمنو لارو کې له دښتو او غرونو تېرېږي. ځینې یې له مناسبو جامو او وسایلو پرته په سخته یخنۍ کې ساعتونه او ان ورځې پلي مزل کوي. یو شمېر نور د پوله‌ساتونکو د ډزو، لوږې، تندې، تاوتریخوالي او د قاچاقبرانو له خوا د پرېښودل کېدو له خطر سره مخ کېږي.

دغه شرایط د یخ‌وهلو، د بدن د غړو د پرې کېدو، ټپي کېدو، ورکېدو او ان د مړینې لامل کېدای شي.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې په روانه میاشت کې د ایران او ترکیې د پولې دواړو غاړو ته د افغان کډوالو لږ تر لږه ۲۰ مړي موندل شوي دي. په ورته وخت کې لسګونو کورنیو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې اولادونه یې په پوله کې ورک شوي دي.

په مادرید کې د افغان ښځو په اړه غونډه پیل شوه

۱ لیندۍ ۱۴۰۵ - ۲۲ نومبر ۲۰۲۶، ۱۱:۳۲ GMT+۰
100%

د «زموږ غږ واورئ» تر نوم لاندې په عدالت او سوله کې د افغان ښځو د ونډې په تړاو څلورمه غونډه د یکشنبې په ورځ اسپانیې په پلازمېنه مادرید کې پیل شوه. دغه دوه ورځنۍ غونډه کې به د اسپانیې د بهرنیو وزیر خوزه مانوېل البارس هم وینا وکړي.

په دې غونډه کې د افغان ښځو د ملاتړ لپاره د یو میلیون لاسلیکونو راټولولو کمپاین هم د اجنډا یوه برخه ده.

د غونډې د اجنډا له مخې، د دوشنبې په ورځ د لړم په دویمه نېټه، اصلي پروګرام به د اسپانیا د بهرنیو چارو وزیر په وینا پیل شي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د شخړو پر مهال د جنسي تاوتریخوالي په چارو کې ځانګړې استازې پریمیلا پتن، د سویلي افریقا حقوقپوهه او د روان کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې ناوي پیلای او د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې او د «د افغانستان لپاره د ښځو» سازمان د مدیره پلاوي مشره فوزیه کوفي، هم په دې غونډه کې ویناوې کوي.

د غونډې د لومړۍ ورځې پروګرام د «افغان ښځو د سولې کړیو» ته ځانګړی شوی دی. په دې برخه کې به د افغان ښځو د سازمانونو استازې د همغږۍ پر پیاوړتیا، د ګډ لیدلوري پر رامنځته کولو او د سولې، عدالت او حساب ورکونې په بهیرونو کې د ښځو د ونډې د زیاتولو لپاره پر ګډو اقداماتو خبرې وکړي.

په دویمه ورځ به د افغان ښځو د وضعیت او حقونو په اړه څلور ګردي مېزونه جوړ شي. د زده‌کړو او اقتصادي خپلواکۍ له لارې د ښځو د زغم او مقاومت پیاوړتیا، د حساب ورکونې او عدالت نړیوال میکانېزمونه، د ښځو او نجونو د حقونو په اړه اسلامي لیدلوري او د سولې او امنیت د بهیرونو په جوړولو کې د ښځو ونډه، د دغو ګردي مېزونو مهم موضوعات دي.

د دویمې ورځې پروګرام به د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره د یو میلیون لاسلیکونو راټولولو له کمپاین سره پیل شي او د افغان ښځینه ورزشکارانو له وروستیو لاسته‌راوړنو څخه به هم ستاینه وشي. ټاکل شوې د ایسلنډ پخوانۍ لومړۍ وزیره کاترین یاکوبسدوتیر دغه کمپاین معرفي کړي.

د غونډې د اجنډا له مخې، شاوخوا ۷۰ تنه افغان ښځینه او نارینه مدني فعالان، حقوقي کارپوهان، دیني عالمان، د نړیوالو سازمانونو استازي، ډیپلوماټان او د پالیسۍ جوړونې برخې مسوولان په دې پروګرام کې ګډون کوي.

د «هیر اس» یا «زموږ غږ واورئ» څلورمه غونډه د اسپانیا د بهرنیو چارو وزارت په نوښت او د «د افغانستان لپاره د ښځو» سازمان په همکارۍ جوړه شوې ده. دغه غونډه د ۱۴۰۱ لمریز کال له مرغومي میاشتې راهیسې هر کال ترسره کېږي. موخه یې په سیاسي پرېکړو، د سولې په بهیرونو او په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د حساب ورکونې لپاره په نړیوالو هڅو کې د افغان ښځو د ونډې پیاوړتیا ده.