دا څېړنې د ۱۹۹۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ په اسیا، افریقا، اروپا او امریکا کې ترسره شوې دي. په دغو څېړنو کې ټولټال ۵ زره او ۶۶۴ کسانو ګډون کړی و. د ګډونوالو تر ټولو کمعمره ۶۰ کلن او تر ټولو ډېر عمر لرونکی یې ۱۰۴ کلن و. د دې څېړنې پایلې د پنجشنبې په ورځ د «پلاس روغتیا او زړښت» په علمي مجله کې خپرې شوې دي.
څېړونکو ټینګار کړی چې موندنې یې د دیني او معنوي باورونو او له ژوند څخه د رضایت ترمنځ اړیکه ښيي، خو د دغې اړیکې لامل نه روښانوي. د دوی په وینا، په دغو څېړنو کې د دینپالنې او معنویت د کچې معلومولو لپاره بېلابېلې لارې کارول شوې دي چې له همدې امله د پایلو پرتله کول ستونزمن شوي دي.
د یادې څېړنې له مخې، په اسیا کې د دیني او معنوي باورونو او د ژوند د رضایت ترمنځ اړیکه د نورو سیمو په پرتله پیاوړې ده. افریقا او امریکا ورپسې راځي او په اروپا کې دا اړیکه تر ټولو کمزورې ده. د څېړنې یوې لیکوالې، الېساندرا بوجا، له سياېناېن سره په خبرو کې ویلي چې د دې توپیر یو لامل ښايي د اروپایانو په ورځني ژوند کې د دین کمرنګه رول وي.
د بوجا په وینا، معنوي باورونه ښايي له بوډاګانو سره مرسته وکړي چې له تقاعد وروسته هم په خپل ژوند کې معنا او موخه ومومي. د لندن پوهنتون کالج کې د زړښت د ټولنپوهنې استاد، پاول هېګز، هم ویلي چې د بېلابېلو سیمو ترمنځ د توپیر د پیدا کولو لپاره باید د خلکو په ژوند کې د دین ځای ته پام وشي. د هغه په وینا، د اسیا او افریقا په ځینو برخو کې دین او معنویت لا هم د خلکو د ټولنیز او کلتوري ژوند مهمه برخه ده.
په بریتانیا کې د «تیوس» څېړنیز بنسټ مشر، چین مکډونالډ، په دیني غونډو او ټولنو کې رامنځته کېدونکو ملګرتیاوو ته اشاره کړې ده. د هغه په وینا، بوډاګان په دغو غونډو کې داسې کسان مومي چې د ناروغۍ پر مهال یا د یوه نږدې کس له مړینې وروسته پرې د مرستې او ملاتړ لپاره تکیه کولای شي. هغه ویلي چې د یوازیتوب او ټولنیز انزوا له پراخېدو سره، دغه ملګرتیاوې او د تړاو احساس چې پاخه عمر لرونکو ته یې وربښي، لا ډېر اهمیت پیدا کوي.
په امریکا کې د «پیو» څېړنیز مرکز د ۲۰۲۵ کال راپور هم ښيي چې دین په منځني ختیځ، سویلي او سوېل ختیځه اسیا، افریقا او لاتینې امریکا کې د خلکو په ژوند کې ډېر مهم ځای لري. په بنګلهدېش، اندونیزیا، سریلانکا، تونس او کینیا کې تر ۹۰ سلنې ډېرو لویانو ویلي چې دین ورته ډېر ارزښت لري. دغه کچه په امریکا کې ۳۸ سلنه او په بریتانیا کې ۲۰ سلنه ده.
د پیو د شمېرو له مخې، په ټوله کې ۵۰ کلن او تر هغه لوړ عمر لرونکي کسان د ځوانانو په پرتله ځانونه ډېر دینپال بولي. په امریکا کې د دې عمر ډلې ۸۰ سلنه کسانو ویلي چې د یوه دین پیروان دي. دغه کچه په برازیل او پولنډ کې ۹۸ سلنه ده.
ملګري ملتونه اټکل کوي چې د ۲۰۷۰ لسیزې تر وروستیو پورې به په نړۍ کې د ۶۵ کلونو او تر هغه لوړ عمر لرونکو کسانو شمېر دوه میلیاردو او ۲۰۰ میلیونو ته ورسېږي او د ماشومانو له شمېر څخه به زیات شي.
د پادوا پوهنتون څېړونکي وايي، له نورو خلکو سره اړیکې، عاطفي ملاتړ او هغه فعالیتونه چې ذهن فعال ساتي، د سپینږیرو د رواني روغتیا په ښه ساتلو کې مرسته کولای شي او ښايي د هغوی له اوږد عمر سره هم تړاو ولري. د دوی په وینا، د سپینږیرو د پاملرنې پر مهال د هر کس دیني باورونو او معنوي اړتیاوو ته هم پام کېدای شي.