د هغه په وینا، د کډوالو د بېرته ستنېدو څپې د افغانستان نفوس تر ۱۰ سلنې ډېر زیات کړی او د کورونو، کار بازار او عامه خدمتونو پر وړاندې یې فشار زیات کړی دی.
ګوډلیک زیاته کړې چې ښځې او نجونې د هغو کسانو له نیمایي ډېر جوړوي چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري ورسره مرسته کوي. ښځې او ماشومان په ګډه د دغو مرستندویي کېدونکو کسانو نږدې ۸۲ سلنه جوړوي.
«د پښو ګوتې مې له کاره لوېدلي او اوس درملنې پیسې هم نه لرم». خال مراد په ډېرې نهیلۍ دا خبره وکړه. هغه د څلورو وږیو اولادونو مړولو په نیت په قاچاقي لارو ترکیې ته روان شو، خو د سختې یخنۍ له کبله یې د پښو ګوتې له کاره ولوېدې.
نوموی وايي، ایران او ترکیې ته د سفر پر مهال له څو ورځو پلي مزل وروسته یې د لاسونو او پښو ګڼې ګوتې بېحسه شوې او له حرکته ولوېدې. د هغه په وینا، اوس د درملنې پیسې هم نه لري او د کار کولو توان یې هم بایللی دی.
خالمراد وايي، له درېیو ناکامو هڅو وروسته یې د خپل خراب روغتیايي وضعیت له امله له قاچاقبر وغوښتل چې بېرته یې په ایران کې خپل پخواني ځای ته ولېږدوي. خو د هغه په وینا، قاچاقبر ورته وویل: «د بېرته تګ لار نشته؛ یا به مړ کېږې او یا به له پولې اوړې».
هغه وايي، د لړم په ۱۸مه د شپې شاوخوا یوه بجه قاچاقبر دی او نهه نور کسان په زور د پولې دېوال ته یوړل او هغوی له اغزن سیم څخه واوښتل او د ترکیې خاورې ته داخل شول.
د خالمراد په وینا، د پولې بلې غاړې ته له سخت باد او واورې سره مخ شول او شاوخوا ۱۳ ساعته یې په غرنۍ لاره کې مزل وکړ، تر دې چې د قاچاقبر یوه بل همکار سره هغوی مخ شول.
دی وايي، د بوټانو لاندې یې له ۱۰ سانتيمترو ډېر یخ کنګل جوړ شوی و او سره له دې چې د لاسونو او پښو ګوتې یې بېحسه شوې وې، اړ و چې مزل ته دوام ورکړي. د خالمراد په خبره، په هغو شرایطو کې په لاره کې درېدل یې ژوند له خطر سره مخ کولای شو.
نوموړی هغه مهال خپل منزل ته ورسېد چې د ده په وینا، د لاسونو او پښو ګڼې ګوتې یې د سختې یخنۍ له امله تورې شوې او له حرکته لوېدلې وې.
خالمراد د طالبانو له بېرته واکمنېدو مخکې هم د کار لپاره ایران ته تللی و. هغه وايي، شاوخوا ۱۶ کاله یې د ورامین په ښار کې شپني کړې او په دې موده کې یوازې پنځه ځله افغانستان ته راستون شوی دی. د هغه په وینا، په ایران کې یې عاید یوازې دومره و چې په افغانستان کې د خپلو ماشومانو د ژوند لګښتونه پرې برابر کړي. هغه د لومړي ځل لپاره شاوخوا د ۲۰ کلنۍ په عمر د کار لپاره ایران ته تللی و.
«ان د خپلو ګوتو د پرې کولو لګښت هم نه لرم»
له لسو ورځو ډېره موده کېږي چې خالمراد د انقرې په ښار کې د یوه ملګري په کوټه کې اوسېږي. هغه وايي، د پولیسو له خوا د نیول کېدو له وېرې ډېر لږ له کوټې بهر وځي او په دې موده کې یې یوازې یو ځل په یوه خصوصي روغتیايي مرکز کې خپلې ګوتې پانسمان کړې دي.
د هغه په وینا، دولتي روغتیايي مرکزونو د استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله له درملنې منلی نه دی او دی هم د درملنې د لګښتونو د ورکولو لپاره کافي پیسې نه لري.
خالمراد زیاتوي، له یوه لاس څخه یې یوازې دوه ګوتې او له بل لاس څخه یې یوه ګوته خوځښت لري. هغه همداراز وايي، د پښو نږدې نیمایي ګوتې یې هم له حرکته لوېدلې دي.
هغه له مسوولو چارواکو او په ترکیه کې د افغانستان له سفارت څخه غواړي چې د درملنې او بېرته افغانستان ته د ستنېدو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د هغه اندېښنه یوازې د خپل روغتیايي وضعیت په اړه نه ده. خالمراد وویل، اندېښنه لري چې که په بلخ کې یې خپلوانو د هغه ماشومانو ته نور خواړه ورنه کړل، هغوی به له لوږې سره مخ شي.
د هغه په وینا، د اوږدې مودې لپاره له سختې یخنۍ سره مخ کېدل د وینې د رګونو د تنګېدو او د وینې د جریان د کمېدو لامل کېږي. په پایله کې، حجرو ته کافي اکسیجن او غذايي مواد نه رسېږي او که دا حالت دوام وکړي، د بېرته نه رغېدونکي زیان احتمال رامنځته کېږي.
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، په تېره یوه ورځ کې پاکستان او ایران ۴۸۱ افغانان له ګڼو لارو هېواد ته په جبري ډول ستانه کړي. په داسې حال کې چې د راستنېدونکو کورنیو د سرپناه، خوراک، تودوخې او لومړنیو اړتیاوو برابرول د مرستندویه ادارو له مهمو اندېښنو څخه دي.
د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د معلوماتو له مخې یادې کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل، اسلامکلا او بهرامچې له لارو هېواد ته په جبري ډول ستانه شوي دي. دوی زیاتوي، ۶۱ کورنۍ چې ۳۱۰ غړي درلودل خپلو اصلی ولایتونو ته لیږدول شوي او له دغو کورنیو سره نغدي مرستي هم شوي دي.
افغانستان ته د ایران او پاکستان له لارو د افغان کډوالو د جبري ستنېدو لړۍ داسې مهال دوام لري، چې ژمی په رارسېدو دی او په هېواد کې د بېوزلۍ، بېکارۍ، د سرپناه نشتوالي او بشري مرستو ته د اړتیا کچه لوړه ده.
د کډوالۍ نړیوال سازمان (IOM) د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۳۰مه خبرداری ورکړی، چې په روان کال کې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د راستنو شویو افغانانو شمېر له ۱،۳ میلیونو اوښتی دی. دغه سازمان ویلي، د ژمي له رارسېدو سره راستنې شوې کورنۍ د سرپناه، تودوخې، سونتوکو، ژمنیو جامو او کمپلو له کمښت سره مخ دي.
د دغه سازمان په وینا، د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو د ژمي د مرستو لپاره نږدې ۲۰۰ زره کسانو ته د مرستې رسولو پلان جوړ شوی، خو د ۱۲،۸ میلیونه ډالرو له اړینې بودجې څخه یوازې څلور میلیونه ډالر برابر شوي دي. ای او ایم خبرداری ورکړی، چې د پاتې بودجې نه برابرېدل ښايي له ۱۴۰ زرو ډېر کسان، چې راستنېدونکي کډوال، بېځایه شوي او کوربه ټولنې پکې شاملې دي، له حیاتي ژمنیو مرستو بېبرخې کړي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ او د کډوالۍ نړیوال سازمان د ۲۰۲۶ کال د نومبر تر اوومې نېټې د شمېرو له مخې، په روان کال کې ټولټال ۱،۴ میلیونه افغانان له بهرنیو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي، چې شاوخوا ۷۲۷ زره یې له پاکستان او ۶۸۱ زره یې له ایران څخه دي. په دې شمېرو کې جبري ایستل، په خپله خوښه راستنېدل او نور ډولونه شامل دي.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د نومبر په ۱۰مه خپور شوي راپور د راستنېدونکو د وضعیت په اړه اندېښمنوونکي معلومات وړاندې کړي دي. د راپور له مخې، د راستنېدونکو ۶۹ سلنه کسانو د سروې په تېرو ۳۰ ورځو کې کار نه دی کړی، ۵۴ سلنه کورنۍ د خپلو لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو توان نه لري او ۷۷ سلنه راستنېدونکي په لنډمهاله سرپناوو کې ژوند کوي. همدارنګه، ۱۴ سلنه ارزول شویو کورنیو له راستنېدو وروسته د کورونو د پرېښودو له ستونزې سره مخ شوې دي.
د ژمي په درشل کې د راستنېدونکو کورنیو د سرپناه، خوراک، تودوخې او لومړنیو اړتیاوو برابرول د بشري مرستندویه ادارو له مهمو اندېښنو څخه دي؛ په ځانګړي ډول هغه کورنۍ چې له ایران او پاکستان څخه له خپلو شتمنیو، د کار له فرصتونو او د اوسېدو له خوندي ځای پرته بېرته افغانستان ته ستنېږي.
په همدې حال کې، د طالبانو د کډوالو کمېسیون د ورځني راپور له مخې، راستنېدونکو ته د خوراکي توکو، روغتیايي خدمتونو، سیمکارتونو، ترانسپورټ او نغدي مرستو په برخو کې خدمات وړاندې کېږي؛ خو د نړیوالو ادارو راپورونه ښيي چې د راستنېدونکو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره یوازې د پولو په اوږدو کې لنډمهاله مرستې بسنه نه کوي او د ژمي لپاره پراخو او دوامدارو بشري مرستو ته اړتیا ده.